د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اقتصادي پرمختګ که وارداتي پرمختګ او صادراتې په شا تګ؟

امان الله ورین 09.10.2012 15:15
په تېرو څه دپاسه لسو کلونو کې افغانستان ته د بيا ودانولو په نوم د نړۍ ګڼو هېوادونو په ځانګړي ډول د غربي هېوادونو لخوا په ميلياردونه ډالر راغلل او په مختلفو پروژو کې ترېنه په شکل د اشکالو ګټه واخېستل شوه.
په تېرو لسو کلونو کې افغانستان په ځينو برخو لکه تعليم او تربيه، مخابرات، عامه روغتيا،رسنيو او نورو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوى دى او رښتيا هم د افغانستان لپاره دا يوه لويه لاسته راوړنه ګنلى شو.
نو اوس راځو دېته چې هېواد ته د مرستو په نوم راغلې پيسې په کومه برخه کې په لګښت رسيدلي دي؟ او دغه شوې مرستې د هېواد او هېوادوالو لپاره څومره ګټورې وې؟
لکه چې مخکې مو هم يادونه وکړه په ځينو برخو کې واقعاُ ډېر پرمختګ شوى دى خو له بده مرغه د راغلو ډالرو زياته برخه پداسې لنډ مهاله پروژو کې په لګښت رسېدلي دي چې د افغانستان د راتلونکي لپاره چندان ګټورې ندې ثابتې شوي مانا دا چې په بنسټيزو پروژو کې د پام وړ کار ندې شوى او د راغلو مرستو زياته برخه يوازې او يوازې په نمايشي او لنډ مهاله پروژو کې چې ګټورتيا يې ډېره کمه ده او يوازې د څو ورځو لپاره يې زمونږ هېوادوالو ته د کار زمېنه برابره کړې وه په لګښت رسېدلي دي. بنسټيزو پروژو ته په کې ډېر کم پام شوى دى او همدا علت دى چې نن زمونږ تقريباً٣/١ برخه وګړي چې د کارکولو استعداد او قابليت لري وزګار ګرځي پداسې حال کې چې د هېواد مارکېټونه د بهرنيو توکيو څخه ډک دي او افغانستان د بهرنيو هېوادونو د توليداتو د خرڅلاو مارکيټ جوړوي او پدې توګه مونږ هر کال په ميلياردونه ډالر بهر ته په بهرنۍ سوداګرۍ کې د کسر له وجې تاديه کوو.
نو پداسې حالت کې هم ځينې چارواکي په خپلو ويناو کې د اقتصاد پرمختيا څخه يادونه کوي او وايي چې افغانستان په اقتصادي لحاظه ډېر پرمختګ کړى دى دا به هم د منلو وړ وي چې پرمختګ شوى دى خو دلته پوښتنه دا ده چې د اقتصادي پرمختيا څخه د چارواکو مطلب څه دى؟ آيا دا لوکس موټر،لوکس دفترونه، لوړې ودانۍ او بالاخره په افغانستان کې د بهرنيو لوکس توليداتو خرڅلاو ته اقتصادي پرمختيا وايي او که څنګه؟ پداسې حال کې چې افغانستان يو زراعتي هېواد ګنل کېږي ولې بيا هم زياته اندازه خوراکي توکي له بهره واردېږي د يوې سروي له مخې د افغانستان کرنيزه زمکه ٧٥ ميليونه وګړو ته خوراکي توکي برابرولى شي خو په اوس وخت کې د افغانستان نفوس د ٢٨ ميليونو په شاوخوا کې ښودل کېږي خو بيا هم زياتره زراعتي توکي هم له بهره وارديږي پداسې حال کې چي د شهيد سردار داوود خان په دوره کې افغانستان د غذايي موادو له اړخه کاملاُ په ځان متکي ګڼل کېده ولې اوس د دومره امکاناتو سره سره زراعتي توکي واردوو.
که په هېواد کې داخلي مارکېټونو ته پام وشي نو تقريباُ ټول اجناس له بهره واردېږي چې په کې د نړۍ لوکس ترين اجناس شتون لري نو که چارواکې دېته پرمختګ وايي نو درسته ده دا به پرمختګ وي خو که مطلب اقتصادي پرمختيا په واقعي مانا سره وي نو بيا مونږ دې ته اقتصادي پرمختيا نه بلکه اقتصادي په شا تګ وايو دا ځکه چې مونږ نه کافي داخلي توليد لرو او نه هم صادرات.
