د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دولسمشردويم مرستيال ټول ملت ته بايد ژمن وي

حبيب الله غمخور 22.10.2012 20:00

د ولسمشر دويم مرستيال ښاغلی کریم خليلی صاحب بايد خپل دولتی مقام اوموقف سره سم په هيوادکي دټولومسائيلو سره دولسمشر دمرستيال په دود برخورد وکړي ،نه ده يوه ځانگړي شخص په توگه  .

دافغانستان داساسي قانون د پنځه شپېتمه مادې په يوه فقره کښي لولو : ((جمهور رئیس نشی کولای د خپل کار په دوران کې له خپل مقام څخه په ژبنیو، سیمه ییزو، قومی، مذهبی اوګوندی ملحوظاتوګټه واخلی.)) نوداچي جهور رئېس نشي کولاي داخبره پدې معنی ده چي مرستيالان ئې هم دا صلاحيت نلري .

پدې اساس جمهوررئېس اومرستيالان ئې بايد ټول ملت  ته په يوه سترگه وگوري اوپه خپلوکړنوکښي یه هيڅ ډول قومی ،ژبنی، مذهبی اوسمتی تعلقات په نظر کښي ونه نيسي ، بلکي ځان بايد دټول ملت په وړاندي ملکف اودهغوي مشروبولي.که چيري  زموږ دهيواد دولتی چارواکي اوپه سرکښي جمهور رئېس،دهغه مرستيالان ،وزيران اوټول لوړپوړي چارواکي  دولس سره ديوه افغان په توگه کړنه ونکړي اوټولوته په يوه سترگه ونه گوري ،طبعي ده چي په دولت کښي ددولتونودجوړېدو اوبيا ددوي تر منځ سيالی اوکشمکش  راپيداکيږي او دغه ملي  ناخواله  ددې لامل گرځی چې  هيواد موسره وپاشل سياوياپه کورنيودښمنيوکښي مصروف پاته شي .داهغه څه دي چي زموږ دوياړلې هيواد قسم خولړلي دښمنان ئې شپه اوورځ خوب ويني .

دهمدې ملي ضرورت اومسوليت له مخې موږ ټول،په ځانگړې توگه  ترهر چازيات ولسمشر اودهغه دمرستيالانو، دکابينې اوپارلمان غړي ،لويه څارنوالي ،عدلی او امنيتی ارگانونه داملي دنده لروچي ملي يووالی په زياته هوښياری اودملي گټوپه رڼاکښي ديوه مقدس ارمان په توگه وساتلاي شي .

موږ خليلی صاحب دکوم قوم استازي په توگه نه پېژنو،بلکې موږ هغه ته دافغانستان دجمهوررئېس ديومرستيال په سترگه گورو،ولي ترهرچائې ځکه درناوی کوو چي دهيوادپه يوه واړه غيرتی قوم پوري تړلۍ ،ترڅودافکر ونکړي چي پښتانه اوتاجک يانوردهغه عزت نه کوي .

دهمدې مسلې سره په تړاوکي دخليلي صاحب مسوليت ترهرچا دنوروقومونوپه اړوندزيات دی،فکرکوم چې خليلي صاحب  به خپله هم پدې ډير ښه پوهېږي چې  نوموړي ته ټول متوجه دي .البته همدا ډول ټول هيوادوال اودنور وقومونو مربوط خلک دجمهوررئېس اودهغه لمړی مرستيال کړنوته هم جدي پام کوی اوهغوي هم بايد داټکئ په نظر کي ولري .

 که غواړي دنورو قومونوپه منځ کښي محبوبيت ولري اودملي يووالي لپاره دخپل دولتي امکاناتونه په گټوري اومثبتي استفادې سره هر اړخيزکاروکړي ،نواړينه ده چې  په خپلو ټولوکړنو اوټولنيزو اړيکوکښي دې اصل اوملي حقيقت  ته جدي اوپه دوامداره توگه پام ولري .

