د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غازي امان الله خان اوخپلواکی

حبيب الله غمخور 18.08.2012 12:10

سږ کال  هم يوځل بيا افغان کړېدلۍ،داوږدې رواني جگړې په اورکښي سوځېدلی اودزورواکانواوجنگسالارو دبې وطنه سياليوله امله  زوريدلۍ ولس دخپلواکۍ دتر لاسه کولو نه هيريدونکې ورځې خاطره  د۹۳ ځل لپاره په داسي شرايطو کښي لمانځې چي هره ورځ دبې کفياته دولتی چارواکواوافغان دښمنولخواداسلام ترنامه لاندي  په واسکټونو،بمونو، اونورورنگارنگ وسلوسمبالوکسانوپه رالېږلوسره دلته اوهلته دافغان پرکوردغم زېری کيږي اودشاوخوا((۴۷)) هيواد ودپوځی شتون سره ديوې لسيزي راپدې خواداسي ورځ شپه سوېنه ده چې زموږولس دي دوير پرلمڅی ناست نه وي.

زموږ دهيوادسياسي اوټولنيز ژوند داسي حالت ته رارسېدلی چي دخپلواکی لمانځل رانه هېرسوېدي  .

متاسفانه دادی څوکاله ددې وياړلې اوبختوري ورځې ياد دارگ دډبرينودېوالوشاته دتلوېزيون دکامروپه وړاندي ترسره کيږي .دشرم اوتاصف ځاي خودادئ چې زموږ ولسوال پوځ دخميني دمرگ دتلين غونډي دخوندی امنيت په خاطر وياړ کاوه سره له دې چې په هغه ورڅ دهيوادپه ټولوهغوشاروکي چي پدې خاطردسوگواری مراسم ترسره کېدل دايران سپاه پاسدارن چي دبهرنيو استخباراتواوپدې برخه کي داړيکو مسوليت پر غاړلري خپلو ټواستخباراتي اواجنټوری کړيوته په افغانستان کښي دنده سپارلې وه چي دهرډول پېښي مخه ونيسي .

ولې ترغاښوپه مډرنه وسله باربهرنی پوځ اودافغانستان وسلوال قوتونه داتوان نلري چي په هيوادکښي دخپلواکۍ دورځې نه داسي لمانځنه وکړي لکه چې ورسره لازمه ده؟

څنگه کېداي سوددولتي چارواکواودهمدې وسله وال پوځ د مشرتابه داشعارونه ومنوکوم چي وايي دوي په هيوادکي دامنيت ساتلوجوگه دي .

ددې ټولوناخوالوسره چي ددولتی مشرتابه لخواډالۍ ده،تاريخ ددې شاهد دۍ چي دا مغرورملت هيڅ وخت دنړۍ يوه زبرځواک ته هم دغلامۍ سر نه دۍ ټيټ کړۍ،ځکه خوزموږدهيوادکورنيو اوبهرنيو دښمنانود همدې غيرتی ولس له همدې ملي غروراوسپېڅلي مذهبی عقيدې نه دادی داڅولسيزي دپاکستاني جنرالان اوحاکمان دايرانی اخوندانوسره يوځاي دافغانستان دويرانۍ اوافغا ن  وژنې نه پوره گټه پورته کړي اوپه خپلوکښي ئې دقدرت ترلاسه کولوترنامه لاندي پداسي کورنۍ جگړه کښي ښکيل ساتلي چي نه ئې سرخلاصېږي اونه پښې .

که څه هم افغانستان پداسي يو ه سياسي څولور لاري کي پروت دۍ چي کله  دنړۍ هرغاصب اوجابرغوښتي  دنړۍ په دغه سيمه کي پرولسونوتيرۍ وکړي اوخپل نفوذ ټينگ کړي ،زموږ پاکي خاوري ته يې هرومرو يو ځل خپل کرغيړن مخ را ښکاره کړۍ دئ . دا چي بيا يې دغه پر آزادۍ مين ملت پزه څومرهاوڅنگه  پر مځکه ورمښلې ده، تاريخ دافغان ولس دداسي قهرمانيو زياتي افسانې له ځانه سره په خپلو پاڼوکښي ثبت کړې دي .

