د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لندن کې دډيورنډ کرښې په اړوندغونډې ته

حبيب الله غمخور 06.11.2012 01:36

بسم الله الرحمن الرحيم

دلته هرڅوک چه اوسیږی یو افغان دئ
تـور او سـپین پیدا کول مـلی تاوان دئ
لوی هیواد به په ملی وحدت جوړیږی
دا زمــونــږه عـقیـده دا مـو ایـمـان دئ

ملنگ جان

 

دډيورنډدکرښې دبرخليک په اړوند ژورفکراودنړيوالوعادلانه مرستې ته اړتياسته

 د۲۰۱۱ ز کال داپريل ۱۸ 

درنولسوتونکو ! مادالينکه په ۲۰۱۱ کال کښي دلندن په ښارکي دافغانانولخوادډيورنډ کرښي دبرخليک په اړوند کنفرانس ته ليکلې وه .ماپدې کنفرانس کښي گډون درلود اوددې ليکنې لنډيزامي دوخت دکموالي له امله په ځغاسته ووايه .خوله بده مرغه هغه لنډيرزهم دنشر وخت ونه موند .اوس چي ددې لعنتی اوتپل سوی کرښې په اړوند دامريکايي چارواکودبې مسوليته څرگندونوپر بنياد دافغان ولس احساسات راپارېدلي غواړم داليکنه ستاسو سرهدڅوټکو په زيات والي شرېکه کړم .البته دامريکایي چارواکودڅرگندونوپه اړه به يوه جلا ليکنه ولرم .

له بده مرغه زموږ دهيواد ورځنی چاري له دومره کړاونوسره لاس په گرېوان دي اوپه ډيره بېړه سياسي اوټوليزتغيراتواوناخوالوسره مخامخ کيږي چي څوک زئي په جواب ورکولواوڅېړلو پسې نه رسېږي  . سره له دې هم وياړم چي زموږ افغان زلمی دنوروغښتلو قلموالوپه څنگ کښي دهرچاخبره اوری ،هر حرکت ته جدی پام لري اودهغه په وړاندي دملي گټوپر بنياد خپل غبرگون څرگندوي .

البته دډيورنډدکرښي په هکله دامريکايي چارواکودڅرگندونوپه وړاندي تر ليکنې مخ کښي غواړم يوه وړه ليکنه  ددې پوښتنې دجواب پيدا کولولپاره ولرم چي داطالبان افغانان دی اوکه پاکستانيان؟ ځکه زموږ مشران دپاکستانيانونه غوښتنه کړې چي دوي ته دسفر پاسپورټونه ورکړي .

ترکومه ځايه چي دپاکستان اوافغانستان لپاره دامريکا استازي اوبيادپه افغانستان کي دامريکا سفير ترهغه وروسته دامريکادبهرنيوچارو وياندڅرگندونوزموږ هيوادوال په ځانگړې توگه ځوان نسل له زياتوتشويشونو سره مخامخ کړي اوفکر کوي چي ولي ديوزبرځواک هيواد استازي داسي څرگندونې وکړي  کومې چي زموږ له ملي گټوسره ټکر لري .

زماسره ډير زيات تشويش پدې خاطر دی چي دادپردئ هيواددولتی چارواکوپه وړاندي زموږ غبرگونونه ددوي تبرته لاستۍ ورنکړي اوزموږ دهيوادپدې حساسواوباريکو شرايطوکښي چي له يوې خوادوي پرموږ دملت نه بېگانه دولتي چارواکي تپلي اودبلې خواپاکستان اوايران په خپل ټول قوت اوطاقت زموږ په خاوره کښي پټه اوښکاره مداخله کوي،په وسلو سمبا ل  کسان دافغان وژنې لپاره داسلام او وطن څخه ددفاع په نوم رالېږي اوددې ترڅنگ بهرنيان وايي موږ روان يواونوراوياداچي وايي موږدبهرنيانودحملو په وړاندي ستاسونه دفاع مسوليت نلروټول خلک په يوډول تشويشز کښي اچولي ،خودډاډ خبره داده چي زم،وطږ ولس اوس دجگړو،سياسي اوپوځی سياليو اودزبرځواکوتر حمايې لاندي جنگسالاروپه ظلمونوکښي پوخ سوی دی نورئې داسي تبلېغات اونارواهڅي نسي ډارولاي .

دډيورنرډپر لعنتی کرښه ۱۱۹ کاله تيرسوی اوپدې ۱۱۹ کاله کښي زموږ دولتي چارواکوددې مسلې درښتياني حل لپاره کوم کار نه دی کړی ،يوازي ئي پدې خبره ځان خلاص کړئ لکه چي ښاغلي کرزی وايي،داملي خبره ده دملت په ارادې پوري اړه لري .که دملت دارادې خبره وي خودي ملت په کترارو داکرښه نه ده منلې ولي ځينو دولتي چارواکوداسي پروتوکولونه لاسيلک کړی چي اوس ئي زموږ دولس دغوښتنو مخالفين ديوه سندپه توگه ترېنه استفاده کوي . په غټ گمان که امريکا تردوي يوبل غټ زبرځواک يو وخت ترلاس ونسی چي ولي دي داسي خبره کړي دوي به هم همدا دليل ووايي .

خواصلي خبره داده چي ددي کرښي دبرخليک دټاکلوپه هکله چي لوي زيان ئي دکرښې دواړوغاروپرتو ولسونوته رسېږلی هيچادولس نه پوښتنه نده کړې اودافغان سترولس اراده ددولتی چارواکوپه نړيوالوکنفرانسوکښي په دوامداره اوټينگ عزم نه ده تمثيل کړې .

دايولمرغوندحقيقت دی ځکه خوزماپه گډون موږ ټول وايوچي داتاريخي ستونزه بايد عادلانه حل سي . دعادلانه حل لاري ئي مااوزماپشان نوروليکوالوپه خپلو ليکنو کښي روښانه کړېدي که هغه څوک چې ددې مسلې په حل کښي رول لرلاي سي اړتيالري مراجعه دي وکړي زه پدې هکله خپل نظر ورسره شرېکولاي سم .

يوازي پدې خبره چي امريکايي چارواکي وايي موږ داکرښه ډیر پخوادسرحدپه توگه په رسميت پېژندلې وه اودکرزی نطاق وايي داملي مسله ده په ملت پوري اړه لري ددې ملي،نړيوالي اوتاريخي ستونزي دحل لارنده .

پدې هکله ډير ژورسياسي،حقوقی اوبشري فکر اودنړی وال عرف پر بنياد ئي دحل لاري لټول پکاردی . داستونزه بايد داسي حل شي چي دکرښې دواړوخواته دمنلو وړوي،دابايد په ډاگه ووايم چي ددې کرښي دبرخليک په هکله ددولتونواوحکومتونونظر ارزښت نلري بلکي دخلکو نظر اوغوښتنه تاريخي اهميت لري اودهغوپربنيادبايدپرېکړه وسي . خودخلکودنظر پوښتنې اوغوښتنې لپاره افغان لوری ځانگړي شرايط لري، چي دهغوي له په نظرکي نيولونه پرته ستونزه نسي حل کېداي اونه هم په عادلانه توگه ددې کرښې برخليک ټاکل کېداي سي .

