د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راتلونکی ټولټاکنې او خطرناکه توطیه

احمدجان تڼی 04.11.2012 23:35

په دې وروستیو کې د رسنیو د راپورونو له مخې د طالبانو ویاند تر نوم لاندې یوه وګړي راتلونکي ټولټاکنې رد کړی او ویلي دي چې په دې ټاکنو کې به هغه څوک بریالی کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو خوښ واوسی.
ددې سره ورته څرګندونی د ښاغلی حکمتیار حزب اسلامي هم کړی دی . دوی وايي چې دا ټولټاکنې دې وروسته له هغه تر سره شی چې د هیواده بهرنی پوځونه ووځي.
سیاستوالان مبارزه په دوو بڼو سره مخې ته بیايي : سوله ایزه - انتخاتي او وسله واله .
سیاسی ډلې او شخصیتونه هڅه کوی چې تر ممکن حده پورې سوله ایزه مبارزه مخې ته بوزي که چیرې په بشپړه توګه د سوله ایزې مبارزی لاره وتړل شوه نو په هغه صورت کې سیاستوال کسان د پوځي مبارزې په فکر کیږي. او له دې لارې خپلو سیاسي موخو ته ځانونه ورسوي. مګر د وسله والې مبارزی په مهال هم د سوله ایزې مبارزی ته راتګ ته نه رد کوي. دا په دې مانا هره هغه لار چې د سیاسی موخو ته د رسیدو له پاره ورته مناسبه ښکاری تر استفاده کولی شی.
له بده مرغه زموږ په هیواد ځينې ډلی چې پوځي فعالیتونه پیل کړي بیا نو دوی د تل له پاره د سیاسی او سوله ایزه مبارزی ردوي چې د دا ډول کړنو نتیجه بیا سمه نه راخیږي.
په دولت کې هم په دولت کې واکمنو کړیو او کورنیو له پاره د سیاسی مخالفانو شته والی د زغم وړ نه و او نه دی. په افغانستان کې هرې واکمنې ډلې ( د اوسنیو واکمنو ډلو لکه په شمول) په هیڅ ډول خپل سیاسي مخالفین نه پریږدې چې په سوله ایزه توګه د قانوني وسایلو څخه په استفادې سره مبارزه وکړي.
په اوس مهال کې د سولې خبرې او سولې ته د مخالفینو هڅولو په نوم کابل د ادارې د مشر ویناوې او د تش په نوم د سولې د جرګو جوړول د هسې اوتې بوتې او په سل ګونو میلیونو ډالرو په جیبونو منډلو ته د لارې جوړول دي. په واقعی مانا سره واکمنی ډلې دې تیارې نه دي چې حتې په دولت کې یو پوست هم د لاسه ورکړي . د دوی له پاره دا مهمه نه ده چې جګړه تر کومه دوام مومي او څوک په کې وژل کیږي.
د طالبانو او د حزب اسلامي تر نومونو لاندې اعلانونو په هیواد کې واکمنې متعصبې ډلې خوشاله کړي دا ځکه چې د ټولټاکنو سره د طالبانو او حزب اسلامي مخالفت په کابل کې د واکمن ډلو بریالیتوب تضمین کوي. همدارنګه د طالبانو او حزب اسلامی تر نومونو لاندې اعلانونو زیات شمیر کتونکی اندیښمن کړل . په داسې حالاتو کې د دوی په باور په راتلونکی کې به هغه څوک بریالی شي چې د متعصبه ډلو ، پنجاپ او تهران په خوښه وي .
د خلکو په باور د رڼو ټولټاکنو په لاره کې زیات شمیر ستونزې شته دي چې تر هغه چې دا ستونزې لېرې کړل شوی نه وي په هیواد کې د رڼو ټولټاکنو تر سره کول ناممکن دي.
دا ستونزې عبارت دادی : د ټولټاکنو کمیسیون باندې د خلکو باور نشتوالی. په سیمو کې د مخالفو وسله والو شتون، په سیمو کې په زوراکانو پورې د تړلو ملیشاو شتوالی، تنخنیکی ستونزې، د بهرنیانو ، پنجاپ او تهران ناوړه لاس وهنې، فاسده اداره او نظام.