په ځينو احصايو کې د افغانستان ناخالص داخلي توليد وده تر ٨% ښودل کېږي او داخلي ناخالص داخلي توليد تر ٢١ ميليارده ډالرو هم ډېر ښودل کېږي. خو دلته پوښتنه دا رامنځته کېږي چې آيا مونږ په دومره اندازه سره ناخالص داخلي توليد رښتيا هم لرو؟ د هر هېواد ناخالص داخلي توليد له دريو عمده سکتورونو څخه ترلاسه کېږي چې عبارت دي له زراعت، فابرېکات او خدمات او په وروسته پاتې هېوادونو کې خو يې زياته برخه زراعت جوړوي خو آيا مونږ په دومره اندازه سره قوي زراعت لرو؟ فابريکات خو به پرېږدو ځکه چې که يو څو فابرېکو هم شتون درلود اوس يې ځينې د بهرني آرزانه توليد سره سيالي نشي کولاى او پدې توګه د زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او پاتې شوه د خدماتو برخه چې د هغې په اړه هم کره مالومات نشته چې څومره به وي.
نو پداسې حالت کې د اقتصادي پرمختيا څخه د چارواکو مانا څه ده؟ د دومره ميلياردونه ډالرو مرستو په راتګ سره سره بيا هم افغانستان يو مصرفي هېواد دي او مارکېټونه يې د بهرنيو توليداتو څخه ډک دي او هغه هم د نړۍ لوکس ترين اجناس.
همدا اوس د هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ په بېلانس کې په ميلياردونه ډالر کسر شتون لري او د هېواد واردات تر صادراتو تقريباً ١٣ برابره زيات ښودل کېږي او بل دا چې د هېواد واردات کال په کال زياتېږي او صادرات يې بيا له بده مرغه کال په کال کمېږي (خو د ١٣٩٠ کال په اولو دريو مياشتو کې بيا له نېکه مرغه د هېواد په صادراتو کې هم د زياتوالي څخه خبرې کېږي) په نړۍ کې هيڅ داسې هېواد به ونه موندل شي چې د سلنې له مخې يې د وارداتو اندازه د صادراتو په نسبت ١٣ برابره زياته وي او هغه هم تقریباً ټول مصرفي توکي او لوکس اجناس دي چې د سرمایوي توکو واردات هم په کې د نشت برابر دي نو په داسې حالت کې اقتصادي پرمختيا يعنې څه؟
نو ددې په خاطر چې په واقعي ډول سره اقتصادي پرمختيا ولرو او د وارداتي پرمختګ او صادراتي په شا تګ څخه خلاص شو نو څه کول په کار دي؟ نو دې هدف(اقتصادي پرمختيا)د ترلاسه کېدو او زياتېدو په خاطر دولت ته پکار دي چې.
١: د اقتصادي پرمختيا لپاره لومړنۍ شرط امنيت دى چې د امنيت د راوستلو په خاطر بايد هلې ځلې زياتې شي ترڅو په هېواد کې پانګه اچونې ته پانګوال زړه ښه کړي او ورسره د هېواد په اقتصادي پرمختيا کې تېزوالي راشي.
٢: چون د هېواد ډېرى وګړي په کرنه بوخت دي لدې لارې د خپل ژوند اړتياوې تر يو حده پوره کوي نو دولت بايد د کرنې سکتور ته خاصه پاملرنه وکړي او د کرنې د ميکانيزه کولو او د اصلاح شوو تخمونو د استعمال لپاره ګام پورته کړي...
٣: په دولتې ادارو کې د رشوت، اختلاس، بې کفايتۍ او نورو هغو کړنو په وړاندې جدي ګامونه پورته کړي کوم چې د هېواد سوداګرو او عادي وګړو ته د ستونزو د پيدا کولو او ډېرولو سبب ګرځي او له امله يې په هېواد کې پانګه اچونه ټکنى کېږي او ځينې وخت د سرمايې او کادرونو د فرار سبب هم ګرځي.
٤: د هېواد په داخل کې د توليداتو څخه په مناسب ډول سره ملاتړ وکړي ترڅو د هېواد داخلي توليد پراختيا پيدا کړي او پدې توګه پر وارداتو باندې تکيه تر يوه حده راکمه کړي.
٥: غېر اړين واردات بايد په کلي توګه بند شي او په هغو وارداتو چې د هېواد په داخل کې يې توليد صورت نيسي په وارداتو یې بايد فوق العاده لوړه ګمرکي تعرفه وضع شي او يا يې هم په مطلق ډول سره واردات بند شي ترڅو د هېواد په داخل کې توليد زيات شي چې له يوې خوا به واردات کم شي او له بلې خوا به داخلي توليد زيات شي او خلکو ته به د کارکولو زمېنه برابره شي چې ورسره به هم د خلکو او هم د دولت عايدات زيات شي.