درنو هيوادوالو!

زه ديوې موخی لپاره نه غواړم ليکنه کښي داسي لاس وهنه وکړم  کوم چي دويب پاڼي دلوستونکي لپاره خپرېږي،په کومه بڼه چي وه په هغه بڼه ئي نشرته سپارم ،سره لدې چي زه اوس داليکنه تاسوته نه لولم بلکې تاسوئي لولۍ .

اغلو اوښاغلو!

ترهر څه وړاندي غواړم  تاسو اوستاسو له لارې د دموکراسی اوټولنيزعدالت   پالندویانو اومينه والو،په ځانګړې توګه پدې پر تمينه غونډه کي راټول شويو درنواودقدر وړفرهنگيانو اوفرهنگپالواوسياسي څېرو ته په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې،په سويډن کښې داوسېدونکوافغانانو تاوده سلامونه اونېکي هيلي ستاسو درانه حضورته ورسوم  .

زمالپاره دوياړځاي  دی چي ددې تاريخي پېښې دبياڅېړلواودحل دلاري دلټولوپه موخه دې درنه غونډه کي برخه اخلم،کوم چي په همدې غيرتی اوتاريخي سيمه کي رازېږېدلوافغانانوپه او زياراوگډون جوړه سوې ده .

زه دټولوهغودوستانواوهيوادوالوڅخه کوم چي ددې درنې غونډي دجوړېدوجوگه سوی په افغاني مينه دزړه له کومي دمننې په څرگندولوسره دوي ته پدې ملي اووطني لارکښي دلازياتوبرياووهيله کوم .

دوياړځاي دی چي نن پدې درنه غونډه کښي دنړۍ دمختليفوهيوادونه راغلي  افغان کډوال لودخپل هيوادنه دزړه ديوې دجلاسوی ټوټې د برخليک پر سروخبرواوبحث لپاره دانگلستان پلازمېني لندن ښارکي سره رايوځاي شوي يو .

هيله منديم چي موږ اوتاسووکولاي سوپه يوه خوله اوعقيده ددې تاريخي لانجې دحل لاري پيداکېدوته نږدې سواو دنړيوالوسازمانوپه مرسته ددې ملي ستونزي دحل دلاري تر پيداکېوپوري ددې غونډي اجنداپرانيستې پرېږدو.

که دملگروملتواونور نړيوال اوسازمانونه گرېوان ته سرټيټ کړي اوله ځان سره دافغان ولس دبرخليک په اړوندي عادلانه قضاوت وکړي دابه راسره ومني چي موږ هم دهمدې ځمکې دکرې پرمخ ژوندکوو اوله همد ې ولسونوڅخه جلازموږسره کړنه به عادلانه اوپرځاي نه وي .

پدې ورستيوليزوکښي نړيوالو پېښوته په کتوسره که دشوروي نظام ترړنگېدووروسته دنړيوال بهير پروسې ته جدي پام وکړو،نودابه راته څرگنده شي چي دځمکې دکرې پر مخ هغه هيوادونه چي په زوراوجبرپردوبرخووېشل سوې وه يوځاي اوهغه چي په زوريوځاي شوې وه سره جلااوهغه چي نيول سوی وه هريوديوه خپلواک هيوادپه توگه په رسميت وپېژندل سوه اوهريوه دملگروملتودسازمان اونورونړيوالو سازمانوغړېتوب په  ترلاسه کېدوسره ديوه خپلواک هيواد په توگه په نړيواله کچه په رسميت وپېرندلسواوددې هيوادو اوسېدونکی ديوخپلواک هيوادوپه توگه خپل  ژوندپر مخ بيايي .

موږ هم داحق بايد ولروچي زموږله هيوادنه جلاسوې ټوټه اوزموږ وروڼه زموږسره په يوخپلواک هيوادکي دخپل هوسااوبساراتلونکي لپاره په گډه ژوندغوره کړياودغې موخې ته درسېدوپه خاطردپاکستان په گډون دنړۍ نورهيوادونه دخپلو لاس وهنو اومداخلونه لاس په سرشي اوزموږ سره داقتصادي ،سياسي،علمی  اوتخنيکي غوړيدالپاره هراړخيزه مرسته وکړي .

له نېکه مرغه  تاريخ اوتاريخي حوادثوداپه کراتو ثابته کړې چي دډيورنډکرښې زموږ اودکرښې کوزي خواوروڼوپه زړونوکي دبېلتون اوجلاژونداندېښنه نده پيداکړې .موږپدې يوسل او اتلس کاله يودبل په غم اوښاديوکښي گډه ونډه اخيستې اومشترک تاريخي برخليک لرو .

په اوسنی افغانستان کي داسي پېښه نسته چي په ښوکښې دې هغوي برخمن سوی نه وي اوله بدونه دې زيانمن سوي نه وي . که موږدافغانستان دخپلواکی ترلاسه کولوقهرمانانه مبارزې اوبريا،تاريخ راسپړونوبېله ددوي له ونډې اوگډون نه ئې نشوڅېړلاي . په افغانستان کي داسي لويه اوتاريخي غونډه نده جوړسوې اونه هم دداسي ملي کارلپاره پرېکړه سوې په کومومه کښي چي ددوي استازوگډون ندی درلودلی .

زه فکرکوم پردې مسله چې زموږ اودډيورنډدلعنتي کرښې کوزی خواپرتوپښتنواوبلوڅوقومونوترمنځ په کومه بڼه روابط او تاريخي رېښې موجودې دي  بحث به دنورودوستانواودغونډې دبرخوالو وخت ونيسي اودبلې خوادااړيکې اوداړيکوتاريخي رېښي چي موږ يو ولس يو،ټولي نړۍ ته لمر غوندي روښانه دي ځکه پردې مسله  بحث ته اړتيانه وينم  .

په لنډو ټکو ځينې مسائيلوته په ځغلنده بڼه ستاسو درنو پوهانواوپر وطن مينو هيوادوالونظر را اړوم :

۱/ دډيورنډسند لاسليک ته لنډه کتنه :

دډيورنډکرښه پر عبدالراحمن خان دفشارپوسيله لاسليک سوه . اوهغه هم ئې تيروتنه وکړه. په هغه وخت کي چي هانري مار تيمورډيورنډپه کابل کي عبدالرحمن خان کولاي سول دخپلومشاورينواوقومونومشرانوسره مشوره وکړي خومتاسفانه وئې نه کړ ه .

