د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هېواد لودیځ د ایران په منګلو کې

خان ولي کامران 16.09.2012 12:18

هرات: د هېواد غربي ولایتونو په ځانګړي توګه د هرات د لیدو هیله مې له د ولسمشر حامد کرزی حکومت له را دبره کیدو
راهیسي په زړه ګرځیده خو وخت او قسمت به راسره یاري نه ښودله او تردی دمه یې ساتلي وم، خو د پوهنې وزارت د
تخنیکي او مسلکي معینیت په چوکاټ کې د )افغان-هالنډ(پروژېه کې د کار له امله ددي چانس راته پیدا شو چې په دغه
روان عیسوی کال کې د هېواد له یو شمېر ولایتونو څخه لیدنه وکړم. څو میاشتي وړاندي په یو رسمي سفر کې د هلمند
ولایت ته تللی وم چې مطبوعاتو د خلکو پر وړاندي سور تنور ګرځولي او تګ ورته له مرګ سره خبری دی خو په عمل
کې بیا هغومره امنیت نه دی خراب لکه څومره چې بهر د خلکو په ژبه ګرځی، نو د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي
معینیت په چوکاټ کې د افغان- هالنډ د ګډي پروژي لخوا د )نایک ښوونیز انستیتوت( د دویم ښوونیز سمیستر لپاره سلو
نوو محصلینو ته اړتیا وه چې په هېواد کې د ځانګړې کانکور ازموینې له لیاری ورته ونیول شي نو د هېواد اوه ولایتونه
مشخص شول چې په دغو ولایتونو کې باید ازموینې واخیستل شي او نوی هلکان جذب شي. نو د هېواد د اوو ولایتونو له
جملي څخه په غرب کې پروت د فراه ولایت هم وو نو دغه ولایت ته هم د
تیر ځل په څیر چې هلمند ته د تګ لپاره چا زړه نه ښه کوه او بیا موږ
ورته لاړو نو دا ځل هم د فراه ولایت لپاره چا په اسانۍ زړه نه ښه کوه د
څو دلیلونو له مخي یودا چې په فراه کې د ناامنیو پیښي زیاتي دی او بل
وروسته پاتې لري پروت ولایت دی نو زه او سید حفیظ الله پاچا دواړه
دېته چمتو شو چې فراه ته ځو زموږ په کې هدف دا وو چې یو خو به
ولایتونه وګورو او بل خپل رسمی کارونه هم خلاص کړو نو په پلازمېني
کابل کې د بورد له جلسي وروسته پرېکړه وشوه چې د هرات له لیاري
فراه ته لاړ شو نو د جمعی په ورځ چې د عیسوی جولای میاشتي ۳۱ نېټه
وه چې د هرات ولایت په لوري له پلازمني کابل څخه را وخوځیدو او د یو ساعت او لس دقیقو هوایی مزل وروسته د
هرات په هوایې ډګر کې کیوتو.
د هرات هوایې ډګر نوی جوړ شوی او له پلازمیني کابل څخه په ورځ کې تقریبا تر پنځو زیاتي الوتنې لري، هوایې ډګر
ښکلي بڼه لري چې ترمینل یې هم د کابل د پخواني ترمینل چې داخلي الوتني تري اوس ترسره کېږي ډېر ښکلي دي،نو د
هوایې ډګر څخه د وتو پرمهال هیڅ کومه امنیتي تلاشی نه تر سترګو کیده او له میدان ترمینل سره نږدي د هرات ښار په
لوري د تګ لپاره په لسګونو ټکسی ولاړي دي چې نوبت یې ډېر په ښه شان سره ترسره کیده او د پلازمېني کابل غوندي
پکې ګډوډي نه وه چې موټرچلوونکې دي له ګریوانو څخه رانیسی نو دلته یې مسول شخص معلوم او هم د ټکسی نرخ تر
ښاره پورې معلوم وو چې په ښار کې به تر خپل ټاکلي ځای پوری رسولي او نرخونه یې د ۱۰۰-۱۵۰ افغانیو په شااوخوا
کې وه او موږ هم په یوه ټکسي کې د ښار په لوري چې په ښار کې راته ادرس نه معلومیده سپاره شو، نو په لاره کې مو
ټکسی وان ته وویل چې په ښار کې مو یوه ښه میلمستون ته یوسه چې د اوسیدو سهلتونه یو څه ګوزاره وکړي نو ټکسی
راسره ومنله خو موږ کوښښ کوه چې په هرات د میشتو خپلو دوستانو او ملګرو سره ټلیفوني اړیکي ونیسو ترڅو تري په
هرات کې د ځای پیداکولو مرسته وغواړو نو له ډېرو ټلیفونو وروسته مو د خپلی سېمي ننګرهار یو دوست )روستم( چې د
هرات په یو دولتی اداره کې کار کوه اړیکه وشوه نو هغه ته مو وویل چې موږ له میدانه په یوه ټکسي کې سپاره یو او د
