د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتانه ، يووالی او خپلواکي

احمدجان تڼی 24.08.2012 19:04

نږدې دوه کاله کيږی چې د پنجاپ پوځونه د کابل د ادارې د واک لاندې خاورې په سرحدي سيمو باندې توغندي اوروي او د توپونو ډزې پرې کوي.
دا ډزې او توغندي ددې سبب شوي دي چې په لس ګونو زره د ددې سيمو اوسيدونکي دا سيمې پريږدي او نورو سيمو ته ولېږدي. ددې بريدونو په نتېجه کې په زرګونو کورونه وران شوي او خلکو په سل ګونو ميليونه ډالره زيانونه اوښتي دي. همدارنګه ددې بريدونو په پايله کې په سل ګونو هېوادوال شهيدان او ټپيان شوي دي.
دا بريدونه د کنړ او نورستان ولايتونو په سيمو کې په دې ورځو کې شديد شوي او حتی شنو ځنګلونو ددې بريدونو په نتېجه کې اورونه اخيستي دي. همدارنګه داسې ويل کيږي د پنجاپ پوځونه د ننګرهار ولايت په ځينو برخو کې په لس ګونو کيلومتره راوړاندې شوي دي.
د پاکستان تر نوم لاندې د پنجاپ استعماري اداره د خپل شته والي ( پنځه شپيته کاله ) په موده د افغانستان په وړاندې نه اعلان شوي جګړه په مخ بيايي. دا جګړه مختلف رنګونه او ډولونه لري.
يو ټکی د يادولو وړ دی چې پنجاپ دا جګړه يوازې د افغانستان په وړاندې په مخ نه ده بيولي بلکې د هند، په سيمه کې ټول اسلامي هيوادونو او په نړيواله سويه په لويديزونو هېوادونو کې يې خپلو ورانکاريو او لاس وهنو ته دوام ورکړی دی. ددې هېواد د شر څخه نه اروپا ، امريکا او اسيا او حتی استراليا هم ارامه پاتې نه دي.
په دې ټولو لاسوهنو کې د پنجاپ اصلي موخه لومړی افغانستان او بيا هند دي او په دريمه درجه کې اسيايي هېوادونه د چين په ګډون راځي چې پنجاب په ډېره بې شرمانه توګه پکې لاس وهنه کوي.
پنجاپ چې د خپل بهرني سياست مهمه برخه يې د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله او پوځي لاسوهنه ده په عمومي توګه پنجاپ د اسلام دسپېڅلي دين څخه په اسلامي هيوادونو کې مداخلې او دتيري د يوې الې په توګه کار اخيستی دی.
پنجاپ نه يوازې د بهرنيو هېوادونو له پاره د ورانکارو کړنو په خاطرد هغو هېوادونو اتباع او يا د نورو هېوادنو اتباع روزي ، بلکې په خپله يې په پاکستان کې د شپږو څخه زياتې اسلامي توند لاري وسله والې تروريستي ډلې ايجاد کړي چې د هغوی شمېر سلګونو زرو ته رسيږي. دا ډلې د پنجاپ هېواد د پټ پوځ حيثيت لري چې په نورو هېوادونو کې د تيري له پاره کارول کيږي. دا پټ پوځ دنده لري چې د هند او افغانستان په وړاندې جګړه په مخ بوزي او هم په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې هغه غورځنګونه چې د پښتنو د يووالي او ازادی له پاره رامنځته کيږي د هند د جاسوسانو په نوم وځپي.
د افغانستان په وړاندې د پنجاپ مداخله او تيري په مختلفو نومونو او بڼو سره تر سره کيږي چې يو د هغو څخه د وسله والو ورانکارو ډلو روزنه ، سمبالول او لېږل دي. په دې کې شک نه شته چې د دا ډول ورانکارو ډلو افغانستان ته لېږل د تش په نوم د پاکستان د پنجاپ استعماري ادارې په جوړېدو سره پيل او د سردارمحمدداود خان د اولسمشري په دوره کې شديد او وروسته دې جګړي ته د خلکو د تېر ايستلو له پاره د جهاد نوم ورکړل شو. د افغانستان په ضد جهاد ( د پنجاپ جګړه) د مولانا مفتی محمود او مولانا سميع الحق له خوا اعلان او تر ننه پورې د افغانستان په وړاندې د پنجاپ دا جګړه روانه ده چې د هغه هېواد دپټو سروېسونو او پوځ له خوا په مخ بېول کيږي.
خو د روسانوپه وړاندې په جهادي ډلو کې د بشپړ اکثريت افغانانو له پاره د جهاد مفهوم د روس د تيري په وړاندې د سپېڅلي مقاومت او د روس د ايستلو له پاره د هغوی د سرښندنې مانا درلوده . په همدې باور په لس ګونو زرو افغانانو د شهادت جامونه وڅښل او يا ټپيان شول.
خو ددې جګړې څخه د پنجاپ موخه د روسانو د پرمختګ مخنيوي او د افغانستان وراني او ويجاړي وه. د پاکستان وژل شوي مشر ضياالحق دا ارمان کاوه چې د کابل ښار د اور په لمبو کې د سوځېدو په حال کې وويني او دده دا ارمان په پرديو پورې تړلو ډلو پوره کړ.
