د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دوه ګرځنده ټیلیفونو تر منځ اړیکه څرنګه ټینګیږي؟

محمد آصف (حبیبي) 02.09.2012 16:51


له ډيرو مې اوریدلي چې څرنګه به د دوه ټیلیفونو تر منځ اړیکه ټینګیږي؟ حتی ځینو له ما څخه هم ددې پوښتنې ځواب غوښتی. له یوه لوري څخه د موضوع جالبیت او له بل لوري څخه، ددې لپاره چې د ځينو ملګرو دا پوښتنه ځواب شي، پردې تصمیم ونیول شو تر څو په اړوند یې يوه لنډه مقاله ولیکم.
      د مخابراتو په برخه کې بیلابیلې ټکنالوجۍ شتون لري تر څو دوه لوري وکولای شي د ګرځنده او یا لیني ټیلیفونو په واسطه یو له بل سره اړیکه ټینګه کړي. یو له دغو ټکنالوجویو څخه د GSM (Global System For Mobile Communication) په نامه یادیږي. له یادې ټکنالوجۍ څخه د افغانستان په مخابراتي شبکو کې هم ګټه پورته کیږي، او ددې ټکنالوجۍ پر مټ دوه لوري د ګرځنده ټيلیفونونو په لرلو سره کولای شي یو له بل سره اړیکه ټینګه کړي.

      د يادې ټکنالوجۍ شبکې لومړی پلانیږي، وسایل ورته اخیستل کیږي، هغه نصب کیږي او بیا یي وروسته پاملرنه کیږي تر څو پیرودونکو ته د ګټې اخیستنې وړ وي. دا ټول کارونه یوازې او یوازې د ټیلیفوني اړیکو د ټینګښت او لنډ لیکلي پیغامونو د لیږلو په موخه ترسره کیږي. د یوې ټيلیفوني اړیکې د پروسې څخه وړاندې پر ځینو هغو وسایل چې یاده پروسه تر سره کوي معلومات اړین بولم، نو که مو خوښه وي لومړي به د هغو وسایلو پر پیژندلو لږ رڼا واچوو او بیا به وروسته پر اصلي موضوع خبرې وکړو. نوموړي وسایل په لاندې ډول دي.
MS (Mobile Station):
       په عامه اصطلاح کې هغه وسیله چې د شبکې د هر پیرودونکي په لاس کې وي او دې هغې په واسطه له یوې مخابراتي شبکې سره د اړیکو د ټینګیدلو او لنډ لیکي پیفامونو د لیږلو په موخه ګټه پورته کوي د MS په نامه یادیږي.
      په مجموع کې MS له دوه جلا برخو چې د SIM Card (Subscriber identity Module Card) او ME (Mobile Equipment)  په نامه یادیږي منځ ته راغلی.
    •    ME (Mobile Equipment): په عامه اصطلاح کې یوازې او یوازې د موبایل سیټ د ME په نامه یادیږي.  په حقیقت کې د MS ټوله هارډویر برخه ME راجوړوي، چې راډيووې آخیستونکی او لیږونکی (Radio Transceiver)، د ښودنې پاڼه (Display)، آنتن (Antenna) او د ډیجیټال سیګنالونو پراسسر(Digital Signal Processor) پکې شامل دي.
    •    SIM (Subscriber Identity Module): د MS دوهمه برخه چې له ME سره یوځای کارول کیږي او وروسته له هغه بیا MS د اړیکو ټينګیدلو توان لري د سیمکارټ په نامه یادیږي.  سیمکارټ یو مایکروچیپ دی، چې په یوه کارټ (ID-1 SIM) او یا په یوه پلاستیکي ټوټې (Plug-in SIM) باندې چې cm2 ۱ ځای نیسي ایښودل کیږي. له عاجل وختونو څخه پرته، نور په هیڅ وخت کې یو GSM ټیلیفون له سیمکارټ څخه پرته نشي کولای چې اړیکه ټینګه کړي.


BTS (Base Transceiver Station):
په مخابراتي شبکو کې تر ټولو لومړی سویچ چې د یوه پيرودونکي د ټيلیفونې اړیکې سیګنال ورسره نښلول کیږي، د BTS په نامه یادیږي. چې په عامه اصطلاح کې ورته پایه ویل کیږي. معمولا ۳۶۰ درجې ساحه تر خپل پوښښ لاندې نیسي، او د پوښښ سیمې ټول پیرودونکي کنټرول او هر پیرودونکي ته د شبکې منابع برابروي.