زيات تاريخ پوهان اوڅيړونکي پدي باور دۍ چي دډيورنډ دکرښي لاسليک په هغه وخت کي کله چي عبدالر حمن خان دافغانستان دسياسي اونظامي ناخوالو سره لاس په گريوان وپر هغه په زور ومنل سوه . مگر حقيقت دادۍ کله چې پرنگيانوپه مخامخ جگړه کي ماته وخوړل اوله افغانستان څخه وتلو ته مجبور سوه، له دې ډارنه چې افغانان به په برتانوي هندکي دپرنگيانو پرخلاف ملي تحريک ونه هڅوي اويابه تزاري روسيه وکولاي سي دافغانانو په مرسته دافغانستان له لاري هند ته درسيدوامکانات پيدا  کړي ، انگليسانو پرېکړه وکړه چې عبدالرحمن خان له نظامي اوسياسي پلوه ترتهديد لاندي ونسي،ترڅوهغه مجبورسي اودداسي يوه تړون لاسليک ته غاړه کښيږدي چي په هندکې دافغانستان دلاس وهنواودتزاري روسي دنفوذدپراخوالي امکانات لږکړ .

 انگريزانو دمخه تر هغه چې دډيورنډ دلوزنامي په باب دافغاني مقاماتو سره خبري وکړې دوي دافغانستان په پښتون مېشتوسيموکې حالات  په خپله گټه دپخوانه سنجول سوي پلان له مخې کړکېچن کړه  ،دوي پدې  سيمو کې دقومونو تر منځ خونړۍ جگړې پيښي کړې او قومونه يي يو دبل په مقابل کې دورول اوډير ئي دعبدالرحمن خان پر خلاف راوپارول .

دډيورنډدلعنتي کرښي کوزی خواپراته قومونه چي ددي سند دلاس ليک سره يي سخت مخالفت هم ښکارکړ پر خپل وخت له عبدالرحمن خان څخه ډيرخوابدي کړي وه،داډول حالت او مناسبات دانگليسانو په گټه وه اوهم په قبايلي سيموکي ددوي دسياسي نفوذدپراختيااصلې لامل وگرځيد.

تاريخ پوه پوهاندعبدالحۍ حبيبي دغي لوظنامي ته تحديد نامه وايي اوهغه عبدالرحمن خان ملامتوي وايي : (( ديگر ازکارهاي سياسي که امير بدون خواهش يا تصديق جرگۀ مردم افغانستان انجام داد،ودر تاريخ افغا نستان مسوليت بزرگ رابذمت شخص وي مي اندازدامضاي تحديدنامه ديورنداست که بادولت هندبرطانوي سرحدات شرقي وجنوبي افغانستان را تحديد کرد،لوي استاد وروسته ليکي :وزير خارجه هند هانري تيمور ديورند برياست کميسيون تعين حدود سرحدي به کابل امد،واعضاي اين کميسيون کلنل اليس وکپتان مانر يس اسمت ، مستر کلارک ومستر وانلد وچندنفر هنديان ديگر بود. مذاکرات سياسي درکابل با خودامير آغاز شد،ودر نتيجه تحديد نامۀ منحوس ديورند امضاگرديد.که به موجب آن خط سرحدي ديورند ازحدود بلوچستان تاچترال وواخان تعين گرديد،وخاک هاي چمن ، پښين ،چغۍ،وزيرستان،بلندخيل،کورم،پاراچنار ، افريدي،باخور ،سوات ،بنيرودير ،چيلاس وچترال که از بقاياي خاکهاي افغاني بود،از افغانستان جداوبه هند شامل شد،مقابلتا بجاي (۱۲) لک روپيه ۱۸لک روپيه ازطرف حکومت هند،به امير ساليانه مقررشد، ووعدۀ امداداسلحۀ جنگی نيزدادشد)) . تاريخ مختصر افغانستان 300او 301مخونه .

دغه کرغيړنه کرښه چي پر بنياد ئي دپښتون واحدقوم پردوبرخو ووېشل سوديومټی افغانستان دخاوري تجزيې لامل وگرځېد.

اوس راځودې حقيقت ته چي دا کرښه لکه مخ کښي چي ورته اشاره وسول ،يوازي ديوشخص لخواچې هغه دافغانستان امير وو بيله دينه چې دافغان ولس اويا ددوي له استازوسره سلا او مشوره پرې  وسي دانگرېزانو دسياسي اوپوځی فشاروپه پايله کي لاس ليک سوه .ددې کرښي دلاس ليک کولو سره دبل هيڅ افغان اراده نه وه او نه هم دلاس ليک کيدو تر وخته حتا ددربار جگپوړي پدي خبر وه چي داسي يوه منحوسه لوزنامه به لاسليک کيږي .

کله چي دافغانان دډيورنډدکرښې له لاسليک کېدوڅخه خبرسول ،ددغېلوزنامې سره ئي خپل  کلک مخالفت څرگندکړ.دآزادسرحدخلکودانگرېزانوپر ضدخپلو مبارزوته ترهغه وخته دوام ورکړ،ترڅوچي انگرېزان دهندله نيمې وچې نه ووتل .دافغانستان خلک له هغې لمړۍ ورځې بياتراوسه ددې لوزنامېڅخه نفرت لري .

که پخپله داميرد خاطراتو پاڼي راواړوو دهغوله لوستونو نه دې پايلي ته رسيږو،چي دانگريزانو تحديد او يا دسرحد ي ځيني قومونو څخه داميرخوابدې ددې لامل وگرځيدل ترڅو دا توره کرښه لاسليک سي؛ چې په هر حال ډير ژر دامير سدسرته و رغله . دبيلگي په توگه کله چي اميردکرښي نقشه له بر تانوي هند څخه وغوښتل او نقشه يي وليدل ،هغه هک پک پاته سو .هغه ددغي نقشي دليدوپه هکله دخپلوخاطراتو ددوهم ټوک په157 - 158 مخونوکښي داسي ليکي ( (وزير ،نوی چمن او هلته داورگاډي ستيشن ،دمومندو ټوله علاقه اسمار ، چترال اوپه منځ کښي يې ټولي مځکي دبرتانوي هند په لوري په نښه سوي دي ؟)) .

 پوهاند کاکړ اونوروڅېړونکوپدي اړوندپخپلواثاروکي څوځله دا په گوته کړېده چي امير ددغه سندتر لاسليک وروسته هيڅکله هم دا نه ده منلې چې داقومونه به له افغانستان څخه په دايمي ډول بيل سي .

غواړم يوټکی په گوته کړم ،دزبرځواکونودسياسي موخودپلي کولودميتودونوپه نظرکې نيولو سره دامسله هم دانسان په فکر کښې راگرځې؛ددې لپاره چې امير عبدالرحمن خان اوداوسني ډيورنډکرښي هاخواپرتو قومو نوترمنځ اړيکې خړ پړ شي ترڅو امير پرهغوي دخپل نفوذدساتلولپاره فشار راوړې،مگرخلک ياغې وه اودغه فشارته ئې دبهرنيانودپټو اوماهرانه هڅونوپه مټ غاړه نه اېښودل . په لوي گمان سره انگريزانودخپلو پلانو دپلي کولو لپاره داسي اختلافات راوزږول چي يوشمير قومونه دعبدالرحمن خان په وړاندي نغاوتونوته ملاوتړل اودبلې خوائي دخپلو نوروامکاناتونه په استفادې سره چي دپاچاپه دربارکښي ئي لرم اوهغه ئي ددې خوابدوقوموخنوپر خلاف راوپاراوه ،يائي لږ تگرلږه دهغوي له کړنونه مايوسه اوخوابدي کړ .