پنجاپ په دې جګړه کې په وسله والو ډلو فشار راوړ تر څو په افغانستان او په ځانګړي توګه په پښتني سيمو کې اقتصادي او تعليمي بنسټونه له منځه يووسي. او دا هېواد دداسې ستونزو سره مخامخ کې چې په سل ګونو کاله ونه کولي شي چې په پښو ودريږي. د روسانو په وړاندې د جهاد مېود پنجاپ وخوړه ، کونډې ، يتيمان او کنډوالې د افغانستان خلکو ته پاتې شوې.
په دې کلونو کې پنجاپ په سياسي توګه د پښتنو مجاهدينو سره جفا وکړه. پنجاپ د خپل ژور سنجول شوي پلان له مخې د دېګانو له پاره يو سياسي پوځي تنظيم او د پښتنو له پاره شپږ سياسي پوځي تنظيمونه ايجاد شول او د پنجاپ د پروګرام سره سم په غيرمستقيمه توګه د ازبکانو له پاره يو بېل تنظيم رامنځته شو. همدارنګه د اېراني اخوندانو د پنجاپ سره په تفاهم سره لومړی اته او وروسته دوه تنظيمه د شعيه اولس له پاره رامنځته شول.
ددې پورتنيو کړنو څخه د پنجاپ موخه د پښتنو بې اتفاقه کول او د د هغو په وړاندې لږکي توکمونه په واحد سازمان کې راټولول و. چې تر ډيره بريده پنجاپ په دې موخه کې بريالی شو.په دې ډول پنجاپ او اېران وکولای شول چې په يوه واحد سياسي جهادي تنظيم کې د افغان اولس د راټولېدو مخنيوي وکړي په دې ډول ددې تنظيمونو تر منځ د خپل منځي جګړو له پاره زمينه برابره او د افغان د يووالي په ټينګېدو کې يې سترې ستونزې رامنځته کړې.
د پښتنو په وړاندې د پنجاپ دښمني په پوځي تيريو او بريدونو کې نه خلاصه کيږي. بلکې پنجاپ په تيرو لسو کلونوکې دپښتنو په وړاندې د ترور او ځپلو سياست په پراخه توګه په مخ بوته. په وزيرستان کې د يونيم سلو څخه زيات قومي مشران او د ډيورينډ د منحوسې کرښې څخه هغې خواته په مجموع کې په زرګونو قومي مشران د پنجاپ پټو سروېسونو وژلي او ترور کړي دي. چې د هغې له جملې څخه په پښتون وتلي شخصيت افتاب احمد شېر پاو او افضل خان لاله باندې څو وارې مرګوني بريدونه تر سره شوي دي خو تر دې دمه لوی خدای ساتلي دی. همدارنګه د پنجاپ مزدورانو د واکمنو متعصبو کړيو په مرسته د افغانستان په دننه کې هم د پښتنو د مشرانو د وژلو لړۍ هم روانه کړي ده. چې يوازې يې د کندهار په سيمه کې د شپږو سوو تنو په شاوخوا کې مشران ترور کړي دي. د هېواد په شمال کې هم متعصبو کړيو او سيمه ايزو دولتي چارواکو د پنجاب او اېران په اشارو سره په سل ګونو پښتانه رون اندي او مشران ترور کړي دي په دې سيمو کې د واکمنو متعصبو ډلو له خوا د پښتنو د قومي تصفيې پروګرام په عملي ډول سره په مخ بېول کيږي.
پښتو مشهور متل دې ( د سپيو هر څومره که په خپلو منځو کې بدي شي خو ملنګ ته يې يوه ده). دا په دې مانا چې په کابل کې ځينې کړۍ، اېران او پنجاپ د پښتنو ضد يو تورمثلث جوړوی. دا مثلث په دې توانېدلی دی چې نړيواله ټولنه هم د پښتنو په وړاندې استعمال کړي.
همدارنګه پنجاپ د پښتنو په ملي او روحاني شخصيتونو باندې هم رحم نه دی کړی. پنجاپ د لوي صوفي او شاعر رحمان بابا مزار هم په بمونو والوزوه همدارنګه پنجاپ د پښتو د غزل پلار حمزه شينواري او وتلي مبارز اجمل خټک زيارتونه هم وران کړل.
پنجاپ نه يوازې پښتني فرهنګي او روحاني شخصيتونه او يا د دوی مزارونه په نښه کوي بلکې دپښتني هنرمندانو په ترور کې لوی لاس لري. چې د هغو له جملې څخه د وتلي هنرمندې غزاله جاوېد، ايمن اوداس او نورو نومونه اخيستلی شو چې د پنجاپ په ايشارو سره وژل شوي دي .
پنجاپ غواړي او په دې لټه کې دی چې پښتون اولس هر چېرې چې وي د علم او سواد څخه بايد بې برخې وګرځول شي. د ډيورينډ د منحوسې کرښې هغې خواته پښتانه د علم څخه بې برخې کړل شوي او په افغانستان کې د پنجاپ مزدورانو د پښتنو په سيمو کې په سل ګونو ښوونځي تړلي دي.
