د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بر یښنالیک امنیت

آغا محمد حیدری 29.09.2012 23:00
د بریښنالیک امنیت
څنګه کولای شی خپل بربیښنالیک خوندی کړی
لکه څرنګه چی ګورو دانټرنیټ په خیا لی نړی کی هره ورځ ۶ میلیا رده بر یښنالیکونه تبا د وله کیږی ،خلک یی د تجا رت ، لرزد ه کړی ، رو غتیا ، ز را عت ، او د ژند په نورو حیا تی برخو کی د معلو ما تو د را کړی ور کړی لپا ره په کا ر وړی ، ولی ډیر بریښنالیکونه په ا نټرنیټی قوانینو نه دی جوړشوی ، همدا لامل ده چی هغه بریښنالیکونه چی په انټرنیټی قوانینو نه وی جوړشوی د انټرنیټی غلو تربریدو لاندی راځی ،



د د لپاره چی ستا سو بر یښنا لیکونه د انټرنیټی غلو تر بریدو لاندی را نشی نو لاندی لارښونو ته ځیر شی .
۱ - له رسمی بریښنالیک نه په شخصی کارونوکی ګټه مه اخلی
که وغواړی چی په دفتر کی خپل شخصی معلومات کوم دوست یا ملګری ته واستوی ښه ده چی د یا هو ، جیمیل ، یا ها ټمیل نه
ګټه واخلی .
۲ - داړتیا په مهال له BCC نه ګټه واخلی
که وغواړی چی مختلفو کسانوته بریښنالیکونه واستوی ، چی یوله بل سره وه نه پیژنی ښه لاره یی داده چی له BCC نه ګټه واخلی چی د Blind Carbon Copy په معنی ده ، چی د د کا ر په وسیله سره کولای شی د Spamلیږونکو لاسونه غوڅ کړی ترڅو د ستاسو د نورو د وستانو بریښنالیکونه تر لاسه نه کړی .

۳ – په ګروپی ډ ول بریښنالیکونه Forward نه کړی
ځینی مهال داسی بریښنالیکونه کیداشی ستاسو اکونټ ته راشی چی د غه بریښنالیک ۱۰ نفرو ته ولیږی کیداشی د خوښی زیری ترلاسه کړی ، کوښښ وکړی چی دغه ډ ول بریښنالیکو نه چاته Forward نه کړی .





۴- خپلو ملګرو ته Spam مه جوړیږی ، د غه بریښنالیکونه د نه غوښتونکو بریښنالیکونو په نامه هم یا د یږی چی په تبلغاتی بڼه ستاسو په اکونټ کی را څرګند یږی د دی لپا ره چی د Spam له شرنه خلاص شی ، باید خپل میل سرور (Exchange Server) په یوخوند ی ځای کی ځای پر ځای کړی او پر میل سرور باندی مو د Spam پیژندلو سافټ ویر انسټال کړی ، که چیر ته مو بریښنالیک ترلاسه کړ ، او ډاډ من شوی چی Spam ده لومړی باید دا ډ ول بریښنالیک خلاص نه کړی ، اوکه په اشتباه دغه بریښنا لیک تاسو خلاص کړ، کوښښ وکړی ځواب مه ورکوی ، د امکان په صورت کی د غه بریښنالیک له منځه یوسی ، ځینی مهال چی ستاسو میل سرور په سم ډول کار ونه کړی نو په لسګونو بریښنالیکو نه ستاسو له پتی نورو ملګر ته ځي .



۵- د بریښنالیک د پرانستلو پرمهال لومړی ډاډمن شی چی بریښنالیک د چا له لوری راغلی بیا بریښنالیک خلاص کړی .
۶- (Attachment) فایلو نه هغه مهال خپل کمپیوټر ته ډونلوډ کړی چی رالیږونکی یی په کامل ډول وپیژنی ، اوستاسوته دباور وړوی کیداشی له یو جعلی یا غلا شوی بریښنالیک سره مخ شی ، نوموړی فایلونه له خلاصیدو څخه وړاندی په Anti Virus باندی Scan کړی یا د بریښنالیک له رالیږونکی سره یی د امکان په مهال ټیلفونی اړیکه ونیسی .
۷- د (Sniper Spy) جاسوسی سافټ ویر څخه په کمپیوټرکی له انسټالولو نه مخنیوی وکړی .
دغه سافټ ویر کولای شی ستاسو له کمپیوټر نه ټول هغه پټ معلومات چی ستاسو یی په کمپیوټر کی کاروی هغو انټرنیټی غلو ته ولیږی چی د ستاسو په کمپيوټر یی سافټ ویر انسټال کړی ، نوموړی سافټ ویر کولای شی ستاسو په انټرنیټی شبکو کی د سرورونو ، اوبریښنالیکونو پاسورډونه انټرنیټی غلوته هم په لاس ورکړی ، عموما دغه سافټ ویر دانټرنیټی غلوله لوری دشبکو کارکونکوته د بریښنالیک له لوری لیږل کیږی .
۸- د بریښنالیک په متن کی دانټرنیټی صفحو لینکونه مه خلاصوی ، که اړتیا وه چی دغه لینکونه راخلاص کړی نودنوموړو صفحو لینکونه په نوی Internet Browser کی راخلاص کړی .
۹- د خپل بریښنالیک پته په هر انټرنیټی فورم یالست کی مه ځای پر ځای کوی ، ډیری هغه انټرنیټی پاڼی چی ستاسونه دبرښنالیک پته غواړی دپوره امنیت درلودونکی نه دی ، تاسو کولای شی د دی ډول انټرنیټی فورمو ډکولو لپا ره له موقتی بریښنالیکی پتی نه ګټه واخلی

