د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان برخلیک

خان ولي کامران 17.10.2012 19:47

دهمدغه پورته سرلیک لاندی د اروپا د هالینډ په هېواد کې د میشتو افغانانو د یوې ټولنی لخوا یو ورځنې کنفرانس جوړ شوی وو چې پکې د هالینډ او نورو اروپایې هېوادونو سربېره له افغانستان څخه هم خلک وربلل شوي وه ترڅو د افغانستان د راتلوونکې په اړه خپلي اندیښني ، وړاندیزونه، نظرونه او طرحی شریکې کړي. له افغانستان څخه په بلل شوو کسانو کې یو هم زه وم ترڅو په دغه کنفرانس کې ګډون وکړم او خپل وړاندیزونه او طرحی د کنفرانس له ګډونوالو سره شریکی کړم. د اکتوبر په څلورمه نېټه د سهار د نهو بجو په شااوخوا کې د پلازمېني کابل هوایې ډګر ته هالینډ ته د تګ په موخه روان شوم ترڅو د غرمی دولسو بجو د ترکیش الوتکې د پرواز وخت ته ځان ورسوم ځکه د پلازمېنی کابل په سړکونو کې د ترافیکو ګڼه ګوڼه او هم د هوایې ډګر په شااوخوا کې پیاده روي او امنیتی تلاشیو په موخه خلک مجبور دي چې له ټاکلي وخت څخه دری څلور ساعته مخکې ځانونه ورسوي ترڅو الوتکه ورڅخه لاړه نشي، که څه هم د نړۍ په ټولو هوایې ډګرونو کې مساپر د میدان د تلوونکې سېمي (Departure ) ته نږدي له ټکسی او نورو موټرو څخه کیوزی خو په پلازمینه کابل کې به تقریبا د یو کیلومتر په واټن کې له موټر څخه ښکته کېږي ترڅو څو ځایه امنیتی تلاشی ورکړي او بیا له تلاشیو وروسته ځان د الوتنې ځای ته ورسوی چې هلته به هم تلاشی کېږي خو یوه خبره ده چې دلته تل عام مساپر ډېر د تلاشیو پرمهال زورل کېږي او تر اوسه چې کومه امنیتی ستونزه هم رامنځ ته شوی هغه د عامو مساپرو په موټرو کې نه ده پېښه شوی او زیاتره په تورو ښیښه لرونکو موټرو کې چې یوې امنیتی تلاشی ته هم نه ودریږي رامنځ ته کېږي چې بیلګي هم ډېري دي خو بیا که دولت په عامو مساپرو باندي شک کوي او تلاشي کوي کومه ګیله ورڅخه نلرو نو موږ هم له تلاشیو وروسته د میدان د الوتنې ترمینل ته ځان ورسوه چې هلته مې له خپل موبایل څخه په هالینډ کې څو دوستانو ته مېسجونه ولیکل نن شپه د لسو بجو په شااوخوا کې البته د هالینډ د وخت پر مهال در رسیږم نو د موبایل په مېسجونو کې بوخت وم چې اواز وشو د الوتنې وخت پوره او مساپر کولای شي پلانکي دروازی له لیاری الوتکې ته پورته شي نو په الوتکه کې پورته او د ترکیی د استانبول په موخه الوتنه پیل شوه. ځکه دغه الوتکه د ترکیی استانبول پورې تله او له هغه ځایه د ترکیش په نورو الوتنو کې مساپر خپلو ټاکلو سېمو ته تلل، په الوتکه کې د څنګ ملګری مې د پروان ولایت د غوربند درې اوسیدونکی وه چې د رباب یوه اله هم ورسره وه نو له هغه سره مي ځای ځای خبری کولای نو هغه ویل چې لس کاله کېږي په هالینډ کې اوسېږم چې شپږ کاله یې په ډېرو ستونزو او کړاونو کې تیر کړي چې اوس یو څه ستونزی هواری شوی او د قبولیت اسناد یې ورکړی وه خو هالینډی پاسپورټ ورسره نه بلکي د افغانستان په پاسپورت افغانستان ته له لس کلني مساپرۍ وروسته راغلی وه. دغه افغان کډوال ویل د رباب اله یې یو ملګری ورڅخه غوښتي ترڅو هلته په هالینډ کې د غم غلطولو پرمهال له دوستانو په محفل کې څو شیبي رنګیني کړي.