 انگريزانودځينو ملکانواوروحاني ملايانو په وسيله خلک دامير پرخلاف راپارول ترڅو دامير له امرونوڅخه سرغړونې وکړې ؛دغه سرغړونې امير يوله هغو لاملو څخه بولي چې گواکي ده غوښتل دڅه مودې لپاره ځان دهغوي له شراوشرارت نه خلاص کړې . متاسفانه امير پدغه ټکي نه پوهيده اونه يي هم دهوښيارانواو مشرانو سره پدې هکله مشوره کول.

که څه هم امير عبدالرحمن خان له انگريزانوڅخه نارازه وو،ولي متاسفانه دخپل اقتدار دساتلو په خاطر يې دا جرات نسوکولاي دانگليسانوپه مقابل کي په ځغرده ودريږي اودخپل هيواددملي گټو څخه په ټينگه دفاع وکړي، دمثال په توگه هغه دخپلو خاطراتوددوهم ټوک په 159مخ کښي ليکي : ((انگريزان وايي چي موږ دافغانستان په لورنورومځکو ته ضرورت نلرو،موږ يوازي غواړوچي افغانستان يو پياوړۍ شاهي نظام وي . خوبلي خوادبلوچستان دخواجه په غونډيو کي دتونل ايستل غواړي ،چي دهغه لاري داورگاډي پټلۍ زموږ ملک ته را ورسوي،دالکه چي زما په کولمو کي چاړه وهي .)) تاج التورايخ ۳۵۸مخ

مگر امير دغه چاړه وحلوپه هکله انگريزانوته په خپله هيڅ ندي څرگندکړي .داسي ښکاري چې امير دانگليسي امپرا تورۍ اوپه افغانستان کښي دهغوي دنفوذ دپرتاختيااولاسوهنوپه هکله کومه ثابته پاليسي او معين دريز نه درلود. همدادليل وچې دامير لخوا کله کله په پټه د توريو ،وزيرو،اپريدواو مومندو خلک هڅول کېده چي دپرنگيانو پرخلاف حملي وکړي اودهغوي پوستي له منځه يوسي،مگر کله چې دانگريزانووکولاي شول همداقوم دده په مقابل کې ياغې کړې بيله تحليل اودحوصلې نه کار اخيستلوڅخه يې دهغوي نه داسي خوابده شو چې ددې خوابدۍ جبران تر اوسه هم نشي کيداي .

انگريزان هم دځان په وړاندي دډيورنډ لاين دکرښي دلاسليک يوله ستر لاملوڅخه ددغو قومونو اوولسونو سرکښی اومخالفتونه بولي ،کوم چي اميرهغوي ته په دغه سيمه کي راپيدا کړي وه.

مگردوي پدغه څرگندونه کې رښتيانه وايي دوي غوښتل ددغه سندپه لاسليک سره په برطانوي هند کې دروساونو دمداخلو مخه ونيسي اوله بلي خوا پښتا نه جلا کړې چي دپښتنوپه وېش کي دوي دپښتنوکمزوری لټول اودپښتنوپه کمزوری کښي ئي په هندوستان کښي خپله بقااودپاته کيدو دوام ليده .دوي پدې پوهېدله که په افغانستان کي يو پياوړی دولتي سيستم موجودوي کولاي سي په هندوستان کښي دخپلواکي له جنبش سره زيات مرسته وکړی اوپه هندکي ددوي دپاته کېدو وخت رالنډ سي . دوي غوښتل ددغې کرښي په لاس ليک سره دامير اوپښتنو ترمنځ اختلاف نور هم غښتلۍ کړې ،لوي افغانستان په يوه وړوکې هيوادبدل کړې .

حقيقت خودادۍ چي دديورند دکرښي په ټاکلوسره دبرتانيا اساسي اوسياسي موخه داوه چي دختيځ اوسهيلي افغانستان په قبايلي سيمو کي دافغانستان دددولتي اغېزې دشته والي مخه ونيسي . ددغي اغېزې دمخنيوي هدف دانه وچي دورځنيو عاديراکړه ورکړي ،راشه درشي،سوداگرۍ،ټولنيزو ديني اومذهبي مراسيمو په سرته رسولوکي خنډ وگرځي .خوانگريزانودا غوښتل چي دغه قبايلي سيمې اودلته مېشت افغانان دخپل مورني هيوادڅخه جلا کړي او پدي توگه دبرتانوي حکومت پر ضد دمقاومت اووسلوالوحملوځواک کمزورۍ کړي .

انگليسانو پر امير دخپل سياسي او نظامي فشار تيره څوکه دغه ټکي ته راوگرځول چي دافغانستان څخه دا قبايلي سيمي چي دپرنگيانوپه مقابل کي تل بغاوت کوي له خپل مورني هيواد نه غچي کړي ، متاسفانه انگرېزان دعبدالرحمن خان دضعيف سياست له مخې ددي کار جوگه  شول .

 زموږ ټول تاريخ پوهان اوڅېړونکې په يوه نظر داڅرگنده وي چي امير عبدالرحمن پرخپل سر دانگريزانو سر ه دا کرښه لاسليک کړه .ځکه هيڅ داسي يو سند نسته چي هغه دي ددې ښکارندوي وې چي دډيورنډ دکرښي دسند په لاس ليک کښي دي دافغان ولس او يا ددوي دنماينده گانو نظر غوښتل سوۍ وی .

پدې هکله زموږ مشهورتاريخ ليکونکۍ غبارليکي : ((ديورند با شش نفر افسر به کابل رسيد .... مدت اقامت اين هيئت در کابل متجاوز از 40 روز طول کشيدومذاکرات غير دوستانه به سردي وکندي پيش رفت درحاليکه سپاه انگليس مقابل سرحد افغانستان در حالت تيارسۍ بود .پشنهاد انگليس اينطور خلاصه ميشد : يا بر عهد نامه مرتبه انگليسي ونقشه مدونه انگليس امضا گذاشه شود ،ويا مناسبات دولتين منقطع وبه عبارت اصلي جنگ طرفين مشتعل خواهد شد، شق سوم وجود نداشت،اينجا بود که امير عبدالرحمن خان در معرض امتحان سختي واقع گرديدودر نتيجه نشان داد که او طوريکه مردم افغانستان انتظار داشتند شخصيت آهنين واز خود گذري نيست. امير در در طي مذاکراتي که با ديورندنمود، ودرافغانستان منتشر نگرديد،بلغزيد ويکبار ديگر در تاريخ مسؤليت بزرگي بردوش گرفت او طبق معمول بدون راي گيري از مردم افغانستان ويا نماينده گان انها وحتي بدون مشوره بامامورين ودربار خود بر اين معاهده امضا گذاشت .)) افغانستان در مسير تاريخ 688 مخ