ځکه خوکله چي مې په ډله ايزورسنيوکښي په ولسی جرگه کښي  دروزگان دخلکوداستازي عبیدالله بارکزي داانتقادتر سترگو شو چې دولسمشر دوهم مرستیال کریم خلیلي په روزګان کې د ١٢١ کسانو قاتل په خپل امرخوشي کړی دی ،حيران پاته سوم  .

د ولسې جرګې د شکایتونو داوريدو کميسيون ښاغلی محمد کريم خليلي تورن کړی، چې د غير مسوولو وسله والو يو قومندان اود څه باندې سلو کسانو قاتل يې له زندان څخه ازاد کړی دی .د دې کميسيون رييس ښاغلی عبيدالله بارکزي له ازادۍ راډيو سره په يوې ځانګړې مرکې وويلي ((دا کس عبدالحکيم شجاعي نوميږي ،دښاغلي بارکزي په وينا شجاعی تراوسه په روزګان ولايت کې يو سل او يو ويشت تنه وژلي، يوسل او دوه پنځوس کورنۍ يې له خپلو سيمو نه کډه کړي او نږدې شپيته کورونه يې سوځولي دي.))

بارکزی صاحب دښاغلي خليلی صاحب نه لويه  گيله لري وايي دغه په قتلونوتورن کس کابل ته راغی او زمونږ په همکارۍ د کورنيو چارو وزارت لخوا ونيول شو.وکيل صاحب وايي  زه سفر ته ولاړم اوڅلورشپې وروسته عبدالحکيم شجاعي دښاغلي  کريم خليلي په ضمانت له زندان څخه خوشي اوبيرته  خپلي سیمې ته ستون شوی دی .

 دتاند ويب پاڼي دخپورسوی خبرله مخېدلویې څارنوالۍ یوې سرچنې،چې نه یي غوښتل نوم یي واخیستل شي،تاند ويب  ټاڼي ته وویل چې لومړۍ محکمې په قوماندان شجاعي د اشدمجازات حکم صادرکړی و،خو نوموړی دوهمي محکمې ته له تلو دمخه د ولسمشر د دوهم مرستیال په مداخله له څارنوالۍخلاص شو .تاند10.20.2012

داساسی قانون شپږ پنځوسمه ماده وايي :د اساسی قانون د حکمونو پیروی، د قوانینواطاعت اودعامه نظم اوامنیت ساتل دافغانستان د ټولو خلکو وجیبه ده.

ښاغلی کريم خليلی دافغانستان دجمهوررئيس مرستيال دی نه ديوه قوم اوسيمی استازی .ځکه خوهغه نه بايدديوه ډاکو اودروزگان دبې دفاع خلکو دڅونفرودقاتل دخلاصون هڅه کړې واي اويائې هغه له زندان او محکمې نه ژغورلئ واي .

داساسي قانون له مخې کرزي دجمهور رئيس په توگه دعام ولس دورځنی اوسوله ايز ژوند دتامين اوپه افغانستان کښي دټولوقوانينوپرپلي کېدوباندي دنظارت اوکنترول مسوليت پر غاړه لري.

اوس ئې کرزی صاحب په خپلو سترگو ويني چي دبي گناه خلکوقاتل دهغۀ چالخوا دزندان څخه خوشي کيږي کوم چي دقانوني مسوليت له مخې ددي کار صلاحيت نلري اونه ئې بايددجمهوررئېس دمرستيال په توگه داسي لويه تيروتنه کړې واي .له بده مرغه پداسي هيوادونولکه افغانستان کي چي حاکميت ئې دجنگسالارواو زورواکانوپلاس کښېوتۍ وي، دقانون پلي کېدوپرځاي فردی اراده حاکمه وي .پر قانون باندي ددې فردی ارادې برلاسی ترڅنگ دخپل حاکميت دساتلو لپاره زموږ په هيوادکي يو شمير چارواکي جنگيالي ساتي،ترڅوداړتيا په وخت کي ترېنه استفاده وکړي .