۱۰- د بریښنالیک لپا ره له ساده شفر(Password ) نه ګټه مه اخلی
څیړنی څرګندوی چی دانټرنیټ په نړی کی په میلونونو دانټرنیټ کارونکی له یوډول شفر (abc123,password,123456) نه ګټه اخلی ، د شفر لپاره د داډول سا ده کلیمو کارونه د انټرنیټ کا رونکی له جدی ستونزو سره مخ کوی ، او انټرنیټی هکران په اسانی سره کولای شی ستاسو شفر (Password)وپیژنی ، اوستاسو پټ معلومات ستاسو له اکونټ نه غلا کړی ، لوی ستونزی هغه مهال رامنځ ته کیږی ، چی د ا ډول ساده شفرونه د بانکی اکونټونویا حسابی کارتونو لپاره وکارول شی .
(جف ماس ) یو پخوانی هکر ده ولی اوس مهال له یو امنیتی انټرنیټی شرک سره کار کوی ، دانټرنیټ کارونکو ته دا سپارښتنه کوی چی له یو داسی شفر نه ګټه واخلی چی د ۱۲ حروفو درلودونکی وی (A-Z,a-z,0-9,$# ) چی د انټرنیټی غلو لپاره ددی ډول شفر پیژندل ستونزمن کار ده
په همدی ډول دمایکروسافټ شرکت اعلان کړی چی د مایکرسافټ دویندوز په راتلونکو نسخو کی به څوک ونشی کړای چی له ساده شفرنه کار واخلی .
۱۱- په هر کمپیوټرکی خپل رسمی بریښنالیک مه خلاصوی
که وغواړی چی بریښنالیک موپه انټرنیټ کلب یا دکوم ملګری په کمپیوټرکی راخلاص کړی ، لومړی هغه کمپیوټر وګوری چی کوم ډول سافټویرونه په کی انسټال شوی دی ، دجاسوسی داسی سافټویرونه شته چی کولای شی ستا سو دبریښنالیک شفر وپیژنی اوانټرنیټی غلو ته یی په لاس ورکړی .
۱۲- د بریښنالیک د استولو په مهال له بریښنایزلاسلیک (Digital Signature) نه ګټه واخلی ، که چیری کوم انټرنیټی غل ستاسو بریښنالیک ته لاس رسی پیداکړی ، که ستاسو بریښنایز لاسلیک ورسره نه وی نشی کولای نوروته جعلی بریښنالیکونه واستوی .
۱۳- که د بریښالیک دلیږلو لپا ره له یو خوندی کمپیوټرنه ګټه واخلی ، په هغه اندازه به ستاسو بریښنالیک هم خوندی وی په خپل کمپیوټرکی انتی وایروس Anti Virus داوردوال (Firewall) اوجاسوسی ضد سافټویرونه انسټال کړی .
۱۴ – له فیشینګ بریدونه ځان وساتی
دا هغه طریقه ده چی انټرنیټی هکران ورنه ګټه اخلی ، دوی غواړی چی ستاسو پټومعلوماتوته لکه د برښنالیک نوم ، اوشفرته لاس رسی پیداکړی ، دوی په جعلی بڼه ستاسو ته بریښنالیک رالیږی ،تاسو فکر کوی چی دغه بریښنالیک دکوم بانک ، شرکت ، پوهنتون ، یاکومی دولتی اداری نه ستاسو ته رالیږل شوی ده ، تاسو سمدلاسه دوی ته ځواب ورکوی دځواب په ورکولو سره خپل پټ معلومات ددوی په اختیار کی ورکوی .