دبشری ټولنې دتاريخي بهير په مختلفودوروکښي دنوروتېری کوونکوتر يرغلونو وروسته پدې ورستی سليزه کي زموږ پر مقدسه خاوره انگريزي استعمارگرو افغانستان په سمه کښې دخپل سياسي حاکميت دټنگولواو دوخت دتزاری روسيې دحاکمانوسره دسيمه ايزنفوذپرسردسيالی دډگرپه توگه ساتلوپه موخه درې ځله وسله والې حملي کړي .له نېکه مرغه زموږ دغيرتی ولس دشهامت اودپرديودواک پرخلاف دمبارزې اوملي کرکې په پايله کښي لکه دنړۍ په نوروسيمو کښي يوځل هم پردې ندي بريالي شوی چې خپل بشپړ سياسي واک زموږ پرخاوره ټينگ اوداوږدې مودې لپاره دلته حاکم پاته شي، (   ۱۸۳۹  ،۱۸۷۹،۱۹۱۹) .

شاه امان الله د پادشاهی،په اعلان سره دخپلواکی مسله دخپلو خلکو داراد ې اوغوښتنې له مخي مطرح کړه ، يوځاي دخپل ولس ددولتمدارانو  په هيواد کښي دپوهو اوروڼ اندواومشروطه خواهانو ،په مرسته په مېړانه اوشهامت سره دنووکارونوپلي کول پيل کړه ؛ داميرآمان الله خان له خوا ددغوخپلواکوحرکتونوداجرأ کولوپر اسا س په څرگنده توگه ويلاي شوچي په رښتيا سره  له هغې ورځې نه کوم  چې د ۱۹۱۹ کال دفبروري په ۲۳ نيټه آمان الله خان دافغانستان دپاچاپه توگه اعلان شو،دهيوادخپلواکی لپاره ملي هلوځلومرحله پيل شوه . ځکه دده په هغه لومړۍ ويناکښي افغانستان ديو خپلواک اومستقل هيوادپه توگه  اعلان شو،امانالله خان په خپلو ټولوخبره کې افغانستان دمستقل هيواد په نوم ياداوه اوله بلې خودهر بهرنی هيواد سره په اړېکو،دليکونو او استازوپه لېږلواوتبادله کښې  يې دغه ټکي ته ځانگړې پاملرنه کوله .

 له يوې خواداستعماري زبرځواکو په مقابل کې دافغان ولس مقاومت اوله بلي خوا په نړيواله کچه دلومړۍ جهاني جگړي په پايلوکې دمځکي پرمخ دسرمايدارو هيوادوترمنځ داروپايي هيوادوپه اړيکواوددوي په سياست کې داستعمارددوام په خاطر کوټلې تغيرات رامنځته شول،په پخوانۍ تزاري روسيه کې کمونست گوندداکتوبردانقلاب په پيله کي سياسي واک ترلاسه کړ،دغه گونددخپلوسياسي موخواوکړنلاري په اساس په ټوله نړۍکې تر استعمار لاندي هيواد نو دخپلواکۍ دحق دترلاسه کولوپه خاطرددې هيوادونودخپلواکۍ غوښتونکي نهظت څخه خپل ملاتړاعلان اوخپلواکی ئې دولسونوانساني اورواحق وباله .په حقيقت کې له همدغه ورځې نه دنړۍ پر مخ دزبرځواکوهيوادونوترمنځ دساړه جنگ خښته کښېښودل شوه يعني نوي شوروي جوړشوي هيوادچې مشری ېي دکمونست گوند پلاس کې وه دمځکې پر مخ دټولوهغوهيوادوخلک دخپلواکی دترلاسه کولو په نامه مبارزې ته راوبلل کوم چې دانگلستان او نورو اروپايي هيوادو تر سياسي او پوځې ولکې لاندي يې ژوند کاوه . دافغانستان لپاره دنړۍ په کچه دغو تغيراتو زيات ارزښت درلود،ځکه په افغانستان کې دخپلواکۍ دجنبش مشرانودا امکان تر لاسه کړچې دانگليسي استعمار گر قوت په مقابل کې دشوري اتحاد لخوا ملاتړ ترلاسه کړ ي، اوپدغه مرحله کې افغانانودتېرپشان نور له شمالي گاونډي څخه دتجاوز اوحملي ډارنه درلود .

