ميراثي لوبډله
16.10.2012 20:36څه وخت مخكې د افغانستان د كركټ بورډ مشر حضرت عمر زاخيلوال له خپلې دندې استعفا وكړه او پر ځاى يې د هغه مرستيال شهزاده مسعود وټاكل شو. د زاخيلوال له استعفا څو ورځې نه وې تيرې چې د كركټ بورډ اجرايوي مشر او مرستيال يې هم استعفاوې وكړې . ددوى دواړه د استعفا علت خپل منځي اختلافات ښودل شوي دي.
په كركټ بورډ كې د اختلافونو دا لړۍ كومه نوې خبره نه ده. تر دې مخكې هم د كركټ بورډ ډير چارواكي د دغو اختلافونو پر اساس لرې شوي او بيرته راوستل شوي دي. دغو اختلافونو پر كركټ لوبډلې هم خورا تاثير كړى دى. ځكه خو اوس اماراتو غوندې لوبډلې نه هم ماتې خوري او تش لاس هيواد ته راستنيږي.
د كركټ بورډ غړي په خپلو منځو كې سره اخته دي او لوبډله ترې هيره شوې ده، لوبغاړي هم كرار په خپلو كورونو كې پراته وي. نه تمرين وي نه كركټ وي. خو بس چې له كوم هيواد سره لوبه وي، نو يو پنځه ورځې ورته تمرين وكړي او بيا پرې ورشي. كه چيرته يې چانس ښه وي لوبه وګټي كه نه وي نو بيا د اماراتو غوندې يوې ضعيفې لوبډلې ته هم لوبه وبايلي.
په افغان لوبډلې كې د كركټ بورډ له نه پاملرنې پرته نورې ستونزې هم شته چې زيات لوبغاړي خرابه لوبه كوي او ښه نه ځليږي چې له دغو مشكلاتو څخه يو هم د افغان لوبډلې كيپتاني ده، نوروز منګل د کرکټ لوبډلې کيپتان دى.
نوروز منګل له ډيرو كلونو راهسې د افغان لوبډلې كيپتان پاتې شوى. د كيپتان په توګه يې په لومړي سر كې لاس ته راوړنې د پام وړ دي خو په بيټينګ كې ډير وخت په كمو منډو اوټ شوى وي چې د ده اوټيدل ډير وخت پر افغان لوبډلې منفي تاثير كړى دى. ويل کېږي چې دى د خپلې لوبډلې لپاره يو منظم پلان نه لري او په بيلابيلو لوبغاړو په مختلفو پوزيشنونو كې لوبه كوي. يوه ورځ يو لوبغاړى په لومړي نمبر كې راوځي، په بله لوبه كې په څلور يا هم پنځم نمبر ميدان ته راښكته كيږي. لوبغاړي هم په خپل پوزيشن نه پوهيږي چې څه ډول لوبه وكړي. په نورو لوبډلو كې لوبغاړي معلوم وي چې په كوم نمبر كې ميدان ته راشي او د پلان مطابق لوبه وكړي. ځينې يې ارامه لوبه كوي او ويكيټې ساتي او ځينې يې هم تيزه لوبه كوي خو له افغان لوبغاړو دې چارې هم لاره وركه كړې ده او نه پوهيږي چې په لوبډله كې دوى څنګه لوبه وكړي.
د نوروز منګل عمر هم زيات دى چې اوس يوه نوي او ځوان كيپتان ته اړتيا ليدل كيږي ، څو د نوروز منګل ځاى ډك كړي او د يو ښه كيپتان ترڅنګ ښه لوبغاړى هم وي. خو افغان كركټ بورډ تل دا خبره كوي چې په افغان لوبډله كې بل څوك نشته چې د لوبډلې ښه كيپتاني وكړي، نو ځكه منګل بايد پاتې شي، له دې کبله يو شمېر وايي چې اوس نو دا پوښتنه خپله كيپتان نوروز منګل ته ورګرځي، ده په تيرو كلونو كې د ځان لپاره يو ځاى ناسته هم نه دى پيدا كړى. كركټ بورډ بايد له ده څخه وپوښتي چې ولې يې دا كار نه دى كړى. ايا د دې لپاره خو به نه وي چې دى تر ډيره د لوبډلې كيپتان پاتې شي. د دغو کسانو په اندكه هر څنګه وي، افغان لوبډله نوي کيپتان ته اړتيا لري. اوس مهال په لوبډله كې محمدنبي عيسى خيل او محمدشهزاد محمدي ته سترګې اوړي چې د لوبډلې د كيپتان په توګه مخې ته راشي. له كيپتان ور هاخوا افغان لوبډله په توپ وهنه يا بيټينګ كې هم ګڼې ستونزې لري او ځيني لوبغاړي نه شي كولاى چې ښه بيټينګ وكړي. په هغو لوبغاړو كې چې ډير وخت په كمو منډو اوټ وي يو هم كريم صادق دى. نوموړى د شل اوريز نړيوال جام په څلورو لوبو كې لوبيدلاى او 33 منډې يې جوړې كړي دي، چې دا ډيرې كمې منډې دي. نوموړي كله كله د ضعيفو لوبډلو په خلاف نسبتاٌ ښه بيټينګ كوي او په دې خاطر چې د قوي ټيمونو خلاف به ښه ولوبيږي په ټيم كې ساتل شوى دى خو څنګه چې ورته هيله كيږي، هغسې لوبې يې نه دي كړي.
اړتيا ليدل كيږي چې كريم خپل ځاى بل ځوان لوبغاړي ته پريږدي. په همدې ډول اضغرستانكزى كه څه هم د توپ وهنې ښكلى سټايل لري، خو د هغه هم كله ناكله پښه وښويږي او په ښه بيټينګ كولو كې پاتې راشي، خو هغه ته په كار دي چې زيات محنت وباسي. څو په ټولو لوبو كې ښه كاركرده ګي ولري. شاهپور ځدراڼ هم وخت لري چې ځان جوړ كړي او خپل د بالينګ كولو لاين پيدا كړي. دولت ځدراڼ هم ګلالى لوبغاړى دى، خو دى بايد نور زيار هم وكړي. ويكيټ ساتونكى محمدشهزاد هم هغه لوبغاړى دى چې افغانان ډيرې تمې ترې لري، خو نوموړى هم په فيټنس كې ستونزې لري. دى بايد خپل وزن كم كړي. همداسې په ځوانو لوبغاړو هم كار كول په كار دي او نور له لوبډلې څخه هغه لوبغاړي هم بايد وايستل شي چې پر لوبډلې بو ج وي. د هغو پر ځاى دې ځوانو استعدادلرونكو لوبغاړو ته موقع وركړل شي چې دا ټول كارونه د كركټ بورډ د نوي مشر شهزاده مسعود او د هغه د ملګرو مسووليت دى څو په لوبډله كې تغييرات راولي. نوموړى مخكى هم د بورډ مشر پاتې شوى دى او په هغه وخت كې يې په كمو امكاناتو ډيرې لاسته راوړنې درلودلې چې بيا هم ترې هغه هيله كيږي. د ده په مشرۍ به افغان لوبډله يوځل بيا وځليږي. كركټ بورډ بايد دا ميراثي لوبډله ختمه كړي او پرځاى يې يوه داسې انتخابي لوبډله جوړه كړي چې ټول لوبغاړي يې له يوبل سره همغږې وي او يو ځل بيا افغانستان ته د لوبو په ګټلو سره د خوشاليو څپې راوړي.
يادونه : دا ليكنه له كابل نه په خپريدونكې خدمتګار ورځپاڼه كې هم چاپ شوې ده .

