د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا محکمه په چا ملنډې او چاته حق ورکوي؟

حبيب الله غمخور 28.09.2012 01:15

د۲۰۱۲ زکال سپتمبرپر ۲۴ دشپې  ډير ناوخته دبې بې سي پښتو ويبپاڼي ته سرورښکاره اوهلته مې تردې سرخط لاندي ((فضل احمد فقیریار د 'دروغو' ویلو په تور نغدي جریمه شو))يوډير جالب خبرچي دلوستودپيل نه بياترپايه مې پرې خندل اوحيران پاته سوم چې دازموږ په ملک کښي حه تېرېړي او دولتی چارواکي موپه څه اخته دي ؟ ولي ئي په دولتداری سرنه خلاصېږي ؟ ولي نړيوال پر موږ خندوي ؟ اوولي له خپلوکړنوڅخه نه شرمېږې؟ داډول محکمه اوپرېکړه خومادبشريت په تاريخ کښي نه ده لېدلې .اخيردشرم ځاي دي چي يوه محکمه خپل وخت پرداسي مسله ضايع کوي چي پايله ئي ۱۵۰۰۰ افغانی جريمه وي .

پدې خبرکښي کي راغلي چې د کابل یوې استیناف محکمې پخپله علنی محاکمه  کښي دلوی څارنوال مخکنی مرستیال فضل احمد فقیریار د دروغو ویلو په جرم پنځلس زره افغانۍ نغدي جریمه کړ. اوښاغلی فقیریار د محکمې له پرېکړې ناراضه او ویل یې چې د یوې بلې محکمې غوښتونکی دی.خو د ښاغلي سپنتا وکیل ادعا کړې ده، چې ښاغلي فقیریار له ځینو بهرنیو او کورنیو رسنیو سره په څرګندونو کې د ښاغلي سپنتا شخصیت ته زیان رسولی دی .

فضل احمد فقیریا دوه کاله مخکې ادعا کړې وه، چې د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا ددې لامل شوی، چې د هېواد ۵۰۰ زره ډالر د لېږد یوه بهرني شرکت جیب ته ولوېږي او بېرته راونه ګرځي.

د فضل احمد فقیریار او رنګین دادفر سپنتا قضیه پر ۱۳۸۶ هجري لمریز کال پورې تړاو لري، چې هغه وخت ښاغلی سپنتا د بهرنیو چارو وزیر و.

خو ښاغلي فقیریاردمحاکمې پرمهال وویل،هرڅه یې چې ویلي اسناد پرې لري او له خپل ځانه دفاع کوي .

د محکمې د ناستې په پای کې، ګمارل شوو قاضیانو ښاغلی فقیریار په دروغو تورن کړ او وویل چې پنځلس زره افغانۍ باید نغدي جریمه ورکړي.

په حقيقت کښي ددې اونورمسائيلوپر بنياد چي ويل کيږي ښاغلي فقیریار  ددې سره هم مخالفت کاوه چي دپارلماقن ته داسي وزيران معرفی کيږي چي چي په دسولتي فساد ککړ گڼل کيږي اوپردوسيوئي کار کيري همدا ډول دده په وينا سفيران او واليان هم له څارنوالی سره دفساد دککړتيادوسيې ليري .په يوه خبره ښاغلي فقیریار هغه وخت يعني شاوخواشپرکاله پخواپه ډاگه وويل چي لوي څارنوال اوښاغلی کرزی ددولتي فساد سره دمبارزي پر مسله سوداگري کوي همدا دوي دي چي ددغې پروسې مخه نسي کوم چي بايد په دولتی فساد ککړکسان په هرمقام کښي چي دقانون منگلوته وسپارل سي . دادی پسله شاوخواپنځه کاله وروسته هغه بېچاره دګمارل شوو قاضیانولخواپه دروغو تورن کړ او پنځلس زره افغانۍ باید نغدي جریمه کړ.

ډيره جالبه اوزموږ دعدلي اوحقوقی ارگانوددولتي فعاليت روښانه بېلگه داده چي کله دلوي څارنوالی دپخواني مرستيال اودجمهوررئيس دملي امنيت سلاکار  ښاغلي سپنتاترمنځ دوسيه پسله دومره ژريعني پسله پنځه کاله  په يوه ابتدائيه محکمه کښي فيصله کيږي ،دهغودې خداي چاره وکړي چي نه مرستيال اونه وزيردی اوپه کلنوپه زندانوکښي بې سرنوشته ناست دي .دېته وايي عدالت اوهغه عدلی ارگانونه چي ددولتي اونوروفسادونوسره دقانون اواسلامی شرعيت پر بنيادمبارزه کوي!!!

