د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

معلم صاحب لنډه کیسه

سمیع الله خالد سهاک 09.11.2012 22:15

معلم صاحب صنف ته لاړ. څه یی کړي وای. نه له پلانه خبر وو او نه یی کتاب درلود. وروسته له یوی میاشتی بیا صنف ته روان وو. که څه هم چی له یوی اونی رخصتی وروسته راغلۍ وو، خو بیا هم ډیر ستړی او ستومانه ښکاریده. یو زړه می سل کړل او تری می وپوښتل:
" معلم صیب ولی داسی په قهر یی... چیری روان یی؟  "
معلم صاحب چی ستړیا یی له مخ او اوچولی له ورایه ښکاریده، په خندا شو او له خندا سره یی وواییل
"  والله صنف لرم "
" ښه ده اوس دی لکه چی له خیره بیا شروع کړه "
"  څنګه وکړم غریبی ده بل کسب او کار نشته که نه د معلمی په نوم می هم ......"
"  ولی دومره په قار یی ... دومره خو خرابه وظیفه هم نه ده چی داسی تری شکایت کوی "
" والله نو څه ووایم که کوم کار می له وسه پوره وایی خو په خدای قسم چی کتاب به می په لاس نه وو اخیستۍ "
" ښه نو اوس صنف ته ولاړ شه بیا که نصیب وو، خبری به وکړو... د خدای پامان  "
"د خدای پا مان  "
***
معلم صاحب چی تقریباً دیرش کاله کیده چی د پښتو معلم وو، نور یی نو د کار حوصله نه درلوده او له ډیره وخته ناروغ هم وو او ډاکترانو ورته ویلی وو چی باید استراحت وکړی او که استراحت نه کوی نو کم تر کمه دی له تباشیر کار نه اخلی خو د معلم صاحب کار له تباشیر سره وو. هغه که څه هم عمر یی له شپیتو اووښتی وو، خو بیا هم مجبور وو چی د خپل د کورنی د نفقی لپاره کار وکړی او هغه هم د معلمی کار.
 که څه هم چی هغه په کلونو کلونو دا کار کړی وو خو بیا هم چی کله به یی له ځانه سره سوچ (فکر) کوه نو داسی به یی ګنل چی اوس یی وخت دی چی باید تقاعد واخلی خو په کور کی یی بل هیڅ څوک نه درلود چی کار وکړی او د کور مصرف پوره کړی. که څه هم چی هغه یو زوی درلود چی تقریباً شپاړس یا اولس کاله عمر یی درلود خو بیا هم هغه نشو کولای چی کار وکړی او ټول مصرفونه پوره کړی.
***
یوه میاشت لا تیره نه وه چی معلم صاحب بیا په روغتون کی بستر شو. او دا ځل د هغه تنفسی سیستم مکمل کار پری ایښی وو او داکترانو د هغه کورنی ته ویلی وو چی که همداسی دوام وکړی نو ممکن دی چی خپل ژوند له لاسه ورکړی.
یوه شپه چی هغه لا په روغتون کی پروت وو، یو ملګرۍ یی د لیدو لپاره راغی او په خبرو خبرو کی یی تری د کور د مصرفونو پوښتنه وکړه، معلم صاحب سر لاندی واچاو او د څو ثانیو وروسته یی سر جګ کړ او خپل ملګرۍ ته یی وواییل
" نه پوهیږم خو چا تراوسه شکایت نه دی کړی خو زه پوهیږم چی له کوم چا به یی پور اخیستۍ وی او که خدای جوړ کړم نو بیا به په کلونو کلونو کار وکړم تر څو یی خلاص کړم... خو خدای پوهیږی چی که بیرته به له روغتونه ژوندی کور ته ولاړ شم یا نه..."
ملګری یی چی تر هغه هم غریب وو او په یوازی یی په نیمګړی تنخواه خپله ګذاره کوله په لرزیدونکی آواز وواییل
"کور کی ووایه چی هر څه یی پکار وی له ما دی وغواړی، زه به تر خپل حده ورسره مرسته وکړم"
"  نه مننه، اوس خو انشاالله په کور کی دومره شته چی تر یوه وخته به مو ګذاره پری وشی او اوس خو می معاش هر راکوی بیا به په راتلونکی کی خبری کوو... بیا هم مننه "
" د مننی وړ نه دی. که خدای نصیب کړای وو زه به هم یو ځل ستاسو کور ته لاړ شم او که کوم شی پکار وی له ځانه سره به یی یوسم. ...
" له راتلو دی مننه ... بیرون تیاره ده. زه نو اوس کور ته ولاړ شه چی نا وخته ده بیا به انشا الله سره په تماس کی اوسو"
" ښه ده د خدای په امان  "
" د خدای په امان  "
د ملګری له تګ سره هغه بیا له ځانه سره په فکر کی ډوب شو او داسی یی په خیال کی راغله چی که دی مړ شی، روزی رسوونکی خو پاک خدای دی خو بیا هم د دوی کورنی به به یی له کومه پیدا کوی. په چرتونو کی یی ډوب شو او یو دقیقی وروسته یی سترګی له اوښکو ډکې شوی او په ژړا ژړا کی ویده شو.
پای