د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پردی چاپیریال اودکوچنیانودزدکړې مسأ له (۵ برخه)

پوهندوی آصف بهاند 12.09.2012 22:43

                    پردی چاپیریال اودکوچنیانودزدکړې مسأ له
                                                 (پنځمه برخه)
                                      (ما سورګل ژاړه،تورګل یې په خره سپور راوړ)


ما خوداسې پتیلې وه چې دمقالودا سلسله(پردی چاپیریال او دکوچنیانودزدکړې مسأ له) به له افغانستان څخه دباندې یوازې هغو ستونزوته ځانګړې کړم اودحل لارې به ورته لټوم چې زموږکوچنیان په پرديوچاپیریالونوکې ورسره مخامخ دي.څلورمقالې مې دهمدې ستونزویادولواوسپړلوته ولیکلې اوخپرې مې کړې،خو له بده مرغه اوس داسې حالت راغلی دی چې خپل کوراوخپل چاپیریال زموږخلکو اوزموږکوچنیانوته پردی شوی دی،ځکه نواړوتلم چې ترهمدې سر لیک لاندې دمعارف دښمنواودهغوی دوروستۍ پریکړې یا فتواپرضد خپل غږاوچت کړم.  
لکه دچاخبره «زموږلاس هم تورسپي څټلی دی»،هره ورځ اوهرساعت بدخبر.یوه ورځ به هم له میډیا څخه داسې خبروانه وریدل شي چې څوک دې ترشونډولاندې ورو دشپون صاحب خبره تکرارکړي او ووایي:
« سبحان الله،څه عیش دی!»
میډیا وايي چې دا واریوه زده کونکي ته نه،یوه ښوونکي ته نه،یوه ښوونځي ته نه،بلکې ټول معارف ته ګواښ شوی دی.هره ورځ داسې څه ګورې،اورې اولولې چې خوا دې نوره هم پسې شنه کیږي.دهربد خبرترشا دمړینې ورانۍ اوبربادۍ خبروي،خوددې خواشینونکي خبرترشا لویه غمیزه پټه ده،دنوي نسل دبربادۍ اوتباه کیدوغمیزه ورپسې ده،دیوه نه،دڅونسلونودبیسواده پاتې کیدواودتیاروپه لوري دتللوخبر،دمعارف دنابودۍ خبر.
دافغانستان دروانې غمیزې ترټولوزورونکی اودردونکی اړخ،د وطن دنوي نسل دبیسواده پاتې کیدوغمیزه ده.دتیاروداستازواوټوپکیانوپالیسي،دښمني اودریځ خوله هماغه پیل نه له ښوونې روزنې،ښوونځي،ښوونکي،زده کونکي،کتاب اوقلم سره ښکاره اوبربنډه و.
په افغانستان کې دښوونیز سیستم په مقابل کې خنډونه رامنځ ته کول،دافغانستان اوافغانانودراتلونکې بنیادي اوله سټې ورانول دي،اوداوارته دافغانانواوافغانستان داصلي دښمنانو،دې اساسي اوبنیادي مسآلې ته پام شوی اودافغانستان دموجوده واکمنۍ په مقابل کې دولاړې ډلې دکړنوله لارې یې غواړي چې پلې کړي.
دا دافغانستان دموجوده واکمنۍ سره دښمني نه،بلکې دافغانستان اوافغانانوسره بنیادي اواساسي دښمني ده،دافغانانواودهغوله نوي نسل سره دښمني ده،دښوونې روزنې اوزدکړواو وړاندې تګ سره دښمني ده اوپه پای کې له بشریت اوانسانیت سره دښمني ده.
