د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د میدان وردګ ولایت نوي والي ته یو څو سپارښتنې

محمدهلال سمسور 01.11.2012 20:08

د وردګو نوی والی عبدالمجید خوګیاني په عمر پوخ او پخوا د ولسی جرګې غړی او هم په ننګرهار کې د کلیو د بیا جوړولو او رغاونې رییس پاتې شوی دی. ښاغلی خوګیاڼۍ د ننګرهار د قیس له کورنۍ څخه دی، چې دا کورنۍ به تل په حکومتي چارو کې لای لاس درلود.
ښاغلی مجیدخان چې په خپله لومړۍ ورځ د میدان وردګ ولایت خلکو، قومی مشرانو انو ځوانانو ته د زړه له تلې او په قسم سره وویل، چې نوموړی د خیانت کولو هوډ نه لري، له ننګرهار څخه یې له ځان سره بوجۍ نه دي را وړې. همدارنګه والي په یو څو لومړیو ګامونو کې دا وښوده چې ښاغلی مجیدخان د خیانت او فساد هوډ نه لري.
دا څرګنده ده چې په اوسني حکومت کې داسې وضیعت راغلی، چې چارواکي یې خپل وخت په دې تېروي، چې څنګه خپله دنده او وظیفه تامین کړي او څنګه کولی شی، چې د یوې خوا او بلې خوا ښکار نه شي. ډېرو چارواکو په خپل ځان پسې جنګسالاران او ټلوالې درولې او چا هم له بهرنیانو سره مزي غځولي، چې د هېواد ولسمشر یې هک پک کړی، چې څنګه ځان ترې خلاص کړي. مګر ځینې ښه او مسلکی کسان هم شته چې په دې خلکو یې زړه سوځی او تر وسه وسه د خدمت کولو هڅه کوي، موږ هم مجیدخان په همدې پال نیولی او له الله ج څخه هیله کوو، چې د نوموړي پام د خیر په لور کړي او داسې نه چې د فساد او مفسدینو په چنګال کې ولوېږي.
ښاغلی والی چې کله د والي په توګه وټاکل شو، نوموړي ددې لپاره چې ددې سیمې د خلکو او جوړښت په اړه ځان پوهه کړي د استاد سیاف او ارغندیوال په څیر له ځینو جهادي مشرانو سره وکتل ترڅو د هغوی سلا مشوره واخلي او هم یې په سړه او توده کې ملا وتړي، چې په دې سره ډېرو خلکو ته داسې ښکاره شوه، چې والي صاحب ښه نیت نه لري بلکې په دې سره غواړي، چې خپل مېخونه کلک او بیا خپل شخصي منافع و پالي.
ډېر ځله مشران خپله ښه او پاک زړي خلک وي خو ترڅنګ یې ځینې داسې خلک راکړۍ شي، چې د اړونده شخص په اند خورا مخلص او پاک زړي خلک وي او په دې سره اړونده چارواکی تل همغوی ته غوږ نیسي، د هغوی په سلا مشوره چارې پر مخ وړي او له ډېرو مسایلو یې سترګې پټې شي. له همدې کبله د نوموړی او عامو خلکو ترمنځ فاصله را منځ ته کېږي او هم ځینې ملګري د اړونده چارواکي له ښه نیت او باور څخه په ناوړه استفادې سره خپل شخصي منافع په مخ وړي. اوس زموږ د میدان ولس یوازنۍ وېره او پرېشاني همدا ده، چې دغه والي به هم ډېر ژر د ښامارانو په لومو کې ښکېل شي. زما په یاد دي کله چې والي صاحب په لومړۍ ورځ معرفي شو نو نوموړي په قسم سره وویل چې د فساد رېښې به وباسې خو د همدې ولایت ځینی چارواکو په پسخند سره د یو او بل په غوږ کې ویل چې "اوس ددې خبرو وخت تللی!!!"
په همدې غونډه کې ځینو نورو خانتمه ګډوانوالو والي صاحب له وخته مخکې وستایه او هغه یې یوازنی ښه شخصیت وباله او بیا یې نوموړي ته داسې مشورې ورکړې چې په هغوی کې د هغوی خپلې شخصي ګټې نغښتې وې.
پر ځان اعتماد د بریالیتوب لومړی اساس دی:
با تجربه او مسلکي کسان هغه دي، چې په نورو د "باور" پرځای خپله "ځیرکتیا " کاروي. داسې نه چې ژر په هغو خلکو باور وکړي، چې په لومړيو څو ورځو کې هغوی ته کښته او پورته کېږي بلکې هر اړخیز معلومات را ټولوي او بیا د خپل درک او پوهې په رڼا کې اقدام کوي.