ښار په لوری روان یو نو هغه راته وویل چې ټکسی وان ته ووایه چې مستقیا دی د هرات د مارکوپولو هوټل ته یوسي نو
همداسی وشول او په ښار کې له لږ مزل وروسته ټکسي وان د مارکوپولو په هوټل باندي ورننوته د تلاشی او چیک
وروسته د هوټل د معلوماتو له څانګي سره ولاړ وو چې یوځل بیا د روستم زنګ راغی او ویل چې زه په تورغنډۍ کې یم
او تیلفون بند بند کېږي نو ویل چې فون دهوټل د معلوماتو مسول ته ژر ورکړه نو همداسی مو وکړل له هوټل والا سره له
خبرو وروسته هوټل واله له موږ سره یو کس ملګری او یو ښه خونه راته راکړه چې د ارکنډیشن سربېره یې ټول سهلتونه
درلودل ځکه په هرات کې د جولای په میاشت کې ګرمې زیاتي وي نو یخ ځایونو او ارکنډیشنونو ته ډېره اړتیاوي که څه
هم موږ تر اوسه ددي نه یو شوي چې په کورونو کې دغه سهلوت ولرو خو له کور څخه بهر بیا د ارکنډیشنونو ته دیخ
کیناستو تمه لرو، نو وخت غرمه مهال وو چې لومړی ویده شو او بیا له ویدو کیدو وروسته مو د غرمي ډوډۍ وخوړه او
له ډوډۍ وروسته بیا ویده شو ځکه پاچا صیب ویل زه ویده کېږم کوټه یخه ده نو ماته خوب راځی نو زه هم په خپل
چپرکټ کې اخوا دیخوا اوړیدم ترڅو د ملګري پاچا صیب خوب مې پوره شي نو د مازیګر تر ۶ بجو پوري ویده وه چې
له خوب راپورته شو نو د اودس او د نماځه وروسته بهر
ووتلو ترڅو په ښار کې وګرځیږو نو د هوټل مخي ته له
څو تنو وپوښتل چې دښار د لیدوځایونه )پارکونه
( چېرته دي چې ورشو او لږ تفریح وکړو نو خلکو راته
په نیمه ایراني دری باندي چې ډېر هم پرې نه پوهیدو
ځکه ټوله لهجه ایراني وه او موږ د کابل پاړسو سره
یوازي بلد وو نو خلکو ویل چې په ښار کې ډېر
پارکونه دي چې تاسو که غواړي نو تحت سفر او یا
دملت پارک ته ورشي چې هغه ډېر ښکلي او خلک
ورته ډېر ورځی نو دسړک پر سر ولاړ وو چې ټکسي
پیدا کړو نو یوه ټکسی راغله او موږ لاس ورکړ چې په
هغه دوه تنه ناست ول کیناستو ،موټر چلوونکې په خټه پښتون وو ویل یې دا دوه کسه هغلته مخي ته چوک کې کیوزی او
تاسو به تحت سفر ته ورسوم نو له ټکسیوان سره په خبره مو فاینل کړه او کیناستو، ټکسی وان سره مو خبری کولای چې
ټکسی وان په لاره کې دوه تنو نورو ته هم موټر ودروه او ویل چې دا هم پښتانه دی او پښتانه زه له ورایه پیژنم نو له
موټرچلوونکې سره مو دهرات په اړه خبری کولای ویل چې دلته زیاتره پښتانه دي خو اوس یی خپل هویتونه بدل کړي او
په پښتو خبری نشي کولای هغه د طالبانو د حکومت له نسکوریدو وروسته د ولسمشر کرزی د حکومت پرمهال په لومړیو
کې د ځایی چارواکو څخه ډیري کولمي وخوړلي او ویل یې زیاتره پښتانه د طالب په نوم باندي وټکول شو او حتی داسی
کسان چې په یو نظام کې هم کار ندی کړی او یوازی د لاس مزدوری کوي هغه ووهل شول او په زور ورڅخه پسی او
نور جایدادونه اخیستل کیدل هغه په هرات کې پښتانه ډېر محکوم وبلل خو اوس هیله وښوده چې بیرته حالت یو څه نورمال
شوی او خلک عادی خپلو کارونو ته ځی او څه ستونزه نشته دی خو په ادارو کې اوس مهال هم د پښتون او غیری پښتون
د معاملي پرمهال له غیري پښتون څخه ډېره ننګه او ملاتړ کېږي. په همدي خبرو کې وو چې تحت سفر را ورسیده نو
ټکسي وان وویل چې دننه ټکسی نه پریږدي داچې تاسو میلمانه یاستی نو یو څه دننه به مو ورړوم چې ورنږدي شي نو
تحت سفر چې د یوې غونډۍ یا غره په لمن کې اباد شوي وو دننه ډېر ښکلي او په بوټو پټ وو چې شکل یې تپی تپی یو او
پورته تګ پکې یو څه انرژی مصرف کولو ته اړتیا لرله نو د پارک پاس سر کې د اوبو یو حوض جوړ شوی وو چې