له همدې موقع نه په استفادې سره پر برتانوی هندباندي دسياسي فشاردوسيلې دموندلواوپه نړيواله کچه دملاتړترلاسه کولوپهموخه دآمان الله خان  ځانگړي استازي محمد ولي خان ددولتي هئت په سرکې شوروي روسې اوځيني اروپايي هيوادو ته سفروکړ،ددغه سفر په پايله کې شوروي لومړۍ هيواد وو چې د۱۹۱۹م کال دمارچ دمياشتي په ۲۷ نيټه يې دافغانستان اعلان شوې خپلواکی په رسميت وپېژندل . البته داپداسي حال کې وه چې انگليسانولادافغانستان  خپلواکي نشوه منلاي اوپدي هکله يې کومه پرېکړه نه وه اعلان کړې . 

 د ۱۹۱۹ کال دآزادۍ دترلاسه کولوجگړه دافغان مېړنی بچی غازي امان الله خان  په مشرتابه دنوروپروطن اوخپلواکۍ مينو مشرانوپه کلکه اراده اوافغان ولس په سرښندنه بريالی پاي ته ورسېده اودابد لپاره ئې پر افغانستان باندي دانگرېزی استعماري سلطې ته دپاي ټکۍ کښيښود.

که څه هم دتاريخي لاسوندونوله مخې افغان ولس داميرحبيب الله خان دسلطنت په دوران کي دا پرېکړه کړې وه چي انگريزان به له خپله هيواده شړي،خودا پروسه هغه وخت نوره هم غښتلې شوه کله چي دغازي امانالله خان پلارحبيب الله خان دلغمان ولايت دکله گوش په سيمه کي چي دهغه  دژمنۍ ښکار اواستراحت ځاي ودنامعلو موکسانو لخوا ووژل شوه اوپرځاي ئي دملت مشری دهغه مېړنی اوپر وطن مين زوي امان الله خان پر غاړه سول .

دامير حبيب الله خان تر مرگ وروسته  د۱۲۹۶ هجري شمسي کال دحوت په نهم نيټه دکابل دښاردعيدگاه په لوي جامع جومات  کي جوړي شوي لويي غونډي دځانگړو مراسمو پرترځ کي دځوان امان الله خان پرسرد پاچاهۍ تاج کښيښودل شواوله همدغي نيټې نه هغه  دافغانستان پاچا اعلان شو.

دافغانستان دې وياړلې بچی امان الله خان پخپله لمړنۍ ويناکې  وويل :

اول : زه دافغانستان  ټولوخلکو ته دا اعلان کوم چي ما دا تاج دافغانستان دداخلي اوبهرنۍ آزادۍ په خاطر پر خپل سر کښېښود،زماغوښتنه ستاسو شريفو او پر آزادۍ مينوخلکو څخه داده چي تاسو پدي لار کي زما ملاوتړۍ او زما سره مرسته وکړۍ .

دوهم  :زه به هرومرودخپل پلار قاتلا ن پيداکوم .

دريم :  دافغانستان په اوسنی شاته پاته ټولنيز او اقتصادي  نظام کښې به نوی بنسټيز اومثبت تغيرات راځي .

