د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دجهادی شوراجوړېدل نه ملي اړتيااونه دملت غوښتنه .

حبيب الله غمخور 30.08.2012 20:24

لمړی برخه :

دپيل خبره:

ترټولووړاندي غواړم يوټکی په گوته کړم هغه داچي ،که زماپدې ليکنه کښي زه ددغومجاهدينوڅخه چي دمجاهدپه نوم ئي دنړۍ تر ۶۸ زياتوهيوادونه پيسې اخستې اوتراوسه پرهمدې لار روان دی ،سرټکونه کېږي  په هيڅ صورت دمجاد دکليمې استعمال هغوکسانوجهادته په سپرگه سترگه کتل نه دي کوم چي دخپل وياړلي هيواددخپلواکۍ اوغيرتی ولس دښېرازی لپاره ئې ځان قرباني کړ ؛خواوس نه په کابل ،نه په بل ولايت اونه هم په ډوبۍ ،اروپا،کاناډااوامريکاکښي دبنگلې اوسرامايي خاوندان سول .زمالپاره سپېڅلو اوپر وطن مينومجهادينودقربانيودقدرپه هکله زموږدولس داخبره چي اوس متل گرځېدلی دمنلو اواعتباروړده چي وايي  : ((رښتيانی مجاهدين خاوره خوري او اولادونه ئې دافغانستان ،پاکستان اوايران په کوڅوکښي خيراتونه ټولوی، امادمجاهدپر نوم سوداگر بياپه مستیوکښي غرق دی ۰))

له داسې هڅواوپدې پلمودډيروخت لپاره په دولت کي پاته کېدولپاره طرحواوتلاښونه دوينو بوي راځی !!!

داڅوورځي دهيوادپه ډله ايزورسنيوکښي دسياسي تبصروبازاردتورن اسماعيل خان چي تر اوسه لادکرزی صاحب په کابينه کښي داوبواوبرېښناوزيردی ، دې  ويناتودساتلي کوم چي داگست پر ۲۴ یې په هرات کې خپلو پلويانوته په خبروکښي  وويل دمجاهدينوشوراجوړيږي .

ددې لپاره چي په مسله پوه سواړينه ئې بولم دتورن صاحب دوينامتن چي دنوروويب پاڼواوډله ايزورسنيوترڅنگ دسنبلې پر دريمه  په ((شبکه اطلاع رساني افغانستان )) کي خپورسوی دلته  په يوڅه لنډيزرانقل کړم .

په خبرکښي تردې عنوان لاندي (( رئیس جمهور آینده یکی از مجاهدین است؟ ))لولو: محترم محمد اسماعیل خان درسفری به هرات در جمع مردم این ولایت، از آغاز تلاشها برای ایجاد شورای بزرگ مجاهدین خبر داد.

اسماعيل خان وړاندي وويل :تشکیل شورای بزرگ مجاهدین یکی از گزینه‌های موثر برای دفاع از ارزش‌های اسلام و نظام خواهد بود، لذا ایمان دارم افغانستان بار دیگر تحت سلطه طالبان و لشکرکشی بیگانگان قرار نخواهد گرفت زیرا مجاهدین در این راه خون داده و برای آزادی و امنیت کشور آماده هستند.))

