د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا معلم دی

حفيظ مليار 14.10.2012 12:46

خدمتګار د هر انسان دی دا معلم دی
دا دنیا چې پری ودان دی دا معلم دی

د تیارو پرځیای ډیوی بلول غواړي
...

رو ښنایی د هر زمان دا معلم دی

په روزنه د اولاد د وطن بوخت وی
چی زړه سواند او مهربان دی دا معلم دی

جز دعلم او معرفت سره یی کار وی
څه سپیڅلی قدردان دی دا معلم دی

ترقي او تمدن لټول غواړي
چې سالار د دې کاروان دی دا معلم دی

په ټټر یی هوسیلی دې لکه غرونه
د پاک عظم قهرمان دی دا معلم دی

منزلت د مور او پلار لری په مونږ کې
دا چې دومره عاليشان دی دا معلم دی
پسله مور او پلاره حق یی په مونږ فرض دی
د حفیظ ملیار ګمان دی دا معلم