د تباهي او اسارت سند
04.10.2012 05:16
داسې اوازې دي چې په کابل کې واکمنې کړۍ دې ته تیارې شوي دي چې د پنجاب استعماري ادارې سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي.
په رښتیا هم دې اوازو د افغانستان خلکو او د ډیورینډ د کرښې د هغې خوا خلکو سره پراخ تشویشونه پیدا کړي دي. خلک نه پوهیږي چې ولې د کابل اداره دومره دملي ګټو په وړاندې بې توپيره ده.
دې اوازو د خلکو سره دا باور پیدا کړی چې ښايي د دا ډول تړون په لاسلیک سره د پېښور پښتونخوا او د کويټې پښتونخوا بیلتون د افغانستان د وجود څخه دایمي شي او دا شووني ده چې په راتلونکي کې به افغانستان د پنجاپ په پنځمه صوبه باندې بدل شي.
د کابل اداره له هغه مهاله چې رامنځته کړل شوي ده تر ننه پورې یې داسې کوم کار نه دی کړی چې د افغانستان د خلکو دخوشالی او ویاړ سبب ګرځیدلي وي.
په افغانستان کې په تیرو یوولسوکلونو کې هر څه چې دخلکو په ګټه هم شوي دي هغه د نړيوالې ټولنې د مستقيم کاراو مرستې نتیجه ده.
په تیرو ټولو لسو کلونو کې د کابل اداره د افغانستان دخلکو د پاره د زړونو ځور او د سر خوږ و.د کابل د ادارې زیاتره لوړ پوړي چارواکي د قدرت، شهرت او ثروت په فکر کې و. د خلکو په وینا، دوی د څو لسګونو میلیونو ډالرو ، تر سلګونو میلیونو او حتې داسی کسان هم لیدل کیږي چې په زرګونو میلیونه ډالریې د غیر قانوني لارو راغونډ کړل.
دې ادارې ټول هغه فرصتونه چې د افغانستان د ودې او پرمختګ له پاره ترلاسه کړي و، له منځه یووړل. دې ادارې د ټول هغه ملاتړ څخه چې نړیوالې ټولنې تر کاوه په سیاسي توګه د یوه ځواکمن ملی دولت په رامنځته کېدو کې ترې کار وانخیست. او نه یې دا هڅه وکړه چې د خپلو ملاتړ کونکو سره د افغانستان بیلو کړل شویو ټوټو په هکله خبرې وکړی.
همدارنګه په تیرو کلونو کې واکمنو کړيو او ډلو په ټول قدرت سره هڅه وکړه چې په نوي نسل کې ملی روحیه ووژني دوی د تهران او پنجاپ څخه وډاروي او د دوی په زړونو کې د نوموړو دولتونو په وړاندې د تسلیمي روحیه پیدا کړي.
خو له نیکه مرغه د افغانستان موجوده نسل او راتلونکي نسل د وطن دوستي په لوړه روحیه سمبال او ملی ګټو ته ژمن نسلونه دي.دوی دخپل هیواد په ملي ګټو ښه پوه او په نه ستړي کيدونکی ډول ورته کار کوي. دوی دا روحیه د حکومتونو د تعلیمي سیستم ( د حب الوطن د مضمون څخه) او رسنیو څخه سرچینه نه اخلي بلکې دوی دا روحیه د خپلو میندو او پلرونو څخه د خپلو کورنیو په غیږو کې تر لاسه کړي ده.
د کتونکو په باور کله چې د افغانستان څخه د شوروي پوځونو په وتلو باندې پیل وکړ، او د دولت مخالف ځواکونه ځواکمن و، د پاکستان د اولس مشر جنرال ضیاالحق سره دوه فکرونه پیدا شول . لومړی باید کابل باید وران او په کنډواله باندې بدل شي. هغه غوښتل په دې ډول د کابل د ښاریانو څخه چې د پنجاپ د ناوړو پلانونو په شنډولو کې مهم رول درلود ، غچ واخلي. هغه به ویل چې زه د هغې ورځې په ارمان یم چې د کابل څخه د اورونو لمبې پورته کیږي.
د جنرال ضیاالحق ددې ارمان د پوره کولو د پاره د هغه هیواد پټو سرویسونو لازمه تیاري ونیوله او د هغه پلی کولو د پاره یې کار پیل کړ.