که څه هم امير پسله هغه چي معاهده يي لاسليک کړې وه يوه مشوره تي جرگه چې فرمايشي بڼه يې در لوده راوغوښتل، ولي داهغه وخت وچي کار ترکار تيرسوۍ وو . امير پدغه جرگه کي وينا وکړه دهيواد دشمالي غربي،له چين سره شرقي پولي اوانگليسانوسره دهيواددسهيلي او شرقي پولو ټاکلو په هکله  تشريفاتي معلومات ورکړل . هغه وويل ددي لپاره چي په دوستۍکي ژوند وکړو لازمه وگڼل سول چي دولتي حدودوټاکو. که څه هم په همدغه فرمايشي جرگه کي دغبار صاحب په وينا دغونډي دبرخه والو له نامه څخه يوه وينا چي له پخوا نه برابره سوې اوليکل سوې وه دغونډي ديوتن برخوال لخوا امير ته ورکړه سوه،چي هغه وينا بيا پخپله امير ولوستل،په دغه وينا کي دامير دغه کار ته دافغان ولس په گټه ديوه حرکت نوم ورکړه سوۍ و اودمعاهدي دلاسليک څخه ننگه سوي وه . همدلته بايد په ډاگه سي چي ددې غونډي برخوال د هيچا لخوا دغي غونډي ته نه وه ټاکل سوې ،دلته هغو کسانو گډون درلود کوم چې له دربار سره په تړاو کې وه او تل ددربار لخواتشريفاتي غونډوته رابلل کيدل؛ اوله بلي خواداکرغېړنه لوزنامه لا پخوا لاسليک سوې وه ، که احيا نأ دکوم چا افغاني غيرت په ښور راغلۍ واي او مخالفت يې ښکاره کړي واي ،ددوي مخالفت کوم رول اوارزښت نه درلود . دغونډي دگډون کونکوپه هکله تاج التواريخ دلمړې اودوهم ټوک 421 او422 مخونو ته مراجعه وشې.

داسنادوپه مطا لعي سره داسي معلوميږي چي عبدالرحمن خان دډيورنډلاين دکرښي هاخوا پرتو يو شمير قومونو څخه خفه و اوهغه يې ياغيان بلل، دهغه دا شان احساساتي اوغيرمسولانه برخورددډيورنډدکرښي سره موافقي يو له عمده لاملوڅخه گڼل کېداي سي .

سره له دې چي امير دډيورنډدکرښي دواړوخواو ته دپرتو قومونو مخالفت  ددې لوزنامې په وړاندي دسر په سترگو وليد،مگر دغه مخالفت اومقاومت ته يي کوم ارزښت ورنکړ؛ځکه چي هغه ته دخپلي واکمنۍ مسله تر هرڅه زيات ارزښت لرونکې وه ؛ دحيرانتيا ځاي دادۍ چي امير پخپله دبرتانوي هندله وايسرانه غوښتنه کړې وه چي هغه عالي جناب دي په خپله خوښه په نقشه کي هغه ځايونه اوسيمي په نښه کړي چي ضرورت ورته لري . پدې اړه امير پخپل ژوند ليک کښي داسي ليکي : (( از فرمان فرماخواهش نمودم نقشه به جهت من بفرستد، وخطوط سرحدي را بطوريکه خودشان ميخواهند معين نما يند روي نقشه مذکور تخمينا مشخص کنند تابدانم کدام نقاط ياغيستان را خيال دارند تحت نفوف ودرحيطه اقتدار خود بياوريد.)) تاج التواريخ ،امير عبدالرحمن خان جلد اول ودوم 417 مخ .

 که دا تړون دچوکۍ دساتلو،دډاريا ځيني قومونو څخه دخوابدۍ اويا بل کوم دليل پر اساس لاسليک سوۍ دۍ دا (( ۱۱۸)) کاله کيږي چي ددې سياسي تيروتني اوخطا په وينو لړلۍ دروند پېټۍ ټول افغانان اودکرښي هاخوا پراته قومونه پر اوږو وړي . داسل کاله تير سوه خودا دناسور زخم جوړ نه سو .

دکرښي هاخواپرتوقومونوته دډيورنډکرښه هيڅکله دزغم او منلو وړنه وه . مولوي محمد ظاهر شاه وزير پخپل اثر کي ليکي : دډيورنډدکرښي دنه منلوپه خاطر دوزيرستان څخه يو (570) کسيزه ډله دملا پيوند،مولاناهمزا الله خان اوقاضي حاجي محمد په مشرۍ چي څو تنه ښځي هم پکښي شاملي وې دجرگي په ډول حتي دننواتي په توگه کابل ته ولاړل چي هلته داميرسره دډيورنډ دکرښي په اړه خبري وکړي،اونوموړۍ لدې لاري نه بيرته راوگرځوي اودپرنگيانودظلمونواونارواحال ورته بيا کړي،ليکن جرگه په ناهيلۍاوناکامۍ بيرته راوگرځيده اوامير  ورسره دليدني کتني وخت ونه موند .

کله چي جرگه بيرته تش لاس راوگرځيده،نودوزيرو اومسيدوقومي مشرانو په جرگه کي پرېکړه وکړه چې دکرښي دماتولو او بي ارزښته گڼلو په مقصد به پښتانه پر پرنگيانو باندي مرگوني گذارونه کوي ،لومړۍ حمله يې پر واڼه باندي وکړه اوپه دي حمله کي يې 1763تنه انگرېزان ووژل . دخپلواکۍ جگړې،مولوي ظاهر شاه وزير 22-21-20مخونه

عبدالرجمن خان په خپلوخاطراتوکې اعتراف کوي چې پښتانه دډيورنډدکرښي دلاس ليک پرخلاف مقاومت کوي،هغه ليکې : ((اگر چه لردلنسدون درماه جون 1894م وقتي که ازهندوستان حرکت مينمود،نطقي نموده از قراريکه شنيده ام اظهار داشت که اين قرارداد به جهت اين داده شده است که طوايف سرحدي ديگر اسباب زحمت دولت هندبرتانوي نشوند،ولي برخلاف اظهارات اوبر طبق اظهارات من جنگ چترالوجنگ باجورو جنگ ملاکندوجنگ وزيري وجنگ افرېدي تمامأ بعد ازتاريخ مذکور با همين طوايف سرحدي که درحوزه اقتداردولت انگليس آمده بودندحادث گرديده ،چرا که انها ديگر اميدي ندارندکه تحت حکومت حکمران مسلماني در آيند ونمي خواهندمطيع حکمراني انگليس هابود باشد.))

پدې سيمه کي دپښتنوداډول مخاليفتونودهند تر آزادۍ اوپاکستان تر زيږېدو پوري په خپل ټول قوت او شدت دوام درلود .کله چې برتانوي هندپر دوبرخوپاکستان اوهندوستان ويشل کيده انگليسانوپه عجيبو او غريبو مهارتو،بهانوو کولاي شول چې په افغانستان کي دهغه وخت دحاکم دولت له بي غورۍ نه دډيورنډ دکرښي هاخواپرتو قومونوسرنويشت په نامعلومه حالت کې پاته سو. دډيورنډ دکرښي سهيلي او ختيځ پلوته دپښتنو اوبلوڅو مشرانودخپل سرنویشت دټاکلو په لار کښي په کلونوکلونوزندانونه اوتبعيدونه گاللي دي اودخپل دآزادۍ بيرغ او ږغ يې اوچت ساتلۍ دۍ . 