والی تاسې خو په لومړۍ ورځ قسم وخوړ چې زه د ځان مړولو لپاره نه یم راغلی او زه په ریښتیني توګه غواړم، چې دې مظلومو او دردېدلیو خلکو ته خدمت وکړم. زموږ لپاره همدا کلمه بس ده، چې پر تا باور وکړو او تاسې ته توفیق غواړو چې تر خپلې وسې خدمت وکړﺉ.
خو څرنګه چې اوس ستاسې راشه درشه له ځینو ځانپالو او شخصي ګټو له پالونکو سره پیل شول نو موږ ته دا وېره پیدا شوه، چې ښایي تاسې پام بلې خوا ته واوړي او خلکو ته څه ونه کړﺉ بلکې کیدای شی ډېر ژر د نورو د چل او فریب ښکار شي.  موږ پوهېږو، چې تاسې ښايي د ښه نیت له مخې هر چا ته غوږ نیسی مګر ټول خلک سمه مشوره نه درکوي. نو هیله مو دا ده، چې تاسې په خپل ځان اعتماد وکړﺉ، مه کم زړي کېږﺉ او پر ځان اعتماد د بریالیتوب لومړی اساس دی.
موږ په خبر یو چې پخواني والي ښاغلي فدايي تاسې ته ځان د یو مبتکر او نوښتګر والي په توګه معرفي کړی، تاسې له جهادي مشرانو او ځینو کړیو سره معرفي کوي، چې ګواکي ملاتړ مو ډېر شي، په دې ټولو کې د هغه یوازنی هدف دا دی، چې په روانو پروژو کې خپل سهم او ونډه چې پخوا یې له شرکتونو سره موافقه کړې، تامین کړي.  کله چې والي تاسې د والي په توګه و ټاکل شوی، فدایي صاحب ژر ژر د پاتې پروژو قراردادونه هم لاسلیک کړل. تاسې ته مشوره ده، چې یو ځل هغه دغه قراردادونه و څېړی، چې والي صاحب پکې څومره ونډه لري!!!  
تاسې یو ځل ددې د ولایتي شورا چارې هم په مخلصانه ډول وڅېړﺉ، چې له پخواني والي سره یې د ځمکو د خرڅلاو او د پروژو په وېش کې څه ډول معامله کوله؟ ددې شورا مشر د کومې معاملې په اساس ټاکل کېږي.؟
تاسې باید د پخواني والي فدايي په پله لاړ نه شي ځکه موږ ددې ولایت خلک څو ځله د کرزي او چارواکو دروازې وټکولې، چې د والي له شره مو خلاص کړي نو که تاسې د فدايي لار تعقیب کړﺉ نو تاسې به هم دویم فدايي وی.
تاسې په دې ولایت کې معارف ته درناوﺉ ولرﺉ او معلم، متعلم او ملا چې په تېره موده کې په کرکه ورته کېدل باید ستاسې ملاتړ خپل کړي.
د میدان وردګ ولایت مخلصو اوسېدونکو!
تاسې ټولو ته څرګنده ده، چې پخوانی والي محمد حلیم فدایی څلور کاله په دې ولایت کې حکومت وکړ.
په دې موده کې میدان وردګ ولایت ډېرې ناخوالې وګاللې، جګړو پکې زور واخیست، د امریکایانو هډې او بیسونه ټولو ولسوالیو ته غځېدل.
له تاسې ټولو مو د-  خدای لپاره- دا هیله ده، چې لږ خو دا غږ پورته کړﺉ، چې پخواني والي محمد حلیم فدایي په  دې ولایت کې څه وکړل؟ د ښاغلي والي د ورور خالد فدایی (افغان محل کانسترکشن کمپني) شرکت کومې پروژې پلي کړې؟ او له نورو شرکتونو څخه یې څومره سهمیه اخیسته؟ په وردګو ولایت کې ځینې پروژې ولې په کلونو کلونو بندې شوې؟ په وردګو ولایت کې د حزب او طالبانو ترمنځ په جګړو کې چې دښمنۍ یې تر ابده دې ولس ته پاتې شوې د چا لاس ؤ؟
اوس ښاغلي حلیم فدایی څه مهارت کارولی؟!!!
ښاغلي مجید خان ته یې د خپل کور ترڅنګ کور کرایه کړی او هغه ته یې ځان ډېر مخلص، مبتکر او ریښتینی شخص معرفی کړی. والي صاحب هم د خپل ښه نیت او یا هم پر ځان د نه اعتماد له مخې والي حلیم فدایي  د مخلص او مبتکر شخص په توګه د ځان لپاره غوره کړی.