جنرال ضیاالحق دا خوب د هغو ډلو له خوا چې ددې موخې له پاره پاکستان او ایران روزلی و، رښتيا شو. د اویا زرو څخه زیات د کابل ښاریان ووژل شول. د یو نیم سل زرو څخه زیات ټپیان شول. کابل بې د خیرخانې څخه په بشبړه توګه په کنډواله باندې واړول شو. د ټول کابل څخه د اورونو لمبې پورته کيدې.
د خپل پلار د ارمان د پوره کولو له پاره اعجازالحق د ضیاالحق ځوی کابل ته راغی تر څو عملا په د کابل ورانیدل او د اورنو لمبې وګوري.
ښاغلی اعجازالحق ته د پیښور په ګورنر هاوس کې د جوړې شوي ادارې د اطلاعات او کلتور وزیر ښاغلی صديق چکری هرکلی ووایه او په ډیر ویاړ سره یې ده ته عملا د کابل ښار د ورانیدو او سوځیدو بهیر ور وښوده.
د جنرال ضیاالحق دوهم ارمان د پوره کیدو له پاره دده څخه وروسته اولس مشر ، ښاغلی غلام اسحاق خان یوه نوي تیوري را وړاندې کړه د هغه د تیوري په بنسټ ، افغانستان او یا پاکستان په نوم د دوو مستقلو هیوادونو شته والی ناممکن دی. که چیرې دا دواړه هیوادونه شته وي بیا به دواړو کې ارامي نه وي.
نو لدې امله غلام اسحاق خان د افغانستان سره د کنفدراسیون د جوړیدو تیوري وړاندې کړه. غلام اسحاق غوښتل چې د کنفدراسیون د ستراتیژي لاندې د پنجاپ له خوا د افغانستان اشغال عملی کړي.
د غلام اسحاق خان ددې نظر سره ډاکټر نجیب الله کلک مخالف وښوده او دا یې د افغانستان د اشغال په نوم وباله. خو هغه ډلې چې په پاکستان کې وې هغوی غوږونه پرې کاڼه کړل.
لس ګونه کلونه تیر شول خو د افغانستان په وړاندې د پنجاپ دښمنانه پالیسي تر اوسه لا په ځای ده . پنجاپ که د یوې خوا هڅه کوی چې:
• د وسله والو ډلو په رالیږلو سره د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه تر فشار لاندې ونیسي تر څو دې ته ا ړ شي چې د پنجاب غوښتنو ته غاړه کيږدي
• نو د بلې خوا د پنجاپ پټو منابعو د خپلو ځينو پخوانیو همکارانو سره په تیرو شلو کلونو کې اړيکي ټينګي ساتلی او غواړي د دوی څخه په لازمو شیبو کې کار واخلي.
• نو د بلې خوا هڅه کوی چې دافغانستان په خلکو باندې پوځي فشار زیات کړي تر څو بیا د ډيورینډ او مستقل افغانستان په هکله فکر هم ونکړي.
• همدارنګه په نړیواله سویه بنجاپ هڅه کوي چې د ديپلوماتیکو لارو څخه په استفادې سره نړیواله ټولنه په دې قانع کړي چې په سیمه کې د پنجاپ د ستراتیژي د تطبیق په لاره کې خنډ نه بلکې هغه عملي کړي.
په دې کې شک نه شته چې د حکومتونو سیاسي موخې او ستراتیژي ګانې په معمولی توګه د حکومتونو د لارښوونکو له خوا د سیمې او نړی د سیاسي او جغرافیايی شرايطو په نظرکې نیولو سره ترتیب او د هغه د عملی کولو له پاره لازمې لارې چارې په نښه کیږي.
همدا ډول اولسونه هم ځانته موخې لری چې هغه ته د رسیدو له پاره کار کوي. د ساري په توګه هغه اولسونه چې د نورو تر استعمار لاندی وي د خپل ځان د ازادې له پاره مبارزه کوی او تر هغه د دوی مبارزه دوام مومي تر څو خپلواکی تر لاسه کړي. هغه اولسونه چې په څو ټوټو ویشل شوی وي بیا هغوی د بیا یووالی له پاره کار کوي. چې د همدې له جملو څخه په سیمه کې پښتانه،بلوڅ، کشمیریانو سندیان او د بلورستان خلک یادولی شو.
