د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د نساجیو د فابریکو اوسنې حالت د اندېښنې وړ دې

ډاکتر محمد نواب ویساند 23.10.2012 19:56

وړمه ورځ مې په کومه خبری رسنۍ کې تر سترګو شول چې د ارګ په انګړ کې د اقتصادي کمیسون غونډه کې چې د جمهور ریس په مشرۍ جوړه شوې وه او د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسئولینو او د صنعتکارانو د اتحادیي استازو پکې هم ګډون درلود ، د هر څه لمړې د هېواد اقتصادي اوسنې وضعیت پکې ښه او د قناعت وړ ارزول شوې وو او د نورو مسائلو تر څنګ یې د اقتصاد د پرمختیا او پراختیا په موخه د اقتصاد عالی جرګې په جوړوېدو ، هم هوکړه شوې وه . چې په دې توګه به ( د هېواد د ټولو اقتصادي ستونزو څېړنه ، د انتقال د دورې لپاره د اقتصادي پالیسیو جوړونه ، د اوږد مهال لپاره د ستراتیژیکو روشونو طرح او د حکومت او خصوصي سکټور تر منځ همغږي به ددې « عالي » جرګې موخه وي ــ آرا ۲۲ / ۷/ ۱۳۹۱) .
د اقتصاد د کمیسون په دغه غونډه کې ښایې یو شمېر داسې کسانو ، چې ددې وروستیو یولسو کلونو په اوږدو کې لکه د ارهټ د منګوټو غوندې په دې او یا هغه اقتصادی پوستونو کې کښته پورته شوي وي ، حضور درلود ، چې د شتو دولتی ، مختلط او یو زیات شمېر خصوصي تولیدي تصدیو سره یې د بشپړ وداع پرته نوره کومه ګټوره اود یادولو وړ لاسته راوړنه د شتو تصدیو په رغونو کې نه درلوده . ګنې نو ، د بېلګې په توګه به د نساجیو د فابریکو اوسنی په ټپه ولاړ حالت ، او د ۱۱۹۰۰ تولیدی بشری ځواک پر ځای به ، ددغه فابریکو په دروازو کې ایله د ۹۷ کسانو ساتونکو بوختیا نه را منځ ته کېده . او هم یې د کورني خصوصي صنایع نه د نه ملاتړ له امله د هېواد په صنعتي پارکونو کې د ۵۰۰ فابرېکو څخه به ، چې په ۲۱ برخو کې د تولیدي فعالیت په موخه منځ ته راغلې وې ، ایله ۱۳۰ فابرېکې فعاله نه وایې پاتې شوې . په داسې حال کې چې زمونږ په هېواد کې د وزګارو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره لوړیږی ، او د ځینو په اند د هېواد یو پر درېمه برخه وګړي د وزګارتیا څخه کړیږي او رنځ وړي ، چې دا په خپل وار یوه ډېره خواشینوونکې ، بوږنوونکې او د اندېښنې وړ خبره ده .
اوس مهال په هېواد کې صنعتي تولیدي تصدۍ چې په بیلابیلو برخو کې یې فعالیت کاوه ، په درې وزارتونو پورې تړل شوې دي : د سپڼسیو او وړینو ټوکرانو د اوبدلو فابریکې د سوداګړۍ اوصنایع وزارت په اډانه کې شاملې شوې ، د خوراکي توکو د تولیدولو کارخانې د کرنې وزارت پورې تړل شوي اود درندو صنایعو اړوند فابریکو ته د کانو او صنایعو په وزارت کې ځای ورکړل شوی دی . اود هر یوې تصدۍ تولیدي چارې له همدغو ( اړوندو ) وزارتونو له خوا د یو مرکزي واحد په توګه اداره او سمبالیږي . ددې صنایعو هر یوه برخه سپکه ، درنده او خوراکي توکو صنایع د خپلو ځانګړتیاوو له مخې او هم د اقتصادي لید لوري جلا جلا څېړنو ته اړتیا لري . په دې لیکنه کې د سپکو صنایع د جوړښت څخه یواځې د نساجیو ( ټوکرانو اوبدلو ) د یو شمېر دولتي فابریکود درپېژندلو تر څنګ یې نننۍ وضع او حالت ته یو ځغلنده کتنه پکار ده .