په دې وروستیو کې مډیا دهمدې نارسا اوغیر انساني غږونونه یوغږترغوږونوورساوه.خبرونه خپاره شول چې دافغانستان داوسني ــ روا یا نارواــ نظام دمخالفینویوې برخې د کوټې دشورا په مشرۍ داتحاد علمای افغانستان؟ ډلې یوه اعلامیه خپره کړې اوپه ترڅ کې یې دافغانستان تعلیمي نصاب غیراسلامي ګڼل شوی دی.په اعلامیه کې له افغانانو څخه غوښتل شوي دي چې خپل کوچنیان ښوونځي ته له تګ څخه منع کړي:
http://8am.af/index.php?content&view=article&id=27302:1391-06-14-1
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand2&article=35573
لومړی خودا د «اتحاد علمای افغانستان؟» اویا هم دکرزي په حاکمیت کې د « دعلماووشورا؟» کوم تشکیلونه چې فعالیت کوي،دا په بربنډه توګه له علم اوعالمانوسره جفا ده.که حکومتي اوضدحکومتي مقامات دعالم اوعلما توري له خپلوتشکیلاتوڅخه حذف کړي،لوی مرحمت به یې له علم،عالمانواودغوتوروسره کړي وي؛ځکه چې داوسنۍ زمانې دپرمختللې تکنالوژۍ په رڼا کې عالم هغه چاته ویل کیږي چې یوشی اختراع کړي،کوم ناپیژندل شوی شی کشف کړي اوخلکو ته یې وروپیژني اویا هم کوم ناویل شوی اوناثابت شوي څه ثابت کړي اونا سپړلې غوټې راوسپړي اوپه نوې بڼه یې خلکو ته وړاندې کړي؛نه هغه چاته چې دڅوسوو کلونومخکې کیسې اونکلونه په اوښتې اومسخ شوې بڼه،بیا بیا خلکوته دهغوی دغولولواوتیرایستنې په خاطرتکراروي.
اوس خو لاله بده مرغه چې زموږبې سرپوښه اوبې سرپرسته ټولنه او وطن کې همدا « اتحاد علما؟» او« دعلماووشورا؟» لا فیصلې کوي،حکمونه کوي اوفتواوې صادروي اونه مننونکي یې مباح الدم او واجب القتل ګڼي.
په ښکاره ډول لیدل کیږي چې ددې اعلامیې جوړونکي اواصلي لوبغاړي افغانان نه ،بلکې هغه بهرنیان دي چې له افغانستان سره،دافغانانو له پرمختګ سره او دافغانانوله راتلونکې سره بنیادي دښمني لري اوغواړي چې دافغانانوراتلونکي نسلونه دبربادۍ کندې ته ورپورې وهي.
اوسنی نسل یې په مرمیو،راکټونواوبمونوسوری سوری کړ،اوس یې بډې وهلې دي چې راتلونکي نسلونه دبیسوادۍ اوناپوهۍ په مرمیو سر له اوسه سوري سوري کړي.اوزموږناپوه اوجاهل ټوپکیان هم په بیلابیلونومونو،چې داکفر دی اودا غیر اسلامي دي؛دهمدې ناسموپلانونودتطبیق په لاره کې مرسته ورسره کوي اودخپلو شورا ګانو له لارې فتوا ګانې اواعلامیې صادروي.ولې دافتوا ګانې د « ای اس ای » له آدرسه اویاهم د « سپاه پاسداران » اویا هم دکوم بل هغه ملک داستخباراتوله آدرسه نه خپریږي چې زموږدنا پوه تش په نامه مسلماني شورا ګانوله آدرسه یې خپروي؟؟؟
دمعارف دبندولو پریکړه علم دښمنه،ښوونځی دښمنه،انسان دښمنه اوژوند دښمنه پریکړه ده.داپریکړې،دانظریات اوله معارف سره دا دښمني داوس خبره نه ده.دافغانستان دروانې غمیزې له پیل نه داڅه کم اوزیات پنځه دیرش کاله ټولو ښکیلو خواوودمقابل لوري دبد نامولو او له پښو غورځولوپه خاطر،له هرډول وسیلې اوتیري څخه کار اخیستی دی،چې یوهم په کې له معارف اودمعارف له لارویانوسره دښمني ده.