دوه اولسونه چې د افغانستان د برخلیک سره مستقیمې اړیکي لري هغه پښتانه او بلوڅ دي.دا اولسونه په ډیره میړانه دخپلې ازادې له پاره جنګيږي. او په تیرو سلو کلونو کې يې بې شماره قربانی ورکړي دي. خو د کابل واکمنانو یوازې دا ستراتيژي په مخ بیوله چې دوی په واک کې پاتې شي او د انګریزانو او پنجاپ سره ځان مخامخ نه کړي.
د پورتنیو واکمنانو په شان اوسني واکمنان هم هڅه کوي چې په واک باندې د پاتې کيدو او یا دواک د ترلاسه کولو د پاره په ملي ګټو باندې هر ډول معامله وکړی.
پنجاپ او تهران په سیمه کې دوه لوی استعماري هیوادونه چې د افغانستان ګاونډیان هم دي د خپلو پخوانیو واکمنیو د ساتلو او د نویو موخو د ترلاسه کولو د پاره پراخ پروګرامونه لري.
که څه هم دواړه حکومتونه په سیمه کې متضادې ګټي او موخې لري خو ددې له پاره چې په خپلو منځو کې يې د ټکر څخه ډډه کړي وي ځینې ګډ پروګرامونه یې تر لاس لاندې نيولي دي.
یو ددې پروګرامونه څخه د بلوڅانو د ازادې بښونکي غورځنګ په ګډه ځپل دي. د بلوڅانو زیاته برخه د پنجاپ تر اشغال لاندې ده او بله برخه یې د ایران د مستبد رژیم تر واکمنی لاندې ده . د بلوڅان لږ اندازه په افغانستان کې هم اوسیږي.
بلوڅان غواړي په یوه متحد هیواد کې سره راټول او خپل مستقل دولت تشکیل کړي. د بلوڅانود متحد هیواد رامنځته کیدل د پنجاپ د واک څخه د هغه هیواد د لویې برخې د بیلیدو سبب کيږي او همدارنګه د پنجاپ استعماري اداره د بلوچستان په سیمه کې پراخې طبعی زیرمې د لاسه ورکوي. او که چیرې سند ایالت هم د پنجاپ څخه بیل شي نو په هغه صورت کې به پنجاپ په وچه کې بند هیواد باندې بدل شي او طبعی منابع به هیڅ ونلري.
په ایران کې د بلوڅانو ازادې بښونکی غورځنګ په هغه هیواد کې د نورو تر استعمار لاندی قومونو د ازادی غوښتلو سبب کيږی. هلته په لس ګونو توکمونه د پارسیانوتر واک لاندې شپې او ورځې تیروي. هلته حتی سني مذهبه خلکو ته د جومات د درلودلو حق نه ورکول کيږي.
د افغانستان په هکله داسې ښکاري چې پورتنی دواړه استعماری هیوادونه په یوه ګډ پروګرام سره سلا شوي وي. پنجاپ ددې په اړخ کې چې په پاکستان کې پښتانه، بلوڅ ، سندیان او نور د اسارت تر ږغ لاندې وساتی غواړی نور هم په مخ ولاړ شي او د پاتی شوي افغانستان خاوره هم لاندې کړي.
دې موخې ته رسیدل هغه مهال اسانیږي چې د افغانستان سره د ستراتیژیک تړون تر پردې لاندې د افغانستان د اشغال تړون لاسلیک کړي.
په تیرو لسو کلونو کې د پنجاپ ادارې د افغانستان او په ځانګړي توګه د پښتنو د ځپلو د پاره پراخه جګړه په مخ بیولی او د بلی خوا د کابل ډارنه او مزدوره اداره یې تر فشار لاندې راوستي ده تر څو په عملی ډول د پنجاپ د استعماري موخو د تطبیق له پاره لاس په کار شی.
خو تهران په هیڅ ډول دې ته تیار نه دی چې افغانستان د یوې ګولې ډوډی شان د پنجاپ له خوا وخوړل او هضم شي. دا هیواد ددې په اړخ کې په ټاکلی اندازه پوځي او اقتصادي ځواک لري د هغه په اړخ کې د کابل په اداره کې ځینې مهمې واکمنې کړۍ د تهران تر اغیزې لاندې دي او د کتونکو په باور د هغې اجندا سره سم کار کوي چې د تهران له خوا ورکول کیږي.