پر ځاي ئي ويلي :

اگر اين ملاهست واين مکتب              حال طفلان خراب ميبينم

که په خپاره سوی خبرکښي دمرستيال صاحب کالواوپرېشاني څېرې ته سړی متوجه سي داسي ښکاري چي ممکن نوروغوندي ئې رشوت نه وي خوړلی اوپه فسادککړنه وي  اوڅيرې نه ئي داسي ښکاري چي له دولتي مافياسره اړېکي نلري ځکه خوهم دده په ويناپه زوربېکارسوی اوهم چي نوري توري گوتی ئې نسوې پرې مښلاي يعني نورتورئي نسوپرلگولاي پدې نامه چي سپنتاته دي سپکاوی کړی سره له دې چې همدا بېچاره بياپر خپله دغه ويناله ډارنه منکرسو بياهم پر يوه عادي خبره جريمه کيږي . بي بي سی فارسي

کله چي ښاغلي سپنتاد۲۰۰۹ ز کال دسامبر پر ۱۹ په هغه سرخلاصي  ليک کښي  چې ښاغلي کرزی اوډله ايزورسنيوته ليرلی ووراغلي وه چي ((مقامهای دادستانی بفمند که با این آتش نمی شود بازی کرد.))

پدې ليک کښي زيات مسايل دفضل احمد فقیریار دورستيوڅرگندونوپه هکله وه کوم چي هغه (فضل احمدفقيريار) دډله ايزورسنيوپه ځانگړې توگه له نيويارک ټايمزسره داخبره وکړ ه په هغه فهرست کښي چي ولسي جرگې ته سپارل سوی د۲۱ دولتي لوړپوړوچارواکوچي دهغه جملېنه ۱۵ نفره په کابينه کښي شامل کسان  په دولتي فسادکي لاس لري ،هغه رسنيوته وويل چې پدې فهرست کي دښاغلي سپنتانوم هم شته .

خوکله چي دکرزی لخوادفسادککړوکسانوپه غوښتنه چي په يققين همدا شميره نه بلکې چي عادي خلک ئي حسابي شميرئي ددولتي چارواکوترشمير ډيرېږي په زوراوبېله دېنه چي خپل خبروي تقاعدته سوق شواوتربيلابيلوفشارولاندي راغلی مجبورسودسپنتاتر سرخلاصی ليک دوې ورځې وروسته خپلي پخوانۍ څرگندونې واخلي او نويارک تايمزیې په دروغومتهم کړ اووئې ويل  : ((نیویارک تایمز درمورد من این قصه را ساخته است . من با شدت این گزارش را رد می کنم.))  ۱۱ سنبله ،وبلاگ استقلال وازادي

رښتياهم ښاغلی سپنتاچي پر کرزی اوټولو دولتي چارواکوپسله هغه نه چي په پارلمان کښي ئې دعتمادرايه ترلاس نکړه په غوسه سوی وو، پداسي حال کښي چي دکرزی لخواپرهمدې ورته سپارل سوې چوکۍ دسرپرست دځاي ناستي په نوم فرمان صادرسو ښاغلی کرزی ته په سختوالفاظواوجملوگوته څنډنه کړې وه چي دمامورينودقانون له مخې ديوه دولتي مامور تر واک وړاندي وې .دبېلگې په توگه هغه په خپل لېږل سوی سرخلاصي ليک کښي کرزی ته ليکي : ((اگر دستگاه دادستانی شما واین همه هیاهو در باره مبارزه با فساد جدی است، پس باید مجدانه در پی کار رفت و نه این که با عزت و کرامت انسانها بازی کرد .

ښاغلی  سپنتا وړاندي ليکي :"با آنکه می دانم سودی نخواهد داشت، امروز از دستگاه دادستانی شما شکایت می کنم و عذرخواهی معاون سارنوالی را نیز نمی پذیرم."

همدا ډول ښاغلي سپنتادبې بې سي راډيوسره په خبروکښي په ډاگه وويل (( قصد او از انتشار این نامه این بوده است که به دادستانی کل "به شدت لازم" هشدار بدهد که با او دیگر "بازی" نکند و مقامهای دادستانی بدانند که "با این آتش نمی شود بازی کرد.))

ډيره جالبه خولاداچي سپنتاپه خپل ليک کښي ليکي چي ددې ليک نه موخه حق غوښتنه نده ځکه پوهيږي چي په دې نظام کښي دا يوبيهوده خبره ده ((. . .  این نامه برای "دادخواهی نیست، چرا که می دانم دادگری در این نظام حرف بیهوده ای است .))

همدا دولتي چارواکي اوهمدا دولتي ادارې پر خپل ځاي پاته دي يوازي دانابللي اويائي  ددوي سره دجوال خوله نسوه نيولاي په دولتي اداره کښي نسته،خو اوس همداسپنتادهمدې ترستوني په فسادککړي دولتي ادارې ددولتي چارواکو نه په پټو سترگودفاع کوي اوخپله ئې هم دجمهوري رئيس دملي امنيت دسلاکاردنده پرغاړه لري .