په پورتنیو ستونزو کې تر ټولو مهمه د ټولټاکنو مستقل کمیسیون باندې د خلکو نه باور دی دوی په دې باور دی چې دا کمیسیون بې پرې نه دی او د متعصبو ، زورواکو کړیو تر اغیزې لاندی دی. زیاتره شنونکی او د افغانستان خلک وايی چې اوسنی تش په نامه کمیسیون به هیڅکله رڼې او سراسري ټولټاکنې تر سره نه کړي.
یو شمیر کتونکي وایي چې تیرو یوولسو کلونو کې د کابل د ادارې مشر د هیواد په اداره کولو کې د مصلحتونو څخه کار اخیستي دی. دا کتونکی د کابل د اداری د مشر مصلحتونه بې ځایه بولی چې په نوموړی تر ډیره بریده ملی ګټې هېرې کړی او د ټاکلو تنظیمونو ګټې یې مهمې ګڼلی دي چې دې پالیسي د افغانستان خلک د سترو ستونزو سره مخامخ کړی او دا هیواد یې د بشپړې نابودې سره مخامخ کړی دی.
خو واقعیت بل ډول دی. د کابل د ادارې مشر په هیڅ ډول د مصلحتونو څخه کار نه دی اخیستی. دا ځکه چې دا تنظیمونه او ډلې په هیواد واکمنې دي. د کابل د ادارې مشر ا ړ دی چې د دوی د غوښتنو او لارښوونو سره سم کار وکړي.
په هر نظام کې اساسي پوښتنه د حاکمیت موضوع ده. د اساسی قانون په بنسټ چې اوس نافذ هم دی حاکمیت په خلکو پورې اړه لری. خو په واقعي مانا د هیواد خلک او په ځانګړي توګه پښتانه په حاکمیت کې کومه اغیزه نلری. هغه کوم لوړ پوړي پښتو ژبي چارواکی هم چې لوړ څوکیو کې کار کوي هغوی اړ دي چې ددې کړیو او ډلو د لارښوونو سره سم کار وکړي دا ځکه چې د لوړپوړو پښتو ژبو چارواکو څخه مخکې ددې چې په هغه پوست مقرر شي د واکمنو کړیو له خوا ترې ژمنه اخیستل کيږي.
د کابل ادارې مشر له خوا په لوړو پوستونو باندې د په مختلفو تورونو باندې د تورنو کسانو مقررول ددې په ځای کې چې هیواد د سولې او ارامی او په اولس کې د یووالی خوا ته بوزي د هغه پایلې د هیواد د خلکو لپاره وژونکی او د بحرانوو زیږونکي دي.
د کابل د ادارې مشر تل ملی بنسټونه او حساسې څوکۍ چې د هیواد په سیاسی، اقتصادي او ټولنیز ژوند کې ډیر اهمیت لری د متعصبو کړیو په واک کې ورکړی او دې کړیو داسی اجرات او کړنی کړي دي چې د ټول هیواد د خلکو له پاره د منلو وړ نه دي. دا ډلې ددې په ځای چې د ملت ګټي په نظر کې ونیسي د ملت د ستونز و سره د مخامخ کولو پروګرامونه مخې ته بیايی.
چې ددی کړنو ښه مثال په خپله د ټولټاکنو په اصطلاح مستقل کمیسیون دی. په افغانستان کې په زرګونو او که مشخص ووایو په سلګونو ملی او خلکو ته منلي وګړي شته چې هم د ټولټاکنو په اصولو ښه پوهیږي او هم کولی شي دا بهیر په ډیره صادقانه توګه رهبري کړي. خو د کابل د ادارې مشر دا وګړی یو هم و نه مانه. ده هغه وګړي ومنل چې د ټاکلو کړیو له خوا ورته پیژندل شوي و. د ښاغلی کرزي په دې کار سره د افغانستان خلک په ټولټاکنو باندې په بشپړه توګه بې باوره کړل.
د هغه څه په هکله چې د هیواد خلکو وړاندوینه کوله هغه په تیرو د اولسي جرګې په ټولټاکنوکې رښتیا شول. دا ټولټاکنې د پروګرام سره داسې مهندسی شوې وې چې په کې هڅه وشوه چې په اولسي جرګه کې د پښتنو ا ستازیتوب د اکثریت څخه اقلیت ته راټيټ کړل شي او د دې مهندسي دوهم اړخ اولسي جرګې ته د ملی او دموکراتو استازو د ورتګ مخنیوي و.