خو له ده سره په خبرو خبرو کې څه کم پنځه ساعته مزل وروسته د الوتکې عملیی اعلان وکړ چې د استانبول هوایې ډګر ته په کیوتو کې یو نو هیله ده چې خپل سیټونه خپل عادي حالت او کمربندونه وتړي نو له اعلان څو شیبې وروسته د استانبول ښار چې په سرو او سپینو څراغونو پوښل شوي وو د ماښام د شپږو بجو پرمهال په هوایې ډګر کې الوتکه ښکته شوه. استانبول ښار د ترکيي یو له سرحدی او بندري ښارونو څخه شمېرل کېږي چې زیاتره سوداګریزی راکړي ورکړي له همدغه ښاره له نورو هېوادونو سره ترسره کېږي. د الوتکي څخه د کیوتو وروسته موږ له نورو افغان مساپرو سره یو ځای په میدان کې د هغه میز په خوا روان شو چې د مساپرو د ترانزیت کارونه یې ترسره کول نو په دغه ځای کې یو بل افغان چې سپین ږیری وو او امسا یې په لاس کې وه په پښتو خبری کولای نو زه یې خواته ودریدم او پوښتنه مې ورڅخه وکړه چې تاسو سپین ږیری یاست او بیک مو غټ دي نو کولای شم مرسته درسره وکړم نو هغه مخ راواړه او مسک شو او خوشاله شو او زیاته کړه د میدان یو مسول کس ته مې ویلی هغه به کراچي راولي ترڅو زه په سهولت کې د میدان د الوتو خوني ته پری لاړ شم نو ما ورته ویل چې هغه به کراچي څه وخت راولي زه به درسره مرسته وکړم نو راسره ومنله او په لنډه لاره کې راڅخه پوښتني شروع کړي چې د کوم ځاي اوله کوم پوهنتون فارغ او چېرته روان یې نو ما ورته ویل د ننګرهار او د یاد ولایت له پوهنتون څخه فارغ یم نو سپین ږيری نور هم خوشاله شو ویل زه هم د مشرقي یم او د داود خان د جمهوریت پرمهال له پوهنتون څخه فارغ شوی یم خو په افغانستان کې له تیرو دری لسیزو جنګ جګړو له امله د یوروپ په ډنمارک هېواد کې د کډوالۍ ژوند کووم،نو دغه سپین ږیري چې له قواری څخه عالم معلومیده ویل موږ مسلکي خلکو ته په افغانستان کې د کار زمینه برابره نده ګنې موږ څه کوو په پردیو هېوادونو کې د سختۍ او مساپری شپی تیرو خو په میدان کې له ننوتو وروسته د هرچا د الوتني د دروازی نمبر جدا نو موږ هم جدا شو .
