د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انګرېزي مچان بیا د قومي ، ژبني او سیمه ییز تعصُب پر کثافاتو سره بڼېږي

محمد انور ولید 10.09.2012 22:32

په دې وروستیو وختونو کې د انګلیستان د پارلمان یوه محافظه کارغړي او د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار له خوا چې (توبیازایل ووډ ) نومېږي یو پلان د انګلیستان پارلمان ته وړاندې کړی چې په هغه کې ویل شوي : (( د وړاندې شوي پلان له مخې باید د افغانستان تجزیه له کال (۲۰۱۴ ) وروسته پیل او په تدریجي ډول دې تر کال (۲۰۲۰) پورې تکمیله شي . )) د توبیاز له قوله: (( افغانستان هغه وخت آرامۍ ته مخ کولی شي چې ټوټه ټوټه شي  او هر قوم د خپل ژوندانه په ساحه کې په جلا توګه ژوند وکړي . ))  د توبیاز په پلان کې زیاته شوې چې : (( ددې پلان له مخې به افغانستان تر راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو وروسته پر اتو سیمو وېشل کېږي چې مرکزونه به یې کندهار ، کابل ، هرات ، مزار شریف ، کندوز ، جلال آباد ، خوست  او بامیان وي . او په هره سیمه کې به یو اروپایي هېواد خپلې انکشافي مرستې پیل کړي . طالبانو ته به هم یوه برخه سپاري او له هغوی سره به هم متوازنې مرستې کوي . په لومړي سر کې به افغانستان یو سمبولیک جمهور ریْس ولري . دغه (۸) سیمې به د ( ۸) صدر اعظمانو له خوا اداره کېږي . خو په وروستیو ګامونو کې به هره سیمه جلا جلا تصمیمونه نیسي چې هره سیمه ځانته جلا جمهور ریْس ټاکي او که په یوه فدرالي سیستم کې ژوند کوي . بیا یې ویلي چې دا پلان به په یو مناسب وخت کې د یوې افغاني ورځپاڼې له خوا چې نوم یې نه دﺉ په ډاګه شوی خپور شي . ))
((بلخوا ( اېنډ ېپېنډ ېنټ ) ورځپاڼې ویلي چې د افغانستان پر تجزیې  باندې همدا اوس د لندن اواشنګټن له خوا د (سي) پلان له مخې کار روان دﺉ . چې ددې پلان له مخې به له (۲۰۱۴) میلادي کال وروسته افغانستان پر (۸) برخو وېشل کېږي ، چې یو شمېر به یې د طالبانو تر ؤلکې لاندې وي . خو دغه هره برخه به له اقتصادي پلوه یو ځانګړی قطب وي ، چې د هر یوه څارنه به  د کوم بل بهرني هیواد له خوا تر سره کېږي .))
((خو د یادولو وړ او حیرانتیا خبره په کې داده چې په دې پلان کې د کندوز پر ځای  بدخشان ولې نه دﺉ یاد شوي . د انګرېز له دې وېش نه پر ما د بدخشان د جلاحکومت جوړېدو بوی لګېږي . هغه هم د کریم آغاخان تر مشرۍ لاندې اسماعیلیه دولت . چې د تاجیکیستان ، افغانستان ، پاکستان او چین ټولې ګاونډۍ سیمې په کې شاملې دي . چې د اسراْییلوپه څېر به په دې سیمه کې هم د امریکې ، انګلیس او تل ابیب په استخباراتي ، پوځي او مالي ملاتړ د نړۍ (۱۵مېلیونه ) د اسماعیلیه فرقې پیروان په کې را ټول شي . ))  
اوس باید افغانان خپله فکر وکړي چې آیا د لایتجزأ افغانستان د توکړې کولو د دغه شوم پلان تعبیر دغربي تجزیه طلبانو په خوله  ترکومې کچې ریښتینې بڼه خپلولی شي ؟ ځکه هغه غیر رسمي کرښه تر اوسه پورې چا په رسمیت نه ده ور سره منلې چې د انګرېزانو نیکونو د افغان ؤلس پرسینه باندې را کاږلې ده . نو دا د لېوه وېش به څوک څنګه ور سره ومني ؟ غربي توکړې کوونکو متخصصینو تېرې څو لسیزې وړاندې دغه فورمول د افغانستان په څېر تپل شوې جګړې له مخې پر بوسینیا هرزه ګووینا باندې عملي کړی ؤ . اوس چې مکار انګلیس له (۴۸) غربي هېوادو سره په افغانستان کې حضور لري ، غواړي خود ارادیته او آزاد خیاله ریښتیني افغانان د کورنیو پلورل شویو څو تنو اوباشانو او مافیایي غلو په ملاتړ وځپي ، او بیا خپله افغانستان په آرامه لوټ او بر باد کړي . ځکه خو یې د ټوټې کېدو او تجزیې په پلان کې ګټه لیدلې چې ګواکي ددوی په آند په کمو مصارفو افغانان یو یو پرته له افغاني وحدت څخه مات او ترهغو پورې یې په خپلمنځي دښمنیو کې سره پاشلي وساتي تر څو د افغانستان ځمکنۍ زېرمې او تاریخي افتخارات ټول غلا کړي . دوی خپلو ؤلسونو ( انګلیسانو  او د متحده ایالاتو خلکو ته ) هم دا لاپې او باټې ویشتلې دي چې ګواکي موږ افغانستان ته د انګلیس او امریکې د ګټو له پاره ور غلي یو . او زموږ ؤلسونو چې زموږ حکومتونو ته کومې مالیې ور کړې ، او موږ په افغانستان او سیمه کې لګولې دي ، او مالي او ځاني قربانۍ مو ور کړې دي ، ددوی په آند هغه ټولې پر ځای لګول شوې دي . اوس چې په متحده ایالاتو کې د جمهوري ریاست کېدونکي انتخابات راروان دي ، نو د افغانستان او سیمې جګړه یې د ځان له پاره یو روا بېزنېس او کمپاین بللی ، اوخپلو خلکو او نړۍ ته درواغ وایي . ځکه دوی په افغانستان کې ماتې خوړلې ده ، ترهګر لا ډېر شول ، ترورېزم وده وکړه ، په سیمه او نړۍ کې ناامنۍ لا زیاتې شوې ، حکومتونه او نظامونه نور هم داسې ور سره چټل شول چې د رغېدو چاره یې له دوی څخه هم ورکه ده . اوس غواړي چې خپله پړه پر همدغه افغان حکومت ور واچوي چې دوی په خپله ټاکلی او تر ننه پورې یې د ټولو خرابیو ملاتړ کړی دﺉ . پیسې یې ټولې پر خرابیو او هر اړخیزه ورانیو لګولې دي ، نه په رغولو . پوځونو یې یوازې غلاوې کړې ، لرغوني توکي او ځمکنۍ زېرمې یې لوټ کړې ، کلي کورونه یې ړنګ کړل ، خلک یې ووژل ، له انګرېزي او امریکایي ؤلسونو سره یې د دوستۍ او همکارۍ پر ځای د افغان ؤلس کرکه ، نفرت او دوښمني زیاته کړه .
امریکایي او انګرېزي دولتونه  او س هڅه کوي چې له یوې خوا یو ځل بیا پر دې بېځایه پلانونو سره له خپلو ؤلسونو د اعتماد رأیه تر لاسه کړي ،  او له بل پلوه پر افغان حکومت فشار راولي چې یادې ددوی ګټې ددوی له فرمایشونو سره سمې تضمین او خوندي کړي ، او یا دې زموږ د خپلې خوښې بل لاس پوڅي حکومت ته واک وسپاري .
امریکې او پېرنګیانو د ناټو په ملاتړ افغانان تر خوږ ګوته نیولي . او افغان حکومت ته یې زما په آند څو زېګناله ور کړي ، او هغه دا چې : یا به تر (۲۰۲۴ ) میلادي کال پورې وروستی سند هم په پېنتاګون کې د امریکې او انګلیس په خوښه په پټو ستر ګو ور سره لاسلیکوي . یا به د فدرالي کېدو په پلمه د افغانستان (۸) ټوټي کېدل ور سره مني . یا به یو داسې لاس پوڅي حکومت ته واک ور پرېږدي چې تر کلونو کلونو پورې د افغانستان ټولو  زېرمو ایستلو ته د جوال خوله ور ونیسي او کورني بغاوتونه ور سره ددوی په خوښه وځپي . او یا به له دوی څخه د افغانستان د بیا رغونې ، ملي اردو او ملي پو لیسو جوړول ، تمویل او تجهیز ، د توکیو کنفرانس د ایسارو شویو مرستو غوښتنه نه کوي . او هم دې د کورني او بهرني اداري فساد او ټولو مافیایي پروژو پړه پر غاړه واخلي ، که نه نو د امریکې او انګلیس په مشرۍ تاڼو تلواله د افغانستان د حکومت ، نظام او بقأ پلوی او ملاتړ نه کوي .        