ځوانانو پکې لمبیدل خو له هغه ځایه مو د ټول هرات ښار ننداره وکړه او ښار ور لاندي ډېر ښکلي ښکاریده، په بڼ کې له
حوض لیدو وروسته نورو میلو ځایونو ته ورغلو چې د ښځو او خلکو ډک وه او هیڅ د خلکو په اندونو کې داسی نه
معلومیده چې دا افغانستان دي او کیدای شي کومه امنیتی پېښه وشي خو
خلک په ډاډه زړه له خپلو کورنیو، دوستانو او ملګرو سره په ساعتیریو
بوخت وه چې د ساعتیری لپاره هر ډول سهلوت پکې ورته برابر شوی
وو نو د تحت سفر د لیدو څو شیبې وروسته بیرته په راوتو کې شو او
پاچا صیب ویل چې وخت کم دي او باید د ښار ډېري برخي وګورو نو
په همدي تکل له بڼ څخه را ووتو او بهر مو یوه ټکسی کرایه کړه چې
دا ټکسي وان هم په قوم نورزی وو خو متاسفانه داسی ایرانی دری له
موږ سره ویله چې موږ په ډېرۍ سختي کوښښ کوه د هغه په خبره پوه
شو، نو د تحت سفر چې د غره په لمن کې موقیعت لري له هغه سره
جوخت د ملت پارک په نوم اباد شوی چې دلته هم ډیر خلک د میلو لپاره راتلل ددغو دووو پارکونو په منځ کې د پنځه
ستورو په نامه یو هوټل هم تر سترګو کیده چې ټکسی وان ویل په دې کې د امریکا سفارت استازی اوسیږي خو رښتیا د
امریکا بیرغ پري له ورایه څرګندیده خو په دومره ښکلي جاده اباد وو چې مو فکر کاوه زه په کوم نږدي ګاونډی هېواد کې
یم ځکه له دغي ښکلي جادي وروسته د نوی ښار په لوری روان وو چې ښکلي لوی لوی دوه طرفه سړکونه وه له
پلازمیني کابل څخه جادی لویې او له ګردونو او زیاتو ترافیکو وسایلو پاکې وي نو په موټر کې د همدغو ښکلو سړکونو او
د سړکونو په غاړو کې د شته ابادیو په ننداره کې وو چې ټکسي وان موټر ودراوه او ویل تاسو د نوی ښار څلور لاری ته
را ورسیده نو دا چې د جمعي مازیګر وه نو د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره نه تر سترګو کیده نو د څلور لاري په طرف روان شو
چې څو قطعی یادګاری عکسونه پکي واخلو نو د چوک په منځ کې ځینی خلک ناست وه چې موږ هم د یو هلک چې کتاب
یې په لاس کې وو خواته کیناستو هغه د هرات پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصل وو او د ازموینی لپاره ځان چمتو کوه
خو موږ تري د ښار په اړوند پوښتني کولاي چې زیات معلومات یې نه درلودل او ویل چې زه د فراه ولایت اوسیدونکې یم
او دلته زده کړي کووم خو له هغه څخه روان شو په لاره کې مو څو د څپلیو او بوټونو پلورونځیو ته ورغلو چې ځانته
بوټونه واخلو ځکه زما په اوړي کې پښی چوي نو په همدي خاطر په اوړي او ژمي کې بوټان په پښو کووم نو دوکاندرانو
چې ټولو ایراني پاړسو ویلي پوهیدل پري مشکل وه خو له یو ماشوم دوکاندار څخه مو سودا وکړه.
په ښار کې همداسی پلي راون وو چې د شریخ او جوس په یو پلورنځی ور برابر شو نو هلته مو شریخ وخوړه له یو
شمېر کسانو سره مو خبری وکړي زیاتره خلک چې د ایران د مستقیم اغیز لاندي ویل په ښار کې د ایراني فرهنګي اغیز د
مخنیوي په اړه د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا هیڅ ډول
اقدام نشته دي او حتي زیاتره کیبلي او نور چینلونه د ایران نشرات
خپروي چې دا په خپله اغیز ته لاره هواروي.او ځینې وخت د
محلي چارواکو په مقررلو کې هم مستقمیا ونډه لري چې دومره
پکې د افغانستان د کابل اداره هم نلري. نو دغه وخت تیر ماښام
شوی وو غوښتل مو بیرته د خپل استوګنځي په لور روان شو چې
له خلکو مو پوښتني وکړي ویل ستاسو ځاي پورې شل دقیقه پیاده
لاره ده خو پاچا صیب چې یو څه ستړي معلومیده او زه د پلي تګ ملاتړي وو نو د پاچا صیب په خاطر مو ټکسی کرایه
او بیرته د خپل استوګنځي په لوري )مارکوپولو هوټل ( ته د شپی تیرولو لپاره روان شو.