افغانستان د نساجیو په ډګر کې په دولتي او مختلط سکټورونو کې ۹۹،۱ ملیون متره تولیدي ناصبه ظرفیت شتون درلود ، ددې ترڅنګ په خصوصی سکټور کې هم د ۵۳،۱ ملیون مترود بیلابیلو ټوکرانو د تولیدولو د ظرفیت شونتیا په ګوته شوې . او ( احسان الله آرین زی د آسیا په نوم ) خپل یوکتاب کې ددغه شمېرو پخلې کړی دی . خو د لیکوونکې (زما) په واک کې د خصوصي کارخانو د موقعیت او د تولیدي فعالیت د څرنګوالي په هکله چې د یادولو وړ وي څه نشته .او یواځې ددغه شمېرو له مخې په ټولیز ډول په هېواد کې د۱۵۲،۲ ملیون مترو ټوکرانو د تولیدولود شونتیا شتون ، وړاندې کولې شم . زه دلته د نساجیو د ټولو شتو دولتی او مختلط تصدیو څخه چې شمېر یې له یوولسو اوړی یواځې د هغه پنځه لویو دولتی تصدیو رښتینې انځور چې د سوداګرۍ او صنایع چارو وزارت پورې ټړلې دي په لاندې لښتلیک کې وړاندې کول اړین بولم .

شـــــــمــــاره دتصـــــــدیو نــــــــــــــــوم د جوړېـــدو کــــــــــــــــال مســــاحــت د ماشینونو تولیدونکي هـیوادونــه تـــــــولـیدي نــــاصــبــــــه ظـــــــرفیـت پرســــونل دظـــرفیت لـــه مخــې اوســـــــــــــــنې پـــــــرســـــونل اومـــه مواد
پـــــنــــبــــــــه
پــه ټــــــــــن
۱ دبلخ نساجۍ تــــــــصــــدي ۱۳۴۶
۱۳۵۶ ۵۵ جریبه فرانسه او شــــوروي اتـــــحــــاد ۲۰ ملیون مـــــــــــتـــر ۱۵۰۰ کسه ۳۰ کسه ۳۰۰۰
۲ د قـــــندهار د نخي نساجی ۱۳۵۵ ۱۲۰ جریبه المــــان او شـــوروي اتـــحـــــاد ۴۰ ملیون مــــــــــــــتــــر
زر ټنه تار ۶۰۰۰ کسه ۱۷ کسه ۶۰۰۰
۳ د قــــــــندهار وړیو اوبدلو تــــــصــــــدي ۱۳۵۵ ۲۰ جریبه الـــــمـــــان بلـجـــــیـم فـرانـــسه انګلستان یو ملـــیون مــــــــتــــــــر کشمیره او ۵۰۰ ټـــــــن تار ۷۰۰ کسه ۷ کسه ۲۳۰۰ څو ډوله وړۍ
۴ د هــــــــــــرات نســــاجـــــــی ۱۳۵۵ ۱۲۵ جریبه الــــمــــــان شــــوروي اتــــــحـــاد ۱۲،۵ ملیون مــتر او ۵۰۰ ټن تار ۱۲۰۰ کسه ۲۸ کسه ۲۰۰۰
۵ د بـګرامیـــو نســــاجــــی ۱۳۴۶ ۴۰ جریبه چـــیـــــــن ۱۶ ملــیون متر ۲۵۰۰ کسه ۱۵ کسه ۲۸۰۰
یادښت : د جوړېدو کلونه یې د پروژې د پړاو په مهال وړاندې شوي دي . لکه څنګه چې د لښتلیک نه په ډاګه څرګندیږي ، یادې فابریکې په بشپړ ډول پارچاو او ولاړې دي .
چارواکي یواځې په دې یوه ټکي خبره راغونډوي ، چې ګویا آزاد بازار دې او زمونږ محصولات د نورو ملکونو د مصنوعاتو سره سیالي نشي کولای اوبس . ددې پر ځای چې ددی ستونزو د اوارولو لپاره اړین او لازم ګام پورته شي ، په همدغه ټکې ددوی وظیفه پای ته رسیږي . داډول ستونزې پخوا هم هغه مهال چې دولتونو هومره مالی امکانات په لاس کې نه درلودل ، شتون درلود . حکومتونو تل لازم تدابیر نیول او پایلې یې هم جوتې وې . آن تر دې ، چې د افغانستان د سپکو صنایعو په ډګر کې د اویایمو کلونو په لمړیو شپو ورځو کې د ځینو اټکلونواو وړاند وینو له مخې د سپڼسیو او وړینو ټوکرانو په برخه کې د هېواد په ځان د بسیا کېدو په لاره کې د لمړنیو ګامونو د اخستلو څرک لګېدلې وو.
