د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قوماندان صاحب نوتاسو دڅه لپاره دلته راغلي ياست؟

حبيب الله غمخور 30.10.2012 19:38

دټولونړيوالو اصولواودافغانستان په هکله دنړيوالوکنفرانسونودپرېکړواواعلاميو،دبشردحقوقونړيوالي اعلاميې ،دملگروملتونودسازمان عمومي منشوراوپرېکړوله مخې په افغانستان کي مېشت بهرنی پوځی ځواک اونړيواله ټولنه  دافغانستان دکورنی اوبهرني امنيت په ساتنه مکلف دی .که دوي دانړيوال مکلفيت سرته نسی رسولاي اويانه غواړي سرته ئي ورسوی نوبهتره داده چي خپلوکوروته ستانه شي، ترڅوموږ پوه سوچي څه وکړواوله چاسره ئي سپينه کړو.

داهرچاته لمر غوندي روښانه ده چي ددې دندي دسرته رسېدوپرته ،نه دلته سوله راتلاي سي اونه هم دبنسټپالی جرړي ايستل کيداي سي .

درنوهيوادوالو!

مادملي گټواوددې گټوپه وړاندي دکورنيواوبهرنيو په ځانگړې توگه دوگاونډيانو ايران اوپاکستان درنگارنگ لومواو ددوي لخواروزل سوودلستوڼې دمارانودموخودناکامۍ په خاطرنه غوښتل چي زه هم په نړيوالي ټولنې پسې پښې ر ا لوڅي کړم .

خوچي کله مې دادی په افغانستان کې میشتودناټوپه مشرۍ د ایساف ځواکونو ویاند جنرال ګوینترکتزد داوينا واورېدل اوبيامي په ويب پاڼوکي  ولوستل مجبورسوم دهمدې ملي گټوپه خاطرله دوينه گيله وکړم اوداورپه گوته کړم چي تر ۲۰۰۱ کال نه راوروسته په افغانستان کي دټولونساخوالواوناکاميو مسوليت ستاسو پرغاړه دی ځکه تاسودشوروي پرخلاف په پاکستان او ايران کي اوعربي هيوادونوکښي وسله وال روزل ،جگړې ته مورالېږل اوداموورته ويل چي افغانستان اشغال سوی دی ،هلته امنيت ،سوله اوعدالت نسته .

هغوي ولاړل دادي تاسو چي په نړيواله کچه ځانونه دسولي،دموکراسی،بشری عدالت ساتونکی اودې انساني پرنسيبونوته ژمن بولی دانږدې ۱۱ کاله دلته په افغانستان کي دشاوخواسل زره پوځ سره اوسېږئ اوپه مېليارډونه ډالر مصرف سول،نړيوال اقتصادي بهران دراپيدا کېدويولامل هم اقتصاد پوهان دافغانستان مسله بولي وايي هلته بې کچې اقتصادي لگښت کيږي خوددې ټولوملي اوځاني تلفاتوسره دهغې موخې لپاره چي تاسو افغان ولس ته وعده ورکول اودلته راغلاست تراوسه نه ياست برېالي سوی .

په تانداوازادي راډيو ويب پاڼوکي ددې جالب خبر په  ولوست مي  له ځان سره  وويل هغه پښتو متل دی وايي ((زه پور غواړم دی نورغواړي )) موږ وله نړيوالي دملکي اوپوځی مشرتابه نه کلکه گيله لروچي دپاکستان له لوري ددوي دپوځ لخوا دافغانستان پرمقدسه خاوره دراکټونودپرلپسې حملوپه وړاندي چي ځاني اومالي تلفات ئي زموږ ولس ته اړولي اوزيات شميرکورنۍ مجبورسوی خپل ټاټوبۍ دژوندی پاته کېدوپه موخه پرېږدي،داشاوخوا يوکال  کيږي چوپه خوله  پاته دی اونه هم دپاکستانی چارواکوڅخه داپوښتنه کيږي چي ولي داډول سپين سترگی کوي ؟ يوازي دلوي اختر په ورځ ئي تر ((۹۰ )) زيات بېگناه افغانان دميمنې په ښارکي په ويرولړل اوپه ټول افغانستان ئي اختر په غم بدل کړ ،خودوي ورته دوستان اوکرزی ورته وروڼه وايي .