داپه کراتوليدل سوې ده ،که چيري ددغوکسانودجملې نه کوم څوک دامنيتی ارگانو لخوادخلکودشکايتونوله مخې زنداني ياڅارنوالی اومحکمې ته وروپېژندل سی دهمدې دجگپوړوچارواکولخواچي دغه سړۍ اوياډله ئې ترحمايي لاندي ده که قاتل هم وي په لنډه موده کښي دمختلفوامکاناتواوبهانونه په استفادې سره ه له زندان اوقانونی گروېږنوڅخه ازادېږي .

ددې راپېښي ملي ناخوالي سره دمبارزې لپاره زموږ دولس عام وگړی،روڼ اندي،پارلماني وکيلان،مدنې ټولنې،سياسی گوندونه اوټولنيز سازمانونه بايدخپل دمخالفت ږغ اوچت کړی .

دکرزی صاحب دوهم مرستيال په اړوندفکرکوم پدغه مسله کښي دعاموخلکو اومدنی ټولنوگوتنيونه پرځاي ده چي وايي،خليلی صاحب نه بايددروزگان دبې دفاع خلکودڅونفرودقاتل دخلاصون هڅه کړې واي .

دبېلگې په توگه د مدنې ټولنودهمغږۍ مرکز له مجرمينو څخه ملاتړ دقانون ضد عمل بولي اووايي چې هيڅوک نشي کولای قانون ترپښو لاندې کړي.د دې مرکز غړي زبير شفيقي په دې اړه آزادي راډيو ته وويل:" نه يوازې د جمهور رييس دوهم مرستيال بلکې خپله ولسمشر هم حق نه لري چې يومجرم چې خلک يې وژلي وي له زندان څخه خوشې کړي . . ".

د مدني ټولنو دهمغږۍ د مرکز مسوولانو تردې وړاندې هم په يوه خبري کنفرانس کې د عبدالحکيم شجاعي د محاکمه کولو غوښتنه کړې وه .د قانون پراساس د ټولو مجرمينو نه مجازات کول هغه ستونزه ده چې له امله يې په ملي او نړيواله سطح پرافغان حکومت انتقادونه کيږي. د عبدالحکيم شجاعي په شان نور تورن او مجرم کسان هم شته دي چې د ځينو دولتي چارواکو او بهرنيو ځواکونو له لخوا يې ملاتړ کيږي اوځانونه ترقانون اوچت ګڼي. تاند

زما له نظره دښاغلي خليلي صاحب دا ډول تيروتنه اودقومی اړېکوپر بنيادديوه قاتل په ضمانت خوشي کول له يوې خوا ددولت کورني اوبهرني اعتبارته زيان رسوي اودبلې خوادورونو قومونوترمنځ اختلاف اودښمنۍ رازېږېولولپاره زموږ دولس بهرنیودښمنانوته دتبليغ لپاره پوره امکانات برابرېږي .اوپدې ډول به ديوې تيروتنې نه زموږ ملي گټوپر خلاف پوره استفاده وکړاي شي . ځکه خوپردې ډارېږم چي دهمدې تيروتنې اودقانونی گروېږنې نه ديوه نفرچي مجرم گڼل سوی خلاصون به خداي مکړه ډيرې ناخوالي له ځان سره ولري .

افغانان هيله مند دی چي ښاغلي خليلي صاحب ژرتر ژره خپله دا لويه اونه بخښونکې تېروتنه تصحيح کړي اوامنيتی اداروته هدايت ورکړي ترڅوشجاعي دمحکمې په وړاندي جواب ويلوته حاضر کړي .

پدې باوری يم چي پدې ډول معقول عمل سره به ښاغلی خليلي دروزگان دخلکو له زړونوڅخه دده په وړاندي راپيداسوې، گيله اوعقده ورکه کړي  .

زموږدټولودولتی چاروکونه په کلکه غوښتنه داده چي په خپلوکړنوکښي دقانون پلي کېدواوملي يووالي ساتلواصل ته جدی درناوی ولري . ومن الله التوفيق