BSC (Base Stations Controller):
      لکه څرنګه چې د یو شمیر ګرځنده ټيلیفونو د کنټرول په موخهBTS  کارول کیده، همداشان د څو BTS د کنټرول او هغوی ته د اړینو منابعو د اختصاص په موخه د BSC په نامه وسیله کارول کیږي. هر BSC کولای شي یو ځانګړي شمیر ‌BTS تر خپل کنټرول لاندې راولي.  دا وسیله د پیرودونکي له لوري څخه دوهم سویچ ګڼل کیږي چې د ټيلیفون سیګنال یې ورسره نښلول کیږي.
MSC (Mobile Service Switching Center):
      لکه څرنګه چې په کمپیوټر کې CPU مرکزي رول لوبوي، او ټولې مهمې دندې ترسره کوي، همداشان په مخابراتي شبکو کې MSC مرکزي حیثیت لري او ټولې مرکزي دندې ترسره کوي. د بیلګې په توګه هر ګړۍ د هر پیرودونکي ټیلیفون ته هر کلی، د مقابل لوري پيرودونکي د ټيلیفون د حالت معلومول، د کریډيټو د کمولو او زیاتولو پروسه او داسې ډيرې نورې اړینې پروسې یادولی شو.  

GMSC (Gateway Mobile Switching Venter):
      کله چې د یوې مخابراتي شبکې یو پیرودونکی د بلې شبکې له پیرودونکي سره که هغه د هیواد دننه او یا بهر وي اړیکه ټينګه کړي، نو یوې وسیلې ته اړتیا پیښیږي تر څو د دغو دواړو پیرودونکو شبکې یو له بل سره وتړې دغه وسیله د GMSC په نامه یادیږي.
HLR (Home Location Register):
     یو Database ده، چې د هر پیرودونکي په اړوند معلومات په دایمي ډول سره ساتي. دغه معلومات کیدای شي د پیرودنکي د ټیلیفون شمیره، د پیرودونکي هویت، د پیرودونکي د خدمتونو ډولونه او همداشان د خدمتونو محدودیتونه وي.  
VLR (Visitor Location Register):
      دا وسیله هم د HLR په څير یو Database ده، خو یو له بل سره د دندو د ترسره کولو له انده ډیر توپیر لري. لکه څرنګه چې HLR د ثابتو معلوماتو د خوندي ساتلو په موخه کارول کیده، خو VLR د موقتي معلوماتو د خوندي ساتلو په موخه کارول کیږي. نوموړي معلومات د پیرودونکي د اوسني او مخکیني موقیتعت معلومول او یا ټول هغه معلومات چې د پیرودونکي او شبکې تر منځ په موقتي ډول سره تبادله کیږي دلته ساتل کیږي.
EIR (Equipment Identity Register):
      د نورو ډیټابسونو د مطالعې ترڅنګ (لکه HLR او VLR)، یو بل ډول ډیټابیس هم د GSM په شبکې کې شتون لري چې د EIR په نامه یادیږي. دغه ډيټابیس د موبایل وسیلې او سیمکارټ ځانګړي شمیرې ساتي. هر موبایل ټرمینال یو ځانګړي نمبر چې د IMEI (International Mobile Equipment Identity) په نامه یادیږي لري او همداشان هر سیمکارټ د IMSI(International Mobile Subscriber Identity) په نامه یو ځانګړی نمبر لري.  
      هیڅکله په نړۍ کې داسې یو موبایل ټرمینال او سیمکارټ نه پیداکیږي چې یو شان شمیره ولري. نو کله چې کوم موبایل غلا شي، مخابراتي شبکه کولای شي همدا غلاشوی موبایل د IMEI له لارې څخه د اړیکو د ټینګیدلو له وړتیا بې برخې کړي. برسیره پر دې په ځينو امنیتې او استخباراتي حالاتو کې دغه ډول شمیرې د ډير استعمال وړ دي.
AuC (Authentication Center):
      دا وسیله تل له HLR سره یو ځای وي، چې دAuthentication  (شبکې نه د ګټې اخیستنې اجازه) او Encryption (Data ته شفر یا رمز ورکول) پارامټرونه نه په ګټې اخیستنې سره د پیرودنکي د هویت پیژندنې او همداشان د ټیلیفوني اړیکې د ټینګولو د اجازه درلودنې په موخه پکار وړل کیږي. دا برخه یوه مخابراتي شبکه له بهرنویو لاس وهنو څخه ساتي او هیڅوک دې ته نه پریږدي تر څو شبکې ته په غیرقانوني ډول سره لاس رسی پيداکړي او له هغې څخه ناوړه ګټه پورته کړي.
      اوس راځو چې دا موضوع روښانه کوو ترڅو څرنګه ذکر شوي وسایل د یوې ټیلیفونې اړیکې پروسه ترسره کوي. د موضوع د روښانتیا په موخه ټیلیفون کوونکی پیرودونکي ته د  Aاو ټیلیفون ورکیدونکی لوري ته د ‌‌B نوم ورکوو.
    •    کله چې د A پیرودونکی د B پیرودونکي د ټيلیفون شمیره ډایل او د OK پر تڼې فشار کړي، نو دغه معلومات د الکټرمقناطیسي سیګنال په شکل کې د BTS په نامه وسیلې ته لیږل کیږي.
    •    BTS هم د نوموړي سیګنال د ترلاسه کولو سره سم ځیني عملیي ترسره کوي. دا عملیې د Coding (شفر ورکول)، Synchronization (په پوره دقت سره د ټیلیفون، BTS او نورو وسیلو تر منځ د وخت مدیریت کول)، نوموړي سیګنال ته د نورو وسیلو په لور د تګ د مسیر ټاکل او داسې نورې دي. وروسته له یادو او نورو اړینو عملیو څخه سیګنال د BSC په نامه وسیلې ته چې څو BTS تر خپل کنټرول لاندې لري لیږي.