ددې ټولو پروګرامونو څخه د پنجاپ موخه دپښتون اولس کمزوري کول او لدې لارې په دوی کې د ملي روحيې له منځه وړل دي.
په تېرو شپېتو اويا کلونو کې د پنجاپ استعماري ادارې دا ټول ناوړه پروګرامونه د دې له پاره په لار اچول شوي دي چې تر څو د ډيورينډ کرښې ته رسمي جنبه ورکړي او په دې ډول پنجاپ استعماري ادارې ته د ټوټې کېدو څخه نجات ورکړي.
په دې کې هېڅ شک نه شته چې د ډيورينډ منحوسه کرښه ( ۱۸۹۳) په پښتون اولس باندې يوه تپل شوي کرښه ده او ددې کرښې د رامنځته کېدو څخه نږدې ۱۱۹ کاله تېريږي . دې کرښې يو لوی ملت يې په څو برخو وېشلی دی. چې د حقوق پوهانو ، تاريخ پوهانو، سياست پوهانو په باور دا کرښه غير قانوني او غير عملي ده.
ددې توافق ليک رعايت نه د برتانوي هند، نه د پاکستان حکومت ، نه د افغانستان حکومت او نه ددې خاورې اوسېدونکو کړی دی. دا اړينه وه چې د هند د لويې وچې څخه د انګريزانو په وتلو سره بايد دا کرښه ړنګه شوي واي.
د ډيورينډ د کرښې په رامنځته کولو سره انګريزي استعمار فکر کاوه چې په دې ډول به د استعمار په وړاندې د پښتنو مبارزې کمزوري کړي او يا به يې وځپي. مګر د هغه په خلاف د پښتنو مبارزې لاسختې شوې او انګريزي پوځونه يې د ماتي سره مخامخ کړل.
په دې کې هېڅ شک نه شته چې ازادی او بيا يووالي له پاره د پښتنو مبارزې د هغې نېټې څخه چې انګريزي استعمار د هند په لويه وچه بريد کړی دی پيل شوي او کله چې نوموړي استعمار دا سيمه لاندې کړه دا مبارزي شديدې شوي دي په لاره کې په ميليونو پښتنو د خپلو خاورې د ازادې او يووالي له پاره ځانونه قربان کړي دي.
خو له بده مرغه د کابل واکمنانو په کلي ډول دا موخه درلوده چې خپل ميراثي واک ټينګ وساتي دوي ټولو يوه يې هم د طبعي افغانستان د بېرته يووالی د پاره کوم پروګرام نه درلود. نو ځکه د کرښې هغه غاړه پښتانه په خپلو مبارزو کې د انګريز او پنجاپ په وړاندې يوازې و.
اوس مهال په افغانستان کې د واکمنو کړيو له خوا ځوان نسل ته د ډيورينډ د منحوسې کرښې د موجوديت او طبعي پولو ته د افغانستان د رسيدو د اړتيا په هکله د معلوماتو د ورکولو مخنيوي شوي دي. د افغانستان د پوهنې په تعليمي نصاب کې ددې حقيقت څخه په کلي ډول سره سترګې په اګاهانه توګه پټې شوي دي.
په تېرو لسو دولسو کلونو کې دپنجاپ پاليسي دا وه چې په افغانستان کې د غير پښتني سازمانونو او وګړو له لارې په پښتنو ګوزارونه وکړي. دا حقيقت هغه مهال د هېواد خلکو ته ښه بربنډ شو چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني او بيا راجا پروېز اشرف د هغه هېواد لومړي وزير کابل ته په سفرونو کې د شمالي ټلوالې د مشرانو سره کتنې وکړې او دوی يې اسلام اباد ته د سفر کولو له پاره وبلل. د شمالي ټلوالې يو شمېر وتلو کسانو په خپلو وينا و کې په غير مستقيمه توګه پنجاپ ته دا پيام ورکړی دی او يا يې ورکوي چې دوی تيار دي چې دا منحوسه کرښه په رسميت وپېژني په دې شرط چې د دوی سره په بشپړه توګه د واک په تر لاسه کولو کې مرسته وکړي .
اوس مهال يو شمېر اوتې بوتې ويونکي په اصطلاح سياسي مبصرين د پنجاپ د پروګرامونو سره سم چلند کوي له هغې جملی څخه انجينير محمد يونس فکور په يوه سياسي بحث کې په ډېره ناځوامردانه توګه دپښتنو د ازادی پښونکي غورځنګ څخه ستر ګې پټې کړي او دولت او خلک دې ته وهڅول چې د پنجاپ غوښتني اوامرونه ومني. په دې بحث کې هغه په ډاګه وويل چې د يووالي او خپلواکي له پاره د پښتون اولس مبارزه نه وه او نه شته. اوس مهال د دا ډول سياسي څېړونکو شمېر مخ په زياتيدو دی.
