نوروز منګل ښه دی خو ... دويمه برخه
04.11.2012 12:06حفيظ صيب تاسو په تېره مرکه کې ويلي وو چې د کرکټ ملي لوبډلې زړونه يې مات کړل او عوامل مو نوروزمنګل، کريم صادق، کرکټ بورډ، ولسي جرګه او شاهزاده مسعود ښودلي وو که راته روښانه يې کړئ؟
حفيظ: شاهزاده مسعود پخوا هم د کرکټ بورډ مشر ؤ چې اوس لا بيا مشر شو اوپه اړه يې همغه وخت هم ويل کېدل چې په د کرکټ په ميدان کې ځانته د واليبال جال اودرولی ؤ چې د خندا وړ خبره ده. نه په کرکټ پوهېږي او نه ورسره ډېره مينه لري. حفيظ وايي په کرکټ ناپوه چارواکي پر لوبغاړو ډېره بده اغېزه کوي او زړونه يې ماتېږي. خدای مه کړه چې تر دې وروسته به زمونږ ملي ټيم د يو کمزوري ټيم پر وړاندې هم ماتې خوري. نو شاهزاده مسعود د دې دندې له پاره وړ نه دی. ځکه چې دی يو سياسي فعال او د ولسمشر سلاکار وزير هم دی او تر کرکټ ځان لوړ ګڼي. دوی ته د ICC له خوا کلنۍ بودجه ورکول کېږي خو د دې پر ځای چې لوبغاړو امکانات چمتو کړي، نو ځانونو ته لوړ معاشونه ټاکي.
ابک: او دا نورعوامل؟
حفيظ: په نورو عواملو به وروسته وغږېږو خو لومړی به په شل اوريزو سياليو لږ وړه غوندې تبصره وکړو چې مخکې نيمه پاتې وه.
ابک: په تېره مرکه کې مو په شل اوريزه سيالۍ هم تبصره کړې وه چې افغان ملي لوبډله په کې ښه ونه ځليده؟
حفيظ: داسې نه ده چې بېخي ښه ونه ځليده. دهندوستان پر وړاندې يې دومره ښه لوبه وکړه او دومره وځلېده چې حتی کله کله به ليدونکي په دې نظر شول چې هند ته به ماتې ورکړي خو دا چې هند ډېر پياوړی او تجربه کار ټيم دی لوبه يې وګټله. دويمه لوبه يې له انګلستان سره وه چې په هغې کې ډېر ونه ځلېدل. نو دا کرکټ دی او په اړه يې مشوره ده چې کرکټ لوبه کې کټل او بايلل يو چانس دی او دا هم غټه خبره ده چې افغان ملي لوبډله له نړيوالو غوره لوبډلوسره د لوبې کولو وړتيا لري!
ابک: نو تر څو به مونږ په دې قناعت کوو چې که ويې نه ګټله نو ښه لوبه خو يې وکړه؟ کله به يې ګټي او نيمګړتياوې يې څه شی دي؟
- هره لوبډله چې لوړ مقام ته رسيدلې نو له همغه پيله يې لوبې نه دي ګټلي، بلکې تر ډېرو بايللو وروسته يوځای ته رسېږي. لکه د سريلانکا ټيم چې تر ۱۹۹۶ کال پورې يې ډېره مزه نه وه اواکثره لوبې يې بايللې خو په ۹۶ کې يې نړيوال جام ترلاسه کړ او اوس ښه پياوړی ټيم دی نو که خدای کول يو وخت به راشي چې افغان ملي ټيم هم همدسې وځلېږي!
ابک: د افغان کرکټ ملي لوبډلې کمزوري ټکي کوم دي؟
حفيظ: زمونږ د ټيم ډېره کمزوري په بال وهلو(بيټينګ) کې ده او دويم په بال نيولو (فيلډينګ) کې.
