د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دټاکنودغه نېټه ددرغليو زيرۍ ورکوي

حبيب الله غمخور 02.11.2012 01:56

د ټاکنوخپلواک کمېسيون دلړم  پر ١٠مه اعلان وکړ،چې دولسمشرۍ اوولايتي شوراګانو ټاکنې به د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه ترسره شي .

معنوی صاحب موږ په افغانستان کي ژوندکوواوتاسو ولي داله نظره غورځوئ چې افغانستان يوغرنۍهيواددی اودغه ورځ چي ستاسولخوادټاکنو لپاره په گوته سوې ده پدې موسم کي دهيوادپه ډيروسيموکښي هواډيره زياته سړه وي .

د جمهوري رياست اوولايتی شوراگانودټاکنوله نېټې نه داله ورايه معلوميږي چي دا ټاکنې به قانونی اعتباراومشروع پایلي ونلري .

داساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ ټاکنې  د ١٣٩٣ لمريز کال دجوزاپه مياشت کي بايد وشي .سوال دادی چي ولي اودکومودلايلوله مخې ئې دټاکنووخت را وړاندي کړ ؟ پدې کارسره نه يوازي داچي افغانانوته سهولت پېښ نسوبلکې بې شمېره افغانان دټاکنوپه بهيرکي دگډون څخه دطبعي ستونځو له مخې محروميږي .چې ددې محروميت صلاحيت نه ښاغلی معنوي لري اونه هم کرزی صاحب . داخبره چي ځيني وايي پدې وخت کي ددولت مخالفيند پاکستان له گرمو بارکونه دافغانستان سړوسيموته راستانه سوي نه وي ،دومره اوس داعتباروړنه ده ځکه دوي هم اوس ژمی دلته په افغانستان کي تيروی دپاکستان تگ اوراتگ ددوي لپاره کومه ستونځه نده ،ډير ساده ځی اوراځی .

سره له دې چي ارگ هم اعلاميه خپره کړه اودټاکنودنېټې داعلان څخه ئې خوښی څرگنده کړېده ،ډېره جالبه ده ايا دادارگ چارواکي پدې نه پوهيږي چي دغه وخت په شاوخوا نيم افغانستان کي (وردگ ،روزگان ،غزنی ،باميان،دايکنډي،زابل ،غور ،بادغيس ،پروان ،پنجشير،بدخشان ) اونورويوشمير سړوسيموته دهواسړوالي اويخنۍ له امله چي ډير ځايونه لا په واوروپوښل سوی وي پدې وخت کي دتگ او راتگ امکانات نه وي . اودبلې خوا که دغه نېټه پرخپل ځاي پاته شي دمعنوي دڅرګندونوله مخې، د١٣٩٢ کال دلړم دمياشتې  په شپږ ويشتمه نيټه  انتخاباتي مبارزې پيل  او د١٣٩٣ کال دوري دمياشتې  تر ديارلسمې نيټې پورې  دوام کوي .پدې ډول بايدهغه کسان چي ځان ئي کانديدکړی دقوس،جدي، دلوه اوحوت مياشتوکښي خپل تبليغاتی کمپاين ترسره  کړی داهغه مياشتي دې چي دافغانستان ډيروسيموته څوک تگ راتگ نشي کولاي ډيره يخنی ده ،داخلک چيري اوپه کوم سالون کښي سره راټول کړي ؟داخوموږته معلومه ده چي بېله دولاياتومرکزونه په ولسواليوکښي دراټولېدولپاره کوم سالون اوځاي نسته ،په جوماتونوکښي چي ډير واړه دي دانتخاباتی کمپاين سرته رسول ناشوني دي  .اودبلې خواحتازموږ دبې شمېره ولسواليومرکزونودولايت له مرکز سره دقير سړک پوسيله ندي وصل سوی نودابله ستونزه ده چي دخاموترانسپورټی لاروونه په استفادې سره دې په اسانۍ څوک هلته ولاړ سي اويادي دانتخاباتولپاره لوجستيکي وسايل انتقال کړاي سي .داخولاپرېږده چي تراوسه دټاکنو په وړاندي امنيتی گواښونه پرخپل ځاي پاته دي اوډيري ليري پرتې سيمې ددولت دمخالفينوترتاثير لاندي دي .

