د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د فابریکوی صنایعو تخنیکی چارې سمون ته اړتیا لری

ډاکتر محمد نواب ویساند 26.09.2012 10:37

ډاکتر محمد نواب ویساند :
د فابریکوی صنایعو تخنیکي
چارې سمون ته اړتیا لري

د افغانستان د ملی اقتصاد په جوړښت کې د صنایع سکټور ، چې د ناخالصو محصولاتو د ونډې له مخې د کرنې سکټور نه وروسته دوهم ځای لری ، په دې وروستۍ لسیزه کې د دولت د بې غورۍ او بې کفایتۍ له امله په بشپړ ډول له پامه غوځول شوی دې . ددې سکټور اقتصادی ارزښت ته په کتو مې غوره و بلله چې د کار او فعالیت په ترڅ کې د یو شمېر تصدیو د ناسم منجمنټ ، د اړوندې تکنالوژۍ د کمزوری پوهاوۍ او د تخنیکی مطالعاتو د نیمګړتیا له کبله د یو شمېر راولاړ شوو ستونزو په هکله ، چې د اړوندو فابریکو په تولیدی بهیر یی ناوړه اغېزه درلوده ، یو څه وړاندې کړم .
ښکاره خبره ده ، چې ماشین د تولیدی وسیلې په توګه د ډېرو بیلا بیلو ساده او پېچلو ټوټو ( پرزو ) څخه چې هر یوه یې د ماشین د فعال ساتلو لپاره خپلې خپلې دندې تر سره کوی جوړ شوی او یو پېچلې جوړښت لری . چې له بده مرغه زمونږ هېواد یې تر دې دمه نه یواځې د تولیدولو جوګه نه دې ، بلکه د پېرېدلو او کارولو پر مهال یی هم تېروتنې لیدل شوی دي . همدا ماشین د انسان له خوا د ډېرو خورا زیاتو پوهنیزو او تخنیکي څېړنو وروسته د ډېرو پړاوونو ( مرحلو) څخه لکه حدس ، طرح ، ډیزاین ، د نمونې یا مودل جوړونې او ازمایښت نه تیریږی . د ازمایښت پر مهال یي نیمګړتیاوی په ګوته او د اصلاحاتو او بشپړولو وروسته د اړوندو مؤلدو موسساتو له خوا د اړتیا له مخې هست او بازار یا مارکیټ ته د خرڅلاو له پاره وړاندې کیږی . دا ماشینونه کیدای شي د خپلو جوړښتونو او تکنالوژیکي خصوصیاتو له مخې مونوفکتور ، نیمه میکانیزه ،بشپړ میکانیزه او یا اتوماتیک ډول د بشریت او د نړۍ د موجوداتو د غوښتنو د پوره کولو لپاره د ژوند په بیلا بیلو برخوکې پکار اچول کیږی . د افغانستان صنعتی تصدیو، په هېواد کې د مسلکی مهارتونو د کمزورتیا او همدارنګه د پوره وزګار بشری ځواک درلودلو له کبله د اتوماتیک ماشینونو رانیولو ته چې بیه یی هم ډېره لوړه ده ، زړه نه دې ښه کړې . دا ماشینونه د وخت په تېرېدو سره نه یواځې د کار او فعالیت یا ګټې اخستنې سره بلکه د اوږدی مودیز درېدو سره هم خپل تولیدی ځواک له لاسه ورکوی ، زاړه او له کاره لویږی . لکه څنګه چې همدا اوس د هېواد ټولې لویی فابرېکې د همداسې برخلیک سره مخامخ دي . او که یی پر خپل وخت له ســــــــــره څارنه او پالنه و نه شی ،کېدای شی ، ډېرۍ فابرېکې مخکې لدې چې خپل لګښت (پرې شوې لګښت ) جبران کړی ، له منځه ولاړې شی . بې ځایه به نه وي ، چې د افغانستان د اقتصاد په صنعتی ډګر کې دا ډول او دې ته ورته ځینې نورې لږو ډېرې نیمګړتیاوې ، کمزورۍ او ناخوالې په ډاګه او د حل لپاره یی غوره لاری چار ې په لیکنو کې د یو لړ وړانیزونو په وړاندې کولو سره مطرح شي .