په غزنی کې د پنځلس ولسوالیو څخه یوازې د یوې نیمي ولسوالی څخه لس تنه چې په هزاره توکم پورې تړلی او پښتنې ضد احساسات یې درلودل ، اولسي جرګې ته وروپيژندل شول په دې ډول د غزنې ولایت اتیا په سلو کې وګړي په پارلمان کې د استازيتوب څخه بې برخې شول.
په کندز، بغلان، تخار، بلخ، سرپل، کاپیسا، بادغیس، غور ، هرات ، وردګو ولایتونو کې ورته سناریو تطبیق شوه او ددې ولایتونو څخه د پښتنو استازو راتګ پارلمان ته ډب کړل شو. حتې دا سناریو د کابل په ښار کې هم تطبیق شوه چې ددې ولایت زیاتره استازی د برچي د سیمې څخه پارلمان ته ولاړل. د اولسي جرګې له پاره وروستنی ټولټاکنې په کابل کې د واکمنو متعصبو کړیو، پنجاپ او تهران په ګډ پلان سره تر سره شوې چې په دې ټولټاکنو کې یې پارلمان کې د پښتنو او هم د ملی وګړو راتګ مخنیوي وشو.
په هغه مهال کې پلان داسې و چې په اولسي جرګه کې داسې ترکیب رامنځته شی تر څو وکولی شی ځينې ځانګړي او ناوړی موخې چې نوموړو ډلو او هم ګاونډیانو درلودې د اولسي جرګې له لارې عملی کړي . کله چې د داسې مهندسی شوي جرګې په وړاندې غبرګونونه زیات شول او د کابل ادارې مشر هم د داسې جرګې په پرانستلو کې زړه نا زړه و، په داسې حالاتو کې ایران افغانستان ته د تیلو لیږل بند کړل او په زرګونو د تیلو ټانکرونه یې ودرول. په دې لوبه کې د افغانستان د تیلو او ګازو حاکمه مافیا هم شریکه وه. همدارنګه په همغه ورځو کې د پنجاپ څخه افغانستان د خوراکي موادو په لیږلو بندیز ولګید. تر څو د کابل د ادارې مشر دې ته اړ شو چې نوموړي جرګه پرانیزي.
خو د کابل د ادارې مشر ( د محکمی له لارې )خپل فشار ته دوام ورکړ تر څو اکثریت په اولسي جرګه کې ناست کسان دې ته تیار شول چې د اولسمشر سره د مخالفت څخه لاس واخلی.
اوس مسله تر پخوا حساسه ده. اوس د اولسمشر ټولټاکنې تر سره کيږي. همدا سبب دی چې د تیرو درې کلونو را پدې خوا په ډیره منظمه توګه په هیواد کې ځینې کړۍ او افغان دښمنه هیوادونه دې ته تیاری نیسي چې راتلونکی اولسمشر باید د متعصبو کړیو څخه واوسي او هغه باید هغه پروګرام مخې ته بوزې څه چې دا ډلې یې غواړي. ددې پروګرام د عملی کولو سره پنجاپ او تهران هم علاقه لری دا ځکه چې دوی هم غواړی له دې لارې ناوړي ګټې تر لاسه کړي.
دا تیاري هغه مهال ښکاره شوه چې په کابل کې په انګلیسي ژبه د خپریدونکی ورځپانی مسوول مدیر د کشفی ارګانونو له خوا ونیول شو خو نوموړی وګړی د دې کړیو د فشار له امله بیرته د جیل څخه خلاص او زیار وایستل شو چې په دې موضوع خاورې وشیندل شي . خو دا اړیکي بیا هم پټې پاتې نه شوې .چې ددې کړیو او پنجاپ پټې اړیکي په کابل کې د پنجاپ په سفارت کې اغلی ربانی کهر د یو شمیر وګړو سره په کتنه کې بربنډې کړل شوې.
