قران منو خو!
05.11.2012 21:13• رشوت خورو
• سود خورو
• تربګني کوو
• حسد، بخل مو د زړه په هر رګ کې شته
• ماده پرسته یو
• مخدره توکي، کرو ، کاروو او سوداګري يې کوو
• له دین څخه مو د دنیا دلاسته راوړلو وسیله جوړه کړې
• منکر ګورو او په مخنیوي کې چوپه خوله ناست یو
• د خپلو نا مشروع ګټو په تحقق کې د هیڅ ډول اخلاقی اصل پابند نه يو
• په مظلوم ظلم او د ظالم چاپلوسی کوو هر ورڅ د فلاني حاجی او بستانی حاجي صیب لپاره حق او نا حقه لګیا یو
• عیاشي مو په ټولنه کې په خپل اوج کې ده
• ناحقه قتلونه، درواغ ،تهمت ، بهتان ، قسم ، استهزا ، ملنډې، توهین ، تعجیز مو ورځنی چارې دي که تر سره یې نه کړو د شپې خوب نه راځي.
• د انساني کرامت پر ځای ، قومي ، سمتي او ژبنیو اړیکو ته لومړیتوب ورکوو.
• په مسجد کې په لومړي صف کې ناست یو خو چې راووځو د پردي حق خوړل راته نخود هومره هم نه ښکاري.
• د عامه تاسیساتو ورانول او د بیت المال خوړل خو زموږ قانوي حق دی.
• له علم سره کرکه لرو، ښوونځي او پوهنتون راته د کفر اډې ښکاري
• او په زرهاوو نورو نواهیو کې داسې اخته یو چې چورت مو هم پری نه دی خراب.
او بیا
ټولنه کې
نظم غواړو ، امنیت غواړو ، سکون غواړو ، د خدای د رحمت او مغفرت په تمه یو ، پاک چاپیریال غواړو، پاکه اداره غواړو ، پاک نظام غواړو.
نو!
په دې اعمالو به خاورې د خدای د نعمتونو مستحق شو ، دا زموږ د اعمالو یو څو بیلګې، او حاکم نظام هم زموږ د اعمالو بدله.
خو قران منو.
څه فایده ددی ډول منلو چې د عمل واګي مو د شیطان په واک کې وي، ذهن او زړه باندې مو شیطان واکمني کوي؟؟؟؟

