د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رښتياهم دسوالگروپه نوم جاسوسان رالېږل کيږي

حبيب الله غمخور 05.10.2012 15:32

دډله ايزورسنيو دخبرله مخې دروزګان ولایت مرکز ترینکوټ دوکانداران  شکايت  لري چي داراپيدا سوی سوالگر سوالگرنه بلکي دبهرنيوهيوادودڅارادارواجنټان دي اودلته دځانگړوموخولپاره دسوالگرپه نوم راغلي .

 دوي وايي ددې ترڅنگ چي سوال(خيرات) په زورغواړي بلکي يوشمير زنانه ئي په اخلاقی فساد هم ککړې دي .   دا رښتياده ځکه دبشريت په تاريخ کښي داستخباراتي موخولپاره دبدکاره ښځونه استفاده سوې اوزموږ گاونډيان هم دادودپر مخ بيايي .

دترينکوټ دسپېڅلي دوکانداران شکايت لري چي پدې هکله ئي دولايت دولتی اړونده چارواکوته خپل ږغ رسولی خوهغوي زموږپر غوښتنه اووړانديز غوږ نه دی گرولی .پداسي حال کښي چي زموږ امنيتي ادارې مسوليت لري دخلکودې ډول پوښتنواو وړانديزونوته ترهرڅه ژر پام واړوي اولازم  عملي جواب ورته پيداکړي .

دروزگان ولايت امنيتی اروگانواړونده چارواکي بايددخپلودولتي دندواومسوليتونوله مخې تردوکاندارانو وړاندي ددې بېگانه ووسوالگروراتگ اوډېرېدوته پامل کړی واي .

دترينکوټ دښارددوکاندارانوداشکايت ددې بېلگه ده چي زموږ عام ولس دې څلورلسيزوکورنۍ جگړې ترهر مسلکي او روزل سوی مامورهوښيارکړی دی .

داچي دوي پرې پوهېږي اودې ټکي ته متوجه دي چي دابېگانه سوالگر اوبداخلاقه زنانه ئي له کومې خواسول؟  نوزموږ امنيتی مسولين خوبايد ډير ژردې ټکې ته پام راواړووي اوددې پرديوسوداگروهويت تثبيت اودقانوني مراجعوله لاري ئې هغه ته وسپاري له کومه چي راغلي دي . ډيرخلک دااندېښنه لري،وايي داسوالگرچې دلته ئې څوک نه پېژني،دوي له کومه راغلي؟ ممکن همدوي دچاجاسوسان وي.

بلې ! ايران اوپاکستان لکه  نورهيوادونه پدې کارکي ښه تجربه لري،ډيرايراني اخوندان چې  دسپاه پاسداران اجنټان دي دلته زموږ هيوادته دملايانوپه نوم راغلي اوځاي پرځاي سوي دي اوهمدا ډول دمذهبي اوژبنی اړيکونه دناوړي استفادې  په موخه په افغانانوکي خپل جاسوسان روزي ،داخوپرېږده چي په لوړه کچه ئې دڅولسيزوراپدې خوا دتنظيمودجوړولو په نوم خپلي استخباراتي رېښې دومره غځلولي چي چارواکي ئي په جگه غاړه وايي موږ په افغانستان کي  تر هرچاډير نفوذ اوتاثير لرو.دېته ورته معمول اوتاثير دپاکستاني استخباراتوهم پر دې ملت نازل سوی ،دوي هم په هرنوم اونښان خپل جاسوسان اوملاتړي لري . ددواړه هيوادونودڅارادارې  دافغاني ملايانوپه نوم ډيراجنټان لري، پر اسلام سوداگري کوي دا دژبواوقوم دسوداگری دنوکرانونه خوئې  سړکونه ډک دي،ان دلته په اروپاکې دوي دومره بې شمېره اوبې شرمه اجنټان لري چي فکر ئي نسې کولاي .

ايران نه يوازي په افغانستان بلکي په منځنی ختيځ اومرکزی اسيا هيوادونوکښي په همدې نوم اوبڼوخپل سړي لري اوپاکستان هم په هندوستان اوکشميرکي دافغانستان په دودخپل روزل سوی کسان لري.دهمدغوامکاناتونه په استفادې سره نه يوازي داچي وسلوال بريدونه تنظيم اورهبري کوي بلکي چي کله ئي زړه وغواړي اوگټې ئي زموږپه هيوادکي اويابل  کوم هيوادکي له ټکرسره مخامخ وي دخودجوشه لاريون په نوم لاريونونه جوړوي  .

روزگان دافغانستان يودمرکزی ولايتونوڅخه دی اوگاونډي ولايتونه ئي هم دپاکستان اوايران لپاره سياسي اوپوځی ارزښت لري،دوي غواړي پدې پوه سي چي پدې ولايتونوکښي له پوځی پلوه څه تېرېږي ،په ځانگړې توگه غواړي پوه شي چې دابهرنيوپوځيان په څه اخته دی اوکومې دندي سرته رسوي؟ ايران پدې فکرکښي دي اوډارېږي چي له افغانستان څخه به ددوي پر اټومی بټيو اودستگاه بريد کيږي .دوي پدې فکردی چي دابريدبه دمرکزی افغانستان له غرنيوسيمو نه کيږي ،ځکه خوددوي دڅارادارې دټولوامکاناتونه استفاده کوي ترڅودسيمي نبض ئي پلاس کښي وي .

سره له دې چي تراروپاداخبره رارسېږي چي همدا ايران اوپاکستان تربلي هري ادارې زموږ دامنيتي اوڅارگرئ ادروپه دفترونوکي زيات کسان لري اويائي داړتياپه وخت کښي په پيسو رانيسي .

زموږ امنيتي اودڅارادارې هم بايد دې ټکي ته جدي پام لرنه ولري چي دهربېگانه راتگ ترخپل نظرلاندي ولري اوهغه وپېژني چي څوک اودڅه لپاره راغلی .داوړانديزموهغوکسانوته دی چي دپيسوپه وړاندي ملي شرف اوملي گټي نه پلوری .

موږ افغانان دخپلو امنيتی اواستخباراتی ادارونه هيله لروچي دوي خپلي ملي،اسلامي اوافغاني دندو ته جدي پام ولري دڅوغيرانو(پيسو)په مقابل کښي خپل وطن اوافغاني شهامت پر ايراني اوپاکستاني اجنټانوونه پلوري .

پدې خبره ئي رانغاړم چي وطن مورده دمورساتنه اودرناوی پر موږ ټولوفر ض ده. ومن الله التوفيق  د ۲۰۱۲ ز کال داکتوبر۵ مه