وروسته یکي تنها په هوایې ډګر ښکته پورته تلم ترڅو د الوتنې وخت را ورسېږي نو په هټیو کې د اجناسو د بیو کولو مصروف وم او د اخېستو توان مې ځکه نه درلوده چې په هوایې ډګرونو کې اجناس ډېر ګران وي خو د استانبول په هوایې ډګر کې ډېره ګراني وه حتی د جوسو یوعاي بوتل هم په پنځو ایرو باندي پکي پلورل کیده چې زموږ له توان څخه وتلي وه، داستانبول هوایې ډګر په ترکیی کې یو له لویو هوایې ډګرونو څخه شمېرل کېږي ،له دغه میدان څخه په اوسط ډول د ورځي ۸۲ زره مساپر ګټه پورته کوي د اټکل له مخي هره ورځ له ۷۰۰- ۷۷۷ الوتني له میدان څخه ترسره کېږي چې له ټولي نړۍ څخه د ۳۰۰ په شااوخوا کې هوایې شرکتونو الوتکې په میدان عبور او مرور کوي ، استانبول د نړۍ له مهمو ښارونو څخه شمېرل کېږي چې د دولس میلونو په شااوخوا کې خلک پکې استوګنه لري، د استانبول هوايې ډګر د داخلي او بهرنيو الوتنو لپاره په نوی بڼه ترمینلونه لري چې د خلکو ستونزی یې تر ډېره بریده پورې هواري کړي، د استانبول هوايې ډګر د مصطفی کمال اتاتورک په نامه هم یادېږي چې نړیوال ترمینل یې په ۲۶۸ زره متره مربع ځمکه کې جوړ شوي دی. ۱۲۵۰ زره موټرو لپاره د پارکین سهولت لري د میدان دننه د هوټل او نورو سهلتونو سربېره ۱۳۰ خوني لري له ۲۲۶ دروازو څخه خلک په الوتکو کې ورڅخه د وتلو کار اخلي.نو د الوتنې وخت را نږدي او په ټاکلي وخت په الوتکه کې پورته او د هالینډ په لوری رهی شو چې هغه د کابل څخه تر استانبول پوري د الوتکي د څنګ ملګري رباب واله یو ځل بیا راسره په الوتکه کې بیا په یو سیټ کې برابر شو ځکه نوموړی د استانبول په هوایې ډګر کې راڅخه نادرکه شوي وو. نو له ده سره بیا د هالینډ د مساپری خبری مو پیل کړي چې له ژوند څخه ډېر ستړي او ستومانه بریښیده او ویل د ژوند څه کم څلويښتم مني تیروي خو واده یې ندي کړي او همداسی ژوند یې تیر شو نو کله د افغانستان خبری او کله د هالینډ د مساپري خبری کولاي چې د خوب څپه راباندي راغله او څو شیبی ویده شوی وو چې د الوتکې عملیی له اعلان سره را پورته او هالینډ هوایې ډګر ته ورسیدو ،د امسترډام هوایې ډګر په یوروپ کې د جرمني له فرانکفورت وروسته دویم لوی هوايې ډګر دي چې په هره دقیقه کې الوتنې لري ، د الوتکې څخه ښکته او د پولیسو لخوا د پاسپورټ د چک ځای ته ورسیدو نو پاسپورت مې ورکړ نو زما پاسپورټ یې له ځانه سره څو شیبې ځنډ کړ او بل پولیس راغی او راته ویل ټکټ دې راکړه نو کله مې چې ټکټ ورکړ نو ستونزه یې را په ګوته کړه ویل تا ټکټ د ډېرو ورځو دي خو په پاسپورټ کې په هالینډ کې د پاتي کیدو ورځي د ټکټ له ورځو څخه کمې دي نو راته وویل یا به ټکټ بېرته رامخکي کوی او یا به په هالینډ کې له ای این ډي دفتر سره تماس نیسی ترڅو ستاسو دپاتې کیدو ورځي زیاتي کړي نو د امستردام د پولیس مسول راته وویل دا یوازی ستاسو ستونزه نه بلکې ډيری خلک له دغسی ستونزې سره مخ کېږي چې په ویزه کې د پاتي کیدو مشخصو ورځو ته پاملرنه نکوي او یوازی د ویزی تاریخ ته ګوری نو پولیس راته وویل په راتلوونکي کې باید پاملرنه وکړي، نو په پاسپورټ کې له دوخلي (Entry)له وهلو وروسته د خپل بیګ خواته روان شو له موږ سره په الوتکه کې راغلي ټول خلک تللي وه او یوازې زما بیک په هغه پټه کې تاویده راتاویده را وامې خیست او د بهر وتلو په لور رهي شوم چې د سیلاب لاهو سترګي راباندي ولګیدي او رامنډه يې کړه او بیک راڅخه واخېست، سیلاب لاهو زما یو نږدي ملګري دی چې د افغانستان د کندز ولایت اوسیدونکې او په یوه فرهنګی او اکاډمیکی کورنۍ پورې تړاو لري، نوموړی په هالینډ کې له پنځلس شپاړلسو کلونو راهيسی له ټولي کورنۍ سره اوسېږي، نو له ده سره له روغبړ وروسته دده د موټر په لوري روان شو چې د شپی ۱۲ بجو په شااوخوا کې ددوي کور ته چې په ډلف ښار کې وه ورسیدو او له لږ کیناستو وروسته بیده شو.