له همدې امله پنجاپ اړ دی چې په افغانستان کې د نفوذ او يا د افغانستان د ویش په هکله د تهران سره موافقې ته ورسیږي. په تیرو شلو کلونو کې د سیاسی حالت څخه د څیړلو څخه دا ښکاري چې دوی دواړو حکومتونو د افغانستان د تجزیې له پاره ګډه نکشه درلوده.
داسې ښکاریده چې پنجاب ته دا اجازه ورکړل شوي وه چې د هندوکش تر لمنې پورې د واک لمن وغزوي. خو د هندوکش شمال برخه به د پارسي ژبې برخې په توګه د پارسی ژبو د کنفدراسیون برخه شي. دا کنفدراسیون به د تهران له خوا اداره کیږي.
د اوسنیو حالاتو د څیړلو څخه داسې ښکاري چې د همغه پلان تطبیق پیل شوي دي. ددې پلان د تطبیق سره نه یوازې دا افغان دښمنه ګاونډی هیوادونه علاقه لري بلکې د افغانستان دننه هم ځينې کړۍ ددې پلان د تطبیق له پاره کار کوي.
دا کړۍ په ټول قوت سره هڅه کوی چې د افغانستان څخه د بیلو شویو ټوټو د بیرته یو ځای کيدو په لاره کې ستونزې پیدا کړی. دا ډلې په ښکاره او پټه توګه زیار باسي چې د ډيورينډ منحوسه کرښه په رسمیت وپیژني او په دې ډول د افغانستان د بیا یووالی مخنیوي وکړي.
دا ډلې استدلال کوي که چیرې افغانستان بیرته سره متحد شي په هغه صورت کې به ځينې توکمونه به سخت اقلیت شي او په واک کې به د دوی ونډه کمه شي. دوی غواړی واک د توکمونو په بنسټ وویشل شي.
مګر دوی د هیواد اوسنی او یا پخواني اساسي قوانين په ښه ډول نه دی کتلي. په دې قوانینو کې د افغاني ټولنې جز ، افغان وګړی ټاکل شوي دی او هر وګړی د نورو وګړو سره برابر حقوقواو امتیازات لري. هر وګړی د خپل استعداد تجربې او په خلکوکې د ښه نوم د درلودلوله امله د هیواد په لوړوڅوکیو باندې ډډه ولګوي.
دا چې په افغانستان کې اوسنی واکمنې کړی د خلکو په منځ کې کوم محبوبیت نلري دوی په جرمونو ، جنایتونو او لوټماریو باندې تورنې دی اونه دا کړۍ ددې استعداد لری چې ټولنه د سولې ، ارامی او ودانی په لور بوزي .
له همدې امله دوی د ژبې، مذهب، قوم، توکم شاته پټیږي. همدا خبره ده چې د کابل په اداره کې ملی او وطندوسته کسان په نشت حساب دې دوی یوازې غواړی چې په واک باندې پاتی شي او دا واک د غیر قانونی او نامشروع لارو تر لاسه کړي.
د ویلو وړ ده هر هغه اداره او نظام چې د خلکو ملاتړ ورسره وي کولی شي چې پایښت ومومي او هم د ټولنې له پاره ارزښتناک پلانونه عملی کړي.
خو له بده مرغه د طالبانو په وړاندې د امریکايې پوځونو د عملیاتو په نتیجه کې هغه ډلې او کړۍ واک ته ورسیدې چې په په ډیرو زړه بوګنونکو جنایتونو او لوټماريو باندې تورنې دي. د خلکو په باور دا ډلې نه يوازې په جنایتونو تورنې بلکې د هغوی پټې او ښکاره اړيکي د افغان دښمنه ګاونډیانو سره د خلکو څخه پټې نه دي.
اوس دا ډلې د کابل په اداره کې ډیره اغیزه او د ځینو په باور دا ډلې د کابل د ادارې کنترول په لاسونو کې لري نو له دې امله پنجاب او تهران په ډیره زړورتیا سره د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي.
د ایران اولس مشر دافغانستان له پایتخت او د افغانستان له تریبیون څخه نړیوالې ټولنې ته ګواښونه کوي چې د کابل اولسمشر ورته د تایید په توګه سر خوځوي. په کابل کې دایران سفیر د افغانستان مشرانو جرګې ته لارښوونه کوي چې څه وکړي او څه ونکړي. خو د کابل د بهرنیو چارو ویده وزیر ځان پرې نه خبروي.