 داپورته څرگندونه ددې معنالري سره له دې چي په دولتي چارو کښي کرزی صاحب هرڅه دقانون خلاف لمړۍ ددغو گوتوپه شمير کسانوسره چي دجهادي مشرانولقب ئي ورکړی فيصله اوبياعملي کوي ،داډول څرگندونې په دولت کې دانارشی اوخپل سری روښانه بېلگه  ده .اودبلې خواهمدا تورن صاحب چي داوس لپاره داوبواوبرېښنا،چې دواړه ئي درک نلري وزيردی اوداساسی قانون له مخې ديو وزير په توگه مکلف دی ددولت دمشر چي اوس کرزی  دی پرېکړې ومنی  اوددې ترڅنگ دوزيراندشورااويابلې دولتي غونډي پرېکړه ومنی اودرناوی ئي وکړي کوم چي دده په گډون جوړه سوې وي .اوس خوداڅوکاله کېږي چې دولتي چارواکي  اوښاغلی کرزی شپه او ورځ چيغې وهي چي بايد ددولت له مخالفينو سره دسولي اوپخلاينې خبرې وسي .له دې جملې که زموږ خوښ دي اوکنه اوياکه ددوي دفعاليت اوشتون لکه دنورو مخالفينوچي په دولت کښي هم دي په وړاندي ئې  بې شمېره سوالونه لرواوس دمگړی همداطالبان ددولت دمخالفينو دليکويوه غښتلې برخه جوړوی .ددې لپاره چي ددولت دمخالفينوسره هڅوته قانونی مشروعيت ورکړه سوي اوياددوي سره دخبروپه نوم جوړه سوې شوراکښي دغړېتوب په پلمه يوشمير کسان چي ممکن هغوي هم له تورن صاحب اسماعيل خان سره لاس پټ وي کرزی صاحب له ځان څخه خوشحاله وساتی دلته سره راټول اودسترومالي اومادي امتيازاتوڅښتن سول .اوس دادی دوي گوياددولت له مخالفينودهغې جملې له طالبانوسره دخبرواوهغوي سولي ته رابللو په هکله هڅې رواني دي .نوکه دغه هڅې ددولت په کچه دي ، په کوم واک اوکوم قانونی صلاحيت بياتورن  تورن صاحب ددولت دوزيرپه توگه پر خپل سر داډول بې مسوليته اوملي گټودخلکودارادې او دوزيرانوشورا دپرېکړوپر خلاف څرگندونې کوي اووايي : ((ایمان دارم افغانستان بار دیگر تحت سلطه طالبان و لشکرکشی بیگانگان قرار نخواهد گرفت ...))

يعني تورن صاحب لکه خپله کرزی صاحب داسي فکر کوی چې طالبان اوياددولت نورمخالفين لکه گلبدين حکمتيار اوبله ډله به وسله پر مځکه ايږدی اودتورن صاحب ددفترددروازې په وړاندي به پر سجده کېږي اوتوبه ،به باسي؟؟؟ داخوپرېږده چي تورن صاحب اوکرزی صاحب ترډيره بريده گناه کاردي  چي دسولي دپروسې په وړاندي دقيقه اوعملی طرحه نلري. اوپه جگړه کښي ښکيل اوزورېدلی ولس ته هغه وعدې ورکوی چي پوره کېدل ئي خوب اوخيال برېښي .

لمړۍ خوزه په مخالفينو دداډول سولي  منل ناممکن بولم اودوهم داچي داسي مثال موږدنړۍ په يوگوټ کښي هم نلرو.

همدا دافغانستان دخلکودموکراتيک گونددحاکميت په دوران کښي چي دملي روغې جوړې پلان طرح اودپلې کېدوکارئي پيل سو،هم په رڼواوپوهېدونکوجملو ليکل سوی وه چي دټولومخاليفواوخوابدوخواوپه گډون دملي تفاهم پر بنياد ديوې نوې دولتي ادارې جوړيدل به دمسلې داساسی حل يوازنۍ لاروي . موږ اودافغانستان عام خلک تراوسه له دې خبرې نه چې دولتي چارواکي گويا دمخالفينوسره سوله غواړئ داسي پوهېږوچي دوي ته هم بايد په دولتی ادارو کښي معين ځاي ورکړه سی اودملي گټوپه نظرکښي نيولوسره دهرې خوالبته ددولتي چارواکو،دلته سياسي اوټولنيزوسازمانواوداسي کسانولکه تورن صاحب اونوروپټواوښکاره موافقواومخالفوډله ټپلواوکسانونظرياتواو وړاندېزونوته دقدرپه سترگه وکتل سي،راتلونکې دولتي اداره بايد دټولوپه خوښه اوگډون جوړه سي نه ديوڅومعلوم الحاله سياسي سوداگروچي داسلام اوجهادپرنوم په سوداگری کښي ملي اونړيوال شهرت لري اوتل سره له دې چي په خپل کو رکښي به دملنو وړنه وي ځان دافغان ولس يوازنې استازی معرفی کوي  .ديوه رښتياني اومعقول عملي تفاهم اوجوړجاړی پر بنياد داسي يوه دولتي اداره جوړه سې په کومه کښي چې ټولوته دفعال گډون اوگډملي کاراوزيار زمينه برابره سوې وي .