په دې کې هېڅ شک نه شته چې د پرنګي استعمار په وړاندې د منحوسې کرښې دواړو خواو پښتنو په ګډه مبارزه کړي ده . چې د هغو له جملې څخه د انګريزانو په وړاندې په افغانستان کې درې لويې جګړې دي همدارنګه د خپلواکی له پاره پښتنو خپلې جګړې تر ننه دوام ورکړی او په دې لاره کې د ليدنې وړ برياوې تر لاسه کړي دي . دوی د انګرېز او پنجاپي استعمار په وړاندې په اتلوالی سره مبارزې کړي او په سل ګونو زره او يا په ميليونو شهيدانو په ورکولو سره يې انګريزي استعمار دې ته اړ کړی دی چې دا نيمه وچه پرېږدي. دا مبارزه د نږدې دوو پېړيو راپدې خوا روانه ده او د بري په خوا درومي.
د افغانستان تاريخ په ډاګه کوي چې په عمومي ډول سره د کابل د ادارې مشران د اوسنيو په شمول د هيواد ملي ګټو ته لږ او يا هېڅ ژمن نه و. د ساري په توګه کله چې د خپلواکي په جګړه ( ۱۹۱۹کال) د محکومې پښتونخوا زياتره برخې د قومي او ملي پاڅونو په نتېجه کې ازادې شوی او دا شوونې وه چې دا ازادی بشپړه شي . په دې مهال انګريزي الوتکو دوه بمونه د کابل په ښار په غير مسکوني سيمو را وغورځول . دې دوو بمونو د کابل مشران دومره واخطاکړل چې ګټلي جګړه بايلي.
خو په جنوبي محاذ کې د افغاني پوځونو په شاته کېدو سره دغيرتي پښتنو مبارزه پای ته ونه رسېده. کې د دې مبارزو ښه مثال د ټولې لويې پښتونخوا له جملې څخه يوازې په وزيرستان کې د وزيرستان خلکو د نورو اولسونو سره يو ځاي د حاجي صاحب ميرزاعلي خان ( ايپي فقير ۱۹۰۱-۱۹۶۰) تر مشری لاندې په پرنګي استعمار وژونکي ګوزارونه وکړل. ايپي فقير د وزيرو ، مسيدو، دوړو ، بنوڅيو او نور قومونو ، همدارنګه دې کرښې دې غاړې ټڼيو ، ځدراڼو، ګربزو او نورو قومونو مبارزان سره متحد او د وزيرستان شاوخوا سيمې يې د انګريزي استعمار څخه ازاد کړ .
همدارنګه په ۱۹۴۷ کال د جون په يو ويشتمه د پښتنو لويه جرګه د بنو په سيمه کې د خان اميرمحمدخان تر مشری لاندې جوړه شوه په دې جرګه کې فيصله وشوه چې پښتانه نه هندوستان غواړي او نه پاکستان . ددې جرګې د لارښوونې له مخې بايد ( په دې ملک کې د پښتنو يو ازادحکومت جوړ شی چې د هغې د ايين بنياد به په اسلامي اصولو، جمهوريت، مساوات او اولسي انصاف باندې اېښودی شوي وي. ) دې جرګې هر پښتون ته اعلان وکړ چې د پورتني مقصد د ترلاسه کولو د پاره په يوه مرکز باندې راټول شی او بې د پښتنو د اقتدار څخه د بل چا اقتدار ته سر ټيټ نه کړي. د ټولو پښتنو خپلواک حکومت دې جوړ شي او دهغه اساسي قانون به په دموکراسی او عدالت ولاړ وي.
پورتنيو قومونو د د پرنګي استعمار او پنجاپ څخه دا سيمه ازاده او يوه خپلواکه اداره يې د پښتونستان تر نوم د بنو د لويې جرګې د تصميم سره سم رامنځته کړه او حاجي ميرزاعلي خان يې ( د پښتونستان تر نوم لاندې) ددې مستقلې ادارې مشر وټاکه. ددې مستقلې ادارې مرکز د حاجې ميرزاعلي خان له خوا د ګروېک سيمه وټاکل شوه. دا اداره د ټول پښتون اولس په غوښتنه سره رامنځته شوي وه او د کابل ادارې ته اړينه وه چې هغه په رسميت وپيژني مګر دا کار يې ونکړ.
په دې ډول په ۱۹۴۸ کال د خيبر په سيمه کې د پښتونستان د جوړېدو اعلام وشو په دې ډول د پښتونستان سيمه د چترال څخه تر بولان پورې اعلان شوه.
پښتنو مشرانو لکه خان عبدالغفارخان، عبدالصمدخان اڅکزی او ايپي فقير مېړانی د پښتون اولس مبارزې رهبري کړې. د وزير و او مسيدو مېړنيو قومونو د انګريزي استعمار په وړاندې د ۱۹۲۵ کال څخه تر ۱۹۴۰ کال پورې هر کال په لس ګونو ستر بريدونه تر سره کړي دي چې يوازې په ۱۹۴۰ کال کې دې بريدونو شمېر ۱۱۹ ته ورسېد.
په دې ډول د ۱۹۴۹د جولاې په ۲۶په کابل کې د لويې جرګې په فيصلو کې د پښتونستان د غورځنګ څخه رسمي ملاتړ اعلان او په دې جرګه کې د ډيورينډ کرښه او د هغې نېټې څخه وروسته د انګريز سره ټول تړونونه غيرقانوني او لغوه اعلان شول. د کابل د ادارې دا عمل ډېر وروسته او بې ګټې و.