په هغه پسې د پنجاپ د استعماري ادارې لومړی وزیر کابل ته د راتګ په مهال د نوموړو وګړو سره کتنې وکړې او ددوی تر منځ ټاکلی تفاهمونه تر لاسه شول. دا چې دې وګړو په کابل کې د پنجاپ د سفارت د کارکونکو او د هغه هیواد د پټو سرویسونو سره څومره پټ ملاقاتونه کړي دي د هغه په هکله معلومات پټ ساتل کیږي
داسې هم ویل کیږي چې دې وګړو ته اسلام اباد ته د تګ له پاره هم بلنې ورکړل شوي دی او ښايی څو څو ځلې یې پټ سفرونه هم د پنجاپ مرکز اسلام اباد ته کړي وي.
په دې ډول د تهران لوړ پوړی چارواکی کابل ته راغلی او په تیره اونی کې یې د ایران پلوه او د دوی سره د ممکنه همکارو کړیو د مشرانو سره کتلی دی دا چې د دوی ترمنځ په کومو موضوعاتو باندې خبرې شوی دی په رسنیو کې د هغه په هکله راپورونه نه دي ورکړل شوي. خو ډیره ممکنه ده چې په دې خبرو کې د افغانستان او لویدیزو هیوادونو تر منځ د اړیکو د ټینګښت په لاره کې د خنډونو اچول او د تهران د علاقې وړ په موضوعاتو باندې خبرې شوی وی چې په هغه کې به د راتلونکی اولس مشری ټولټاکنې هم شاملی وي.
اوس پوښتنه داده چې ولې پنجاپ او تهران دومره لیواله دی چې ددې کړیو سره خپلې اړیکي دومره خواږې کړي. پنجاپ څه غواړی چې ددې کړیو له لارې په افغانستان کې کومې موخې تر لاسه کړي:
په دې هکله کتونکي راز راز نظرونه ورکوي:
• پنجاپ او تهران غواړی چې په افغانستان کې د یوه ځواکمن دولت د جوړیدو مخنیوي وکړي
• په افغانستان کې داسې دولت موجود وی چې د اسلام اباد او تهران د غوښتنو سره سم کار وکړي
• د ډیورینډ منحوسه کرښه په رسمي توګه ومني د هیواد په لویدیز او په ځانګړی توګه هلمند د اوبو څخه په افغانستان کې د کار اخیستلو څخه ډډه وکړی.
ددې پورتنیو موخو د تر لاسه کولو د پاره پنجاب او تهران درې لسیزې جګړه د افغانستان په وړاندې په مخ بوتله . ددې جګړې په ترځ کې د افغانستان اقتصادی ، سیاسي بنسټونه ډیر زیانمن شول. تهران او اسلام اباد په کابل کې کورنی جګړې اور بل کړ. او ددې جګړې له لاری یې وکولی شول د جنرال ضیاالحق هغه ارمان چې د کابل څخه د اور لمبې پورته شی پوره کړ.
د پنجاپ او تهران د افغانستان او په ځانګړی توګه د پښتنو په وړاندې په تیرو دری لسیزو کې خپلې جګړې ته دوام ورکړ. په لس ګونو زرو پښتانه ځوانان چې د طالبانو له خوا په زور جګړې ته بیول شوي و، د متعصبوکړیو د اتحاد له خوا په ډیره بې رحمانه توګه شهیدان شول .په شمال او د هیواد په مرکزی سیمو کې د قومي تصفيې پروګرام د متعصبو کړیو له خوا تطبیق شو او په شمال کې پښتانه د وحشي ملیشاو له امله اړ شول چې خپل کلی او سیمي پریږدی.
پنجاپ او تهران جګړه د هیواد د شمال څخه جنوب ، لویدیز او ختیز ته ولیږدوله. لویدیز هم په دې جګړه کې د پښتنو په وړاندې ډیر فعال رول واخیست. په لس ګونو زره پښتانه په بمباریو، چاودنو او ګولیو سره ووژل شول او دا بهیر روان دی.
د پنجاپ او تهران د لارښوونی سره سم وسله والو کسانو جګړه یوازې د پښتنو په سیمو کې محدوده وساتله په لوی کندهار ، د هیواد په شمال او نورو سیمو کې په سلګونو پښتانه مشران د یوه ټاکلی پروګرام سره سم ووژل شول او کیږي. تر ډیرې اندازې پورې د پښتانه د جګړې موخه وګرځیدل. په قصدي توګه په پښتنی سیمو کې د ودانیزو کارونو او پوهنی مخنیوي وکړل شو. په هزاره او دیګان میشتو سیمو کې په سل ګونو نوي ښوونځي پرانستل شول او د پښتنو په سیمو کې په سل ګونو پخوانی ښوونځي وتړل شوې.