 

په  ۱۹۴۷ ز کال دپاکستان ترجوړېدووروسته غولونکی ريفرنډوم :

 

کوم وخت چي دهند وايسرا((لاردمونت بټن)) دهند دوېشلو پلان خپورکړ دډيورنډدمنحوسی کرښې پوسيله جلاسوو  سيمو په اړوند چې دانگليسانوتر مستقيمي ولکې لاندي وې هيڅ يادونه اوخبره نه وه شوې .

کله چي دافغانانو لخوادغه مسله اودسرحد دخلکو غوښتنه پرنگيانوته وړاندي سوه ،دبرتانيا حکومت داسي وښودل چي گواکي اوس کارله کارنه تير سوی او ناوخته دۍ ،ځکه دهند دويش مسله د برتانيا له پارلمان څخه تيره سوې ده،دغه موضوع به ريفر نډم ته وړاندي کړو .

 د1947زکال داگست په 15ورځ دهندله ويش څخه وروسته ددوهيوادو جوړېدل ، هند اوپاکستان اعلان سول اودټولونورمونوخلاف په خائينانه توگه  دسرحدي خلکودسرنويشت دټاکلو لپاره دريفرنډم اعلان وسو .

دغه ريفرنډم  چي 1947م کال دجولاي په مياشت کي پيل او لس ورځې يې دواوم درلود، دانگريزانو لخوا په ډيره خاينانه توگه پلۍ سو يعني لومړۍ خوسرحدي خلکو ته دوه انتخابه وه پاکستان اوکه هندوستان، له چاسره غواړي يو ځاي سۍ ؟ بله لار نه وه پرېښودل سوې چي انتخاب يي کړي،پداسي حال کي چي بايدهرومرو دافغانستان نوم هم هلته ذکر سوۍ واي،ځکه داسيمي له افغانستان څخه هغه وخت جلاسوي وې چي دغوهيوادونو وجود نه درلود،نو دکوم قانون ، انصاف او منطقو له مخي پښتنو اوبلوڅو ته وويل  کيږي چي تاسودهنداو پاکستان په منځ کي يو انتخاب کړي؛ بله دا چي ددغه ريفرنډم په خاينانه مفهوم دسيمي سياسي گوندونو، دقومونو مشران لا له پخوا پوه شوي وه ځکه يې دريفرنډم سره پرېکړون اعلان کړه . انگريزانو دلته هم دمذهب څخه ناوړه استفاده وکړه اودپاکستان په پلوې درايو ورکولو صنوق وبغل ته يې دمسلمانانو مقدس کتاب قرانکريم کښېښود او همدا شان دولتي ټولومامورينو او دوسله والو قواو مربوط کسانودانگريزانوپه دستور هغه صندوق ته رايه واچول کوم چي وبغل ته يې دا مقدس کتاب پروت و.دريفرنډم پايلي چي هر ډول وې دافغانانو اودکرښي هاخوا ټولو پرتو قومونو دقبول وړ ونه گرځېدې اوهغوي ددغو پايلوسره  غوڅ مخالفت اعلان کړ .

دپښتنوستر مشر خان عبدالغفار خان د1967زکال دسپتامبر په لومړۍ نيټه دپښتونستان دورځي په مناسبت په يوه وينا کي وويل : فيلډ مارشال ايوب خان ادعا لري چي دپاکستان له جوړېدو مخکي په شمالي صوبه سرحد کي ريفرنډوم وشو . زه دا په کلکه ردوم . لومړۍ ،دريفرنډم ناروالوبه دبرتانيا دحکو مت له لوري په هغو مسئلوباندي پيل شو چي زموږ ددلچسپۍ وړ نه  وې .

دوهم : هغه دمحدودو رايو پر اساس و،يعني يوازي دصوبه سرحد په اداري ساحو پوري منحصر وو،چې په سلو کې نه څلويښت دهغو سيمو اوسېدونکو په اصطلاح ريفرندم کې برخه واخيسته دازاد سرحداوبلوچستان په سيمو کې اصلأ په ريفرندم څوک خبر شوې هم نه دې .

دريفرندم پايلې داسي وې :

دصوبه سرحد ټولي رايي 572798

دپاکستان دالحاق په گټه 289244 رايي

دهند دالحاق په گټه 2874 رايي

دټولورايي ورکونکو شمير 292118

دنه گډون کوونکو شمير 280680

يعني دصوبه سرحد دخلکو له جملي نه هم په سلو کې يو پنځوس کسانو په ريفرندم کي برخه اخيستې نه  وه. مروټ فضل الرحمن ،په افغانستان کې دکمونيزم ظهوراو تکامل 273مخ . ۱۱

دريم : پر رايو ورکولو باندي څارنې اولار ښوونې هيڅ وجود نه درلود.

څلرم : په راي ورکولو کي زياته لاس وهنه وشوه .

پنځم : په راي ورکولو کښي زياتو پښتنو برخه نه وه اخيستې،ځکه دهغوي دمشرانولخواددې سياسي خائينانه  لوبې په وړاندي پرېکړون اعلان سوی وو .

افغانستان هم په خپل وار سره دانگريزانو لخوا اعلان سوې ټول پوښتنه يوه غولونکې کړنه وبلل او هغه يي په کلکه وغندل. دريفرنډم په هکله يې دټولو افغانانونيوکي او غبرگونونه د((لاردمونټباټن)) تر غوږو ور ورسول،مگر پرنگيانو دافغان ولس پر ټولو غوښتنو سترگي پټي کړې . اودغه پچه خپل لاس جوړسوی ددوي په اصطلاح ريفرنډوم پايلي ئټي دپاکستان په گټه ومنلې .

۳/ له حقوقی نظر ه همداکرښه بې اعتباره ده :

دغوپورته په گوته سوو ټکو ته په کتوسره داله ورايه جوتېږي چي چي داسنددنړيوالونورمونوپر اساس څومره داعتبار وړ يوسند دۍ ؟  داخبره پدې معناچي ددې کرښي پيل اوپاي په درغلوسره پر مخ بېول سویپ دی ،ځکه نوهروخت چي افغانستان په سياسي لحاظ داتوان پيداکړچي لغوه ئي اعلان کړی په هغه ورځ نورحقوقي اعتبار نلري .

داپورته خبره پدې لاندي دلايلونوره هم غښتلې کيږي :

سره له دې چي په ۱۹۴۷ دملگروملتوپه سازمان کښي دپاکستان دغړيتوب پر مسلې دخبروپه وخشت کي خپل اعتراض ږغ پورته کړ ،دافغانستان  پارلمان   د۱۹۴۹ کال داگست پر ۱۲ مه د۱۸۹۳ کال دډيورنډ موافقتنامه اود۱۹۰۵ کال دامير حبيب الله خان سره دانگريزانو عهدنامه ،د۱۹۱۹ کال دراولپنډی دسولي معاهده ،د۱۹۲۱ کال دافغانستان او انگرېزانوترمنځ عهدنامه لغوه اعلان کړې .