 محترم اسماعیل‌خان افزود: ((با اکثریت بزرگان مجاهدین در شمال، شرق و غرب کشور در این مورد صحبت شده و فهرستی از مجموع مجاهدین و سران جهادی از ولایات "ارزگان"، "هلمند"،"قندهار"، "فراه"، "نیمروز"، "بادغیس" و "هرات" به این شورا ارائه گردیده است .))

زه نه پوهېږم چي په هلمند،قندهار،روزگان،بادغيس،فراه اونيمروزکښي تورن صاحب دچاسره پردې مسله خبري کړي ؟ پدې يادسويوولايتونوکښي خودده له کارونه غوڅ اکثريت اوسېدونکي سرټکوي اوددې ترڅنگ له هغوهم سرټکوی کوم چي په ډول دډولونوله دولت سره داسي اړيکې لري دکوموپه مټ چي دولس دزورېدواسباب برابرسوی دي .اوپه هرات کښي خويوه معين ه کړۍ ده چي هلته ئې خلک دتورن صاحب ډله اودتهران جيره خواره بولي .موږپدې ډاډه يوچي يوعادي مجاهد بېچاره که بخت ورسره ياري کړې وي اوژوندی پاته وي نوهغه کله داتوان لري دکابل هغه وزير چي دجهوررئيس تابع نه وی دهغه په حضورمشرف سي اوبيادې تورن صاحب دداسي يوه بېچاره مجاهدسره چي ټوپک ئي يوازي دهيواد اوخپل ولس ودساتلولپاره پر اوږه کړی ووخبري وکړي ،والله عالم .نوپس تورن  صاحب يادکرزی صاحب په وينالوي مجاهد اسماعيل خان يوازي دهغوسره ليدلې کوموچي له ده سره له پخواښې اړېکې اوپه دولت کي پټ اويا ښکاره غوښن ځاي لري اودهمدې کسانوپه برکت پاکستاني جنرالان اوايراني اخوندان اوس په موږ ملنډي وهی .

تورن صاحب دخپلو خبروپه دوام وايي : (( امیدواریم که پولیس و ارتش امنیت را تامین کنند اما اگر نتوانستند، ملت بداند که فرزندان راستین با افتخار شما امنیت را تأمین خواهد کرد و از این به بعد پا به پای نیروهای امنیتی در تامین امنیت ولایات فعالانه شرکت خواهند کرد... .))

کرزی صاحب بايد له تورن صاحب نه پوښتنه وکړی چي ديوه وزيرپه توگه ولي دوسله والوځواکونوپر بريااوياوطنپرستی شکمن دی؟او ولې دغه اوسنی سربازان (عسکر،پوليس اودملي منيت کارمندان)دملت فرزندان (زامن) نه بولي ؟خوهغه کسان چي تورن صاحب اويادتورن صاحب  دجوړي سوې شوراله خوابه  په گوته سی او دهمدې بهرنيانوپه وسلو به سمبال سي ،هغه دملت زامن اوکولاي سي امنيت راولي؟ ولې همدا اوس چي تورن صاحب ددې دولت يوله واکمنووزيرانوڅخه دی اوجگړه هم ددوي پر سرده،  نه غواړي دغه پټ کسان ميدان ته راوباسي ،په وسلوئې سمبال اوددولتي وسله وال ځواک  په ليکوکښي ئي په قانوني بڼه  تنظيم کړی؟؟؟ دادمنلو وړنه ده چي تورن اسماعيل اوياهغه کسان چي نوموړي ئې نمونه په لست کښي له ځان سره ليکلې اودهربهرنی چارواکي مخته ئي دخپل نفوذديوې بېلگې په توگه ددې لپاره چي يوخودده پرخلاف ددولتي فساددوسيې ورکې شي اوبل دډيروخت لپاره په همدې بڼه اوهمدې ملی گټوخلاف کړنوپر دولتي مقام پاته سي ښکاره کوي ،اوس  په غرو رغوکښي وسله پراوږه دامنيت لپاره داښکلي بنگلې پرېږدي .ځکه هغه وخت هم همدادملت عادي وگړوجنگ کاوه دوي ډالر شمېرل .دبلې خوانور رونالد رېگن نسته چي دډالروپه لگښت دې جگړې ته دجهادنوم ورکړي .