په تیرو ټولټاکنو کې وسله والو کسانو یوازې د پښتنو رایه ورکونکو د لاسونو ګوتې، غوږونه او پوزې پریکړل . او ځينې پښتانه نوماندان یې ووژل . په راتلونکو اولسمشری ټولټاکنو کې همدا ډول ویره شته. چې دا کارونه ټول د متعصبو واکمنو کړیو په ګټه دی.
اوس په افغانستان کې په سلو کې پنځه نوي سوالګری کسان پښتانه دي په ښارونوکې تر ټولو د خواری ژوند پښتانه تیروي. په سلګونو زره یوازی د پښتنو کورنی د غزنی ، وردګو، زابل، کندهار، روزګان، هلمند، لوګر، پکتیا، کندز، بغلان، بلخ او نورو سیمو څخه په دې تیرو لسو کلونو کې په قصدي توګه بې ځایه کړل شوې او دا بهیر روان دی. په تیره لسیزه کې د بېځایه شویو پښتنو نفوس ښايی میلیونو تنو ته ورسیږي.
اوس پښتانه په دې پوهیدلی دي چې دا د تروریزم په ضد جګړه نه بلکې د پښتنو په ضد جګړه ده چې د متعصبو کړیو اتحاد، تهران ، پنجاپ او د هغوی نړیوالو متحدینو له خوا مخته بیول کیږي. ددې جګړی موخه د پښتنو ځپل او په اسارت کې د دوی ساتل دي. ددې ټکي په پوهیدو سره اوس پنجاپ او تهران په دې باوري شوی دی چې د هغو ډلو له لارې چې زیاتره غړی یې پښتانه دي د خپلو موخو تر سره کول ناممکن دي. نو ځکه یې د هغو ډلو سره چې د پښتنو ضد احساسات او اجنداوې لري د همکاري لاس ورکړي دي.
همدا متعصبه کړیو او هغوی ته د غوړه مالانو څخه یوشمیر ډلې په مختلفو هوټلونو کې غونډی کوی او راز راز وړاندیزونه کوي. دا ډلې په دې لټه کې دي چې د افغانستان د خلکو په وړاندې خپله سیاسی جګړه د هوټلونو د تالارونو څخه تنظیم او د راتلونکو ټولټاکنو له پاره کړنې تنظیم کړي.
په افغانستان کې اوسنی هغه ډلې چې په واک کې موجودې خو د اپوزیسیون اکټونه هم کوي او په هوټلونو کې غونډې کوی په غونډو کې خپل باډی ګارډان او په کورونو مزدوران د خپلو ډلو د غړو په توګه کینوي او که تالار بیا هم ډک نه شو بیا دې غونډو ته به هم د ښار د چوکونو څخه به خلک په کرایه راولی.
دوی په دې غونډو کې د هیواد د برخلیک په هکله د خندا وړ ، تر ټولو خطرناک بحثونه کوي او تصمیمونه نیسي. دا ډلې د کابل د ادارې په مشر فشار راوړي تر څو د دوی په ګټه ټولټاکنو ته لاره هواره کړي.
په یوه ټولنه کې هغه سیاسی ډله بریالی کیدای شی چې د خلکو د موخو او ارمانونو سره سم کار وکړی د هغه پروګرامونه ملی او مترقي واوسی او که ددوې غوښتنی د خلکو د ارمانونو سره توپير وکړی بیا دوی د خلکو په منځو کې ځای نه لری
پنجاپ او تهران پوهیږي چې نوموړی کړۍ او د دوی موخې سره شر یکې دي. دا کړۍ هم په افغانستان کې د مرکزی ځواکمن دولت د جوړیدو مخنیوي کوي او غواړي چې غیر متمرکز دولت رامنځته شی . کتونکی وایی چې دا کړې د غیر متمرکز دولت په رامنځته کولو سره د هیواد تجزیې ته لاره هواروي. چې دا د تهران ، پنجاپ او ددې کړیو ګډ هدف دی.
