د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نړۍ ستر شهكار ( جګړه او سوله ) په پښتو خپور شو

محبوب خان 25.10.2012 20:53

جګړه او سوله يو نړيوال رومان دى. دا رومان په نولسمه پېړۍ كې نامتو روسي ليكوال ( ليف نيكولايوويچ تولستوى ) ليكلى دى. داد نړۍ دادبياتو په تاريخ كې يو له غورو نه غوره رومان  دى چې دوكتور لطيف بهاند له روسي ژبې نه پښتو ته راړولى دى.
جګړه او سوله په ۲۶۷۴  مخونو كې په ښه كاغذ او ډبله پښتۍ په څلورو برخو كې د زرو ټوكو په شمېر چاپ شوى دى.  ياد رومان د ميدان وردګ ولايت د پخواني والي او فرهنګپال شخصيت الحاج محمد حليم فدايي په مالي لګښت خپور شوى دى.
ټاكل شوې ده په راتلونكو څو اونيو كې ددې رومان مخكتنه تر سره اومينه والو ته وړاندې شي.
مبارك   مبارك   مبارك