حامد شینواري او نسیم دانش ولې استعفا ورکړه؟
08.10.2012 17:52افغان کرکټ بورډ په خپل تاریخ کې نن سبا د بدې ورځې سره لاس او ګریوان دی ځینې مسؤلین یې دنده له دې لپاره پریږدي چې افغان کرکټ بورډ کې ناسم کارونه او فساد روان دی او ځینې د خپل مصلحت لپاره استعفا ورکوي چې د ازادې سیالۍ په نوم د کرکټ بورډ اجرایوي رئیس شي. خو دا ټولو کارونه د افغانانو په سترګو کې خاورې شیندل او افغان کرکټ در په در کول او خاورې په سر کول دي.
له پرون ورځې داسې اوازې دي چې د افغان کرکټ بورډ څخه دوه کسانو استعفا ورکړه چې یو د کرکټ بورډ اجرایي ریس او بل یې نسیم دانش مرستیال دي. خو زه په دې لیکنه کې غواړم چې ټولو افغانانو ته حقیقت بیان او حقایق وروسوم چې دا لوبه له څه او له چا لپاره روانه ده:
خلک داسې وايي چې ډاکټر حامد شینواري ځکه له خپلې دندې استعفا ورکړه چې د کرکټ بورډ عمومي ریس یو بې سواده شخص شهزاده مسعود شو او په کرکټ بورډ کې به اوس کوښښ کوي چې د ځان په څېر نابغه کارکوونکي راجمع کړي او د کار خلکو باندې کړۍ راتنګه او استعفار پرې ورکړي. د علمي ریسرچ له مخې هم دا ثابته شوې ده چې هیڅ یو مشر هم نه غواړي چې په خپله اداره کې له ځانه تکړه شخص وګماري ځکه چې بیا ورته د سر درد جوړیږي او چوکۍ یې د خطر سره مخ کیږي.
همدا لامل دی چې حامد شینواري استعفا ورکړه او شهزاده مسعود په منډه ومنله ځکه چې هغه نه غواړي څوک ورته په راتلونکي کې د سر درد شي.
نسیم دانش د شهزداه مسعود په خوښه استعفا ورکړي ده او ژمنه او قسمونه یې یو بل ته ورکړي چې د ازاد رقابت یا ازادې ازموینې له لارې به نسیم دانش د کرکټ بورډ اجرایوي ریس کوي.
شهزاده مسعود همداسې اجرایوي ریس غواړي چې په هیڅ شي پوه نه وي او هره ناسمه او سمه پرېکړه پرې پلې کړي. او نسیم دانش د دې کار لپاره وړ او مناسب شخص بولي. نو همدا لامل دی چې په دانش یې استعفا ورکړه او د ازادې ازموینې په نوم به یې د شا له لارې څخه افغان کرکټ بورډ ته راداخل کړي.
د افغان کرکټ بورډ اوسني عمومي مشر شهزاده مسعود او ډله یې داسې فکر کوي چې هر فساد کوو نو ولس پرې نه پوهیږي خو دوي دا هیر کړي چې تاریخ د ولسمشر کرزي څخه رانیولي تر یو وړوکي مامور پورې چې د دې وطن په سودا کې لاس لري له ځانه سره ثبتوي، اوسني نسل ته یې سپاري او راتلونکي نسلونو ته یې رسوي. نو هر ګام چې اخلئ داسې فکر مه کوئ چې افغانان مړه دي او یا په څه نه پوهیږي.
محترم شهزاده مسعود صېب له بده مرغه چې تاسو ولسمشر حامد کرزي د افغان کرکټ بورد مشر کړئ خو موږ درڅخه اوس هیله کوو چې دانش او هغه خلک چې په افغان کرکټ لوبې کوي هغوی دغې ادارې ته مه راولۍ او افغان کرکټ پرې نور مه تباه کوئ.