په بيټينګ کې اکثره افغانان احساساتي دي چې دوه درې بالونه ضايع کړي نو د څلوريزې او شپږيزې هڅه خامخا کوي چې ډېر زر سوزېږي. د دوی په احساساتي توب په کرکټ انفو کې هم بحث شوی دی. همدا راز که دوه درې بال وهونکي زغرده وسوزي نو بياهم بل داسې پياوړی بال وهونکی نه لرو چې تر ډېره ودرېږي.
افغان کرکټ ملي لوبډله که احساسات کنټرول کړي او د بال وهلو ښه کوچ پيدا کړي نو کيدای شي چې بيټينګ يې هم پياوړی شي.
همداراز په بال نيولو کې هم د افغانستان ټيم کمزوری دی که څه هم ځان په بال پسې غورځوي خو اکثره وخت ترې څلوريزې کېږي. دوه ښه پياوړي بال نيوونکي هم لرو چې محمدنبي او سميع الله شينواری دي خو دوی هم په شل اوريزو سياليو کې له هندوستان سره په لوبه کې ښه ونه ځلېدل.
ابک: ولې؟
ډېر اسانه بال کف کول ياکېچونه ترې ضايع شول چې لوبه يې هم بايلوده.
ابک: دافغانستان بال اچول څنګه دي؟
حفيظ: بال اچول يې ډېر بد نه دي ځکه ځانګړی کوچ لري.
بال اچول خو دوه ډوله دي چې تېز (fast) او بل (Spin) ورو بال اچول چې په تېز توپ اچولو کې حميد حسن، دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ ښه بالران دي. حتی حميد حسن ته د افغانستان زمری وايي خو په دې شل اوريزه لوبه کې ټپي ؤ او په لوبه کې نه ؤ. که وای کيدای شي چې يوه لوبه خو مو ګټلې وای.
په همدې ترتيب ورو ښه بال اچوونکي هم لرو لکه محمد نبي او سميع الله شينواری. ولې دا ټول ښې روزنې ته اړتيا لري. ځکه د کرکټ په نړۍ کې هر ډول بالر خپل ځانګړي روزونکي لري.
د کپتان کمزورتياوې: ياره که درته ووايم نوروز منګل په لومړيو کلونو کې هم ښه کپتان ؤ او هم ښه بيټس مين خو دوه کاله کېږي چې هيڅ کومه پام وړ لاسته راوړنه نه لري او د کرکټ په اصطلاح (out of foam) یا ( unfit) دی او مفهوم يې دا دی چې ښه لاسته راوړنه نه لري. حتی د ده د ناوړه فيصلو له کبله ځينې لوبې هم بايلل شوې دي لکه په همدې تېره شل اوريزه سيالۍ کې له انګلينډ سره لوبه کې يې د بال وهونکي پر ځای بال اچوونکی راوست. يعنې د نجيب ځدراڼ پر ځای يې چې توب وهونکی دی عزت دولت زی راوويست چې هغه په اصل کې توپ وهونکی نه بلکې توپ اچوونکی يا بالر دی. ده که په لوبډله کې تغيرات راوستل نو د بالر پر ځای به يې بالر او د بيټس مين پر ځای بيټس مين تبادله کړی وای.
بله دا چې د انګلينډ لوبډله ټولو ته ښه معلومه ده چې له تېزو بال اچوونکو څخه ښې نمبرې اخيستلی شي خو ده بيا هم بيټس مين ليرې کړ او تيز بالر يې ورته رادمخه کړ. دا سمه ده چې په پيل يا پاور پلی کې تيز بالر لوبول کېږي خو کپټان بايد مقابل ټيم ته هم وګوري او بيا همغسې بالر ورته راميدان ته کړي. ده له انګلينډ سره لوبه کې ګډه وډه کپټاني وکړه. چېرته به چې تېز بالر په کار ؤ هلته يې ورو بالر راوستو او که ورو بالر به په کار ؤ هلته به يې تېز بالر راووېست.