سهار له چاوو خوړولو وروسته مو تصمیم وو چې فراه ته تګ لپاره باید چمتوالي ونیسو او هرات د فراه په نیت د څو
ورځو په مخ پرېږدو، نو له چاوو خوړولو وروسته د سهار د نهو بجو په شااوخوا کې له هوټل څخه یو څه وختي را ووتو
ترڅو د کابل بانک یوې څانګې ته ورشو نو په ښار کې روان وو چې ټکسی وان راته وویل د میدان ته په تلوونکې لارې
اوږدو کې بانکونه شته دي نو همداسی مو وکړل د ښار سره په خواکې یوې څانګې ته ورغلو چې هغوي ته په لیکه کې
تقریبا تر سلو زیات کسان له بانک څخه بیرون ولاړ وه نو موږ یو څه بېړه لرله د فراه په خاطر چې الوتنه راڅخه مس
نشي نو بانک ته مو له ورتګ څخه ډډه وکړه او دبل بانک په فکر کې شو نو په سړک باندې په موټرکې سپاره یو چې د
ښار او میدان ترمنځ واټن تقریبا د شلو کیلو مترو په شااوخوا کې دي سړک دوه طرفه او ښکلي اباد شوو شااوخوا زیاتره
ونې چې تګ پکې خوند کوي او ځینی دولتي تاسیسات لکه عامه روغتیا، د کرنې او تخمونو تولید ودانۍ او یو شمېر نوري
نظامي او غیری نظامي ودانۍ شتون درلوده، له ښار څخه ترمیدانه پورې له دوو ولسوالیو انجیل او ګذري څخه تیریدل او
د پښتون زرغون ولسوالۍ سړک ورڅخه په نیمه کې بیل شوي دي، خو د الوتنې د ټکټ په اساس له ټاکلي وخت څخه یو
ساعت مخکې میدان ته راغلو چې میدان ته د ننوتو پرمهال له څو تلاشیو څخه تیر شو او د پلازمېني کابل د میدان په پرتله
پکې تلاشي یوڅه مډرنه وه ځکه دوي یو سپي هم د تلاشي لپاره کاروه او په کابل کې تر اوسه په سپیو باندي تلاشي نه
ترسره کېږي خو له ټولو تلاشیو وروسته د میدان ترمینل ته ورسیدو او هلته د الوتني په انتظار مو شیبي شمېرلي خو کله
کله به اخوا دیخوا ګرځیدو او د هراتیانو حالت به مو څاره چې د خلکو ازادۍ هم پکې له کابل څخه کمه نه وه نو په همدي
فکرونو کې وم چې پاچا صیب راته فون وکړ چې چېرته یې هله ژر راشه پیلوټ راغلي او الوتنه نږدي ده نو رامنډه مې
کړه چې ګورم پیلوټ خپله کاغذ په لاس ولاړ دي او نومونه اخلي ځکه موږ څو تنه د ګوتو په شمار کسان وو چې په دغه
الوتکه کې فراه ته تلو ځکه دا الوتکه ډېره وړه او هرځای ته الوتنه کولاي شي چې له پیلوټ سره یو ځای دالوتکې په لور
راغلو پیلوټ زموږ بیکونه ځاي پر ځای کړل او د فراه په لور یې الوتنه پیل کړه .
فراه:
د څه کم یو ساعت مزل وروسته پیلوټ اواز کړ چې فراه ته نږدي یو نو موږ ځانونه برابر او د غره په لمن کې په خامه
کې جوړ د فراه په هوایې ډګر کې په سره غرمه کې کیوتو چې د امریکایې او نورو بهرنیو ځواکونو شوبلي او موټر
ترسترګو کیدي له میدان څخه د راوتو پرمهال هم ستونزه وه او لارښود مو هم نه درلوده او لاره مو غلطه او د امریکایی
ځواکونو په یوه هډه ور برابر شو موږ ویریدو هم چې بیکونه مو په شاه دي هسی نه د چا شک راباندي ونکړی له منځه
مو یو نیسی هسي به د املوکو په تول کې تللی و خو ویره او له ډار سره مخکي تلو ځکه موږ بله چاره نه درلوده د میدان
او د فوځیانو له هډی څخه باید دباندي ووځو ځکه لاره راته معلومه نه وه خو یو امریکایي فوځی چې له لري یې لیدلي وو
په موټرسیکل ته ورته یو شي باندي سپور زموږ په لور تیز را روان وو او له موږ څخه یې پوښتنه وکړه چې چېرته ځي
نو موږ ژر ورته وویل چې د فراه د
پوهنې ریاست ته ځو ترڅو ازموینه
په دغه ولایت کې واخلو خو هغوی د
فراه د پوهنې ریس ته زموږ په غیب
کې فون کړي وو چې میلمانه لري
پسي راشه خو د میدان څخه د راوتو
پرمهال د فراه والي صیب ډاکټرمحمد
اکرم خپلواک ته مو ژر زنګ وواهه
چې موږ فراه ته را رسیدلي نو له زنګ وهلو څخه یو د هغه خبرتیا چې موږ په میدان کې له ستونزو سر ه مخ وو او له
بلي خوا به راته د وتو لپاره زمینه برابره کړي نو د هغه دي کورودان وي وي ویل چې زه په کابل کې یم او ستاسو
بندوبست مو کړي او له دغي شمېرې سره په تماس کې شی چې موټر در واستوي، نو موږ د والي صیب له راکړل شوې
شمېري سره تماس ونیوه او هغه وویل چې دا دي رینجر به درولیږم خو له رینجر تر را رسیدو وړاندي موږ د فوځیانو له
هډی سړک ته را ورسیدو چې یو سپین موټر ولاړ و موږ ستړي او لمر وهلي یو نو غوښتل مو چې څومره ژر کیدای شي
باید د فوځیانو له هډی لري خپل د هدف ځای ته ورسېږو نو له سپین موټر څخه مو پوښتنه وکړه چې تاسو چا پسي راغلي
یاست نو زموږ نومونه یې واخیسته او ویل د پوهنې ریس را لېږلي یم چې په لاره کې د والي صیب لخوا له را استول
شوي رینجر چې له پولیسو ډکه وه سره مخ او بیرته مو په ځان پسي راتاو کړچې د ولایت مقام ته په نږدی کیدو سره د
پوهني د ریس له موټرڅخه ښکته او د ولایت د مقام په موټر کې د ولایت میلمستون ته راغلو.