د تېرې پېړۍ د څلورمې لسيزې په پيل سره ښکاره شوه چې پرنګي استعماري اداره دا نيمه وچه پريږدي په هغه مهال بايدد کابل ادارې د برتانوي هند څخه د هغې خاورې چې د ګندمک او ډيورينډ د منحوسو او تپل شويو اعلاميو په ترځ کې د افغانستان څخه بېله شوي وه او همدارنګه د پېښور سيمه تر اټک پورې چې د افغانستان طبعي پوله ده مخکې له دې چې ووځي افغانستان ته يې د بيرته استرداد غوښتنه کړي او بايد خپل ټول تړونونه يې د برتانوي هند سره لغوه او باطل اعلان کړي وای . تر هغه چې د پاکستان تر نوم لاندې د پنجاپ اداره جوړيده بايد د کابل ادارې خپله ټوله خاوره چې د لاسه ورکړي وه د ديپلوماتيکو او پوځي لارو څخه په استفادې سره د هيواد سره تړلي واي.
په اوس مهال کې شرايطو د پخوا ډېر بدلون موندلي دی. په سيمه کې د تېرو څلوېښتو کلونو پېښو د پښتنو تر منځ اړيکي د پخوا څخه ټينګې شوې. په افغانستان کې د شوروي اتحاد د پوځي مداخلې او جګړو له امله کډوال شوو افغانانو سره د منحوسې کرښې هغه پلو پښتنو داسې چلند وکړ لکه چې دوی په خپله سيمه کې واوسي. او افغانانو هېڅکله په پردي سيمه کې ځانونه احساس نه کړل. د تېرو څلوېښتو کلونو پېښې ددې سبب شوې چې پښتانه قومونه يو ځل بيا په خپلو منځو کې اړيکي ټينګې کړي دا هغه څه دې چې د پنجاپ استعماري اداره ترې ويرېده.
په دې اړخ کې نوي معلوماتي تکنالوژي د پښتون قوم په سره نږدې کولو او يوځاي کولو کې ډېر اهم رول لوبولی دي. اوس د کوټې او کندهار ، د پېښور او کابل د ښارونو اړيکي بلکل پخې شوي دي. که څه هم پنجاپي منابع او په افغانستان کې واکمنې متعصبې ډلې دا هڅه کوي چې ددې اولسونو د نږدې کېدو مخنيوي وکړي خو دا اوس ناممکنه شوي ده. دا چې نړۍ په يوه کلي اوښتي ده نو د پښتنو سيمه دخپل اولس له پاره په يوه کوڅه اوښټي ده. رسنيو ، مخابراتي وسايلو، انترنېت اوس پښتون اولس په نه ليدونکي مزي سره وتاړه .
دا چې دافغانستان څخه خپله خاوره په کوم ډول بېله شوه دا اوس اهميت نه لري . هغه څه چې اهميت لري دادي چې ( د اموسين او اباسين د سيندونو تر منځ ) د نورو توکمونو په اړخ کې يو لوي اولس او توکم اوسيږي هغه پښتون اولس دی. دا اولس په يوه جغرافيا کې پروت او ټاکلي پولې لري. دا دواړه سيندونو د تاريخي افغانستان د زرګونو کلونو راپدې خوا طبعي پولې جوړوي. دا يو واقعيت دي او د نړيوالو اصولو له مخې دا اولس هم حق لری چې بيرته سره متحد شي. په دې واقعيت او ضرورت باندې سترګو پټول په دې اوسنيو شرايطو کې ناممکن دي.
په سياسی لحاظ سره دا د کابل د ادارې واکمنانو دنده او مسووليت و او دی تر څو د افغانستان د طبعي سرحدونو ته د رسيدو له پاره کار وکړي او په دې لاره کې نه يوازې خپل امکانات په کار واچوي او دا بايد د کابل واکمنانو خپل ستراتيژيک هدف ټاکلي وای. چې ددې موخې ته د رسېدو له پاره دې ادارې د پولو څخه بهر د پښتنو د مبارزو څخه ملاتړ وکړي.
خو له بده مرغه د اعلحضرت شاه زمان د واکه د ګوښه کيدو نه وروسته يو هم د اميرامان الله خان، محمدظاهرشاه، کمونستي دورې مشرانو او اوسنيو واکمنو په واقعي مانا سره د طبعي پولو ته د افغانستان د رسيدو له پاره کار نه دی کړی او نه يې کوي.
په دې ټول وخت کې د کابل واکمنانو ( د ښاغلي حامد کرزي په ګډون) دخپل تاج او تخت د ساتلو د پاره د پښتنو او د افغانستان د يو موټي کيدو داعيه هېره کړي او د انګريز او پنجاپ په وړاندې يې د غوړه مالي پاليسي په مخ بېولي ده او حتی کله وار يې د هغوی سره مرسته کړي ده چې د پښتنو مقاومت وځپي.