وايي مولویي صاحب خالص ديوشمير نوروقوماندانانوسره درونالد رېگن سره دليدوپه وخت کښي وويل ،ښاغلی رېگن ته ډير ښه سړۍ اودمجاهدينويوازنۍ ملاتړ يې ،خوکه دې دايوکارکړی واي چي مسلمان سوی واي نورنوفرشته يې .

وايي ريگن په جواب کي ورته وويل چي زه دکومې عقيدې لپاره ډالر نه مصرفوم ،زه خپل دښمن چي شوروی اتحاد دی پرگونډو کوم . مولوی صاحب دازماډالردی چې دې جگړې ته ئي دجهادنوم ورکړی ،کنه دفلسطين جگړه،دکشمير جگړه اوداسي نوروولې دجهادپه نوم شهرت نه دی موندلئ؟ دا ډالر دي،ډالر چي ستاسوجنگ ته ئې دجهادنوم ورکړی.

اورښتياهم داسي ده،په يوه خبر ،پرون مجاهدوو، نن ورته تروريست وايي ؛ښه  بېلگه ئې طالبان اوحزب اسلامي دي .

تورن اسماعيل وايي ،(( در ادامه با اشاره به حضور کمرنگ مجاهدین در انتخابات گذشته، از آنان خواست تا در انتخابات ریاست جمهوری که قرار است یک سال‌ و نیم دیگر برگزار شود، نقش فعالی ایفا کنند و زنان را نیز به این امر تشویق نمایند.))

پداسي حال کښي چي همدا تورن اسماعيل دمرحوم استادرباني اوفهيم په هدايت په تيروټاکنوکښي دهمدې عبدالله عبدالله چي اوس ورته تورن صاحب سترمجاهدوايي پرخلاف دکرزی په پولی دځانگړوامتيازاتوپه بدل کښي ودريد.

يوله دغوامتيازاتوڅخه دکرزی نه خط ترلاسه کول وه ،چي دده په حاکميت کښي به خپله اوهغه کسان چي دتورن صاحب خپلوان اوياپلويان دي دچوراوچپاول امکاناتولرونکومقامومونوکښي پاته وي .

تورن صاحب همدا ډول وايي .((هموطنان به کسانی رای دهند که از جهاد مردم حمایت کرده و مربوط خانواده های جهادی باشند تا فردی به عنوان رئیس جمهور انتخاب گردد که از مجاهدین خوش نام باشد و به آزادی، نظام اسلامی و وحدت مردم بیندیشد.))ډيره جالبه !خپله تورن صاحب ديوه وزيرپه توگه دهغه دولت پرخلاف تبليغ کوی چي نوموړی ئي بېله استحقاقه وزيرکړی ،يعنی دده له څرگندونوښکاری چي کرزی نيک نامه سړۍ نه دی  اونه هم دده په خبره دازادی ،اسلام او ملي  وحدت  په هکله فکر کوي .يوخوداچي کرزی صاحب هم ځان مجاهد بولي نوپه دوي کي کوم يورښتياوايي ؟اوبل موږنه پوهيږوچي  داسي نيک نامه مجاهد مگر خپله تورن صاحب وي چي دده ترملگرواومشرانوممکن دده په فکرلږپه جنگي جنايت اودولتي فسادککړوي ،کنه دانوروخوټولودملت په وړاندي په خپلو کړنو ځانونه لمرغوندي ثابت کړه چي دملت پر زوريدو اوخواريویې سوداگري کول اوهمدا اوس هم دالړۍ په خرپ روانه ده . ملت دخواريواوغربيواوبې امنيوله لاسه  په اورکښي کړېږي ،څوک ئي سرپرې کوی اوڅوک ئي پر ناموس تيری کوي ،خوداښاغلی دډوبی په لکسوهوټلوکښي دجمعې شپې تيره وي .نوربيا