د ملا محمد عمر آخند تر مشرۍ لاندې طالبان او شمالي ټلواله چې په اصل کې دغه دواړه ډلې د امریکې او انګلیس ډېر پخواني ملګري دي او وو . خو توپیر یې د سیمې او خلکو د غولولو او خپل راز نه افشا کېدو له پاره یوازې په دې کې ؤ چې طالبان یې د (آی اس آی ) په لاس تمویلول . او شمالي ټلواله یې په خپله په پوځي او مالي ملاتړ مخامخ تر ننه پورې تمویل کړې ده او تمویلوي یې . دوی د شمالي ټلوالې او طالبانو پر مټ د افغان مجاهد ملت ټولې پوځي بریاوې او لاسته راوړنې پر اوبو لاهو کړې . بیا یې طالبان او شمالي ټلواله په خپلو کې سره وجنګول . او د شمالي تلوالې مشرانو د طالبانو له وېرې غرونه او پاخه پلونه پرځان پسې را ونړول . مشر یې خپل پلرني ټاټوبي (( د تاجکیستان کولاب )) ته پناه ور وړه ۰ د تورلنګیو پنجابیانو او طالبانو پیرې د شېرخان بندر ، حیرتانو  او تورغونډۍ پر سر ور ته ودرېدې . ترخولې پورې وسله وال روزل شوی افغان ؤلس یې پر طالبانو او خا د ېستانو بې وسلې کړ. خو کله چې د طالبانو ځینو مشرانو د پاکستان فرمایشي قوماندې ونه منلې ، د هغوی ځینې مشران یې د جګړې او سیاست په ډګرونو کې ور ترور ، ځینې یې پر امریکې باندې وپلورل او ځینې نور یې په خپله تر ننه پورې بندیان او ووژل . د طالبانو په مشرتابه کې هم درځونه را منځته شول . د سپتمبر د (۱۱مې) نېټې پېښه یې ځانته پلمه پرې جوړه . او افغانستان یې په ډاګه په سیاسي او نظامي ډول اشغال کړ . پاتې ټول نظامي وسایل او زرایْع خپله ایتلافي قواووغیب کړل . څه چې پاتې وو ، هغه یې د ( ډي ډي آر ) د پروګرامونو له مخې ټول او د خپلو اهدافو له پاره یې و کارول . شمالي ولایتونه یې تر پنجشېر پورې پر جنرال رحیم وردک باندې څه ناڅه بې وسلې کړل . شمال ته د احمد شاه مسعود او دوستم په لاس وړل شوې درنې وسلې یې پرې را ټولې او بیا تر ننه پورې ورکې شوې . اوس معلومه نه ده چې هغه له ناټو ځواکونو سره دي ، او که د روسي تخنیک په نامه چې ګواکي ټول افغانان پرې بلد وو ، له منځه یووړل شوې ؟ د کرزي تر مشرۍ لاندې یې موقتي ، عبوري او ټاکنیزې سیاسي ادارې جوړې کړې . خو یوولس کاله هېڅ واک اختیار ور سره نه ؤ . په شمالي افغانستان  کې ( پٍي آر ټي ) ګانو څه ناڅه بیا رغونه کوله ، خو پر جنوبي افغانستان یې تر ننه پورې جګړه ور تپلې ده ، هلته خلک د خپل برخلیک د ټاکلو له پاره د رأیو صندوقونو ته هم نه شي ورتلی .چېرته چې رأیې ور کړ شوې او شمالي ټلواله او ناټو پرې پوه شوي وو، نو بیا یې سملاسي د رأیو صندوقونه له الوتکو څخه یا په سیندونو کې اچولي ، یایې رأیې ترې ایستلې ، او یا یې په شمېر کې درغلۍ کړې دي .  یوازې د افغان ټبر خلک او سیمې  یې د ترورېزم او ترهګر په لاعلاجه تبه نیولي دي . لږه کیو ته یې د درغلیو ، او ډېرکیو ته  یې د نا امنیو زمینې پرې جوړې کړې دي ، ترڅو د ترورېزم او ترهګر د سریال او جنګي ډرامې اوږدولو او دوام په خاطر ډېرکي په سیاسي واک کې ورګډ نه شي ،  او لږه کي په واک کې پاتې شي .  باز سازي خو له سره په پښتون  مېشتو سیمو کې نه شته ، او نسلونه یې هم  تر اوسه پورې په لوی لاس له تعلیمه ایسار پاتې شول .