د ساري په ډول د سيمه ايزو خلکو د خبرو سره سم په خوست کې د کابل د ادارې د محمدظاهر شاه نايب الحکومه فيض محمد خان ته دنده ورکړل شوي وه چې د وزيرستان سره په پوله کې پوځونه ځاي په ځاي او حاجي ميرزاعلی خان ونيسي او بيا يې انګريزي استعمار ته يې وسپاري. خو د کابل د ادارې دا ناوړه پلان د سيمه ايزو خلکو په مرسته شنډ شو.
او يا عجب خان اپريدی چې د انګريزي استعمار په وړاندې يې په نه ستړي کيدونکي ډول سره مبارزه کوله او انګريزي استعمار د هغه څخه په تنګ شوي و، د کابل ادارې د انګريزي استعمار په ايشارې سره د بلخ ولايت ته تبعيد کړ.
د ډيورينډ د منحوسې کرښې هغه خوا قومونو د دې خوا د قومونو سره يوځاي د ۱۹۱۹کال د ازادي په جګړو کې غوخ رول درلود کله چې صالح محمدخان د ننګرهار په جبه کې ماتي وخوړه او د نادرخان ، شاه محمودخان او هاشم خان برخليکونه په همدې ډول فکر کيدل په دې مهال کې غازي ملا همزه الله اخوند لوي د انګريزانو په وړاندې د وزيرستان د اشکي په سيمه کې د جګړې فتوا ورکړه ټول قومونه د پښتونخوا د ازادی له پاره راپاڅيدل ددې قومونو په تنظيم کې غازي ببرک خان ځدراڼ او جنرال يارمحمدخان وزيري غوڅ رول درلود او دوی او ددوی د ملګرو د مېړانې او اتلوالی په نتېجه کې انګريزي پوځونو ماتي وخوړه او خپل پوځونه يې ديره غازي خان ، ديره اسمعيل خان او سند ته په شا کړل. د بنو ، کوهاټ او پېښور فتح نږدې او اسانه شوي وه .او داسې امکان و چې لوی احمدشاهي کور به د سره ودان شي . خو که چيرې د کابل ډارنې ادارې ( د ښاغلي امان الله خان تر مشري لاندې بې ددې څخه چې د جګړې د ډګر څخه دقيق معلومات ولري او يا د جګړې په ډګر کې د مشرانو سره سلا وکړي )متارکه ومنله په هغه مهال کې دا سل په سلو کې شووني وه چې اولسي لښکرې وکولی شي انګريزان د سند او پنجاپ څخه وباسي او هند او بنګال تر ګواښ لاندې ونيسي.
په دې ډول افغانستان خپلو طبعي پولو ته د رسيدو يوه مهمه او تاريخي موقع دلاسه ورکړه او ګټلي جګړه يې بايلوده.
د کابل حکومت ، يارمحمدخان وزيري په کندهار کې د تبعيد په توګه وساته او د ببرک خان ځدراڼ کوريې بمبار کړ. او د هغې کورنۍ پاکستان ته په کور پرېښودلو ته اړ کړه. دا هغه د دوی د اتلوالی بدل و چې د کابل ادارې له خوا نوموړو دوو اتلانو ته ورکړل شو.
ځينې کسان په دې باور دی چې دپنجاپ استعماري اداره يوه ځواکمنه اداره ده او ددې سبب شويده چې يو ځواکمن هېواد رامنځته کړي. دوي د پاکستان ( پنجاپ ) ځواک د هغه هېواد په اردو کې ويني. په دې کې کوم شک نه شته چې د هغه هېواد اردو او پټ سازمانونه د هغه هېواد په موجوديت کې غوڅ رول لري. دا پوځي سازمانونه د دموکراسۍ او ازادی له پاره د خلکو غږونه په ډېره بې رحمانه توګه سره ځپي.
دا په دې مانا چې دا استعماري دولت د خلکو د ارادې او غوښتنې په نتېجه کې جوړ شوی نه دی. دا ځکه چې د هرې ادارې او دولت پايښت د هغه څخه د خلکو په ملاتړ پورې اړه لري خو د پاکستان حکومت يو غير طبعی حکومت دی چې د مصنوعي فشار په نتېجه کې رامنځته شوی او ددې فشار په رفع کېدو سره به د شګو د څلي په توګه په خپله وران شي.
په دې هېواد کې مختلف توکمونه موجود دي چې د دوی په باور سره په دوی باندې پنجاپ حکومت کوي او د دوی طبعي زېرمې لوټوي .
د نړيوالو څيړونکو په باور سره په دې هېواد کې د تجزيې او خپلواکی له پاره پنځه غورځنګونه شته دي. دوی ددې غورځنګونو نومونه په دې ډول سره اخيستي دي: وزيرستان، پښتونستان، بلورستان، سنديش، بلوڅستان او همدارنګه د کشمير هم نوم راوړل کيږي. دا ټول غورځنګونه ځانته سازمانونه او بيرغونه لري. يعنې په دې مانا چې پاکستان په بالقوه توګه په شپږو ټوټو او يا څلورو ټوټو د تجزيې خواته روان دي. دا تجزيه يو طبعي بهير او رامنځته کيدونکي ده.