٦: دولت بايد د ځينو اجناسو په برخه کې د وارداتي محدوديت څخه ګټه پورته کړي دا پدې مانا چې د ځينو اجناسو د وارداتو لپاره بايد حد وټاکي ترڅو د واردات کنترول شي لکه غیر ضروري لوکس اجناس او د ماشومانو د لوبو پلاستیکي توپک او نور اجناس چې همدا اوس هم په زیاته اندازه سره واردېږي.
٧: د امکان په صورت کې بايد دولت هغو داخلي تصديو ته چې په توليد کې د زياتو ستونزو سره مخامخ دي سبسايدي ورکړي ترڅو د افلاس سره مخامخ نشي او هم داخلي توليد ته پراختيا ورکړي چې پدې سره هم د وارداتو اندازه راکمېداى شي.
٨: کوچني تشبثات بايد تشويق شي دا پدې مانا چې پانګوال بايد د تشويق له لارې دې ته وهڅول شي ترڅو په کوچنيو تشبثاتو کې پانګه اچونه وکړي او دولت بايد د نورو آسانتياو سره سره کوچني تشبثات حد اقل تر پنځه کلونو د ماليې له ورکړې څخه معاف کړي.
٩: برق چې د هر ډول فعاليتونو لپاره اړين ګڼل کېږي دولت بايد د برق ستونزه په دايمي توګه حل کړي او په هېواد کې د برق ستونزې د حل په خاطر بايد دولت په مختلفو سيندونو باندې د بندونو جوړولو يو پراخ پروګرام شروع کړي دا ځکه چې په افغانستان کې د پانګې اچونې پر وړاندې د نورو ستونزو سره سره برق يوه ډيره جدي ستونزه ګڼل کېږي او هغه پانګوال چې د ډېزلي برق څخه په توليد کې ګټه اخلي د برق د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي دا ځکه چې د ډېزلي برق لګښت د اوبو د برق په نسبت څو چنده زيات دى او پدې توګه پانګوال د اجناسو او خدماتو په توليد کې د توليد د لګښت د زياتوالي له امله د زياتو ستونزو سره مخ دي او نشي کولاى چې د بهرنيو آرزانه توليد په مقابل کې سيالي وکړي.
بالاخره دولت بايد د نړېوالې ټولنې سره سرخلاصې خبرې وکړي ترڅو افغانستان ته راتلونکې مرستې د هېواد د اړتياو سره سم په بنسټيزو پروژو کې په لګښت ورسېږي ترڅو د افغانستان وګړو ته د اوږد مهال لپاره د کار کولو زمېنه برابره شي او پدې توګه به هم د داخلي توليد زياتوالي ته لاره هواره شي او هم به واردات د امکان تر حده راکم کړي.
همدارنګه د وارداتو د مهارولو او کمولو او د بهرنۍ سوداګرۍ په بېلانس کې د کسر راکمولو په خاطر ځينې نورې لارې چارې هم شتون لري چې د هغې په وسېله کېداى شي چې واردات کنترول شي او د داخلي توليد د پراختيا لپاره لاره هواره شي.
نو پدې توګه که چېرې په واقعې ډول سره د داخلي توليد څخه ملاتړ وشي او د وارداتو د کنترول لپاره ګامونه پورته شي او کوښښ وشي چې د هېواد صادرات زېات شي نو بيا په هغه وخت کې کولاى شو چې د اقتصاد پرمختيا څخه خبرې وکړو. غير لدېنه د پرمختګ دعوه کولاى شو خو د اقتصادي پرمختيا نه.دا ځکه چې کله چې د يو هېواد مارکېټونه د نورو هېوادونو د توليداتو مرکز وي او د هېواد ٣/١ برخه وګړي وزګار ګرځي او د هېواد په بهرنۍ سوداګرۍ په ميلياردونه ډالر کسر شتون ولري او خپله عادي بودجه په خپله نشي پوره کولاى او د عادي بودجې يوه برخه يې هم د بهرنيو مرستو څخه ترلاسه کوي او پرمختيايي بودجه خو يې سل په سلو کې له بهرنيو مرستو څخه تمويلېږي او .... نو پداسې وخت کې د اقتصادي پرمختيا شتون او چټک والى تر پوښتنې لاندې راځي.
امان الله ورين