داکوم انصاف دی درې اونۍ وړاندي سوريې پر ترکيې دوه راکټه فيرکړه ،هغه هم معلوم نسول چي خبره څه وه ؟ امريکا اواروپاولړزيده ،سمدواره دامنيت شورا په غونډي کي داکارديولوي جنايت په توگه مطرح سو،دسوريې جمهوررئيس دگوښه کولويوبله پلمه پيداسول . ټولوپه يوه اواز وويل موږ هيچاته اجازه نه ورکوچي زموږ پر دوست هيواددتوغندي وار وکړی .

 اوس پوښتنه پيدا کيږي اياافغانستان سره تاسو دښمنی لری؟ اوکه دوستی؟که ترکيه دناتوغړې ده چي هغه هم دمعينو سياسي او پوځی ملحوظاتولپاره ساتل سوې کنه ولي همدا ترکيه داروپايي ټولنې غړيتوب نسي ترلاسه کولاي ؟ کله چي دغړېتوب مسله مطرح سي ترکيه يوبنسټپال هيواد معرفي کيږي،خوداچي اوس دسوريي په وړاندي قدعالم سوی دهغه هيواد دوه راکټه دسوريې په وړاندي نړې وال نفرت راوېږاوه اروپا اوامريکا ملامت کړ .مگرداچي پاکستان دايوکال افغانستان په روښانه ورځ په راکټونواوتوغونديو ولي ،دايساف اوناټو قوماندانان او چارواکي وايي موږ دبهرنيوحملو په وړاندي دافغانستان ددفاع مسوليت نلرو . داچي دانوره نړۍ داسلامی هيوادونوپه گډون چوپ دي پدې خوپوهيږو چي پر اسلام سوداگري ده ،کله چي امريکا ورته وويل بياسرله چلتارسره هاخوادېخواښوروي  .

جالبه خوداهم ده سره له دې چې پاکستان په پیل کې دافغانستان لور ته د درنو وسلو له حملوانکار کاوه خو وروسته یې وویل چې هغه سیمې په نښه کوي چې ددغه هیوادسخت دریځو پکې پناه اخیستې ده .بياهم دايساف ځواکونوقوماندانی داخبره  چي وايي دترهگری پرخلاف مبارزې اوافغان دولت دساتلولپاره راغلي يو،دايوه نوې خبره  اوزموږله نظره بې مسوليته څرگندونې دي .

په افغانستان کې میشتودناټوپه مشرۍ د ایساف ځواکونو ویاند جنرال ګوینترکتزد دژورنالست ديوې پوښتنې په ځواب کې وايي  : ((واضح بايد ووايم چي ددوي په ماموریت کې دبهرنۍ حملې په وړاندې له افغانستان څخه دفاع کول نه ده شامله،.هغه وړاندي وايي : ((ښکاره ده موږ دلته د دې لپاره یو،چې افغانستان یو ځلي بیا د ترهګرو په خوندي ځای بدل نشي. موږ دلته راغلي یو چې له افغان چارواکو سره د سولې او ثبات په ټینګیدو کې مرسته وکړو. خو دا زموږ په وظیفې کې نه ده شامله چې د بهرنیو عسکرو په وړاندې له افغانستان څخه دفاع وکړو.))