که دولت اوخپله ښاغلی کرزی په رښتياغواړي چي دټولونېمگړتياوواودرغليوسره مله انتخاباتوکي افغانان برخه واخلي نواړينه ده چي دانتخاباتو ورځ تغيرشي يعنې دا ټاکنې دې دثور دمياشتی په وروستۍ اويادجوزاپه لمړۍ جمعې په ورځ باندي ترسره شي ، نه دحمل پر ۱۶ مه .

يوشمير کسانودټاکنودنېټې په هکله خپله ناخوښي څرگنده کړې اوپدې لړ کښي ئي ويلې چي بايددهغوسيمولپاره چې هوا يې سړه ده،ځانګړى مېکانېزم جوړشي . زماپه نظرزموږ هيواددومره پر مخ تللی نه دی اونه هم دومره اقتصادي اوتخنيکي امکانات لري چي دسړو سيمولپاره ځانگړې ميکانيزم جوړ شي اودبلې خوا دغه ځانگړی ميکانيزم يعني څه ؟ پداسي حال کښي چي بېله لگښت اوځانگړي ميکانيزم کېداي سي داستونزه ساده حل اوټاکنې دثورپه وروستۍ اويا جوزاپه لمړئ اونۍ کښي دجمعې په ورځ په عادي بڼه ترسره شي .داچي امنيتي ځواکونه وايي موږ دانتخباتودپروسې امنيت خوندي ساتونوولې موږ ساړه ژمی ته راوځغلو؟ ښه داده چي په توده هواکښي داټاکنې ترسره شي ترڅوهرسړۍ چي غواړي په ټاکنوکښي برخه واخلي بېله کومې طبعی ستونزي نه دټاکنوځاي ته ورشي .

دغه رازيوشميرزيات خلک همدااوس دټاکنوپر ميکانيزم باندي نيوکي لري اووايي چي دټاکنو دکمېسيون له خوادنوي مېکانېزم اعلان غلط اوراتلونکې ټاکنې به له درغليونه ډکې وي . پرځاي به وي چي دمدني ټولنو،سياسي اوټولنيزو سازمانونو ټولوهغو گوتنيونواوپوښتنوته دانتخاباتوتر ورځې وړاندي پرخپل وخت جواب وويل شي ترڅوپه رښتياسره دانتخاباتوپروسه شفافه اوتر قانوني مصونيت لاندي وي .

انتخابات يوازي په افغانستان کي نه ترسره کيږي ،بلکي دنړۍ په ډيروهيوادونوکښي انتخابات ترسره کيږي اوپه ټولوهيوادونوکښي دولتونه دخلکولپاره په انتخاباتوکي دفعال گډون زمينې برابرولولپاره له ټولوامکاناتونه گټوره استفاده کويترڅودټاکنوپه بهيرکښي ډير خلک په ساده بڼه برخه واخيستلاي شي  .

په پرمخ تللو هيوادوکښي دولت اودټاکنو کميسيون کوښښ کوي دخلکو لپاره هرڅومره چې کيږي درايي څرگندولو اسانه اوساده امکانات برابرکړی .

زه دسويډن دمالمودښاردانتخاباتي کمېسيون سره له ۲۰۰۱ کاله نه راپدې خوا همکاري لرم ،ماته معلومه ده چي دلته سره له دې چي يودموکراتيک هيواد دی اوپه ټاکنو کښي درغلي څوک نه پېژني اوخلک هم علاقه لري چي په ټاکنو کښي برخه واخلي،بياهم هرځل چي څلورکاله وروسته دپارلمان لپاره ټاکنې کيږي دولتي ادارې ،ټولنيزسازمانونه اوسياسي گوندونه کوښښ کوي درايي ورکونکواوکانديدانولپاره ډيره سهولتونه برابرکړي .داچي دلته دکانديدانوتبليغاتي کمپاين څه وخت وړاندي پيلېږي اودهغوي لپاره څه امکانات برابرېږي داخوپرخپل ځاي پرېږده .