سهار وختی راغی او راته ویل چې نن به ستاسو ټول دوستان دلته راټول کړو او یو بنډار به جوړ کړو د شپی لخوا نو همداسی وشول د ورځی له پلوه د سیلاب لاهو د تره زوی بهرام، استاد فرهود او اینجینر حسن زاده سره د بحر غاړي خواته په چکر ووتو لومړي په دین هاګ(Den Haag) د ترکانو یو بازار ته لاړو چې هلته مو له کبانو او نورو څېزونو له خوړولو وروسته د بحر غاړې خواته مخه وکړه، د هالینډ ددین هاګ ښار یو له لویو ښارونو څخه شمېرل کېږي چې د هالینډ ټول وزارتونه ،اداري او په دغه هېواد کې د بهرنيو هېوادونو سفارتونه او نړیواله محکمه هم په یاد ښار کې ده، نو د بحر غاړې ته له رسیدو سره سیلاب لاهو دیاد ښار په اړه را سره معلومات شریکول نوموړي ویل دغه ښار د بحر له سطحي څخه اوه اته متره ژور اباد دي چې بحر ته یې استنادي دیوالونه پورته کړي دي ترڅو ښار د اوبو له خطر څخه وژغورل شي. نو د بحر په غاړه چې لویې لويې ودانۍ تر سترګو کیدی او دیو کیلو متر په واټن کې د بحر په منځ کې د سیلانیانو لپاره یوه ودانۍ ،هوټل او دوکانونه جوړ کړي وه چې هره ورځ له دغه ځایه په لسګونو زره ایرو عواید ترلاسه کوي نو موږ هم د بحر منځ کې ودانۍ ته لاړو ترڅو هلته یادګاری عکسونه واخلو باد لګیده او یخنۍ زیاته وه نو له چکر وهلو وروسته په دین هاګ ښار کې د هاګ نړیوالي محکمي خواته لاړو دغه محکمه په نړیواله سطحه ډېره مشهوره ده او د هر هېواد جنګي جنایت کاران پکې محکمه کېږي خو متاسفانه تر اوسه یې د افغانستان په اړه هیڅ ډول غبرګون نه دي ښودلي، استاد فرهود چې د افغانستان د بلخ پوهنتون پخواني استاد او اوس مهال هم په هالینډ کې په فرهنګي او اکاډمیکو کارونو باندي بوخت دي ویل د هاګ په دغه نړیواله محکمه کې د نړۍ هغه جنګي جنایت کاران محاکمه کېږي چې په لویو جرمونو باندي تورن وي نو ما ترې د افغانستان په اړه پوښتنه وکړه نو هغه ویل د افغانستان د ۵۰۰۰ جنګي جنایت کارانو لیست لري او څه موده مخکي لیست یې خپور کړي هم دي چې د کمونیستانو د رژیم، د مجاهدینو د رژیم ، طالبانو د رژیم او د اوسنی حکومت زیاتره لوړ رتبه او ټیټ رتبه چارواکو او نورو کسانو نومونه پکې شته دي چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه ددغو کسانو په سپارلو کې له دغي نړیوالی محکمی سره مرسته نکوي، د محکمی له لیدلو وروسته بیرته ماښام خپل استوګنځای ته راستانه شو.