    •    کله چېBTS  نوموړی سیګنال د BSC په لور ولیږه، نو BSC د یاد سیګنال د ترلاسه کولو سره سم دنورو وسیلو په څير ځینې عملیي ترسره کوي. چې وروسته بیا دا سیګنال MSC ته لیږي، چې د GSM شبکې تر ټولو ستر او مرکزي وسیله ګڼل کیږي.
    •    MSC هم د نوموړي سیګنال د ترلاسه کولو سره سم د شبکې په مرکزي برخې کې د HLR، VLR ، EIR ډيټابیسونو او د AuC له مرکز نه په ګټې اخیستنې سره د A او B دواړو پيرودونکو په اړوند ځینې څیړنې کوي. لومړی په AuCکې دا ګوري چې آیا د A پیرودونکی د اړیکې د ټینګیدلو حق لري که خیر، کله چې ځواب مثبت وه، نو بیا په EIR کې د IMEI نه په ګټې اخیستنې سره دا ګوري چې موبایل وسیله خو به غلا شوي نه وي. او همداشان د IMSI نه په ګټې اخیستنې سره دا ګوري چې سیمکارټ خو به تور لیست کې شامل نه وي او یا خو به کوم جرم نه لري. کله چې MSC دلته هم مثبت ځواب ترلاسه کړ، نو وروستی پروسه HLR ته ورکوي .
    •    HLR د A پيرودونکی هویت د سمیکارټ شمیره او ټول هغه معلومات چې تل له یوه پیرودونکي پورې اړوند وي یو ځل چک کوي د صحت په صورت کې وروستۍ پروسه د VLR په غاړه اچوي. VLRد پیرودونکي اوسنی موقیعت ګوري او همداشان دا هم معلوموي چې پیرودونکی کريډیټ لري که خیر، که چیرې دلته هم ځواب مثبت وه او د A پیرودونکي هیڅ کومه ستونزه نه درلوده.  نو بیا د مقابل لوري پیرودونکي په اړوند معلومات ترلاسه کوي. . خو په یاد باید ولرو، که چیرې په پورتنویو ټولو حالتونو کې MSC منفي ځواب ترلاسه کړ نو د A پیرودونکی د اړیکې ټینګیدلو حق نلري او اړیکه یې پرې کیږي.
    •    کله چې MSC د A پیرودونکي په اړوند ټول معلومات په صحیح ډول سره تر لاسه کړل، او دA  لوري شبکې ته د لاس رسي اجازه درلوده، بیا دا معلوموي چې د شبکې کوم پیرودونکو ته اړیکه ټینګیدل غواړي، د A پيرودونکي شبکه مخکې له دې چې د B پیرودونکي ته سیګنال ورولیږي لومړی د ‌B پیرودونکی په اړوند هم معلومات تر لاسه کوي چې شبکې کې د داخلیدو صلاحیت لري او که خیر، د شبکې د پوښښ تر ساحې لاندې ده او که خیر، که چیرې د پوښښ تر ساحې لاندې وه نو دا معلوموي چې په کومې ساحې کې ده، آیا د شبکې په داخل کې ده، که شبکې څخه بهر له کومې بلې شبکې پورې تړاو لري، آیا د هیواد دننه ده او که بهر او داسې نور مسایل. که چیرې دلته کوم منفي ځواب د B پیرودونکي په اړوند ترلاسه شو، نو A لوري ته د یوه صوتي پيغام په ترڅ کې ځواب ورکوي او له هغه وروسته بیا هم اړیکه نه ټينګیږي.
    •    که چیرې د B پيرودونکي په اړوند معلومات صحت ولري نو دلته دوه حالته شتون لري. آیا د B پیرودونکی د شبکې دننه شتون لري که بهر. بیا که چیرې د شبکې دننه وي نو د عین MSC تر پوښښ لاندې ده که د بیلابیلو MSC تر پوښښ لاندې. او که له شبکې څخه بهر وي نو د هیواد دننه په کومې شبکې پورې تړاو لري او که د هیواد څخه بهر له کومې شبکې پورې.
    •     وروسته له دې چې شبکې د B لوري دقیق آډرس تر لاسه کړ نو دلته لاندې پروسه ترسره کیږي.
    •    که چیرې د ‌‌B پیرودونکی د هیواد دننه په عین شبکې کې وه نو د A پیرودونکي MSC نوموړی سیګنال له ټولو اړینو پروسو څخه وروسته د B پورې اړوند MSC  ته لیږي. اړوند MSC یې اړوند BSC او اړوند BSC یې اړوند BTS او بیا اړوند پيرودونکي چې B ده، لیږي. که چیرې پیرودونکی د هیواد دننه او یا بهر په بلې شبکې کې وي نو د A پیرودونکي اړوند  MSC یې د GMSC له لارې څخه نوموړې شبکې ته چې د B پیرودونکې پورې اړوند ده لیږي.
    •     کله یې چې د B لوري ته سیګنال ولیږه، لومړی دا سیګنال MSC تر لاسه کوي. او بیا MSC ځینې اړینې پروسې چې په څلورمه او پینځمه مرحله کې بحث پرې وشوه ترسره کوي، بیا یې اړوند BSC، بیا BTS او BTS يې اړوند MS ته چې د B د پیرودونکي ده لیږي.     
    •    کله چې د ‌‌B لوري ګرځنده ټیلیفون یو له پورتنویو حالتونو کې شتون درلود او سیګنال یې ترلاسه کړ، نو ټیلیفون یې زنګ وهي، چې د OK پر تڼې له کلیک کولو څخه وروسته دواړه لوري یو له بل سره تړل کیږي، چې کولای شي تر هر وخته یې زړه وي خبرې سره وکړي. د خبرو له خلاصون څخه وروسته که چیرې د A لوری وغواړي چې ټيلیفوني اړیکه پرې کړي نو د ټيلیفوني اړیکې د پرې کیدلو عملیه د ‌‌B لوري څخه پیل او پر A پای ته رسیږي، اما که چېرې د A له لوري څخه پیل شي نو په دغه حالت کې د ‌B پر لوري پای ته رسیږي. که چیرې د A له لورې څخه اړیکه پرې شي نو په کم وخت کې پای ته رسیږي اما که د ‌‌ B له لوري څخه پرې شي په ډير وخت کې پای ته رسیږي.
د پورتنۍ پروسې د لا روښانتیا په موخه کولای شو له لاندې شکل څخه هم ګټه پورته کړو.