دې هدف ته رسیدل هلته اسانیږي چې دوی اولسمشری ټولټاکنې وګټي او د خپلې خوښې پارلمان رامنځته کړي. په هغه مهال کې دوی داسې قوانین او مقررات تصویب او اجرا کړی چې هیواد د غیرمتمرکز کیدو په لوري ولاړ شی. د هیواد غیر متمرکز کیدل به د هیواد د تجزیې په لوري لومړی ګام وي.
دا کړۍ ددې له پاره چې واک تر لاسه کړي د پنجاپ او تهران مستقیمو مرستو ته اړتیا لری پنجاپ په ډیره اسانی سره کولی شي په پښتني سیموکې د ټولټاکنو د ترسره کیدو او یا په دې سیمو کې د هغه چا چې ملی فکر لری د کامیابې مخنیوی وکړي. تیرو اولسمشری او اولسي جرګې ته ټولټاکنو تجربو دا ټکی ښه ثابت کړی دی.
همدارنګه کیدای شی پنجاپ او تهران د دې کړیو سره په ټولټاکنو کې نورې ممکنه مرستې هم وکړي تر څو هغه نوماند د اولسمشری په څوکی کینې چې د نوموړی کړیو په خوښه وي.
د خلکو په باور که چیرې راتلونکي ټولټاکنې د اوسنی تش په نامه کمیسیو ن تر مشری لاندې تر سره شی:
• سراسری به نه وی . په هغو سیمو کې چې د متعصبو قومي کړیو د خوښې نوماند رایی نه شی تر لاسه کولی ، هلته به په مختلفو پلمو سره ټولټاکنې تر سره نه شی. او په دې لاره کې به وسله وال کسان هم ورسره مرسته وکړي.
• په ټولټاکنو کې هیواد څخه د بهر هیوادوالو برخه اخیستل به د ستونزو سره مخ شي
• په ټولټاکنو کې به د نه منلو وړ جعلکاری تر سره شی.
• حتې کیدای شی په مصنوعی توګه د متعصبه قومی کړیو نوماند به په ټولټاکنو کې بریالی اعلان شی.
د افغانستان او په تیره بیا د پښتنو ضد ددې تور مثلث د ناوړه پلانونو د شنډولو د پاره اړینه ده چې د هیواد خلک ویښ واوسي. ددې له پاره چې د اساسی قانون سره سم سراسري او رڼې ټولټاکنې تر سره شی اړینه ده چې :
• د په اصطلاح د ټولټاکنو اوسنې کمیسیون منحل کړل شي .
• د ملګرو ملتونو تر مستقیم نظارت او د صادقو افغانانو په همکاری دی ټولټاکنې تر سره شي
• ټولټاکنې باید د هیواد د اساسی قانون د موادو احکامو سره برابرې وي.
• د هیواد هر د شرایطو لرونکي وګړي ته د رایه ورکولو او یا د نوماند کیدلو زمینه برابره شی
• ټول بهرنیان او په ځانګړی توګه ایران ، پنجاپ او واکمنه اداره اړ کړل شی چې په ټولټاکنو کې لاسوهنې ونکړی
ددې په اړخ کې خلک هم مسوولیت لری چې د ټولټاکنو موضوع ته په ساده سترګه ونه ګوري. تر دې وروسته باید خلک په دوراغو اوتیر ایستونکو القابو باندې ځانونه تیر نه باسي. او نه د کومې سیاسی ډلې او یا تنظیم له امله د نوماند په هکله قضاوت وکړی.
په تیرو اولسمشري ټولټاکنو کې زیاترو نوماندانوهڅه کوله چې د پورتنیو متعصبو کړیو ملاتړ تر لاسه کړي خو دې کړیو په وروستی پړاو کې دوه ګوني لوبه ولوبوله . په ظاهری توګه دوی د ښاغلي حامد کرزي څخه ملاتړ کاوه او ددې ملاتړ په ترځ کې یې په نوموړی داسی شرایط منلی و ، چې د افغانستان له پاره ډیر زیانمن تمام شول. خو په پټه دې ډلو د ډاکټر عبدالله څخه ملاتړ کاوه څکه چې هغه سل په سلو کې د دوی له طبعیت سره برابر وګړی و.