په دې ډول بنجاپ په مستقیمه توګه په افغانستان کې لاسوهنه کوي هغه ډلې چې د افغانستان د تجزیې خیالونه لری د هغو سره اړیکي نیسي او د هغوی سره ملاتړ کړي او د هغه مشران اسلام اباد ته وربولي تر څو په راتلونکو اولسمشریزو ټولټاکنو کې ورسره مرسته وکړي. په هغه صورت کې به نوموړي ډلې هم هغه څه وکړی چې پنجاپ یې غواړي.
په تیرو لسو کلونو کې د پنجاپ او تهران واکمنانو د کابل د ادارې د مشرانو دا ډول چلند کړی دی لکه چې کابل د دوی د واکمنیو یوه برخه واوسي.مګر د کابل د ادارې چارواکو د دا ډول چلند په وړاندې کوم غبرګون ونه ښوده.
په دې ډول د کابل واکمنانو د افغانستان د خلکو ملي غرور ته ډیر زیان ورسوه.
د پنجاپ اردو دا دوه کاله کيږي چې په کنړ ، نورستان او ننګرهار یې سور اور بل کړي دی . په سلګونو خلک مړه او ټپیان شول ، په لس ګونو زرو کورونه وران شول اوزیات شمیر خلک دې ته اړ شول چې سیمي پریږدي. اوس مهال پاکستاني اردو سرحدی خلکو ته ګواښ کړي دی چې خپل کورونه پریږدی.
خو د کابل اداره په دې سر نه ګروي.د هغوی له پاره د افغانستان ملی حاکمیت، د خاورې تمامیت او د خلکو امنیت اهمیت نه لری دوی دا جرات هم نلری چې خپلو سرتیرو ته امر وکړي چې د خپلو پوستو څخه ساتنه وکړی.
په کابل کې واکمنی ډلې دا زړه نه شی کولی چې د تهران او پنجاپ په وړاندې د افغانستان د ملي ګټو دفاع او ساتنه وکړي. دا ځکه چې د خلکو په اصطلاح د دوی خولې د اوبو ډکې دي.
د دا ډول ډلو څخه د ملي ګټو خوندي کولو توقع کول ، د ځان تير ایستل دي.
د افغانستان تاريخ په دې شاهدي ورکوي چې يوازې د لوی احمدشاه بابا، تيمور شاه او شاه زمان څخه په غير يوه واکمن هم ملی ګټې تر شخصي ګټو لوړې نه دي ګڼلي. همدا د دوی د ځان غوښتلو نتیجه ده چې تر اوسه افغانستان ټوټي ټوټې دي. او لوی افغان اولس د کړاوه ډک ژوند تیروي.
د افغانستان خلک دې چې د هیواد د خپلواکی د تر لاسه کولو او ساتلو له پاره مبارزه کړي ده او دا مبارزه تر اوسه روانه ده او دا مبارزه به بریالی شي.
د افغانستان خلکو د ډیر مجبوریته د امریکا د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو سره د ستراتیژیک تړونونو د لاسلیک له پاره غاړه کیښوده. دا ځکه چې:
• لومړی په تیرو دیرشو کلونو کې ایران او پاکستان په افغانستان په ډيره بې شرمانه توګه تیري پیل کړي دی او دا هیواد یې په بشپړه توګه وران کړ. په میلیونو خلک یې ووژل او دا بهیر تر دې شیبې پورې روان دی. د افغانستان خلکو ددې له پاره چې ددې هیوادونو د مستقیم تیري څخه ځان په امن کړي وي په مشورتي لویه جرګه کې یې د امریکا سره د ستراتيژیک تړون د لاسلیک سلا ورکړه.
• زیاتې هغه ډلې چې په ایران او پاکستان کې جوړې شويدی . دا ډلې په افغانستان کې هم سیاسي واک لري او هم په وسله والو ځواکونو کې پراخ نفوذ لري. دا ډلې د هیواد په مختلفو برخو کې په سلګونو زره ملیشاوې لری . دا ډلې د امریکایانو په بشپړه توګه د وتلو په صورت کې به په افغانستان کې خپل منځې جګړې پیل کړي . دا ځل به د دوی جګړې د پخوا په نسبت ډیرې وژونکي وي. همدا خبره وه چې د دا ډول د جګړو د مخنیوی له لپاره خلکو د امریکا سره د ستراتيژیک تړون د لاسلیک له پاره رایه ورکړه.