د فراه ولایت د هېواد په لودیځ کې موقیعت لري چې د شمال له پلوه د هرات سره، جنوب له پلوه نیمروز، ختېځ له پلوه
هلمند او د لودیځ خواته د ایران له هېواد سره ۰۹۰ کیلو متره ګډه پوله لري، ددغه ولایت مساحت ۰۹۱۱۰۰ کیلومتره
مربع دي چې ۶۵۰ متره د بحر د سطحي څخه لوړ پروت دي، اقلیم د نورو ګاونډیو ولایتونو په پرتله یو څه وچ او په
اوړي کې د حرارت درجه تر ۰۵ سانتي ګرادو پورې رسېږیۍ چې په ژمي کې تند بادونه هم لري. فراه ولایت ټول ټال
۰۰۰۰۰۰۰ هکټاره زراعتي ځمکه لري چې له دغي جملي څخه ۵۶۰۰۰۰ هکټاره یې ځمکه یې اوبه لري، په فراه کې
زیاتره خلک په کرکیله بوخت دي چې زیاتره غلي داني او ځېني سبزیجات کري.
فراه ښار د اتو ناحیو سربېره لس ولسوالۍ لري چې تر ټولو ښار ته نږدي ولسوالۍ پشت رود ولسوالۍ چې له ښار څخه
۰۰ کیلومتره واټن لري او تر ټولو په لري واټن کې پرچمن ولسوالۍ پرته ده چې له مرکز فراه څخه ۱۰۰ کیلومتره لري
واټن کې پرته ده.
د فراه ښار:
د فراه ښار له اتو ناحیو څخه په هواره ځمکه د غره په لمن کې جوړ شوی دي دغه ښار د جلال اباد د ښار په پرتله د
ځمکي د مساحت له پلوه لوی او زیاتره سړکونه یې پاخه دي او په دغه لس کلن بهیرکې یو شمېر پانګوالو پکې ودانۍ
جوړي کړي چې د فراه سټي سنټر، د صرافي مارکیټ، خرما هوټل ترڅنګ ودانۍ له یادولو څخه دي، دښار خلک په پښتو
او دري ژبو باندي خبري کوي چې
دري تر پښتو څو برابره زیاته ده
خو خلک یې زیاتره له اره پښتانه
دي چې په دي وروستیو کې دري
ژبي ویوونکې شوي.د فراه په ښار
کې د مدني ټولنو فعالي غړي او
ژورنالیست محمدهمایون ذهین
راته ددغي ستون زي په اړه وویل
چې ده په ښار کې یوه څېړنه کې
چې په سلو کې ۸۰ خلک له اره
پښتانه دي خو خلک په دري ژبه کې عصری توب او ترقي ویني نو ځکه ټولو خلکو دي خواته مخه کړي ده،دده په وینا له
بلي خوا په فراه کې ټول ښوونځي په دری ژبه دي چې دغي ستونزي هم خلک دری ته تشویق کړي چې دحکومت لخوا
انډول په پام کې نه دي ساتل شوي، دهمایون په وینا په فراه کې د ۱۰۰ په شااوخواکې ښوونځی دي چې له دغي جملي
څخه ۳۳ بابه یی په پښتو ژبه دي چې هغه هم د ناامنیو له امله د فلج کیدو خواته روان دي. د فراه خلک بله لویه ستونزه د
ایران سره په پوله اوسیدل دي چې د جنګونو پرمهال هلته کډوال شوي او له هغه ځایه په راستنیدو سره په دری ژبه خبري
کوي او د ایران لخوا هم مستیقا لاس وهنه دوام لري چې زیاتره فرهنګي کسانو ته مشوري او په ایران کې چاپیدونکې
مطبوعات په فراه کې په ښکاره ډول خپروي چې د ځایي کلتوری ادارو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا په اړه هیڅ
غبرګون نه دي نو داسی ویره شته چې په نږدي راتلوونکو کلونو کې به افغانان خپل کلتور او فرهنګ له لاسه ورکړی که
دغسی مستقیمی مداخلی رواني وي.
