د ویر سندرې کتاب چاپ شو
22.10.2012 21:35(د ویر سندرې) د ګران ملګري قدرت الله لټون په هڅو راټوله شوې د شعرونو ټولګه ده چې په نږدې دوه سوه مخونو کې په ننګرهار کې د ختیځ خپرندویه ټولنې له خوا په ښکلي کاغذ او ډبلې پښتې سره چاپ شو .
پدې کتاب کې د کندهار د هغه شهیدانو په یاد شعرونه لیکل شوي چې څه موده وړاندې د زنګاوټ په سیمه کې د وحشي امریکايي یرغلګرو په لاسونو شهیدان شول .
پدې کتاب کې له لوې کندهاره نیولې تر لوې ننګرهار پورې د ټولو هغه شاعرانو شعرونه چاپ شوي چې دغه زړه بوږونکې پېښې ته یې لیکلي و .
موږ دا کتاب د یوې تاریخې کرغیړنې پېښې د خوندي ساتلو او د خپلو ولسونو د راویښولو په موخه خپور کړ .
(د ویر سندرې) کتاب په ننګرهار کې د ټولو کتابپلورنځیو او په کوټه کې د صحاف کتاب پلورنځې څخه ترلاسه کولای شئ ، او ډیر زر به دا کتاب په لوی کندهار کې د مینه تر ګوتو ورسیږي
مننه ـ د ختیځ خپرندویه ټولنې مشرتابه