• تروریزم او القاعده دا هغه څه دی چې په سیمه کې د پنجاپ او تهران د بهرني سیاست مهم توکی جوړوي. القاعده د پنجاپ په واسطه جوړه شوي او تر ننه ساتل کيږي. د افغانستان خلک د نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې په افغانستان کې د جګړې جرړی نه شته بلکې هغه د پنجاپ څخه په افغانستان باندې تپل کيږي.
باید وویل شي که چیرې دواړه ګاونډیان او په ځانګړي توګه پنجاپ دې ته تیار شي چې په افغانستان باندې د تیري څخه لاس واخلي او په دې هیواد کې لاسوهنه بنده کړي او یا هم تهران د یادو عملونو څخه ډډه وکړي ، نو په هغه صورت کې افغانستان اړ نه دی چې د لویدیزو هیوادونو سره په امنیتي ډګرونو کې ستراتیژیک تړونونه ولری.
خو داسې ښکاری چې پنجاپ په دې لټه کې دی چې په غیرمستقیمه توګه د افغانستان واک تر لاسه کړي. ددې تړون څخه د پنجاپ موخه د ډيورينډ کرښې ته د رسمیت ورکول دی. هغه څه چې د افغانستان خلکو او په تیره بیا ټولو پښتنو او بلوڅو له پاره د منلو وړ نه دي.
په حقوقي لحاظ سره د کابل اداره یوه غیر مشروع اداره ده دا اداره په تش په نامه جعلي ټولټاکنو کې رامنځته شوي ده او د افغانستان دخلکو استازيتوب نه شي کولی. که چيرې په هیواد کې په واقعي ډول رڼې ټولټاکنې تر سره شي اوسنې واکمنې ډلې به د واک څخه ګوښه شي.
همدا خبره ده چې دافغانستان خلکو ته د اوسنې ادارې کړنې د باور او تصدیق وړ نه دی او نه یې منې. دا ځکه چې په افغانستان کې به داسې کورنۍ نه وی چې د پنجاپ او تهران له خوا یې داغ لیدلي نه وي .
د افغانستان خلک حاضر دي چې د پنجاپ سره ستراتيژیک تړون لاسلیک کړي خو هغه شرطونه لري:
• بنجاپ باید په سیمه اونړی کې د خپل د تروریستي او مداخله ګرانه سیاست ته د پای ټکی کیږي. او ټول هغه زیانونه یې چې له دې لارې د افغانستان خلکو او د نړی خلکو ته رسولي دي باید تاوان يې ورکړي.
• پنجاپ باید په سیمه کې د خپلو استعماري پالیسیو څخه ډډه وکړي. ټولو هغه اولسونو ته چې د پنجاب تر اشغال لاندې دی باید د هغوی ازادي په رسیمبت وپيژني.
• افغانستان څخه ټولې بیلې کړل شوي سیمې بیرته افغانستان ته را ستنې کړل شي. او د افغانستان طبعي سرحدونه چې د امو سین او اباسین ترمنځ دي د پنجاپ او نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت وپيژندل شي.
• پنجاپ باید په سیمه کې د وسلو مسابقې ته د پای ټکې کیږي . د پنجاپ اټومي وسله د افغانستان او سیمې له پاره لوی ګواښ دی.ډیره شووني ده چې دا بمونه به افغانستان باندې استعمال کړل شي. نو له دې امله باید دا سیمه غیر اتومي وګرځول شي او د هغه هیواد بمونه شنډ کړل شي.
• د بنجاپ په تعلیمي سیستم کې چې د نورو هیوادونو او خلکو په وړاندې کرکه راپاروي باید بدلون راشي او د هغه هیواد بچیانو ته د نورو خلکو سره د ورورګلوي لوست ورکړل شي.
که چیرې د پنجاپ هیواد دا پورتني پنځه شرطونه پوره کړل په هغه صورت کې افغانستان باید ددې هیواد سره د برابری په بنسټ ولاړ تړونونه لاسلیک کړي.
خو که چیرې پنجاپ پورتنیو شرایطو ته غاړه نه ایږدي اړینه ده چې افغانستان د خپلو ټولو امکاناتو په نظر کې نیولو سره د پنجاپ تر اشغال لاندې د افغانستان د خاورې د بیرته ستنولو له پاره د قانوني او مشروع لارو هلې ځلې وکړی.