ازموینه:
د فراه ولایت ته زموږ د سفر اصلي موخه په دغه ولایت کې د کرنې د مسلکي لېسو څخه د دولسمو ټولګیو له فارغیونو
څخه د ازموینې اخیستل وه ترڅو په پلازمېني کابل کې د کرنې ښوونیزملي انستیتوټ کې چې د هالند هېواد لخوا تمویل
کېږي جذب کړو، نو د همدی مقصد د بریالیتوب لپاره مو د فراه ولایت د ملي راډیو تلویزون او په فراه کې د شخصی
راډیوګانو فریاد او نوا ته د ازموینې اعلانونه ورکړل او د فراه له ملي تلویزون څخه د اعلان سربېره یو نیم ساعته خپرونه
کې د ماښام له پلوه پاچا صیب هم میلمه کړ ترڅو په پلازمېنې کابل کې د نایک
انستیتوټ او د کرنې په ارزښت خبري وکړي چې د فراه ځوانان تشویق او ازموینې
ته راشی ځکه فراه د ځمکي د مساحت له پلوه د هېواد له سرو ولایتونو څخه شمېرل
کېږي چې کرنې ته پکې ډېره اړتیا ده نو د راډیو ګانو او تلویزونونو سره د اعلان
اوخپرونو وروسته د ښار په بیلابیلو برخو کې مو په پنځوسو ورقو باندې د نایک د
انستیتوټ د ازموینې نېټه او اعلان هم وځړوه خو متاسفانه چې د ازموینې په ورځ د
فراه یو ځوان هم مراجعه ونه کړه او موږ دځوانانو په تمه ټوله ورځ د کرنې او وترنري په انستیتوټ کې تیره کړه چې
اخیر د فراه د پوهنې ریاست تدریسی مرستیال راغي او په غوږ کې راته وویل چې ددغي سېمي امنیت ښه نه دي او تیر
مازیګر هم په همدي سېمه کې یوه چاودنه شوي راځي چې د پوهنې ریاست ته ولاړ شو که څوک راغلل نو هلته به
ورڅخه مو ازموینه واخلو خو متاسفانه چې دلته هم څوک را نه غی او د فراه د پوهنې ریاست ته موپیغام ورکړ که څه هم
رسمي ورځ نه پای ته ورسیده خو موږ کولای د فراه خلکو سره د مرستي په موخه د جمعي تر مازیګره هم که څوک
اماده او چمتو وه نو موږ به تري ازموینه واخلو خو تر اخیره څوک را پیدا نه شوه او موږ تري نهیلي د شنبی په سهار د
کابل په لور تري را خوځیدو.
ښوونه او روزنه:
د فراه په ولایت کې د دری سوو په شااخوا کې ښوونځی شتون لري چې له دغي جملي څخه د خلکو په وینا د یولسو
ښوونځیو په شااوخوا کې په پښتو ژبه دي او پاتې نور ټول یې په دري ژبه دي،د خلکو په وینا د پوهنې وزارت دغه لوی
توپیر د اساسی قانون هغه ماده تر پښو لاندي کوي چې پکې ویل شوی چې زده
کړی باید په مورنې ژبه وي، د پوهنې ریاست چارواکي هم مني چې د پښتو
ښوونځیو ته کتاب لري نه معلم او نه نور سهلتونه خو بالعکس په دری ژبه
هرڅه لري چې د کتاب سربېره یی ټولي اړتیاوي پوره دي،د فراه د خلکو په
وینا په دغه ولایت کې لس سره ولسوالۍ دي چې پنځه یې د دولت په کنټرول
کې دي او پاتې د وسلوالو مخالفینو په ولکه دي چې هلته یو ښوونځی هم نه دی
فعال نو په فراه کې ناامنیو یوازي د پښتنو ځوانانو څخه ښوونځی اخیستی دی
چې دي ته ورته ستونزه د هېواد په ټولو جنوبی ولایتونو کې موجودي دي نو
دولت او طالب دواړه د پښتون د تباهي او له علم څخه د محروم کیدو لامل دي
خو ټولو لوستو پښتنو اوځوانانو ته پکار دي چې ددغي ستونزی په حل کې راپورته اوخپلو خلکو ته د پوهي ډیوي بلي
وساتي.
