د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بایرن مېشتي افغانان دمالیزیا له دولت څخه مننه کوي

بسمل 30.10.2012 08:35

دجرمني په بایرن آیالت کې نن دشپې په ناوختوموږ یوه بېړنۍغونډه ددې لپاره وکړه، چې درباني دنوم په خاطر مالیزیا افغانستان ته خپل تحصلي بورسونه لغوه کړل.
زموږ واقعأ خوابدېږي،چې دیوانسان په تېره بیا دیوافغان دزدکړې مخه څوک ډب کړي خوموږ دمالیزیا ددولت په دې تاریخي پرېګړه ځکه خوراخوښ شوو چې دحق اواز وررسېدلی هغه اوز چې له ځان سره یې زموږ دیتمانو سوې سوې نارې دهېواددمختلیفوسیموپه تېره بیادکابل ښار دمظلوموشهیدانوورستۍسلګې ور رسولې دي.
هو!
نن دکابل په تخت سپاره ګوډاګیان دخپلې بقالپاره له ځان اوایمان وراخوادوطن هر ویاړ او هره هستي خرڅوي.
دوی دبې اتفاقي واچوه حکومت وکړه شعارونه پخپلو غیر مسؤلانه پرېکړو کې عملي کوي.
په ارګ مین حامدکرزي دجنګي جنایتکارانو دخوښولو لپاره دښوونې او روزنې پوهنتون د سولې دقاتل برهان الدین رباني په نوم ونوماوه.
ښاغلي کرزي دخپلو شومواهدافو لپاره دهېواد دځوان نسل په منځ کې درځ ایجاد کړ زموږ پښتانه وروڼه یې د یو شمېر نورو وروڼوقومونو دځوانانو په ګډون په لوی لاس دې ته اړایستل چې اعطراضونه وکړي.
دا اعطراضونه ددې سبب شول، چې زموږ په داغلې اوغم لړلې ټولنه کې یوشمېرکسان بې له دې چې حق ته دحق په سترګه وګوري خپه شول.
یاده خوابدي دبې اتفاقي واچوه حکومت وکړه لپاره ښاغلي کرزي ته یوپه زړه پورې محصول وچې د زړه له تله پرې خوښ دی.
هغه متل دی، چې لمرپه دوو ګوتو نه پټیږي موږ دخدای(ج) څخه مشکور یو، چې دحق غږ څپې آن ترمالیزیا هم ورسېدې موږ هیله من یو ،چې دغه کاڼه او ړانده لویدیځ ته هم یو وخت راورسیږي.
دغونډې په اخېرکې زموږملګرو تصمیم ونیو، چې سبادمالیزیاسفارت اوکونسولیوله لارې دمالیزیادولت لوړ پوړو چارواکو ته په دې اړوندمننلیک ورولېږو.
درنو لوستونکو!
تاسو په لاندې متن کې له پوره جریان څخه ځان خبرولای شئ:

د ربانی د نوم په خاطر، مالیزیا، افغانستان ته خپلی ورکړی بورسیی لغوه کړلی
روهي ته د رسیدلو خبرونو په اساس، د مالیزیا دولت چی هر کال په لسګونو بورسیی د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ته ورکوي، دا ځل نټه کړیده. د مالیزیا دولت دلیل راوړي چی مونږ خپلی بورسیی د لوړو زده کړو په چوکاټ کی د ښوونی او روزنی پوهنتون ته ورکوو. اوس چی ددی پوهنتون نوم د پروفیسور رباني په نوم اوښتی نو دوی هم د بورسیو له ورکولو څخه منصرف شویدي.
د پخواني جنګسالار برهان الدین ربانی د لومړي تلین په را رسیدو سره، سږ، ولسمشر حامد کرزي د یو فرمان او د وزیرانو شورا په تایید سره د کابل د ښوونی او روزنی پوهنتون د هغه په نوم کړ.
د محصلینو د لاریونونو سره، سره حکومت دی ته قانع نه شو چی خپله پریکړه بیرته واخلي