چې د هغه ښه مثال د نړيوالې ټولنې له خوا د بلوڅو د ازادې بښونکی غورځنګ ته د پام اوښتل او هم په وزيرستان کې د حکيم الله مسيد تر مشری لاندې د اسلامي امارت چې د يوې حکومتي ادارې بڼه لري رامنځته کيدل دي. اوس مهال د حکيم الله مسيد تر مشری لاندې د طالبانوغورځنګ په يوه داسې ځواک اوښتی چې د پنجاپ اداره د هغه د ځپلو څخه عاجزه ده.
د ويلو وړ ده چې د يوه ملت د جوړېدو له پاره يوه خاوره، ګډ تاريخ، يو دين ، ګډه ژبه ، ګډ کلتور او ګډ اقتصاد اړين دی. خو کله وار دا فکتورونه لږ او زيات کيږي. که دې ته وکتل شي د پنجاپ تر ولکې لاندې توکمونه هر يو بېل تاريخ، فرهنګ ، اقتصاد، ژبه او کلتور لري. څه چې د دوی تر منځ شريک دي يوازې دين دی. د دين شراکت خو د ټول عالم اسلام سره دی چې په لس ګونو هېوادونو مشتمل دی.
د پنجاپ اداره دې فکتور ته ډېر اهميت ورکوي او هڅه کوي چې ددې شعار لاندې نور توکمونه تر خپلې اغېزې لاندې ونيسي. پنجاپ د بلوڅستان، پښتونخوا او سند طبعي منابع لوټوي او ددې سيمو خلک د پنجاپ د استعماري سياستونو له امله ورځ په ورځ د لوږې کندې ته لويږي. پنجاپ په دې پلمه چې کشمير يان مسلمانان دي نو دوی بايد د اسلام اباد واکمني ومني. په داسې حال کې چې کشميريان ځانته کلتور، ژبه ، خاوره او تاريخ لري چې د پنجاپ سره کومه اړيکه نلري.پاکستان اوس د ملتونو په زندان اوښتی دی.
پنجاپ کله وار غواړي د دين د نوم څخه په استفادې سره په ټوله اسيا او يا په ټول عالم اسلام واکمني ټينګه کړي. همدا خبره ده چې ټول اسلامي عالم د پنجاپ د لاس وهنو څخه په تنګ دی.
په سياسي توګه د افغانستان له پاره اړينه وه او ده چې د ملي غورځنګونو سره اخلاقي او عملی مرسته وکړي تر څو دوی ټول هغه حقوق چې نړيواله ټولنه ورته قايله ده تر لاسه کړی. دا په دې مانا چې افغانستان بايد د ملي خپلواکی له پاره د مبارزانو ملاتړ وکړي او جګړه له هغه ځايه چې په افغانستان تپل شوي ده بېرته هلته ولېږدوي.
خو واقعيت په بل ډول دی پښتون اولس په څلورو ټوټو وېشل شوی دی . دا ټوټې عبارت دي له افغانستان، پښتونخوا، ازادقبايل، او بلوڅستان . چې په دې څلورو واړو ټوټو کې پښتانه محکوم او د خپلو اساسي حقوقو څخه بې برخې دي. د ساري په توګه په افغانستان کې پښتانه د اويا او پنځه شپيته په سلو کې شته والی لري خو اوسنې اداره ورته د ديرشو او شلو په سلو کې په واک کې ونډه نه ورکوي. او که څو پښتو ژبې په لوړو څوکيو کې شته والی لري هغه هم د پښتنو ضد د متعصبو کړيو په چوپړ کې دي . په همدې ډول په پاکستان کې هم څو تنه پښتو ژبي په لوړو څوکيو کې شته والي لري دوی هم د پنجاب د استعماري ادارې د موخو سره سم کارکوي.
په دې ډول بلوڅان چې په تېر ټول تاريخ کې د پښتنو طبعي متحدين و او دي اوس په درې ټوټو ( افغانستان، پاکستان او ايران کې پراته دي) ويشل شوي دي. بلوڅان په افغانستان کې خپل هويت په تدريجې توګه دلاسه ورکوي. چې دا بهير په تېرو لسو کلونو کې ډېر چټک شوی دی. چې د دې مهم سبب په کابل اداره کې په ديګانو پورې د تړلو متعصبو کړيو واک او په بلوڅ ميشته سيمو کې د ايران د فرهنګي او سياسي نفوذ نتېجه ده. بلوڅان په ايران او پاکستان کې په ډېره بې رحمانه توګه ځپل کيږي دوی په دې هېوادونو کې د سياسي او اقتصادي حقوقو څخه په بشپړه توګه بې برخې دي.
هغه څه چې په تاريخي لحاظ د افغانستان له پاره مهم دي د پښتنو او بلوڅو اولسونو تر منځ ټينګ او نه بېلېدونکی اړيکي دي.د تاريخ په اوږدو کې د دواړو اولسونو برخليک يو او په ګډه يې کار او مبارزه کړي ده. په اوسنيو شرايطو کې تر هغې چې پښتنو ، بلوڅانو او سنديانو د خپلو روا حقوقو د تامين يعني د بشپړو ازاديو د تر لاسه کولو له پاره يو ګډ پروګرام ترتيب کړی نه وي تر هغې په يوازې توګه يو اولس هم بری تر لاسه کولی نه شي.
