د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښوونې اوروزنې پوهنتون دلانجې په اړونددبایرن مېشتو افغانانواعلامیـــه

بسمل 11.10.2012 10:20

نن غرمه د۲۰۱۲زکال داکتوبرمیاشتې په لسمه نېټه زموږ فرهنګي ملګرو دجرمني په بایرن آیالت مونشن ښار کې له یوې غوڼدې وروسته لاندې اعلامیه تصویب کړه:
۱ــ موږپه زغرده دښوونې اوروزنې پوهنتون دنوم اړولومخالف اومعترضومحصلینوملاتړکوو.
۲ ــ موږ له معترضومحصلینو څخه هیله کوو، چې ترخپل بري پورې دلاریونونولړۍ په سولیز ډول وغځوي.
۳ــ موږ دهېوادپه اوسنیوکړکېچنواودردوونکوشرایطوکې داډول له اغراضو ډک تحریکات اولمسونې د ملي یووالي او ښوونیز بهیر په زیان بولو.
۴ــ موږ په ارګ کې ناست تش په نامه مشران په کلکه محکوموچې دخپلوموخولپاره شعورأدافغان ولس په تېره بیازموږ د ځوان نسل په مینځ کې نفاق اچوي.
۵ ــ که دلاریونونودغه لړۍ دهېوادپه کچه وغځېده اوخدای مه کړه بدې پایلې یې ولرلې ټول مسؤلیت به یې دبې کفایتوارګ مېشتواو نفاق اچوونکې ادارې په غاړه وي.
۶ ــ موږدپیاوړي اواتل محمدیاراونوروهېوادپالومحصلینوپه مقاومت ویاړو، دراتلونکي نسل لپاره به ددوی قرباني په زرینوکرښو ولیکل شي.
۷ ــ موږ په بلجیم کې دافغان کلتوري بهیر،په هالنډکې دافغاني کلتوري ټولنې،پښتون خوځښت اونورو هېواد اوولسپالوهېوادوالوڅخه دملاتړ ترڅنګ مننه کوو، چې دښوونې اوروزنې پوهنتون دنوم اړونې اوبدوپایلو په اړوند یې پخپل وخت غبرګونونه وښودل.
۸ ــ موږ دنړۍ په هرګوټ کې له ټولوافغاني کلتوري ټولنو، ټولنیزوخوځښتونو، سیاسي اوهېوادپالو ګوندونو څخه هیله کوو، چې له افغان تاریخ او عرفان سره ددې لویې جفاپه مخ نیوي کې یو اوبل ته لاس ورکړي ، پرې نه ږدي، چې دهېوادعلمي او ښوونیزمرکزونه دسیاسي لوبوډګر وګرځي.

دبایرن مېشتو افغانانو دکلتوري ټولنې په استازیتوب
محمــدامین بســمل