په تېرو شل اوريزو کې يې له انګلستان سره ټاس هم وګاټه خو بيايې غلطه پرېکړه وکړه او چانس يې انګلستان ته ورکړ. دوی له هندوستان سره هم لومړی بالينګ کړی ؤ چې په هغې کې ښه نه وو ځليدلي نو له هندوستانه يې بايد تجربه اخيستې وای او له انګلستان سره يې لومړی بيټنګ کړی وای.
همدا راز يې له انګلستان سره لوبه کې د بيټس مين پر ځای بالر راوستی ؤ چې هيڅ منطقي نه ده. بايد د بالر پر ځای بالر او بيټس مين پر ځای بيټس مين تبادله شي.
ابک: يو ځل خو يې دنوروز منګل پر ځای محمدنبي ته د کپتانۍ دنده ورکړه خو چې خوند يې نه ؤ نو نوروز ته يې بيا چانس ورکړ نو ته څنګه وايې چې نوروز ښه کپتان نه دی؟
حفيظ: محمدنبي ته يې په يو دوه لوبو کې د کپتانۍ چانس ورکړ چې دومره زغرده د چا د کپتانۍ وړتيا نه معلومېږي او له بلې خوا محمدنبي د افغان لوبډلې يو مهم لوبغاړی دی چې په عين وخت کې دوه مسؤوليته لري. يعنې هم بالر دی او هم بيټس مين نو برسېره پرې د کپتانۍ مسؤوليت ورپه غاړه کول به پرې بوج شي!
ابک: نو چاره څه ده؟
حفيظ: زما په نظر نوروز منګل او کريم صادق نور ستړي شوي دي او ډېر وخت کېږي چې کومه لاسته راوړنه نه لري او نه دي ځليدلي نو په کار ده چې نورو ځوانانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شي.
لکه څوک ؟
حفيظ: زه يو خاص څوک نه مشخصوم خو په ټيم کې ډېر تکړه ځوانان شته لکه جاويد احمدي چې د نولس کلنو له ټيم څخه ملي ټيم ته راغلی او د نولس کلنو د ټيم کپتان ؤ چې د ښې کپتانۍ تجربه هم لري او د همدې جاويد احمدي په کپتانۍ کې د افغانستان د نولس کلنو ټيم له ملي ټيم څخه لوبې هم ګټلې دي.
حفيظ ته نور خلک عمران نظير وايي خو په دفتر کې په سيم پهلوان مشهور دی. دی وايي حتی د تهکال په لارو اوکوڅو کې به هم غټو او وړو راپسې د عمران نظير چغې وهلې. ځکه چې هم کرکټ کوم او هم مې څېره د عمران نظير په څېر ده. عمران نظير د پاکستان د کرکټ لوبډلې مشهور بيټس مين يا توپ وهونکی دی چې په هره سيالۍ کې لومړی ميدان ته وځي. دکرکټ په اصولو کې لومړی دوه هغه پياوړي بيټس مينان يا توپ وهونکي ميدان ته اوباسي چې يو يې (slow) يا ورو بال وهونکی وي او بل تېز. ورو د دې لپاره اوباسي چې تر ډېرې مودې ونه سوزي او په ويکټ پاتې شي اوتېزد دې لپاره په پيل کې اوباسي چې ټول بال نيوونکي يا فيلډران ويکټو ته نږدې دايره کې ولاړ وي او يوازې دوه د باندې وي. نو تېز بيټس مين چې بال ووهي له نږدې بال نيوونکو (فيلډرانو) اوړي او څلوريزه کېږي. عمران نظير هم تېز بال وهونکی دی نو ځکه د لوبې په پيل کې ډګر ته وځي.
ابک: له حميد حسن سره دې له وړوکوالي راهيسې هم ملګرتيا ده او هم دې ورسره په ټيم کې لوبه کړې څه خاطره ترې لرې؟
حفيظ: ياره انډيوال دی خو له وېرې ورسره اوس ستړي مشي نه کوم ځکه چې ډېر ناړامه دی، خپل زور ته نه پوهېږي چې دستړي مشي غېږه ورکړم سمه پهلواني کوي.

