د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسي جرګه د اطلاعاتو او کلتور وزير استيضاحوي

پژواک خبري اژانس 18.09.2012 01:30

کابل (پژواک ٢٧ وږى ٩١): ټاکل شوې ولسي جرګه د راتلونکې شنبې په ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين استيضاح کړي.

د ولسي جرګې نايب منشي محمد فرهاد عظيمي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کار د جرګې د يو شمېر غړو د غوښتنې له مخې ترسره کېږي.
د اساسي قانون د ٩٢مې مادې له مخې، ولسي جرګه د خپلو غړو د شلمې برخې پر وړانديز كولاى شي، له هر يوه وزير څخه استيضاح وكړي.
د دې مادې له مخې، كه وړاندې شوې توضيح د قناعت وړ نه وي، ولسي جرګه د نه باور رايې موضوع څېړي.
په ياده ماده کې راغلي، چې له وزير څخه د عدم اعتماد رايه بايد صريحه، مستقيمه او پر پخو دلايلو ولاړه وي او دغه رايه د ولسي جرګې د ټولو غړو د رايو په اكثريت صادرېږي.
د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي چارو د کمېسيون رييس کمال ناصر اصولي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جرګې ٦٩ غړو په ليکلي ډول د اطلاعاتو او کلتور د وزير د استيضاح غوښتنه کړې ده.
د ده په وينا، سيد مخدوم رهين د څلورو دلايلو له مخې استيضاح کېږي.
د هغه د څرګندونو له مخې، له يادو دلايلو يو دا دى چې د يونسکو له خوا په ٢٠١٣ کال کې د اسلامي فرهنګ د مرکز په نوم د غزني د نومولو په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کړنې جرګه کافي نه بولي.
غزني ولايت په ۲۰۰۷ ميلادي کال کې د ليبيا هېواد طرابلس ښار کې د کلتوري وزيرانو په عمومي غونډه کې د اسلامي هېوادونو فرهنګي پلازمېنه نومول شوى، چې له هغه وخته تر اوسه نږدې ۷ کاله تېريږي خو په غزني کي د بيارغونې، امنيت، پوهنې او په نورو برخو کې داسې کارونه نه دي شوي، لکه څرنګه چې د غزني د خلکو او نورو هېوادونو هيله وه.
د کمال ناصر اصولي په وينا، په ټلوېزيونونو کې د مبتذلو سريالونو د خپرېدو نه مخنيوى او د بلخ په مرکز مزارشريف کې د ايراني ډيپلوماتانو په نوم د يوې کوڅې نومول د وزير د استيضاح دوه نور دلايل دي.
شاوخوا يوه مياشت مخکې د بلخ ولايت په اداري مجلس كې پرېکړه وشوه، هغه کوڅه، چې يو وخت په كې د ايران قونسلګري وه او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په كې اووه ايراني ډيپلوماتان ووژل شول، د همدغو ډيپلوماتانو په نوم ونومول شي.
د وږي په ٧مه د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي چارو په کمېسيون کې ويلي و، چې د ايراني ډيپلوماتانو په نوم د دې کوڅې د نومولو په اړه وزارت ته هېڅ ډول معلومات نه دي ورکړل شوي او دى په دې اړه معلومات نه لري.
د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي چارو د کمېسيون غړو په دې اړه نيوکې کولې او ويل يې چې دغه کوڅه بايد د ايراني ډيپلوماتانو په نوم نه واى نومول شوې.
دغه راز د اصولي په وينا، د رهين د استيضاح بل دليل دا دى، چې د روژې په ٢٧مه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په نوښت کنسرت جوړ شوى و، چې په خپله وزير هم په کې ګډون درلود.
پژواک خبري اژانس د اطلاعاتو او کلتور وزير د سکرتريت له دفتر سره اړيکه ونيوه، خو د دغه دفتر يوه چارواکي وويل، چې په خپله وزير نشته او دوى نه شي کولاى د ولسي جرګې له خوا د وزير د استيضاح په برخه کې څه ووايي.