نو د ماښام ډوډۍ لپاره د سیلاب په بلنه زما په ویاړ په هالینډ کې یو شمېر ملګري او دوستان رابلل شوي وه چې په بلل شوو کسانو کې ، حکیم سمسور، محمد داود نعیمي، معصوم همدرد، ارشاد مومند، بهرام ازاد، اینجنر سیداحمد سادات، استاد فرهود، نذیر احمد نذیر ، اینجنر حسن او یو شمېر نور دوستان چې له ما څخه یې نومونه هیر دي راغلي ول، د بحث موضوع د افغانستان د راتلوونکې برخلیک په اړه وو چې تازه په هالینډ کې د همدي موضوع په اړه یو کنفرانس هم نیول کیده چې موږ یې یې ګډوال وو، نو د بحث ګډون والو ویل د افغانستان راتلوونکې تیاره دي او په حکومت کې هماغه د ۹۱ او ۹۲ کلونو جنګي ډلي په واک کې دي چې د نړیوالو له وتلو وروسته په کورنیو جګړو کې پریوزی،ځینو ویل نه امریکا یوه لویه ستراتیژیکه برنامه لری او هیڅ کله به افغانستان همداسي پریږ نه دي چې کورنیو جګړو ته وګرځي خو ځینی د امریکا په نیت باندی هم شک درلوده او ویل د زړه له کومي په افغانستان کې د سولي لپاره هڅی نکوي ،ددوي په وینا په یوروپ کې همداسی حال وو چې له دویمي نړیوالي جګړي وروسته د همدغي امریکا په مټو یوروپ دي مرحلي ته ورسیده خو په افغانستان کې دوه رنګي کوي او هیڅ ډول اساسی کارونه د افغانانو لپاره نکوي. د بحث یو شمېر ګډون والو ویل امریکا او لودیزو ملاتړو په افغانستان کې په میلیاردونو ډالر او خلک له لاسه ورکړي نو په اسانۍ به ورڅخه پښي سپکي نکړي نو د ځینو نظر ورکونکو په اند که امریکا او لودیځ په افغانستان کې پاتې شي نور تاوان به هم وکړي او ستونزه به هواره نکړي او افغانستان به همداسی لکه د روسانو له وتلو وروسته هماغسی بیا یوازې پریږدي او کورنۍ جګړي به پیل شی خو ځینو ملګرو بیا ویل کیدای شی امریکا او لودیځ ملاتړي په افغانستان یو ایتلافی حکومت رامنځ ته کړي چې په حکومت کې له شته جنګي ډلو ،حزب اسلامي حمکتیار او اسلامی امارت طالبانو ترمنځ څوکۍ وویشل شی او داسی ضعیف حکومت جوړ شی چې هر یو به دیو بل په کارونو باند شک لري خو په پای کې داسی بحث راټول شو چې په افغانستان کې په دغه یوه لسیزه کې په زرګونو ځوانانو د ماسټرۍ او ددکتورا په کچه زده کړي ترسره کړی او زیاتره یې واک ته رسیدلي هم دي او په دي کوښښ کې دی چې د ځوانانو کدرونو ونډه زیاته شي نو کیدای شي افغانستان کورنیو جنګ جګړو ته پريښنودل شی او په اصطلاح یو داسی حکومت به وی چې د وخت په تیریدو سره به قوي او خپلو اهدافو ته ورسېږي په یاد کنفرانس کې هم ورته نظرونه وه چې له بیا تکرار څخه یې تیرېږو .
د شپی ناوخته ویده شو او ما له ځان سره تصمیم ونیوه چې سهار باید د جرمني فرانکفورت ښار ته لاړ شم ترڅو هلته خپلو خپلوانو او دوستان ووینو نو همداسی مو وکړل سهار له خوبه راپورته شوم نو د ټراین ستیشن خواته لاړم او د جرمني په موخه مې له هالینډ سره د دوه ورځو لپاره مخه ښه وکړه. د جرمني فرانکفورت ښار له هالینډ څخه تقریبا د ۴۰۰ کیلو مترو په واټن کې لري و چې په انټرنیشنل ټراین کې کیناستم ترڅو په وخت ورسیږم نو د مازیګر د څلورو بجو په شااوخوا کې فرانکفورت ته ورسیدم هلته په رسیدو سره له یوي ستونزې سره مخ شوم نو هغه داسی وه ما له ځان سره د کور ادرس نه وو اخېستی او یوازې د تیلفون شمېري را سره وي.