لمړی ـــ د څــــارنی او پالنی پــه برخـــه کې :
ددې لپاره چې د تولید پر مهال د یوې تخنیکی ستونزی مخنیوی شوې وي ، ماشین او اړوند تجهیزات په دوامدا ر ډول فعاله ساتل شوي وي پکار ده چې د یو منظم او سستماتیک کنټرول او ساتنې لاندی وي .ددې کار د عملي کولو لپاره د څارنې او ترمیم ځانګړی پلان ته کلکه اړتیا لیدل کیږی . چې پدې ډول پلان کې د ماشینونو د ترمیم ډولونه ( د هغو د په خپل وخت پاکولو اوغوړولو نه نیولې ، ورځنیز ، اونیز او میاشتنی مراقبت ،منځنې او آن بیا تر بنسټیز یا اساسی ترمیم پورې ) په پام کې نیول کیږی . او دا هر ډول څارنه او پالنه یې د ماشینونو د خصوصیاتو او د هغوی د هرې برخې د استهلاک د دورې په پام کې نیولو سره ، چې له بده مرغه زمونږ په هیواد کې د تخنیکي پوهاوي د نیمګړتیا له کبله د یوې کوچنۍ تخنیکی ستونزې په خپل وخت د نه لېرې کولو له امله د دروند زیان د اوښتو امکان ډېر لیدل شوې دې . تجربو ښودلې چې د ځینو فابریکو په تولیدی څانګو کې ، د تولید د برخې مسئولینو د تولیدی کچې د لوړېدو له لاری د امتیاز د تر لاسه کولو لپاره پرته له دې چې د ماشین د کومې برخې کاری او تخنیکې وړتیا او ځواک او همدا رنګه د تر لاسه شوو مصنوعاتو د څرنګوالې اړخ ته پاملرنه وکړی ، ماشنیونه په دوامداره توګه د تولید د لوړېدو په موخه چالان ساتي ، چې په پاېله کې د نورم له مخې د ترمیم په موخه د یو لنډ وخت پارچاوېدو د نه مراعاتولو له کبله ماشین یا ماشینونه له کاره لویدلي او د ګټې پر ځای یی د ډېر زیان د اوښتو امکان لیدل شوی دې . د یوې داسې راپېښېدونکو احتمالی زیان د مخنیوی په خاطر اړینه ده چې د یو ټاکلی او د تخنیکی پلوه سنجول شوی ګراف او مهالویش له مخې د فعالو ماشینونو پوره او په خپل وخت څارنه او پالنه وشی .
دوهم - د تــــــدارکـــاتو په بـــرخــــه کــــــې :
لکه څنګه چې د مخه مو ورته اشاره وکړه د سپکو او درندو صنایعو د تولید وسایل او په تېره بیا ماشینونه له نورو ملکونو څخه د هېواد ځانګړتیاوو په پام کې نیولو سره پېرودل کیږی . نو د ماشینونو د رانیولو او وروسته بیا ورته د ا حتیاطی پرزو د تدارک او آن د هغوی د پکارولو په بهیر کې یو لړ کړنو ښې پاېلې ، چې لاندې یی یادونه کیږی ، له ځانه سره نه درلودې .
ـــ د نوو تجهیزاتو د رانیولو پر مهال : داسې هم پېښ شوی دي چې د اړتیا له مخې د څرخې پله د وړیو اوبدلو فابرېکې په شپېتمو ل کلونو کې د قالینو د اوبدلو یا تولیدولو لپاره یو څو نوی ماشینونه د یو زیات مقدار پېسو په بدل کې په داسې شرایطو کې چې افغانستان د مالی وسایلو د کمښت سره مخ وو د هغه مهال د شرقی المان د تکستیما کمپنۍ څخه و پېرودل . د خپلو تکنالوژیکی ځانګړتیاوو له مخې په دغه ماشینونو کې د افغانی وړیو څخه د اومو موادو په توګه کار اخستل د ستونزو سره مل وی . دا ځکه چې دغه ماشینونه د مرینوس وړیو د کارولو لپاره په پام کې نیول شوی وو ، چې د افغانی وړیو سره یی د الیافو د مقاومت ، پنډوالی (ضخامت ) او اوږد والی له مخې توپیر درلود . چې باید د مخه ور ته د تخنیکی – اقتصادی مطالعاتو پر مهال پاملرنه شوی وایی ، او هغه ډول ماشینونه پېرودل شوی وایی چې د افغانی وړیو سره یی اړخ لږولې ، تر څو یې د تولید پر وخت د داډول ستونزو مخه نیول شوی وایی .