اول : دا سند يوازي او يوازي ديوه شخص لخوادخپل ملت دارادې خلاف  لاسليک سوۍ دۍ.هغه څوک چي دا سنديې  دخپل ولس دارادي خلاف امضاکړۍ و مړ سو . دنړيوالو قبول سو قوانينو پر اساس ددولت نوۍ واکدار داحق لري چي زاړه تړونونه بي اعتباره اعلان کړي . دبشر په تاريخ کي داشان مثالونه ډيرليدل کيداي سي .

دوهم : داسنددهغه هيوادله چارواکوسره لاسليک سوچي پر افغان دولت ئي سياسي فشارداستعمارترکرښي رسېده . يعنې ديوې امپراتوری په استازيتوب ديوه غريب اوپه اقتصادی ،سياسي اوپوځی لحاظ محتاج  هيودله چارواکي سره په خاصه مداري گری لاس ليک سو. که په حقيقت کښي انسان دهمدې عبدالرمان خان لخوا ليکل سوی اثاپه تاج التوريخ  کي په غورولولې دده له بيان څخه داله ورايه څرگندېږي چي يو بېواکه اودبرتانوی هندتر حاکميت اوسياسی تاثير لاندی حاکم خو،ده خپل ځان خپلواک باله خوپه حقيقعت کشي دده دليکنوپر بنياد دخپلواکی جندان اثارنه لگېده .

نوڅنگه داقبوله سي چي دبرتانوي هندسره لاس ليک سوۍ سند دي هرو مروتر کومه چي دپاکستاني چارواکو زړه غواړي اعتبارولري؟

دريم : دبرتانوي هندپه نامه  تر استعمارلاندي هيواد او س اثار هم نشته ،نو ايادابه منطقې وي،هغه دولتي جوړښت چې اوس دمځکې دکرې په حدودکې هيڅ وجود نلري،څنگه کېداي سي لوظنامې دې پر افغان ولس وتپل شي .

څلرم : امير عبدالرحمن خان په خپله هم دخپلي تير وتني په پوهېدو سره په وار وار پدي خبره ټينگار کړۍ دۍ چي دا ليکه نړيواله پوله نه ده،بلکه ددواړودولتونو (افغانستان اوبرتانوي هند)داغېزې دسيمي دټاکلولپاره کښل سوې ده .

عبدالر حمن خان چي دډيورنډدموافقت نامې پرخلاف دخلکومبارزې وليدې،په عمل کي دموافقت نامې مخالف سواو دهغې پر خلاف ئي دسرحدونومجاهدينوسره مرستي کولې ،هغوي ته ئې پيسې اووسلې ورکولې اودډيروسميو خلک یې دانگرېزانوپر ضد پارول .امير انگرېزانوپرخلاف شپې پاڼې خپرې کړې  چي دهغو په پايله کي دسرحد خلکوته يوڅه نږدې سو.اميرمشهورمجاهدين لکه دهډې ملانجم الدين،اوملاپيوندوزيري اوداسي نورکابل ته وروبلل اودهغوي ئي ډير قدر وکړ .

پنځم : ددې ناندريزي کرښي دلاسليک له ورځي  راپدې خوا دنړۍ دمختلفو پوهانو لخواگڼ شميرڅېړني تر سره سويدي ،ددغو څېړونکو غوڅ اکثريت په خپلو تحقيقاتي مقالو اوليکنو کښي ددې توري کرښي دناقانونيت ثبوت واضح څرگندکړ ي دۍ . دداسي څيړنو په ډله کي د هولديچ (1910 -- 1901) او بارتن ( 1939) څېړني ډيري مهمي اودژور غور او تحقيق وړ دي چي د ((لويي دوپري ))په کتاب ،((افغانستان)) کي يې بشپړه يادونه سوې ده .

شپږم :  ((اولف کيرو))چي دهغه کتاب ،((پټهان)) سره له دې چې له دوه مخۍ،ريا اودروغو نه ډک دۍ ،ولي په وروستۍ  برخه کي يې هڅه کړې چي رښتيا ووايي،هغه ليکي (( . . . دا رښتياده چي پدې تړون کي دهندوستان پوله نه ده ويل سوې ،مگر دامير دډومينيون کرښه ده چي دهغي شاته به هيڅ لورۍ دلاس وهني حق نه لري .))

فريزرټايټلرپه خپل ((افغانستان )) نومي کتاب کي پدي هکله يادونه کوي چي (( دډيورنډ کرښه له ايتنو گرافي ، ستراتيژي اوجغرافيايي نظره بي منطقه کرښه ده . هغه داباسين داوبه خور اساسي کاسه پرې کوي،يوملت په دوو برخو ويشي اوحتي قومونه سره بېلوي .))

اوم : دپيښور پوهنتون دمنځنۍ اسيا دڅېړنو مشر ډاکترعظمت حيات خان د((ډيورنډ لاين))په نامه کتاب کي ليکي چي : ((...دافغانانوادعاوي پردې فرضيه ولاړي دي چې پښتانه له دوي سره قومي،ژبني، ديني،دوديزي ،تاريخي او جغرافيايي  ريښې لري .دهغوي بنسټيزه ادعا داده چي په افغانستان باندي دډيورنډ تړون په زوره تحميل سوی،او امير عبدالرحمن خان په داسي حال کي له انگريزانو سره پدې اړه خبري کولې چي له کورنيو اوبهرنيوفشارونو سره مخامخ و. ځکه نودا کرښه دهغه تړون پر بنا بي اعتباره ده . ډاکتر حيات خان بل ځاي راوړي چي دويانا دکنوانسيون (( دوه پنځوسمه ماده )) تصريح کوي (( يو تړون که چيري دنړيوال قانون پر خلاف په زور اويا دزور په گواښ تر لاسه سوی وي ،د اعتبار وړ نه دۍ،له نړېوال قانون سره سم په عمومي توگه اقتصادي او سياسي فشار د((زور)) دتوکي په مفهوم کي شامل دۍ نو له دي کبله د افغاني اوافغان پلوه سرچينو لخوا دډيورنډ تړون بې اعتبار بلل سويدی .

اتم : يو برازيلۍ سياست پوه پوهاند ايکولي (Accioly) پخپل يو ليکل سوي اثر دبين المللي قانون نومي کتاب کښي راوړي (( نوي ملکونه نوي شخصيتونه لري،پخواني تړونونه له هغو سره ندي لاسليک سوي . يو بل عالم انزيلاتي (Anzilotti) ليکي بين المللي تړونونه مشخص خصو صيتونه دي چي له يوه نه بل ته انتقال کيداي نسي .که چيري يو ملک دبل ملک لخوا ونيول سي پر لومړي ملک باندي تړونونه تحميل کيداي نسي .

نهم : پوهاند فرانکويس (Francois) دهالنډ دهاک نړيوال قانون پوه وايي : هغه حقوق اووجايب چي دداسي تړون پر اساس منځته راغلي وي بل ميراثي ملک ته په وراثت نه رسيږي .