داښاغلي په خپلو خبروکي داهم مني چي دطالبان دافغانستان اوپاکستان ترمنځ تگ راتگ کوي او وايي  دغه حالت زموږ دنگراني لامل گرځی .بيات تلوېزيون ۲۹ اکتوبر

موږ نه پوهيږوله يوې خواوايي په افغانستان کي دامنيت ساتلوسولي اوثبات لپاره راغليواودبلې خواوايي دبهرنيو حملوپه وړاندي دافغانستان ددفاع مسوليت نلرو،نوڅوک دامسوليت لری چي تاسو ئې نلری؟
داڅرگندونې پدې معنادي که سباايرانی اوياپاکستاني پوځ پر افغانستان حمله پيل کړه دوي به ئي ننداره کوي ،اوهمدا دماشومانوخبره به کوي چي دبهرنيو حملوپه وړاندي موږ بې طرف يو. که خبره داسي وي فکرکوم دابه بهتره وي چي همدا سبادخپلو هيوادونوپه لورلاړسی .ځکه موږ ته ټول غم دگاونډيانودمداخلو نه راپېښ دی اوتاسودهغوي په وړاندي چوپتياغوره بولی .

قوماندان صاحب ! تاسواوستاسو مشرانو به لاهيرسوې نه وي،کله چي په  نيويارک کي دامريکادسوداگيرزمرکزدنگی ماڼی رانسکوري سوې .جورج ډبليوبوش سمدواره دا کار دالقاعدي سازمان لخوايوه حمله وبلل  هغه ئي پدې کارملامت وباله او دالقاعدي پرخلاف جگړه اعلان کړه .

داچي داداستان څنگه پيل اوڅنگه به پايته ورسېږي تراوسه لاوختی دي .خودافغان ولس پرخلاف دالقاعدې اوطالبانو دحاکميت دړنگېدوپه نوم سره له دې چي هردواړه دهمدې امريکا اونوروملاتړوهيوادونوپه هدايت په همدې دامريکا تاريخي دوست هيواد پاکستان  کې راوزېږېدل اوددوي نه دهمدې زبرځواکودپټواوښکاره موخولپاره پراخه استفاده کېدل اوخلک وايي چي اوس هم دکټې اخيستنې اواستفادې دالړۍ روانه ده پسله هغه چي له طالبانوسره دامريکا پټې اوښکاره خبري دپاکستان داستخباراتی دوږخی سازمان په لمسون ناکامه سولې  نوامريکادهوانه  دبې ۵۲ اودمځکې لخوانه ددوي پلاس ترغاښوپه وسلواوپيسو سمبال ،شمالي ټلواله ،يعني دنظار شورا،دوستم،جمعيت اودسعودي داستخباراتي سازمان په وړانديز سياف ،اودانوري په ايران کي جوړوډلوپوسيله جگړه پيل سوه،دډاکتر صاحب عبدالله اونوروملگروهغه چيغې چي ويل ئې (( ټانکيو امريکا))تراوسه لادخلکوپه غوږونوکي انگازې کوي  .

په يوه نيمه مياشت کي القاعده له افغانستان څخه کډه وکړه،تراوسه داسوال بې جوابه پاته چي هغوي څنگه اود چاپو سيله  دتوري بوري له سمڅونه د اسلام اباد دایبټ اباد ښار کې دپاکستان تر پوځی مرکزپوري ورسېدل ؟

دطالبانو حاکميت ړنگ اودبن دنېمگړي اوناکام کنفرانس په نوم پر افغانستان دکرزی سره چي چائې په ټول افغانستان نوم نه وواورېدلی يوځاي هغه ډلی،ټپلې واک ته ورسولې چي افغان ولس ورځنې بېزار اودهمدې بېزارئ نه ئي دپاکستان  استخباراتی سازمان گټه واخيستل  اودطالبانوپه نوم بله ډله ئې دافغانستان سياسي بهيرته راوړاندي اودولتي حاکميت  ئې پلاس ورکړ .

داچي له هغه لمړۍ ورځې نه دبن له کنفرانس سره دافغانستان غوڅ اکثريت مخالفت وکړ يوله اساسي دلايلونه همدا ووچي پدغه جوړښت اوددغورټل سويوډله په گډون دولتی حاکميت افغان ولس ته دمنلو وړنه وو.ددې مخالفت داواز پورته کولوشاهدي همدا دغربي ډله ايزي رسنيوآرشيف ورکوی ،تاسومراجعه ورته وکړی . دبن دکنفرانس دډيرونېمگړتياوپه څنگ کښي يوه نېمگړتيائي همداده چي اوس پدې حساسوشرايطوکښي دايساف قوماندان صاحب هم ترينه استفاده کوي .