دا یو واقعیت دې چې پنجاپ هیڅکله دې ته تیار نه دی چې پورتنیو شرایطو ته غاړه کيږي. پنجاب وايي چې څه چې راسره دي هغه خو دي ، بلکې هغه نور غواړي:
• پښتون اولس باید په بشپړه توګه په افغانستان او یا د افغانستان څخه بهر وځپل شي.
• اسلام اباد باید د کابل ادارې ته کورنی او بهرنې سیاست وټاکي او هم په لوړو او حساسو څوکیو کې مقرري هم باید د هغې په خوښه واوسي.
• د افغانستان طبعي منابع باید په د اسلام اباد په مشوره استخراج شيٍ
دا ښکاره ده چې په افغانستان کې يو شمیر کسان به د بنجاپ دې غوښتنو ته غاړه کيږدي. دا ځکه چې د دوی له پاره شخصي ګټې تر ملي ګټو ډیرې مهمې دي. ډیر شمیر خلک وايي چې دې کسانو د اسلام اباد د چارواکو سره په خبرو کې دا شرطونه منلي دی. خو دا یې څرګنده کړي ده که چيرې دوی په بشپړه توګه په واک باندې راشي او په دې لاره کې اسلام اباد ورسره مرسته وکړي.
خو اوس داسې ښکاري چې د کابل په اداره کې واکمنې کړۍ غواړي په ډیره احترامانه توګه د افغانستان د تباهي او ددې هیواد د خلکو د اسارت سند لاسلیک کړي.
وروسته به دا دنده هغو په اصطلاح د ولسي جرګې وکیلانو ته وسپارل شي چې د پنجاپ د پټو سرویسونو سره اړیکي درلودې . همدارنګه بنجاب به په میلیونو ډالره د یو شمیر وکیلانود تطمیع له پاره وکاروي. د کابل اداره او د پنجاپ پټ سرویسونه به په دې بریالي شي چې هغه وکیلان چې په رښتيا د هیواد ملي ګټو ته ژمن دي په اقلیت باندې واړوی.
لکه چې پنجاپ په سیمه کې ستراتيژیک اهداف لري . د افغانستان خلک او د افغانستان اداره باید هم خپل ستراتيژیک اهداف ولري . او د هغې له پاره کار وکړي لکه څنګه چې ګاونډي هیوادونه یې کوي.
دافغانستان په ستراتيژیکو هدفونو کې باید تر ټولو مهم د افغانستان د لاسه وتلي خاورې بیرته خپل وجود ته راستنول واوسي. ددې موخې د عملی کولو د پاره د افغانستان ادارې ته اړینه ده چې د ټولو افغانانو چې د ډيورینډ د کرښې هغې خوا د خپلې ازادی او بیا یووالی له پاره جنګيږي ملاتړ وکړي.
افغانستان باید پنجاپ اړ کړي چې خپل پوځونه د افغانستان اشغال شويو خاورې څخه په شا او د اباسین سیند څخه پورې غاړه واړوي . په دې اشغالی سیمو کې د پنجاپ استخباراتي شبکې ړنګې او خلک پریږدي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي.
تر هغه چې افغانستان خپلو طبعي پولو ته چې اموسین او اباسین دی ونه رسیږي ترهغه په سیمه او نړی کې د سولې او امنیت تامین ناممکن او تش خوب دی.
ښاغلی حامد کرزی د کابل د ادارې مشر باید د پاکستان سره د هر ډول هغه تړون چې په سیمه کې د پښتنو او بلوڅو په برخلیک باندې ناوړه اغیزه کوي لاسلیک نه کړی. او دا ډول تاریخې تور د شرمه ډک داغ په خپله ټنډه ونه لګوي.
همدارنګه اړینه ده چې د افغانستان خلک د کابل ادارې د تسلیم طلبه ، ډارنو او ځان غوښتونکو مشرانو ددې ناوړه تصميم چې د پنجاپ سره د ستراتيژیک تړون په نوم د اسارت د تړون د لاسلیک په وړاندې په کلکه غبرګون وښيي. او پرینږدي چې تاريخې افغانستان خپله ازادې په بشپړه توګه د لاسه ورکړي .
په دې تړون کې به افغانستان هیڅ لاسته رانه وړي بلکې هرڅه به د لاسه ورکړي او کتونکو په باور به په غير مستقیمه توګه افغانستان به د پنجاپ پنځمه صوبه وګرځي.