نو لدې امله خلک باید ډیر احتیاط وکړی دوی باید هغه نوماندان وپیژنی چې د متعصبه کړیو د غوښتنو سره سم حرکت کوي د هغه نوماندانو په خبرو ونه غولیږي . خلکو ته باید هغه نوماندان ورته جوت وي چې کیدای شی د بهرنیانو سره د هغوی په ګټه اړیکي ټینګې کړي وي. او بهرنیان په ځانګړي توګه ګاونډیان ورته خپل ټول امکانات ورکوي.
خلک باید رښتینی او وطن ته خدمتګار نوماندان د مزدورو نوماندانو سره بیل کړي . رښتینې او ملی شخصیت د نوماند په توګه چې د خلکو او د وطن درد او غم ورسره وي پیدا کړی هغه نوماند :
• چې د ټول افغانستان او په ځانګړی توګه د اوسنې تراژیدي څخه د پښتنو د ژغورلو له پاره په بریالی توګه کار وکړی.
• د افغانستان د ټولو دښمنانو او په ځانګړی توګه د ګاونډیانو د توطیو او مداخلو مخه ونیسي.
• هغه نوماند چې د اداری فساد او لوټماری په وړاندې غوڅه مبارزه وکړی
• هغه نوماند د ملی فکر په درلودلو سره د فاسدو او متعصبو کړیو په وړاندې غوڅ دریز ولری
• هغه نوماند باید په ډیر لوړ همت او په ټول ځواک سره د ډیورینډ د منحوسې کرښې د ړنګولو او د افغانستان د یووالی له پاره کار وکړی.
کله چې د هیواد خلکو داسې وړ نوماند پیدا کړ، بیا نو اړتیا ده چې په ټول ځواک سره د هغه ملاتړ وشی:
• مخالف وسله وال کسان ( طالبان) او د حکمتیار صاحب اسلامی حزب اسلامي باید د پښتنو په سیمو کې د وړ نوماند ته د رایو ورکولو په لاره کې خنډونه راپیدا نکړي. په دې ډول نوره د ګاونډیو هیوادنو د ناوړو موخو د عملی کیدو وسیله ونه ګرځي
• خلک مخکی له مخکی باید مخالفو وسله والو ډلو ته خبرداری ورکړی چې د متعصبو قومي کړیو په ګټه په ټولټاکنو کې لاسوهنه ونکړي
• خلک دې په هغه ارګانونو چې د ټولټاکنو بهیر مخې ته بیايي او یايی څاري ، فشار راوړي تر څو په ټولټاکنو کې د درغلیو څخه ډډه وکړي
د پنجاپ واکمنانو په وار وار سره دا ویلی دي چې دوی نه غواړی په افغانستان کې طالبان واک ته ورسیږي. پنجاپ تر هغې د طالبانو ملاتړ کوي تر هغه چې د پنجاپ په ګټه وي. اوس مهال پنجاپ دا ټکی درک کړی دی چې د دوی ډیره ګټه د متعصبو قومي کړیو سره په همکاری کې ده. پنجاپ په پښتنو ( هغه که ملی وګړی وی او یا که مجاهد دی یا طالب او یا پخوانی خلقي) باور نلری . تیرو لسو کلونو په ډاګه کړه چې پنجاپ په پټه د غیر پښتنې متعصبو کړیو او وګړو سره اړیکي ټینګې کړي او غواړی له دې لارې ځان خپلو ناوړو موخو ته ورسوي.
په ټول افغانستان کې د رڼو او سراسري ټولټاکنو تر سره کول او په پورتنیو شرایطو باندې په ټولټاکنو کې د یوه ملی شخصیت بریالی کولو سره د افغانستان ضد ناوړه توطیه شنډ کیږي او افغانستان به د ډیرو ستونزو څخه بریالی ووځي . دا د افغانستان دخلکو په هوښیاری او د ملی وطندوستو ځواکونو په مبارزه پورې اړه لري.
او که داسې ونه شول راتلونکي ټولټاکنې د متعصبو کړیو د پروګرام او د پنجاپ او تهران دغوښتنو سره سمې تر سره شي نو دا ټولټاکنې به هیواد ته د یوې خطرناکی فاجعې بنسټ کیږدي.