ترکومه ځايه چي زموږ پياد دي په هغه لمړيو ورځوکي ويل کېده چي موږ په افغانستان کي دالقاعدې دځالگۍ خرابوو اودطالبانوجرړي باسو،سره له دې چي شاوخوايولس کاله تيرسوه يوموخه هم دهمدې ستاسو دچارواکوپه ويناترلاسه نسول . امنيت کاملأ ټکنۍ،دکرزي نه نيولي داټولوبهرني چارواکي چي دډاډ من امنيت اوياداچي افغان ايله جاری پوځ امنيت ساتلی شي  خبري  کوي ،يوازي دبهرنيانودوتلولپاره يوه داسي پلمه جوړوي ترڅو ،موږ خوپرېږده ،زموږ خبره خو څوک نه اوری اونه ئي اورېدلې ده،خودخپلو هيوادواوسېدونکوته ووايي چي موږ تللي ووپه افغانستان کي سوله راولو ،دموکراسي پلې کړواودالقاعدې جرړي وباسو، داټول کارونه مو وکړه نورنوپه افغانستان کي څه کوو.

بايد راووزو، هلته ټول کارونه سم سول ان جمهوررئيس ئي لاوايي چي کاکاولاړسئ موږ خپل امنيت په خپله ساتو،سره له دې موږ پرې پوهېږوښاغلی کرزی داټولي خبري اولافييابې مسوليته څرگندونې دبېچاره ولس پر پاکو احساساتو سودا گري ده اوداخبري  دبل چاپه هدايت  کوی .بيادارگ څو چاپلوسان په مختلفوشکلونوهغه دچاخبره دخلکوپه سترگودکالو سره ورننوزی وايي موږ هرڅه خپله سرته رسوو.جالبه خوداده چي دغه کسان چي داسباحالت خراب سول څوک ئي په سترگولا والله که ووينی ،متاسفانه پرملت ددوي زړه نه سوځي اويوازي دځان دگټولپاره هرڅه کوي،که ئې ځوک راټينگ کړي بياملامت بهرنيان دي  .کرزی ته چې بېگانه ووايي هغه کوی او داسي حق په جانبه چهره غوره کړي ته به وايې چي رښتياوايي .

دلته مودا يولس کلنه جگړه په مليارډونوډالره نړیوالوته تمامه سول اودواړوخوايعني افغانانواوبهرنيانوته دسرزيانو شميرل ورځ په ورځ گرانېږي نوداټول دڅه لپاره ؟

پدې خوتاسواودلته په افغانستان کي يوماشوم هم پوهېږي که تاسو په القاعدې پسي راغلي ياست نوکله چي امريکاپر افغانستان وسله وال  بريد وکړ  ،يوه نيمه مياشت وروسته دطالبانودمشرانوپه گډون ټول پاکستان ته کډه  سول اوددې خبري پخلي ستاسو هرملکي اوپوځی مشرپه وار ،ورا کړی. زماددې خبري ډير ښه ثبوت دهمدې کرزی صاحب دوياند دتيري اونۍ ويناده چي له پاکستان څخه ئي غوښتنه وکړه چي دې طالبانوته دسفردامکاناتودبرابرولوپه خاترپاکستاني پاسپورټونه ورکړی ،يعنی دوي له هغه وخت نه تراوسه هلته دي اوهمدا تاسوهره ورځ  واياست دکوټي شورا .

پدې ۱۱ کاله داسامه په گډون دالقاعدې دسازمان نوموتی مشران په پاکستان اوياکوزی پښتونخواچي له بدمرغه تاسو اوس ورته پاکستان واياست وژل سوي اوياژوندی نيول سوی دي .