د فراه فرهنګي وضعیت:
د فراه فرهنګي وضیعت د هېواد د نورو دویمو درجه لرونکو ولایتونو په پرتله کمزوري او په هیڅ حساب دي. مثلا د فراه
د ملي راډیو تلویزون اداري راډیو په ټپه ولاړه او تلویزون د څلورو ساعتونو لپاره په دوه دری نفرو خپلي خپرونې مخکي
وړي نو ددولت یوازینې مرجع چې خلکو ته پکې خپل پیغامونه نشروي د سقوط له حال سره مخ ده، دملي راډیو او
تلویزون پرته په دغه ښار دوه نوري راډیوګاني چې یوه فریاد نومیږي او بله نوا دوی هم یوازی دڅو ساعتونو لپاره
خپرونې لري چې هغه هم زیاتره یې سندري دي.
په فراه کې نوری داسی چاپی رسنۍ هم نه تر سترګو کیدي خو د مدني ټولني یوه مجله چې د همګان په نوم یادېږي چې د
فراه په اړه یو څه خپرونې لري خو هغوی هم د مالي مرستو له امله په میاشتو
میاشتو خپروني د ځند له ستونزي سره مخ وي خو بیا هم د فراه ولایت یو څه
استازیتوب کوي، خو بل پلوه دایران لخوا مستقیا ځېني مطبوعات خپریږي چې د
یاد هېواد په ګټه دي او خلک د خپلی ملي مطبوعاتو د نه شتون له امله د ایران
مطبوعاتو ته پناه وړي چې په خلکو کې د ایران فرهنګ دومره اغیز کړي چې په
اسانۍ به یې سره بیل نشی کړي.
د فراه په ښار کې یو تاریخي قلعه شتون لري چې د فریدون په نامه یادېږي او په دغه قلعه کې سوونه کاله مخي د فراه
ښار موقیعت لره چې وروسته بیا ورڅخه اوسني ځای ته را ولیږدول شو، د فراه دفرهګیانو په وینا دغه قلعه د نړیدو له
جدی ګواښ سره مخ ده خو تر اوسه یې د ساتني په موخه دځایي دولتي اداري او د اطلاعاتو او کلتور وزارت هیڅ ډول
اقدام نه دي کړي،دخلکو په وینا که د ساتنې په موخه اقدام ونشی نو د فراه دغه تاریخی او فرهنګي پرتم به له منځه ورسره
لاړ شي چې ددغي قلعه شتون د فراه قدامت کې ډېره ونډه لري خو په افغانستان کې د فراه په څیر د هېواد په زیاترو
ولایتونوکې تاریخی شتمنۍ د له منځه تګ په حال کې دي چې په اړه د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت هیڅ غبرګون نه
دي ښودلي چې مسولیت به یی هم همدغو مسولینو ته راجع وي.
د فریدون کلا:
د فریدون کلا چې د فراه ښار شمال لوري ته ورانه او ویجاړه پرته ده ویل چې دغه کلا د فراه په ولایت کې ډېر لرغوني
تاریخ لري چې د وخت د جنګونو او په کلا کې د خپل سرو کیندنو له امله خرابه شوي ده . دغه کلا د ویناوو له مخي
زرګونو کلونو وړاندي اباده شوي چې پخوا د
فراه ښار هم ددغی کلا دننه موقیعت درلوده
چې وروسته بیا اوسني ځای ته را ولیږدول
شو خو د کلا د ساتني لپاره هیڅ اقدام نه دي
شوي او مخ په خرابیدو ده چې ډېر ژر به
فراوال دغه ارزښت له لاسه ورکړي. ویل
کېږي چې له دوه زره کل ونو زیات قدامت
لري، ددغي قلعه د ځمکي مساحت دری سوه
جریبو ته رسېږي چې د خامو او پخو ګل
لرونکو خښتو پواسطه جوړ شوی چې شااوخوا ۹۹ واړه او لوی برجونه لري. د فریدون قلعه دوه دروازی لري چې یوه د
کندهار او بله د هرات د دروازو په نامه یادېږي. د قلعه په سهیلي سېمه کې دوه قبرونه موجود دي چې خلک ورته د
)باباولي ( زیارت وایې چې د څلورنۍ په ورځ ورته زیاتره ښځي د سوالونو او دوعا لپاره راځي. د فراه فرهنګیان او
لیکوالان دفریدون قلعه په اړه د هېواد داطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي په دی ګرموي چې په دغه لس کلن حکومت
بهیر کې هیڅ کله هم ددغه قلعي د تاریخی قدامت او ساتلو په اړه ګام پورته نکړ او هره ورځ د ویجاړیدو خواته روانه ده،د
فراه خلکو د افغان حکومت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه چې د هېواد په اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې داسی کسانو
پر دندو و ګوماري چې هغه د خپلو تاریخي او ملي میراثونو ساتندوي وي نو د افغان حکومت دغو مسولینو په دغه یوه
لسیزه کې د فراه په ګډون د هېواد په یو ولایت کې هم د تاریخی ابداتو د ساتلو لپاره کوټلي ګامونه پورته نکړل.