د پورتنيو خبرو څخه دا جوته شوه چې د پښتنو او بلوڅو د خپلواکی او يووالی په لاره کې د پنجاپ استعماري اداره، په کابل کې واکمنې متعصبه ډلې او ايران دي. د کابل اداره اوس ددې جوګه نه ده چې د پښتنو او بلوڅو د يووالی او خپلواکي له پاره کوم عملي ګام اوچت کړي . که پخوانيو د کابل ادارو په دې نامه څه ويل هغه هم يوازې ددې اولسونو د تېرايستلو له پاره و.
نو له دې امله اړينه ده چې پښتانه روڼ اندي، سياستوال او مشران په دې بريالی شي چې د پښتون ملت د خپلواکي لپاره يو ه عملي لاره ترتيب او ددې خلکو مبارزې رهبري کړي نو ځکه ددې موخې تر لاسه کولو دپاره مهمه ده چې يو لړ ارزښتمن ګامونه اوچت شي:
• لومړي اړينه ده چې د ټول پښتون يوه پراخه لويه جرګه راوبلل شي. ددې له پاره چې دا جرګه د پنجاپ د استعماري ادارې او په کابل کې د متصبو کړيو د اغيزې څخه بهر وي بايد دا جرګه په يوه بهرني هيواد په ډيرامکان په جرمني يا هند کې جوړه شي.
• په دې جرګه کې بايد د پښتو ن اولس په يووالي باندې خبرې وشي او داسې مېکانېزم ( لارښوونکي جرګه )رامنځته شي چې د ټولو پښتنو که هغه په افغانستان او يا په پاکستان کې دي سياسي مشرتوب تامين کړي.
• دا جرګه بايد په نړيواله سويه د پښتنو د حقه حقوقو د غوښتلو غږ پورته او په عملي توګه پراخه سياسي مبارزه پيل کړي او په دې لاره کې د نړيوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو سازمان ملاتړ تر لاسه کړي.
• دا ډېره مهمه ده چې د ټول پښتون لويې جرګې ته د بلوڅو د ملت استازي هم وروبلل شي. په دې ډول د دواړو اولسو نو د ازادی په لاره کې د عمل يووالي تامين شي.
په دې ټول خلک خبر دي چې په تيرو مياشتو کې د پښتنو پېژندل شوي مشر افضل خان لاله په پېښور ښار کې يوه جرګه جوړه کړه خو له بده مرغه دې جرګې هغه څه ونکړی شول څه چې د افضل خان لاله هيله او د پښتون اولس غوښتنه وه. دا جرګه دپنجاپ او د کابل د ادارې دمشرانو تر اغېزې راغله او په هغه څه يې بحث ونکړی شو چې د ستونزې اساسي حل يې رامنځته کولو.
همدارنګه دپښتنو يوه بل لوی مشر محمود خان اڅکزي د پښتنو يوه لويه غونډه راوغوښتله په دې غونډه کې په سل ګونو زرو پښتنو ګډون کړی و. ډېرو پښتنو روڼ اندو فکر کاوه چې محمود خان اڅکزی به د پښتنو له پاره د يوه مستقل او متحد هېواد غوښتنه وکړي مګر دا ونشول.
ده په کابل کې د متعصبو کړيو تر واک لاندې ادارې د ملاتړ له پاره غږ پورته کړ. او د پاکستان څخه يې وغوښتل چې په افغانستان کې لاسوهنه ونکړي. که څه هم يوه مثبته غوښتنه وه خو ده داسې غوښتنه ونکړه چې د پښتون اولس د يووالی او خپلواکی له پاره يو وړوکی ګام هم واوسي.
اوس پښتنو مشرانو ته اړينه ده چې د شف شف په ځای شفتالو ووايي او په ډګر د ډيورينډ د کرغېړنې کرښې د ړنګېدو له پاره غږ پورته کړي. په دې کې شک نشته چې نړيواله ټولنه به د دې اولس غږ واوري او د هغه سره د خپلو روا حقوقو په تر لاسه کولو کې مرسته وکړي.
دا په ډاګه ويل په کار دي تر هغه چې د پنجاپ استعماري اداره او دايران لوړتيا او پراختيا غوښتونکي اداره شته وي دا سيمه به نا ارامه واوسي. او ډېره شووني ده چې دا نا ارامي به په سيمه کې لويه تراژيدی رامنځته کړي چې ورسره جوخت به نړيواله ټولنه او لويديز هم ډېر لوي زيان وويني.
د پښتنو يو مستقل ا و متحد دولت رامنځته کېدل او طبعي پولو ته د افغانستان رسيدل د نړيوالې سولې او ثبات په تامين کې مهم عامل بلل کيږي چې د هغې سره جوخت يو مستقل بلوچستان هم رامنځته شي.
اوس په دې لويديز ستراتيژيستان هم ښه پوه شوي دي او يوازې د پښتنو مشرانو ، روڼ اندو او سياستوالو او په ټوليزه توګه د ددې اولس د يووالي د تامين او د خپلواکي د غوښتلو له پاره د غږ اوچتوولو ته انتظار وباسي.