که دسپنتايوازي دا څرگندونه چي ((این نامه برای "دادخواهی نیست، چرا که می دانم دادگری در این نظام حرف بیهوده ای است .))بې بې سي

 ديوه دولتي ماموردخولي نه ددولتي کارمندانودقانوني صلاۓحيتونواودندوله مخې برسی شي نوسپنتاهم نه يوازي کرزی ته بلکي ټول نظام اوعدلی سيستم ته په سپکاوی کړي اوپر هغوئي هغه تورلگولي چي نه عدلي ارگانوترېنه پوښتنه کړې اونه هم ده خپله نوردامسله څېړلې ده. سوال دادی چي دغې محکمې ولي ښاغلي سپنتاسته هم قانوني جزانده ټاکلې چي يو وزير اوهغه هم دبهرنوچارووزير په حق اوصلاحيت داډول څرگندونې کوي ؟اوکه پدې فکروی  نودغه شخص څنگه کېداي سي داسي يودولت ته ژمن وي کوم چي خپله ئي دعدالت اوقانونيت نه بېگانه بولي .پدې صورت کي بايد له کرزی پوښتنه سوې واي چي ولې ئي دهيواد بهرنۍ چاري داسي يوچاته سپارلې کوم چي پر دولتی اداروهغه هم عدلی ارگانو باور نلري .پايله داده چي نه يوازي دڅارنوالی مرستيال دسپنتاپه خاطربلکي سپنتا  دولت ته دسپکاوی اوبې باوری اوکرزی پرداسي مهم مقام چي دبهرنيو چارو وزارت اودملي امنيت سلاکاردنده سپارنې په موخه جريم سي .

فکرنه کوم چي سپنتاصاحب دي له ټولوخطاواوتيروتنوڅخه خالي وي ؟ خلک وايي چي کله دبهرنيوچاروله  وزارت نه  ايسته کېده نوسمدواره ئي په کرزی اودولت پسي تبليغ پيل کړ ،مگرډير ژر دجرمنيانوپه غوښتنه جمهوري  رياست ماڼۍ ته  ورپورته سواوس ترهرچاخوشحاله اوددې فاسدنظام حقوقی مدافع دی .

زه نه وايم چي سپنتا ښه اويابداونه هم زماموخه دسپنتادکړنوڅېړل دي،دخندااوحيرانتياخبره ددې محکمې لخواپسله پنځه کاله داډول پرېکړه ده .ددولتي ادارواوپه ځانگړې توگه عدلي ارگانوداډول کړنې نه يیوازي داچي نړيوال راباقندي خندوي بلکي ددې ادارې په فساددککړتياروښانه بېلگه ده.

نورجنايتونه کم وه چي دې محکمې دسپنتادخوشحالولولپاره چي اوس دقدرت پر آس سپوردی يوتقاعدسوی مامور پدې نامه چي دښاغلي سپنتاپه اړوندئي دروغجنه ادعاکړې اويائي هغه ته سپکاوی کړي جريمه کړي . داچي دولتی چارواکي هريويعنی غوڅ اکثريت ئي ملت ته سکپاوی کوي اوملت چغې وهی داعادل قاضيان چيری دي اودخنداوړ خوداده چي دې محکمې بل کارنه درلود اوپه دې ملک کښي نوري بې انصافی کمې وې چي دايوغريب ئي پيداکړ .

زه نه دسپنتا سره څه لرم اونه هم د فضل احمد فقیریار نه دفاع  کوم ځکه ددولتي حاکميت پر وخت ئې دکارونوپه هکله کوم معلومات نلرم ،خواو دومره پوه سوم که ئي چوراوچپاول کړی واي اويادده په وينادښاغلي کرزی ،لوي څارنوال ،مرستيالانو،جنگسالارواوددولتی مافيادمشرانوسره لاس يو کړی واي په يقن سره تراوسه به پرخپل مقام پاته اوکرزی صاحب به په يوه مډال يانښان کله دانورچي پارلمان ئي په بې کفايتۍ له کاره گوښه کوی خوکرزی ورته دښه اوصادقانه خمت نښانونه ورکوي اوترهغه لاپر مهمه دنده په کارگماري .

ځکه خو زموږ ولس داخبره پرځاي کوی چي وايي، دښاغلي کرزي دحاکميت اودده دځان ساتنې په موخه دناروا مصليحتونوډکي پاليسی دپلي کېدوپه دوران کښي دفسادپر خلاف مبارزه جرم اوفسادقانونی کاربلل کيږي .

پدې هيله چي ددې په فسادککړي اودملت نه بېگانه چارواکونه لوڅښتن  ډير ژرخلاص کړي . ومن الله التوفيق