خو له هغې راهیسې ، چې مرستندویانو د افغانستان د د اقتصادي پرمختګ ټټر ( ځیګر ) ووهه ، لکه څنګه چې ښایي کمزوزي او په فساد کې ډوبې ادارې ونشو کولای ، نوي تاسسات خو لا څه کوې ، چې آن دشتو صنعتي تصدیو څخه یې وړ ګټه پور ته نه شوه کړای . زمونږ په هېواد کې د افغان ولس ستونزمن ژوند زمونږ داقتصادي ستونزو ښکاره انځور دې او هېڅ کومه « عالی » شورا چې بیا به یې همدغه کسان غړیتوب ولري دا ستونزه هواره کړي . دلته یو منلي په کار پوه او ملي اقتصادي تیم ته چې د اقتصاد د ټولو برخو کارپوهان پکې ګډون ولري اړتیا لیدل کیږی اود دغه تشریفاتي شوراګانو پر ځای ، چې یواځې د تشکیلاتو د پړسولو بله کومه مانا نه شي درلودلای ،کلکې ارادې او عملي ګامو اوچتولو ته ضرورت دې .
. دا د پوهېدو وړ ده چې د اومو ، سون او انرژۍ موادو کمښت او د بهرنیو توکو سره د سیالۍ نه وړتیا یوه ستغه ستونزه ده . اصلي خبره دا ده چې په دې برخه کې په دې وروستۍ لسیزه کې څه شوي دي ، هېڅوک نشي کولای د کوم چا له خوا د منلو وړ دداسې کړنو ثبوت ، چې د هېواد د صنایعو د شتو فابریکو ، چې د هېواد په اقتصاد کې ډېره اوږده سابقه لري او ملي شتمني ګڼل کیږي ، د ژغورلو او رغونو لپاره یې د هغوی د هڅو ښکارندویي وکړی ، وړاندې کړي . دلته زما هدف ددې او یا هغه کس ګرمول نه دي ، بلکه د هېواد د اړتیاوو له مخې د داسې کړنو سر ته رسولو ته اړتیا ده چې د راتلونکي اقتصادي پرمختګ د ملا تیر جوړ کړي ، یانې په بنسټیزو برخو کې د پانګونې لارې چارې ولټول شي . وایي چې ( کارغه د زرکې مزل کاوه ، هغه یې یاد نه کړ خو خپل ترې هېر شو )، مونږ د آزاد بازار اقتصاد د پلیتابه په ازمایښت کې خپل ټول ژوندي او تر یوه حده په پښو ولاړ تاسسات په لوی لاس له لاسه ورکوو . د ژوند په ټولو برخو کې دهېواد اقتصاد ټاکوونکې رول لري په تېرو لاسته راوړنو باندې کرښه ویستل او له پامه غورځول د هېواد د نابودۍ په مانا تعبیرېدای شي .
د یو نوي تولیدي او خدماتي واحد منځ ته راتلل اسان کار نه دې . د خورا زیاتو څېړنو وروسته د پانګونې غم خوړل کیږي ، د پکارونې وروسته هم تر یوه حده تر څو چې یې مؤلدیت ،مثمریت او اقتصادیت نه وي په ډاګه شوې د اندېښنو سره مل وي. ، خو په هېواد کې د مودو مودو راهیسې ازمویل شوې تصدۍ چې د پوره او بډای تجربو نه برخمنې دي ،په اسانۍ سره شاته غورځول او د نوو تاسساتو په اړه فکر کول ، د اقتصاد د غوښتنو سره اړخ نه لګوی .
نن مهال د سپکو صنایعو په ډګر کې ددغه پورتنیو فابریکو تر څنګ د څر خه پله د وړیو اوبدلو فابریکه ،چې هغه هم نیم جوبله کار کوی ، خپل ځانګړې ارزښت لری . د افغان نساجیو اړوند د ګلبهار د نساجیو ډېره لویه فابریکه چې د اوبدلو د اته زره ماشینونو په درلودلو سره ، د دولس زره کسانو لپاره په کې د کار برابرول شونې دې ، نه یواځې د تولیدي فعالیت نه لوېدلې بلکه د ځینو سر چینو له قوله همدا ګړۍ یې د ځینو بې رحمو انسانو له خوا یې وسپنیز توکي آره او بهر ته وړل کیږي . همدارنګه د پلخمري فابریکه چې اویا کاله د مخه جوړه شوې او یو مهال پکې اوه زره کارګرانو کار کاوه ، اوس یواځې ۴۰۰ کار ګرانو په درلودلو سره مات ګوډ تولیدي فغالیت کوي ، خو که جدي پاملرنه ورته ونشې ، د امکان نه لېرې نه ده چې د نورو دولتی نساجیو د برخلیک سره مخ شي . دا مهال ددې فابریکې د محصولاتو پلور د بې کنټروله وارداتی ټوکرانو په شتون کې له ستونزو سره مخ دي (آرا) . ددې تر څنګ د جبل السراج نساجې فابریکه د افغان نساجۍ د یو برخې په توګه یادولای شو ، خو د ګذرګاه فابریکه لکه د نورو بنسټونو پشان د جنګونو له امله زیات زیانمنه شوې ، او بیا رغاونې ته اړتیا لری .