زموږ سره سوال پيدا کيږي ددې پرځاي چي دولت بايد زموږ ولس ته هم څومره چې کېداي سي دټاکنودپروسې دبريالي سرته رسېدوپه خاطرډيرسهولتونه برابرکړي ،ولي دټاکنو کمېسيون په لوي لاس پداسي يوه شاته پاته هيوادکښي چي خلکوئي لاتراوسه درايي څرگندولوسره عادت نه دئ نيولی اوياددرغليونه ډکو ټاکنودپايلوڅخه ستړي سوی دي اوپر انتخاباتوئي باورله لاسه ورکړی ،ځکه ترهرځل  ټاکنو وروسته گوري چي په درغلويوڅوک مقام ته رسېږي دخلکو په وړاندي داډول ستونځي رازېږوي اوپه ساړه ژمی دټاکنولپاره نېټه ټاکي؟ولې نه غواړي ترممکنه بريده ټاکنو لپاره ټول امکانات برابرشي؟داخودقران توری نه دی چي تغيرنه خوري ،دافغانستان په شرايطوکښي په سره ژمي اوسړه هواکښي دټاکنونېټې ټاکل پخپله په يوډول دټاکنودقانوني حق نه دخلکو محرومول دي .

نوپه تکرار ولي ددريم ځل لپاره دانتخاباتوداتش په نوم خپلواک کمېسيون  يوځل بيا په مليونوخلک دټاکنې له حق نه محروم کړی ؟

زماله نظره  نړيوالو پدې خاطردټاکنوددې نيټې داعلان هرکلۍ وکړ چي پخوا دانتخاباتوپه اړه مختلف نظرونه ترغوږو کېدل .چابه ويل تر وخت وړاندي کيږي ،چابه بيا ويل چي ځنډول کيږي ،حتاداسي خبرې هم تر موږ پوري رارسېدلې چي کېداي سي په کومه بهانه  لويه جرگه راوغوښتل سي  اوپدې لويه جرگه کښي لکه دداودخان لويه جرگه يوڅوک ولاړ سی اوږغ وکړي چي دملي گټواوملي مسوليتونودسرته رسولوپه خاطربايد ښاغلی کرزی دڅه مودې لپاره پرخپل ځاي پاته سي .

خوددې ترڅنگ همدااوس هم يوشمير نورتبلېغات اوڅرگندونې په ځانگړو محافلوکښي ترغوږوکيږي چي زه نه غواړم دهغومسائيلولمړنۍ برملاکوونکی وه اوسم . ډير سياسي شنونکي داخبره کوي چي دادنړيوالي ټولنې کلک فشارونو پايله ده چي دټاکنو کمېسيون داسي په منډه دانتخاباتو تاريخ اعلان کړ .

هر څه چي دي، وي به  اميد چي په رښتيانې بڼه زموږ ولس دخپلې رايي څرگندولوحق اوامکان ترلاسه کړي .

اودابه گټوراوپر ځاي کاروي  چي نړی واله ټولنه زموږ دولس سره ديوه معقول اوخواخوږی شخص په ټاکلوکښي اخلاقي مرسته وکړي .

که موږ په هيوادکښي خلکوته منلي اواعتباروړ مشرتابه خاوندان شولواودغه مشر دځان لپاره خواخوږي اودپاک لاس خاوندکسانونه چي دمسلک،پوهی اوصداقت له مخې دورسپارل سوی دندي تر عهده ووتلاي سي  په دولتي دندووگمارل ،پدې ډاډه يم چي زموږ ولس به له ډيرو ناخوالواوبدمرغيونه نجات ومومي . ومن الله التوفيق