ـــ د احتیاطی پرزو د رانیول پر مهال : دا چې یو زیات شمېر تصدۍ یې خورا زړی او له وخت لوېدلې ( دیمودي ) ، د مؤ لدیت او تولیدی ځواک کچه یې ټیته او د نورو بې شمېره ستونزو ترڅنګ ، چې روسته به په خپل وار وڅېړل شی ، یوه یې هم ددغه پخوانیو موسسو د استهلاک شوو تجهیزاتو دوامداره فعال ساتلو لپاره په مؤلدو بهرنیو هیوادونو کې د احتیاطی او اختصاصی پرزو( سفرپارت ) تدارک او موندل چې د ځنډ او خنډ سره مل وی ، دیادونې وړ ده . دا ځکه چې نوموړی هیوادونه د چټک پرمختګ او دمعاصری تکنالوژۍ نه په ګټه پورته کونې سره ددغه ډول پخوانیو ماشینونو د پرزو تولیدول یې لا وړاندې د پامه غورځولی دي . او که وموندل شي بیا هم د خپل کمښت او په ګدامونو کې د اوږدې مودې ساتلو د لګښت د ورزیاتولو له امله یی بیه لوړه تللې وی . سره لدې چې عرضه کوونکې کمپنۍ د زېرمتون ( ګدام ) د ژر خالی کیدو او له دې درکه د تر لاسه شوو پېسو د دوران په موخه د همداسې یو تقاضا کوونکو په لټه کې وي . که به د مخه د یو شمېر عادی پرزو جوړیدل د جنګلک ، د کابل صنعتی پارک او یا ځینی نورو موسساتو کې شونې وو هغه هم له بده مرغه لکه د هېواد د نورو بنسټیزو تاسیساتو په څېر ۹۰ مو ز کلونو کې د تنظیمی جګړو په ترڅ کې لمړی لوټ او بیا د اور خوراک شول . ددې ستونزو سره سره بیا هم هره تصدۍ د خپل وظیفوی مکلفیت له مخې د یوې ملي شتمنۍ په توګه باید فعاله وساتل شی ولې چې نه دي ساتل شوي . کېدای شي ، د ډېرو ماشینونو تخنیکی کره اسناد چې د اړتیا وړ پرزو د ځانګړتیاوو په هکله ترې د تدارک پر مهال معلومات تر لاسه شي د اړوندو متصدیانو په واک کې نه وي او ددغه نیمګړتیا له کبله اړوندې ادارې دې ته اړ باسی ، ددې پرځای چې د مناسب افر د تر لاسه کولو سره د اړتیا وړ پرزو دیزاین او رسم چې پکې د پرزی یا پرزو ځانګړتیا وی د اردر ور کولو پر مهال په ډاګه شوی وی ، ولېږدول شی ، خپله پرزه د یو ماډل (نمونې یا سمپل ) په توګه استول کیږی . چې دا مهال هغه سمپل هم د تصدیو اړوند تخنیکی تحویلخانو کې چې لا له وړاندې د ټوپکیانو ( حرفوی غلو) له خوا په لمړۍ ورځ د نورو لیږدیدونکو جایدادونو او شتمنیو سره یو ځای په بشپړ ډول چور شوی وی و نه موندل شي . متصدیان اړ دي ددغه ستونزی د هوارۍ لپاره د سمپل په توګه د مستعمل یا کارول شوې پرزی یا پرزو د لېږدولو له لاری آن که د یو مؤقت وخت لپاره د ماشین د ودریدو سبب هم شی خپل مشکل حل او خپله تصدی فعاله وساتی . د احتیاطی پرزو د رانیولو پر مهال د پوره دقت څخه باید کار واخستل شی . او سړې پدې ډاډه شی ، چې ایا د نورو کمپنیو څخه په نسبتآ ارزانه بیه د رانیوونکو پرزو چې د ورته مشخصاتو لرونکې وی ، بیا هم په همغه ماشین کې د کارونې وړتیا لری او نه ؟ دا ځکه چې یو مهال د بګرامیو نساجې د فابرېکې د سپڼسیو اوبدلو ماشینونو لپاره د اړتیا وړ ماکوګانو د رانیولو پر مهال په اردر کې ورته مشخصات د افر له مخې د نورو کمپنیو څخه چې په نسبي ډول ارزان وو، رانیول شوی وو . د یو زیات شمېر را رسیدلی ماکوګان د اصلی ( اختصاصی ) ماکوګانو سره ظاهرا هیڅ توپیر نه درلود ، ولې د تولید یا کارونې پر مهال یی یادې فابرېکې ته سرخوږی پېدا او فابریکه د همدې یوه قلم توکې د رانیولو له کبله د زیاتو ستونزو سره مخامخ شوه . دا په دې مانا چې د ماشین جوړولو هره کمپنۍ د خپلو پلورل شوو ماشین الاتو لپاره د ځان په ګټه د یو شمیر پرزو د اختصاصی کیدو په موخه یوه محرمه ځانګړې ځانګړتیا له ځانه سره لری . د تدارکاتو پر مهال دغه باریکی د نرخ له مخې نه بلکه د هغوی د اختصاصی توب له مخې و ارزول شی او بیا و پېرودل شی .