داسې هم شوي دي چې له نظام سره دمقابلې اوخپل سیاسي موخو ته درسیدو په خاطر،ښوونکي اوزده کوونکي دتهدیدولوپه لړکې تسمم شوي دي،ښه بیلګه یې په ۱۳۵۹ کال کې دکابل ښارد ځینوښوونځیوپه اوبوکې دزهري موادو ګډول وو،چې عاملین یې اوس هم دمقدس جهاد؟په نامه په اوسني واک کې غوښنه برخه لري.هغه وخت خو نه کوم طالب واونه هم کوم چړي.هغه کار هم دمعارف دښمنانوکاوه اواوسني حکمونه اوفتوا ګانې هم دمعارف دښمنان صادروي،دمعارف دلارې لارویانوته هغه او دا دواړه دښمنانه اوغیر انساني عملونه دي.
له علم سره دهمدغو تش په نامه علماووددښمنیوپه لړکې،ځینې دښمنۍ داسې وې چې په ښوونځیو کې به یې دساینسي علومومضامین(کیمیا،بیالوژي،فزیک او...) دکفري مضامینوپه ډله کې شمیرل،اودخپلوسیاسي نظامي اغراضودپوره کیدوله پاره یې ښوونځي یا تړل اويا به یې له منځه وړل؛خواوس خبره له تړلو،الوزولواوسوځولونه هم وراوښتې ده؛زړونه یې په الوزولواوسوځولواودمضامینوپه کفري بللو باندې ساړه شوي نه دي؛اوس بیخي خط ورباندې راکش کوي.
اوس دښه معلم اوبد ښوونکي خبره نه ده،اوس دکفري اواسلامي مضامینومسآله مطرح نه ده،اوس چاړه له غوښې نه هډوکي ته رسیدلې ده،اوس یې خبره داسې مخ کې درته ایښې ده چې ټول تعلیمي نصاب دې کفري اوغیراسلامي ګڼې اودرته وايي چې که دې دکفرپرلوري یو ګام اوچت کړی و،سزا یې مرګ دی.
دلته سړی نه پوهیږي چې څوک ریښتیني مسلمانان دي،په حاکمیت کې ناست واکداران،چې په تعلیمي نصاب کې دلومړنیوطبي مرستو،ترافیکي قوانینو،داساسي قانون اونوروضروري قوانینوپه ځای دکریکټ زکړه شاملوي؛اوکه پرضد یې جنګیدونکي ټوپکیان چې ټول تعلیمي نصاب باطل ګڼي.
دوی که په بل نامه خپله جګړه پرمخ بوزي ښه به وي،دازخمي اوخوارځواکی معارف ولې پلمه کوي.پخوا به اهل معارف په دې فکر کاوه چې څنګه دمعارف لمن نوره هم وغوړوي چې رڼا یې په هرلوري خپره شي،خواوس په ټول معارف باندې دبطلان خط را ایستل کیږي اوڅوک یې غم نه شي خوړلی.
کنفوسیوس کلونه کلونه پخوا ویلي وچې:
« که یوکلن ثمرغواړې غنم وکره،که دوه کلن ثمرغواړې ونه کینوه اوکه سل کلن ثمرغواړې خلک وروزه»
اوس بایدموږ ووایوچې:
که یوه کورنۍ غمجنه کوې یوغړی یې ووژنه،که یوکلی غمجن کوې هوښیاراومهربان مشریې ووژنه اوکه یوملت بدمرغه کوې دمعارف ډیوه یې مړه کړه.
پخوا به ما یوازې په بهرکې،په پردي چاپیریال کې دکوچنیانودزکړې اودمورنۍ ژبې دساتلواوپاللوغم کاوه،اوس غواړي دننه په کورکې،په افغانستان کې دمعارف ډیوه راته مړه کړي.
         «ماسورګل ژاړه،تورګل یې په خره سپورراوړ.»
                                                                                        پای