په یوروپ کې له چا سره چې د کور ادرس وي هیڅ نه غلطېږي او مستقیما ټاکلي سېمي ته دي رسوي خو که درسره ادرس نه وي نو بیا یو څه ستونزمنه وي نو ماسره هم ادرس نه وه او په موبایل کې مې چې د هالینډ سیم کارت وه هغه هم کار پرېښود او په یوروپ کې څوک چاته موبايل هم په اسانۍ نه ورکوي چې زنګ ووهي که څه هم په ټراین ستیشنونو کې ټلیفونونه وي خو د هغي په چل نه پوهیدم او څوځلي را څخه پیسي وخوړي خو فون ونشو نو اخیر له چا څخه مې مرسته وغوښته هغي راته فون جوړ او نمبر ډایل کړو خو موبایل یې پورته نکړ نو همداسی پاتې شوم نو بیا مې له یو چا څخه مرسته وغوښته چې فون یې راته ډایل کړو او خبری وشوی او ورته مې وویل چې په فلانکي ټراین ستیشن کې یم نو بیا هم ډېر ځنډ وشو او هلته په ستیشن کې ناست وم چې ګورم یو ښځه او سړي روان نو په پښتو ژبه یې خبری کولای نو ورپسی مې منډه کړه او ترڅو پوښتنه ورڅخه کوله نو زموږ خپلوان شمشاد راغي او له هغه سره د کور په لور یې روان شوم نو شپه تیره شوه او سبا سهار د فرانکفورت د ویسبایډن ښارګوټي کې د سیند په غاړه او نورو تاریخي سېمو کې عسکونه واخیستل ماسپیښین د فرانکفورت مرکزی ښار ته راغلو، فرانکفورت د جرمني یو سوداګریز ښار دی او ډېر اسمان څکۍ ودانۍ پکې شتون لري موږ د ښار په منځ کې یو برج ته پورته شو چې په پنځه ایرو ټکټ وه نو له هغه ځایه بیا مو ټول د فرانکفورت ښار ښه منظره وکړه . دغه برج شپږ پنځوس منزله لوړ او پنځه منزله ښکته په ځمکه کې منزلونه لري، له دغه ځایه له خپلوانو سره د ایرو د مرکزی بانک خواته راغلو دغه بانک په ټوله اروپا کې نوم لري او ایرو هم دلته چاپېږي له ایرو بانک له لیدو وروسته په ښار کې د څو قطعو عکسونو له اخېستو وروسته د هالینډ په لوري بیرته روان شوم.
په هالینډ کې له څو ورځو تم کیدو وروسته چې له یارانو او دوستانو سره په بنډارونو، ناستو او چکرونو باندی تیر شول د هالینډ دوستانو د هساپانیا په مادرید کې د یو کنفرانس په چمتو کولو بوخت ول چې د متخصینو یو کمېسون پرانیسته به وي په هغي کې به د ډاکټرانو سربېره د ماسټرۍ او د لیسانس په کچه ځوانان هم غړیتوب ولري اوپه نږدي راتلوونکې کې به د یاد هېواد په مرکز کې جوړشی چې دراتلوونکې حکومت لپاره به یوه کاری ډله هم وي او هم به د افغانستان په اوسنیو ننګونو او ستونزو هم خبری وکړي ترڅو دستونزودحل لپاره یوه مناسبه لاره ولټول شي، نو دوستانو ویل دغه کنفرانس ته به یو ځل بیا تکلیف درکوو تر څو له نورو دوستانو او ملګرو سره یو ځای له افغانستان څخه به راځي نو ما ورته د (هو) سر په خوځولو سره ژمنه ورکړه.
نو په هالینډ کې له بنډارونو اوناستو بوخت وو چې په پاسپورټ کې د پاتې کیدو ورځي مخ په ختمیدو شوي نو د افغانستان په لوری مې د راتګ نېټه را لنډه کړه او د سیلاب لاهو او د نذیر احمد نذیر په بدرګه د ټکټ د ټاکلي وخت په اساس د مازیګر د شپږو بجو په شااوخوا کې د هالینډ د امسټردام هوایې ډګرته راغلو او ترهغي پورې راسره دوی په هوایې ډګر کې ناست وه چې د الوتکي بورډینګ پاس(Boarding pass) مې واخیسته نو بیا له یو او بل څخه رخصت شو.
پاي
کابل-۱۵/۱۰/۲۰۱۲