لسم : کاوليري (Cavalieri) پدې عقيده دۍ چي داصولو له مخي که پخوانۍ دولت له منځه ولاړ سي دهغه وجايب او حقوق هم ورسره له منځه ځي .او کله چي يوه برخه له يوملک نه بيله سي دا برخه بايد په آزاد ډول دخپلو تړونونو په باب خبري وکړي . عبدالرحمن پژواک د((خپل پښتونستان ))دکتاب ۴۸ مخ .

يولسم : داسند ديوه  انگريزي چارواکي چي انگريزي استعمارپه زورئي عبدالرحمن خان مجبورکړ ی وچي دډيورندکرښه لاسليک کړی ،لاسليک سوه .اوس  ددغه استعماراثارهم په سېمه کي نسته اوتر استعماري لاندي هندی سېمه پردو هيوادو خپلواکوهيوادونوووېشل سول .ددوهيوادوپه جوړېدوسره سمدلاسه ټولي پخوانئ معاهدي له اعتبارنه اتومات وزی .ځکه خوموږ داخبره کووچي هغه وخت بايد په اتومات ډول بېله کوم دليل اوبرهان څخه دافغانستان نه جلاسوی سيمي دوباره په دافغانستان خاوره بلل سوی واي .

دشوروی نظام ترړنگېدو وروسته په اروپا،اسيااو افريقا کښي عيني خوادث  ته په کتوسره زموږ ددې خبری پخلۍ کوی چي زموږ سره ظلم کيږي ،ځکه  دشوروی نظام په لوېدوسره سمدواره پخوانۍ چکسلواکيا پردو هيوادونوووېشل سوه دچک اوسلواک هيوادونوپه نوم دملگروملتودسازمان غړېتوب تر لاسه کړ ،همدا ډول شمالي اوجنوبي يمن ،شمالي او جنوبي ويتنام  ،شرقی اوغربی المان سره يوځاي سول ،خوزموږ دولس دبرخليک په هکله تراوسه لادښمنانه کړنې رواني اونړيواله ټولنه ددې پر چاي چي ددې مسلې دعادلانه حل لاری چارولټوی چوپتيائي غوره بللي وه،چي دادی پدې ورستينواونيوکښي امريکايي چارواکوداچوپتياماته اودافغان ولس  دملي ارادې اوتاريخي حق پر خلاف ئي بې مسوليته څرگندونوسره دځان په وړاندي دافغان ولس کرکه اونفرت لانورهم زيات کړ .

ټول هغه تعهدات چي شرقی المان دشوروي اتحادپه وړاندي درلوده اتومات ملغا اعلان سول ،همدا ډول ټول هغه تعهدات چي چکسلواکيادنړۍ والي ټولنې اوشوروی په وړاندي درلوده له يوه مخه له سره هغه معاهدې نوې شوې کوم چي چک ياسلواک هيوادوغوښتې .نوکله چي دهندامپراتوري ړنگه سول په اتومات شکل ټولي معاهدات بايد ملغا اعلان سوی واي ،مگرانگرېزانودا کارونه کړاوتراوسه ددې عادلانه کارسرته رسولو ته ژمن نه دي  .

دولسم  : دبرتانوي هند په ړنگېدو سره نورپه دنيا کي دبرتانوي هند په نامه کومه دحقوقي صلاحيت لرونکې اداره اويا هيوادپاته نشو،او نه هم دهنداوپاکستان دويش او جوړېدو په سندکښي دبرتانويانو لخوا ليکل سوي دي چي له افغا نستان څخه دډيورنډ دمنحوسي کرښي په وسيله جلاسوې سيمي به پاکستان پوري اړه ولري؛اوپه سيمه کښي دبرتانوي هنددټول نړېوالوتړونونووارث همدا پاکستان دۍ .

دغه تړون دهيڅ نړېوال قانون له مخي پاکستان ته په ميراث نسي رسيداي؛که پاکستاني مارشالان،ميجران، جنرالان او ديوشميرافغان دښمنه گوندونو رهبران  زيات نه خفه کيږي ،بايددا ترلمر روښانه اوڅرگند حقيقت ومنې چي دا بي پلاره او بي موره وطن يعني پاکستان دا دنړۍ دزبرځواکونوکرهيواد دانگرېزی استعمارگراو زبېښاکگرقدرت ،دافغاني او هندي ولس سره دخپلي دښمنۍ دتر سره کولواودخپلو هغو نوکرانو لپاره چي په سووکلونوددوي پلاراونيکه دانگريزانو په چوپړ کي وه دخوشحالۍ پردولتی قدرت ساتلو،په هند،افغانستان اوسيمه کښي دنوروملکونوپرخلاف دخپلو شومو او ځبېښونکوموخودسرته رسولواوپه سيمه کي ديوې تل پاتي سياسي اوپوځۍ هډې په توگه  دهندوستان اوافغانستان له پاکي خاوري څخه دټوټو په غچي کولو دابې موره اوبې پلاره هيوادراوزېږاوه ځه کواوس نه يوازي موږ بلکي سيمه او کله کله نړۍ ترېنه په عزاب ده. په همدې اساس دا خبر رښتياده چي پاکستان يو بې ريښې او بې تاريخه هيواد دۍ .

ديارلسم : داسي اسناداوبيلگې نسته چي برتانوي منابعودي دډيورنډ کرښه دافغانستان اوانگلستان ترمنځ  دنړيوالي معاهدي په توگه منلې وي .

دسرحدي ايالت والي کمانډرخليل الرحمن پردغه تاريخي واقعيت باندي په اعتراف سره ژورنالستانواودپژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کي وويل چي دډيورنډ دکرښي وخت څه موده وړاندي پوره سوي دۍ .پاکستان بايدله افغانستان سره پدې اړه له سره لوظنامه وکړي . پدې هکله دپژواک خبري اژانس د ۱۳۸۴هجري شمسي کال دتلي په څلورمه نېټه دپاکستان دکورنيو چارودپخواني وزير نصرالله بابر سره په مرکه کي پوښتنه وکړه . نصرالله بابر په ځواب کي داسي وايي : لومړۍ بايد درته ووايم چي دډيورنډ دکرښي لوظنامه موږ دخپل حکومت پر مهال په ۱۹۶۷زکال کي له سردارمحمدداود خان سره تازه کړې ده چي دهغه دلاسليک سره موجوده ده،په دې لوظنامه کښي ويل سوي ووچي(( دډيورنډلاين مسله دي د اوس لپاره همداسي پاته وي څنگه چي اوس ده ))،اوپکي وخت نه ووټاکل سوۍ .اول دا لوظنامه نه وه دسفر په پاي کښي يوه اعلاميه وه خ پرېږي دا اعلاميه له دواړوخوانه لاسليک سوې  نه دډورنډ دلوظنامي ددوباره تصديق په نوم کوم ځانگړی قرارداداوسند. تر عبدالحمن خان وروسته يوازي هغه وخت چي انگرېزانوپر افغانستان سلطه لرل په امير حبيب الله خان هم يوسندلاسليک کړ په کوم کښي چي راغلي وه دخپل پلارلخوا دانگريزانوسره دټولوتړونواومناسباتومراعات کوي،ولي په هيڅ صورت داسنددډيورنډدکرښي دتازه کېدوپه معنانشي بلل کېداي .

نور بيا