نوداپوښتنه به پرحق وي چي ستاسوله مشرتابه نه ئي وکړو،اياتاسو په ارگ  کښي دکرزی صاحب اودکابل په ښکلو بنگلواويا افغان چارواکي دډوبۍ په مجللو هوټلونوکي ساتی ؟ دلته ئي دچانه ساتۍ؟ دې سلوزره عسکروته څه اړتيا سته تاسو کولاي سوپه څوسوه عسکروئې امنيت وساتی.هغه دې کرزی صاحب  اوس خپله وايي ولاړ سئ موږ دځان امنيت په خپله ساتو،نودڅه لپاره ناست ياست ؟هغه دنده چي تاسو دځان په وړاندي ايښې وه هغه موسرته ورسول اوس دولتي واک ددې دولتي واک دعاشقانونه دچاپلار نسي اخيستلاي . داددوي په منځ کي دډله ايزورسنيوپه وړاندي توندي اوترخې خبرې دايومهارت دی اوپدې ډول له يوې خوايودبل نه امتيازات اخلي اودبلي خوادابېچاره ملت غولوي .

خويوبل حقيقت اومسوليت ته مو بايد جدي پام وي هغه دا دی ،اوس چي راغلي ياست ترڅوموږ افغانان پدې ډاډمن نسوچي نورزموږ ملک دبل چاد پټو اوښکاره تيري سره مخامخ   نه دی اونه دلته نورددوي گوډاگيانوديوې اوبلې ډلې په نامه دولتي واک ته رسول کيږي ،ترهغوبه ياست اوسرحدونه  به هم  ساتئ . داستاسو نړيوال مسوليت دی اوستاسود هيوادونومشرانواوپارلمانودخپلو پرېکړواونړيوالوکنفرانسونوله لاري پر غاړه اخيستی دی .

تاسوولي پردې سترگی پټوئ زموږ ملک ته ټوله غميزه دددوگاونډيانوله خاوري اودهغوي درسمی ادارواواستختباراتی سازمانودپلان سویوموخوته درسېدوپه خاطر راپېښه ده چي دوي دانن په صداقت خپلې مداخلې بندي کړي دلته به ارامه ارامي سی . يوڅوک به داخبره مطرح کړي داپه دولت کي شاملي ډلي دازورواکان ،جنگسالار اوتنظيم سالاردي ولي هير کړه ،نه هغه مي هيرندی خوهغوي هم دپردې شاته دهمدې هيوادونولخوا حمايه کيږي .دادي همدا نن چي داليکنه ليکم يوضد ملي څرگندونې دشمالي ټلوالي لخواترډله ايزورسنيوپوري ورسېدلي چي وايي:

((  د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغانستان ملي اییتلاف ،چې له غیرپښتنو اقلیتونوڅخه جوړ دی، نن اعلان وکړ چې دوی د افغانستان د غیرپښتني ګوندونو له مشرانو سره د اړیکو د ښه کولولپاره د پاکستان دهلوځلو هرکلی کوي .)) تاند ويب پاڼه

داله افغان ولس نه بېگانه بياځان دافغان ولس استازي بولي اوستونی څيري چي دوي دافغان ولس دگټومدافعين دي.  ددوي لپاره افغان ولس يوازي غير پښتون قومونه دي سره له دې چي ددوي پردې بې وطنه اوملي گټوخلاف څرگندونو همدا شريف تاجک ،ازبک ،هزاره ،ترکمن اونور وخاندي .