کرنه او مالدارۍ:
د فراه په ولایت کې پراخه کرنېزي ځمکې موجودي دي چې د پنځه میلونو هکټارو په شااوخوا کې اټکل کیداي شي چې له
دغي جملي څخه تر پنځه سوه شپېته زره هکټاره ځمکه د اوبو لاندي دي چې زیاتره پیدا ور یې غنمم، جوار او په سبزیو
او میوو کې هندواني، بادرنګ، انګور، انار او نور دي. د فراه په ولایت
کې په سلو کې ۹۰ تنه په کرکیله بوخت دي چې بیا هم د فراه د خلکو لپاره
ددغه ولایت حاصلات کفایت نه کوي او زیاتره غله جات او سبزي جات
له ګاونډي هېواد ایران څخه را واردوي. نو که چېري د فراه ولایت ځمکې د
کر لپاره ښي چمتو او بزګرانو ته د تخمونو ښي ورایټي ګاني په لاس کې
ورکړل شي نو د فراه حاصلات نه یوازې چې فراه به په پښو ودروي بلکي د
ټول افغانستان لپاره به کفایت وکړي ځکه دومره زیاتي ځمکي په دغه
ل ولایت کې شتون ري.خو په هېواد کې په دغو تېرو لسو کلونو کې د بزګرانو
لپاره د کرنې د عصري کولو او هغوی ته د اوبو لګولو سیستمونو په برخه کې د پام وړ کارونه نه دي ترسره شوي نو
ځکه اوس مهال له ګاونډیو هېوادونو څخه د نورو څېزونو سربیره د څارویو لپاره بوس هم را وړل کېږي.
د فراه امنیتي حالت:
د فراه په ولایت کې امنیتي حالت هم د هېواد د نورو ناامنو ولایتونو په څېر خراب دي او زیاتره ولسوالۍ د دولت له
کنټروله وتلي او مخالفین پکې واکمن دي، د فراه له لس سرو ولسوالیو څخه یوازي دوه دري ولسوالیو کې د دولت نیمه
حاکمیت شته او نورو کې نشته دي،د ولسوالیو سربېره د فراه په ښار کې هم
خلک په امن کې نه دي او هره ورځ ددي ویره لري چې په دغه ولایت کې به
جګړي کېږي او د ښار له منڅه زیاتره خلک تښتول شوی او هم ترور شوي
اوبریدونه هم شوی چې څو ځلي د ولایت په مقام باندې هم شوي،د فراه د خلکو
په وینا په دغه ولایت کې زیاتره ناامني د ګاونډي ایران لخوا ترسره کېږي او د
ولایت د مقام له چارواکو سره ایراني چارواکي جوړ نه دي، د خلکو په وینا
برحال والي چې د ایران ضد مفکوره او خپلو ملي او فرهنګي میراثونو ته ژمن
دي نو ځکه ورته یادي امنیتي ستونزی جوړوړي ترڅو نوموړي د ولایت له مقام څخه لري کړي. د فراه د خلکو په وینا په
دغه ولایت کې د یو عادي چارواکي په ادلون او بدلون او مقررولو کې ایران مستقیما لاس لري.
پایله:
نو د هېواد په لودیځ کې د هرات، فراه او نیمروز او نورو شااوخوا ولایتونو کې د ایران مستقمیا مداخلي راواني دي او د
فرهنګي او نورو تیریو سربېره افغان دولت رغونیزو پروژو ته هم نه پریږدي چې په دغو ولایتونو کې ترسره شي نو
افغان ولس ته پکار دي چې د ګاونډیو هېوادونو ایران، پاکستان او نورو دغو شومو موخو د رسیدو په وړاندي خنډ او سره
یو لاس شي ترڅو د پردیو د دوسیسو
مخه ونیول شي،نو د هېواد د لودیځ
سربېره ایران اوس مهال په ټول هېواد
خپل فرهنګي او سیاسي سیوری غوړولي
حتي په پلازمینه کابل کې هم د ولسمشر
حامد کرزی دومره واک او حکومت نشته
دي چې څومره د ایران واک او قدرت
چلېږي، د بیلګي په تو ګه ویلي شو چې د
طلوع تلویزون پسي یو مهال د هېواد ټول علماکرام راپورته شول چې هغه وتړی خو د چا وس پری ونه رسیده خو په کابل
کې په ایران کې د کډوالو په اړه یوه ورځ جوړ شوي فلم ننداری وړاندي کیده چې د ایران سفارت لخوا د ننداري څخه منع
شو نو همداسی نوری هم ډیري بیلګي شته دي نو افغان حکومت او خلکو ته پکار دي چې په ټول هېواد او په ځانګړي
توګه په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د ایران د مداخلو په اړه غور او په اړه کوټلي ګامونه پورته کړي. په فراه کې
د خلکو ډیری ستونزی موجودي دي چې هغه د ښوونی او روزني سربېره د روغتیا،امنیت، فرهنګي ، رغوني او کرنۍ په
برخه کې دی نو افغان دولت ته پکار دي چې یاد ولایت ته هم یو څه پاملرنه وکړي ترڅو د پردیو هېوادونو له ستونزو
څخه وژغورل شي.