لنډه داچې هم د کمونېستانو د واکمنۍ پر مهال ، هم د طالب د واکمنۍ پر مهال ، هم د نظار ګروپ د واک پر مهال او هم د کرزي د واکمنۍ پر مهال په ټولو اړخونو کې قصداً د افغانستان په هره سیمه کې پښتون په خپلو پښتون مېشتو سیمو کې په نښه شوی . په مرګ او ژوند تهدید شوی ، ځپل شوی او آن په حکومتي دفترونو کې له واکه لیرې ساتل شوی او حقوق یې د زدو بندونو او ناروا معاملو په ترڅ کې پر افغان دښمنه عناصرو باندې تر پښو لاندې کړي دي . له علم ، زده کړې او سیاسته لیرې ساتل شوي طالب ته هم داسې پوچ ، او له وچ تعصُبه ډک ذهنیت ورکړ شوی چې جنت یوازې په انتحاري واسکټونو او د بې ګناه افغانانو په سرونو پرې کولو او وینې تویولو کې ویني . او متعصبو بېلتون پالو ته هم داسې ذهنیت ورکړ شوی چې ظلمونه او غیر اخلاقي نخرې د تیمورشاه ځینو شاه زاده ګانو ، د محمد زو د کورنۍ ځینو عیاشو شاه زاده ګانو او دظاهر شا کورنۍ د شمال د خاصو اربابانو او سید کیانانو په مرسته پر مظلوم ؤلس باندې تر سره شوې ، خو سیاسي او مذهبي مشران یې غچ له عامو پښتنو اخلي . دغه دﺉ منطق ، او دادﺉ عدالت چې قتلونه او نارواوې دې خانان کوي ، او کسات او بدلې دې د خان له نوکرانو او پاتې پښتون ځوځاته  څخه اخلي .
خو نړیواله ټولنه او افغان چارواکي باید پردې ځانونه پوه کړي چې افغان ټبر پر ډول ډول ظلمونو ، له واکه پر لیرې ساتلو او ګوښه کېدو ، ناروا ټاپو لګولو ، او له ټولو انساني حقونو محروم ساتلو باندې له منځه نه ځي . بلکي راتلونکو نسلونو ته یې یوازې بدۍ په میراث ور پاتې کېږي . چې بیا به تل تر تله نه له چا سره واک اختیار پاتې وي ، او نه هم نړیوال ملاتړ . هلته به بیا د افغان تپل شویو عناصرو او لوټمارې نړیوالې ټولنې څه حال وي . ځکه موږ باور لرو چې ددوی د تخت او بخت ستوری به هم همداسې له خپل مدار څخه وزي او لوېږي به ، لکه څنګه چې په پیل کې منځته را غلي ، وده  یې کړې ، د رشد ، ځوانۍ ، عروج او پوخوالي مرحلې ته رسېدلي ، او بالآ خره د زړښت او پناه کېدو پر خوا به هم روانېږي . او د زړېدو او پناه کېدو سترعلتونه به یې هم همدغه  اوسنۍ او پرونۍ  بې عدالتۍ او نا برابرۍ وي چې په لوی لاس یې د نورو مظلومو ؤلسونو په وړاندې تر سره کړې دي . موږ ته تاریخ را په ګوته کړې ، او په خپلو سترګو مو ولیدل چې استعمارګر او استثمارګر څو څو ځلې د افغان خاورې د لو ټلو له پاره افغانستان ته راغلي ، خو بیا بېرته ارمانجن او سرماتي له دې جغرافیې وتلي . ځکه چا چې  خپل اصالت او رسالت ته په سپکه سترګه کتلي ، خپل ذاتي محور یې بې ثباته کړی ، د خپل قلمرو قانوني محیط او مرکز تر منځ یې د قانوني واک او ځواک با انصافه او متعادلې فاصلې سره جړقولې دي ، د خپل ځان درنه او د بل سپکه او ورکه یې غوښتې ، هغوی  په خپله تر نورو زیات هم سپک شوي اوهم  ورک شوي دي .
انګرېزانو ، امریکایانو او ټولې غربي نړۍ د مخکې طرحه شوي (سي پلان) او سترا تیژۍ له مخې د افغانستان او سیمې د لوټماریو له پاره خپلې لښکرې پر پوځي پرمختللې تېکنالوجۍ سپرې را و خېژولې . یوولس کاله یې افغانان د ترورېزم او ترهګرو له شره د خلاصېدو ، ښې حکومتدارۍ ، ښه امنیت راوستو او بیا رغونې په نامه وځپل ، خو په افغانستان کې نه چا ښه حکومتداري او ښه نظام  ولیدل ، نه د ترهګر او ترورېزم رېښې و ایستل شوې ، نه په امنیت کې چا ښه د آرام سا واخیسته ، او نه بیارغونه وشوه . بلکي افغانستان او سیمې ته د نړیوالوځواکونو را تګ  ددې ټولو بدمرغیو مور جوړه شوه چې د تخریب له پاره یې هر اړخیزه بچي په کې وزیږول ، افغانستان ، سیمه او نړۍ یې ور سره نا ارامه  او لوټ کړه . خو انګرېزي مچان اوس هم د قومي ، ژبني او سیمه ییز تعصُب پر کثافاتو سره بڼېږي ، او غواړي چې ټوله سیمه او ټوله نړۍ پر دغه ساري ناروغۍ اخته کړي . هېوادونه سره ووېشي  او ؤلسونه ورک کړي . قومونه سره وجنګوي او په دې توګه د نړۍ پر مظلومو ؤلسونو د خپل راج سلطه بر قراره وساتي .