د (الف) شکل.
پورتنی شکل یوازې د یوې شبکې او هغه هم د یوې MSC تر کنټرول لاندې BSCs کې ښودل شوی، که چیرې د بیلابیلو شبکو او یاد په یوې شبکې کې د بیلابیلو MSC تر منځ وي نو لاندې شکل صدق کوي.


د (ب) شکل.
د Y لوری کیدای شي بله شبکه وي،  که هغه د هیواد دننه او یا بهر وي. همداشان کیدای شي چې د عین شبکې بله MSC وي، چې په دواړو حالاتو کې GMSC ته اړتیا ده. نو ویلای شو چې GMSC نه یوازي د دوه شبکو تر منځ بلکې د دوه MSC  ترمنځ هم پکار وړل کیږي.
نوټ:
      ټولو ته معلومه ده چې د ټکنالوجۍ په برخه کې ډیری اصطلاحوې په انګلیسي ژبې دي تر ډيره ځایه مې کوښښ وکړ تر څو ځینې په پښتو واړوم تر څو مفهوم هم ولري، خو ځینې نورې داسې اصطلاحوې شتون لري چې په پښتو ژبه کې یې اصطلاح شتون نلري او که وي نو مغهوم نه ارایه کوي. هیله ده چې بخښنه مې ومنۍ.   
د یوه پرمختللي افغانستان په هیله