باید وویل شي ، چې د هرات نساجي د خپلو تولیداتو لپاره د رنګولو څانګې د نه درلودلو له امله ، د رنګولو چارې د قندهار د نخی فابریکې د رنګ امیزۍ په څانګه کې چې د خپلو تولیداتو پرته د نور ۱۰ ملیون مترو د رنګولو اضافه ظرفیت لری ، تر سره کوي . همدارنګه پر ترتیب سره د بلخ فابریکه د پنځه او د بګرامۍ فابریکه د څلورو ملیونو مترو د اضافه رنګولو ځواک لري .
د یادو پنځو پورتنیو فابریکو د تار د ورېشلو ، د ټوکرانو اوبدلو ، رنګولو او بخار په شعبو یا څانګو کې په وار سره په لاندې شمېر ماشینونه شتون لري . ۳۷۵ ــ ۳۱۷۸ ــ ۱۳۴ ــ ۱۷ پایه . د قندهار د وړیو اوبدلو فابریکه د ۲۳۲۰ ټن وړیو د پروسس کولو وړتیا لري ، چې په سلو کې ۸۲ کورني وړۍ ، ۱۰ په سلو کې د وزو پت ( نازک الیاف ) او ۸ په سلو کې د استرالیایي وړیو څخه کار اخستل کیږ ي . او همدا رنګه د نخي نساجیو د ۸۸،۵ ملیون مترو ټوکرانو او تجارتی تارونو لپاره ۱۳۸۰۰ ټن پنبې ته چې د کور دننه تولیدیږي ، اړه لري . خو د خصوصی سکټور اړوند دېرو نساجیو کې بېلابېل مصنوعی الیاف د ټوکرانو د تولیدولو په موخه کارول کیږي .
د نوموړو فابریکو د دوامداره فعال ساتلو لپاره د پنبې او وړیو تر څنګ یو زیات مقدار سون توکو ته هم اړتیا وي . د بلخ نساجۍ پرته چې په کې د طبعی ګاز څخه د سون توکې په توګه کار اخستل کیږي په نورو پاتو څلورو لویو فابریکو کې په ټولیز ډول د ۳۶ زره نه تر ۴۱ زره ټن پورې د ډبرو سکرو ته اړتیا لیدل کیږی .
په رښتیا چې د ګاونډیو هېوادو تولیدات زمونږ په کورنۍ صنایع ناوړه اغېز اچوي ، لکه څنګه چې مو د مخه د پلخمری نساجۍ د محصولاتو په وړاندې د پرتو ستونزو یادونه وکړه ، او همدا ډول پلپوټ په نورو برخو کې هم اورېدل کیږي . خو دولت لېرې راتلونکې ته په پام سره ، په خپلو لنډ مهالو او ستراتیژیکو کړنلارو کې د دا ډول راولاړ شوو ستونزو د اوارولو په موخه په خپل وخت د اړینو ګامونو په اخستلو سره پرېکړنده عمل وکړي . همدا رنګه د اقتصاد اړوند واحدونو ته په کار ده ، چې د هېواد په کچه په بېلابېلو برخو کې د خپلو خلکو د اړتیاوو کچه په اټکلیز ډول ، چې د اقتصاد د مارکیټنګ د څانګو د کارپوهان په سیده مرسته یو شونې کار دې ، معلومه شي . او همدارنګه د هېواد په مارکیټونو کې د وارد شوو ټوکرانود څومره والي او څرنګوالي په هکله په ډېر علمی توګه د هېواد د بیلابیلو سیمو د دود او کلتور په پام کې نیولو سره پوره معلومات لاس ته راتلای شي . خو پدې شرط که په هېواد کې د خپل کورني تولیداتو د پرمختګ لپاره کلک او غښتلې هوډ او اراده شتون ولري او ددغه«عالی» شورا په تګلاره کې داسې کړنو ته ځای ورکړل شي ، چې په کې د اقتصاد ټولې خواوې رانغښتې وي . هیله ده چې د یادې جرګې د چارو پر مخ بول داسې کسانو ته وسپارل شې ، چې وکولای شي د نساجیو د فابریکو پر وړاندې