د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان کرکټ بورډ دې فدراسون شي

عبدالصمد جلالزی 20.09.2012 14:46

په افغانستان کې اوس ځینې کړۍ چې کوښښ کوي افغان خپلواک کرکټ بورډ بیرته د ناکامه فدراسونونو په کتار ورګډ کړي. دا یو داسې تریخ حقیقت دی چې هیڅکله به یې افغانان د ظاهر اغبر، نسیم دانش، ډایانا او ای ټي سي ایف سره ونه مني.

داسې اوازې دي چې د افغان کرکټ په سر پټې معاملې شوي دي او په دې معاملو کې پورته کسان پوره رول لري. د افغان کرکټ لپاره په دې دیسیسه کې د پردې تر شا ډير اوږده لاسونه دي چې په پلې کولو کې یې ځینې پارلماني وکیلان او د چارواکو خپلوان مهم رول لري.

له بده مرغه په خوار او زار افغانستان کې د چارواکو، پارلماني وکیلانو د کمیشن کارانو څخه یوازې کرکټ پاک پاتې و خو اوس یې ورته سم پام شوی او هر یو خپلو کمیشن کاریو ته زور ورته کړی دی. ځینې کسان چې ځان ته د امریکا د قراردادونو په سر ملي تجاران وايي اوس د کرکټ په سر د پیسو ورکړه راکړه کوي چې دابه کرکټ ته په نزدې راتلونکې کې غټه صدمه او ضربه ورسوي.

داسې توطي روانې دي چې موږ  افغانان پرې خبر هم نه یو او لرې نه ده چې د افغان کرکټ د تباهۍ پلان د کابل تاریخي پوهنتون نوم بدلولو او د افغانستان څلور لارې د دښمنانو په نومونو نومولو په څېر عملي کړي.

د جنرال ظاهر اغبر په زړه دا کله ځایږي چې یو فدراسیون دې ترې خپلواک کړی شي او هغې دې هم د افغانستان د ټولو فدراسونونه په پرتله د ټولو څخه زیاتې لاسته راوړنې ولري.  همدرانګه محترم جنرال دا کله مني چې کرکټ دې زیات عایدات ولري او د دوی برخه دې پکې نه وي.  د جنرال څخه په المپیک کې د شفافیت په اړه څوک پوښتنه هم نشي کولی ځکه چې شاته یې د شمالي جنګي ټلوالې ټول جنرالان دي او هر یو د المپیک د عایداتو په صندوق کې خپله برخه لري ځکه خو د افغان المپیک ټول فدراسونونه په صفر کې ضرب دي.

نسیم الله دانش اوس د افغان کرکټ څخه د شخصې عقدو زور وباسې او د امریکنیانو سره یې چې په قراردادونو کې کومې پیسې پيدا کړي په مصرف رسوي تر څو ټول کرکټ بورډ په خپل نوم کړي. خو نوموړی دې ته نه ګوري چې د کرکټ بورډ چلولو اهلیت نلري او هسې د نورو خلکو په لمسون د افغان کرکټ د تباهۍ پسې راخستې ده.

ای ټي سي ایف چې په ځینې هیوادونو کې د کرکټ د نړیوالې شورا څخه ځینو برخه غوښتونکو خفه ډلو جوړه کړې اداره ده اوس په افغانستان کې هم خپل ملګري پیدا کړل او په ځینې هیوادونو کې کرکټ بورډونو ته د سر درد جوړ شوی دی خو په زیاتو هیوادونو کې د کرکټ بورډونو د قوانینو لاندې او ورسره په خوا کې کرکټ ته خدمت کوي. خو له بده مرغه افغانستان کې د کرکټ پرمختګ ته يي ځان خنډ کړی او څه چې ورته داخلي او بهرني بادارن وايي په افغانستان کې یې مخکې بیایي ځکه افغانستان خو د نورو د تجربو میدان دی.

همدارنګه یوه بله کورنۍ چې ځان ته بارکزیان وايي د پلار په شمول د ښځو د کرکټ په نوم یو ځای او بل ځای ته د جنرال اغبر په مرسته ځي راځي او د کرکټ بورډ څخه خفه دي چې ولې د ښځو کرکټ په خپله خوا کې نه نیسې او کار ورته نه کوي. خو په اوس وخت کې په داسې حساسو موضوعاتو کې کرکټ بورډ هیڅ ګوتې نشي وهلې ځکه که ګوتي ووهي کیدای شي د ذکورو کرکټ وسره د ستونزو سره مخامخ شي.

 ټولو په وطن مینو افغانانو د پورته دسیسي مخه نیول پکار دي کنه د ولسمشر څخه رانیولې تر چوکیداره پورې اوس په کرکټ بورډ لوبې کوي او خپل کمشونونه اخلي او د شمالي ټلوالې ټوپکي جنرال په زړونو کې ګوړې ماتوي تر څو افغان کرکټ در په در او خپل جیبونه ترې ډک کړي.