دریم ــ د غېر ماهرو کسانو د ګمارلو په برخه کې :
د موسمي تصدیو اخوا ،په یو شمېر نورو غیرو موسمی موسساتو او په تېره بیا د سپڼسیو ټوکرانو د اوبدلو په فابریکو کې د ثابتو کارګرانو سېوا د اړتیا له مخې کله نا کله داسې کسان هم په کار ګمارل کیږی چې په کرنه کې د فصولونو د اخستلو وروسته یادو فابریکو ته د کار موندنې په موخه مراجعه کوی چې د یو څه مودې کارکولو وروسته فابریکه پرېږدی او په کروندو کې د خپل اړوند لمړنیو کارونو د تر سره کولو لپاره بېرته مربوطه سیمو ته ستنیږی . دا نه یواځی د زده کړی او تجربې حاصلولو په وخت کې د مؤلدیت او د مصنوعاتو د څرنګوالی کچه راټیټوی او د تخنیکی او تکنالوژیکې برخې سره یې د نااشنایې او ناپوهۍ له وجه یو لړ ستونزې را پېدا کوی بلکې د کار په پرېښودو سره یې د کار ځای د خالیکیدو له امله د تولید بهیر ټکنې او لوی زیان پېښوی .
یوڅولـــــــــــــــــــنډې ســـــــــــــــپارښتـــــــــــــــــــــنې :
۱. ددې لپاره چې مو د تولیدی چارو د تر سره کولو پر مهال او یا هم د خدمتونو د وړاندې کولو په لړ کې کوم ځنډ یا خنډ نه وی پېښ شوې او کړنې مو دڅومره والی له مخې د کار د نورم او کچې سره سمون ولری او د څرنګوالی له پلوه معیاری وی د کار په بهیر کې د ورځنیو تجروبو د تر لاسه کولو تر څنګ په فنی اواساسی توګه د کار وسایلو پکارولو ته ، چې د تولید د عامل یو غوره او اساسی برخه جوړوی جدی پاملرنه پکار ده . ددې لپاره چې په راتلونکې کې د کومې احتمالی تخنیکي ستونزې مخنیوی شوې وی او یا هم د کومې ستونزی د اوارۍ لپاره په خپل وخت سره اړینې کړنې تر سره شوی وی ، ضرور ده چې مخکې له مخکې د اړوندو وسایلو تخیکی اسناد په ډېر غور سره داړوندو او مسئولو کسانو له خوا مطالعه او له مخې یې د ځانګړی ګراف پر بنسټ چې پکې د تخنیکي وسایلو د ځانګړو برخو د کارولو د وخت دوام او په ځینو مواردو د تعویض او بدلون اړتیا په ډاګه شوی وی په پام کې ونیول شی . تر څو د کار پر مهال د راپېښ شوو تخنیکی ستونزی یا ستونزو د رامنځ کیدو بنسټیز علت او انګېزه ډېر ژر په ډاګه او و پېژندل شی ، او هم په دې توګه ددغه عوارضو د له منځه وړلو لپاره د وخت د بې ځایه لګښت نه چې د کار عادی او نورمال پروسه زیانمنوی ، مخنیوې شوی وی .
۲. د تصدیواو موسسو په بیلابیلو څانګو کې په عملی توګه د کارکوونکو له خوا د ورځنیزو ځانګړو ورپورې تړلو کړنو د تر سره کولو په څنګ کې ، د کاری ځواک ، مهارتونو او د تولید او خدمتونو د کیفیت د لوړولو له پاره د کار دننه د لنډ مهاله زده کړو او روزنیزو چارو د سمبالولو لپاره د ځانګړو تدابیرو نیول او پلی کول ، چې د کار په بهیر کې یو لړ نوښتونو او خوځښتونو را منځ ته کولو ته له ځانه د وړتیا ښودنې له لاری ، لاره پرانیزی ، اړین دي .
۳. د نوو ماشینونو د رانیولو پر مهال د ډېر احتیاط او دقت څخه کار واخستل شی او د رانیول شوو تجهیزاتو تکنالوژیکی خصوصیات د کورنې موادو د ځانګړتیاوو سره سمون ولری تر څو په راتلونکې کې کومې ستونزی ونه زېږوی . په ډېر درنښت