قوماندان صاحب!دغه چي اوس ستاسوترحمايي لاندي دولت پرخلاف جنگېږي دايوهم په افغانستان کي دننه نه دی روزل سوی اونه هم په وسله سمبال سوی .اونه هم دلته دوسلوزيرمتونونه اوروزنتونونسته .داټول دپاکستان اوايران په خاوره کي ترډيره بريده  په پاکستان کي روزل کيږي ،په وسلوسمباليږي اودمعين هدف اوموخي لپاره راليږل کيږي .داچي ددې ټولوبدبختيوراوړنکومرکزونه دپولي هاخوادی پدې هکله دبوش نه تر بارک اوبامااوداروپاهرمشراعتراف کړئ ځکه خوکله په يوه اوکله په بل نامه گوياپرپاکستان فشارراوړل کېږي چي ددوي په ويناپه افغانستان کي دسولي اوثبات په راوستوکي مرسته وکړي،خوهغوي داکارنه کوي اونه به ئې وکړي .ځکه پوهيږي دامريکا اونوروهيوادوله خوادداسي مسائيلو مطرح کول يوازي يوتاکتيکي عمل اوسياسی لوبه ده،چې دغولونکي شعار  بڼه لري نورڅه نسته ،کنه په رښتيا خبره هر څوک پوهيږي .په عربي هيوادوکي شنه اوزرغونه انقلابيون رازېږي ،مگرداامريکا اوټولي نړۍ ته نده معلومه چي دپاکستان تر حکومت فاصداواودخلکونه ليري ظالم دولت اوترستوني په فساد ککړپه ټوله عربی نړۍ کي نسته ، ولي متاسفانه دپاکستان حاکمان اوجنرالان دټول دولتی وحشت سره حمايي کيږي اوبل لورپه عربي نړۍ کښي دقانوني حاکميتونوپرزول يوپه بل پسې روان دي . که دعدالت خبره وي دغه دافغانستان چارواکي دچاخوښ دی همدا تاسو واياست چي ناکامه دولت دی ،په دولتي فساد ککړدي ،ظلم ،چوراوچپاول قانوني بڼه لري ،عدالت نسته ،قانون نه پلی کيږي ،نورپردې ولس باندي دظلم کولوځاي نسته ،خوتاسوئي حمايه کوی ،ښه اودعدالت خبره به داواي چي دهمدې دولت نه موخپله حمايه پرې اېښې واي اوپه افگانستان کي موپه رښتياداسي کسان دولتي حاکميت ته رسولي واي چي په رشتيانۍ بڼه سولي ،دموکراسی ،ټولنيز عدالت ،نړيوالو اصولو،دبشرحقوقو،دعقيدې اوبيان ازادي ته ژمن دي ،خومتاسفانه داکارمو نکړاونه مو اوس له دې کارسره علاقه ښکاري .ځکه خوافغانان اونړيوال وايي چي داپرمخ تللې نړۍ اوامريکاپه خوله يوڅه وايي اوپه عمل کښي بيابل څه کوي .زماله نظره په سياست کي دومره اختلاف ته جواز نسته اوکه دنظراوعمل ترمنځ دومره واټن وي هغه سياست ناکام دی .

که تاسودفاع نه کوی نودافغان ولس ته اجازه ورکړی چي يوخوخپل برخليک پخپله وټاکي اوبل ديوبل داسي هيوادنه که ستاسودوست هم نه وي دخپل هيواددپولوددفاع په خاطردپوځی مرستو اوهمکاريوغوښتنه وکړي .پدې پوهيږم چي دا کارنه کوی اوپه افغانستان کي ستاسوله خوښي پرته بل هيوادته دپښې اېښودلوحق نه ورکوی . ځکه خشوموږ هم حق لروستاسونه په کلکه وغواړوچي خپل نړيوال او.حقوقی اواخلاقی مسوليت په سمه توگه سرته ورسوئ.

پدې صورت کې چي دلته راگلي ياست ايساف ،ناټوامريکايي پوځ حقوقی اواخلاقی مسوليت لري چي دافغانستان دهرې لوېښتي اوهرفردنه دهرډول بهرني تيری ،پټو اوښکاره لاسوهنواومداخلوپه وړاندي دفاع وکړئ .

قوماندان صاحب! دبن کنفرانس له بن سره ولاړ ، تر هغه راوروسته لس نورنړی وال کنفرانسونه جوړ سول اوديوشميرهغو هيوادونوسره ستراتېريک قراردادونه لاسليک سول چي پوځ ئي دهمدې ايساف په قواوکي شتون لري .

که دافغانستان دکورنی اوبهرني امنيت ساتنه په افغانستان کي کوم مېشت پوځی ځواک نه کوی ښه داده چي خپل کورته ستانه شي، ځکه ددې دندي دسرته رسولوپرته نه دلته سوله راتلاي سي اونه هم دبنسټپالی جرړي ايستل کيداي سي . ومن الله التوفيق