بنسټیزې ستونزې چې د صنایع ددې برخې د پرمختګ په مخ کې خنډونه را ولاړ کړي ، جوتې او د له منځه وړلو لپاره یې لازم اقدامات پکار واچوی . مونږ له نورو هم څه زده نه کړلای شول ، که مې له یاده نه وي وتلي څو میاشتې د مخه پاکستان په دې بهانه چې ګویا کېدای شي افغان ترانزیتی مالونه د پاکستان په خاوره کې په غزېدلې لاره کښته کړای شي او لدې لارې د پاکستان په محصولاتو منفې اغېز وشندي ، نویې په خپل هېواد کې د افغان مالونو په وړاندې ستونزو را ولاړولې . دا به ښایي له بده نیته وه ، خو له بلې خوا دا د دوی د کورني تولیداتو څخه د ملاتړ ښکارندویي هم کولای شي . خو که چېرې سړې لږ غوندې ځیر شي زمونږ د پاره د عبرت درس هم کیدای شي ، ځکه چې مونږ ولې دا فکر نه لرو چې په دې اړه د لازمو تدابیرو د نیولو له لارې د خپلو محصولاتو څخه ملاتړ و کړو .
یو مهال کله چې د افغانستان سره د ځینو تعاونی مالونو له لارې مرسته کېده زمونږ په یو شمېر فابریکو او تېره بیا د بلخ نساجۍ د محصولاتو پر پلور یې یو څه منفې تاثیر وکړ . خو لدې لپاره چې د یادې فابریکې محصولات خرڅ شوي وي او له دې درکه یې سرمایه په دوران کې لوېدلې وي نو یې محصولات د مرستندویه هېوادو له خوا و پېرودل شول او بیر ته افغان لوري ته د تعاوني مالونو په جمع کې حساب او فابریکه د محصولاتو د نه پلور د ستونزې څخه د د اړندو ارګانونو په سیده مرسته وژغورل شوه . خوبیا وروسته کله چې د نورو ملکونو په کمکې مالونو کې کمښت راغې ، کورني تولیداتو ته ارزښت ورکړل شو او کورني محصولاتو او مصنوعاتو ته تقاضا لوړه ولاړه . خو په خواشینۍ سره ۱۹۹۲ ز کال را وروسته هر څه د یو شمېر حرفوي غلو له لاسه په سند لاهو شول . خو په دې وروستۍ لسیزه کې دولت ددې پر ځای چې د شتو فابریکو د فعال ساتلو لپاره لازمو اقداماتو ته لاس واچوي ، افغانستان ته د نورو ملکونو څخه د سوداګرانو له خوا د اړتیا وړ ټوکران په راواردولو سره ، چې په لاندې څو ټکو کې یې یوې بېلګې ته اشاره شوې ده ، د خپلو فابریکو څخه لاس په سر شو .
د ۱۳۸۸ ل کال احصائیوي کالنۍ د شمېرو له مخې په دی کال کې نږدې ۱۳۶ ملیون متر پولستری ټوکران د ۱۰۸،۶ ملیون ډالرو په ارزښت ، د نارینه ، ښځینه او کوچنیانو جامو لپاره ۴۰۳۹ توپه د ۱۱،۳۵ ملیون ډالرو په ارېښت ، نژدې ۳،۸۷ زره ټنه نخې ،سنډی،وړین او نور تارونه یانې نیمکاره مواد د نژدې ۸ ملیون ډالرو په ارزښت او همدارنګه ۲،۷۴ ټنه مصنوعی مالوچ د۲،۰۴ ملیون ډالرو په ارزښت په داسې شرایطو کې را وارد شوي چې زمونږ خپلې فابریکې د دا دومره ملیاردونو مرستو سره سره په بشپړ ډول پارچاو او د فعالیت نه غورځول شوې دي . د دې دومره زیات شمېر فابریکو په شتون کې ، د ژوندیو لپاره خو لا څه کوې لکه چې مړي هم په خپل هېواد کې د تولید شوي کفن په ارمان له دې نړۍ ولاړ شي . په درنښت