امان الله خان  دانگريزانو پرخلاف دکابل ښاراوسيدونکواو نورو افغانانو ته په جرگواومرکو کښې  دانگريزانو دشومو اواستعماري موخوپه هکله چي غواړي زموږ پاکه خاوره ترخپلي استعماري سلطې لاندي په زړه يانوې بڼه وساتي په وار وار تاريخي ويناوي کړيدي اوافغان ولس يې دخپلواکۍ دترلاسه کولو په خاطر دانگريزانو پرخلاف مبارزې اوسرښندني ته رابللۍ دی .  هغه دکابل دښاريانوهغې لويي غونډي  ته په خپله يوه وينا کې وويل :زه ځان دخپل هيوادکورنۍ اوبهرنۍ استقلال  اعلا ن نوم  . پسله دېنه موږ  دنړۍ دنورو هيوادونو پشان يو آزاد او مستقل ملک يو ؛ هيچاته به په هيڅ ډول  دا حق اواجازه ورنکړو چي زموږ په کورنيو او بهرنيو چاروکي لاس ووهي او يا مداخلې ته زړه ښه کړي  ؛او که بياڅوک ځان ته دا جرات ورکړي سر به يې پدغه توره  چې له تېکي يې راويستل ورپرې کړم  او مخ يې د انگليسانو سفيرته چي پدغه غونډه کي ناست و ور واړاوه او ځني ويې پوښتل  : ايا پوه شوې چې ما څه وويل ؟ هغه په زياته وارخطايي اوپه آدب دسر په ټيټه ولوسره وويل  : بلي صاحب  پوه شوم  .

 داوه هغه وينا چې دافغان ولس دغيرت وينه يې نوره هم پر جوش راوستل دهيواد لوي او واړه ، ښځي او نارينه، په ميړانه او صداقت سره   پر وطن اوخپلواکۍ مين  پاچا شاه آمان الله  خان شاته ودريدل .

پسله هغه چې انگليسانو په يوه او بله بهانه دافغانستان دخپلواکۍ دپه رسميت پيژندلو پروسه ځنډول،او سياسي مانور ونه يي اجرا کول،امان الله خان دافغان ولس په ملتيا دانگيزانو پر ضد خپل سياست ورځ په ورځ پياوړۍ کاوه . 

او د۱۹۱۹ زکال دمۍ دمياشتي په دريمه نيټه يې دهيواد دمختلفو قومونو څخه  ۶۰ زره نفرپه هغه وسله چي په لمړۍ  او دوهمه جگړه کي دانگريزانوڅخه دتېښتي په وخت کي پاته شوې وه وسله وال کړه او د څلورزره توپچي ځواک په گډون ئې دخپلواکۍ دگټلو لپاره دهيواد جنوبي او جنوب غربي محاز په لور  دانگريزانو سره ددريم اووروستي پرېکنده جنگ ډگر ته روان شول .

دې ميړني ولس دانگريزانو هغه ۷۵۰ زره کسيز تربيه شوي اوتر غاښوپه وسلو سمبال پوځ  ته چي دهوا له لاري هم دپوځی الوتکو لخواملاتړ کيده داسي ماته ورکړه چي دماتي افساني يې دنورو تيري کوونکوبهرنيانو لپاره تر اوسه دعبرت درسونه  دي .

دافغان قهرمان او غښتلي ولس جانانه سرښندنه وه چي دنړۍ هغه يرغلگراوځبيښاک گرځواک چي داستعمار په قلروکښي ئي لمر نه ډوبېده پر گونډواواوربند ته حاضرکړ .

 دې مغروره  زبرځواک دهمدغه کال دجون دمياشتي پر دريمه نيټه دسولي اوخبرو کولو هغه  کنفرانس ته غاړه کښېښوده کوم چي په تاريخ کي  يې دراولپنډۍ دسولي دکنفرانس په نامه شهرت وموند.

دانگريزانو سره دافغاني لوري داوږدوخبرو په پايله کښي دافغان دباتوره بچي غازي امان الله خان تر مشرتابه لاندي د۱۲۸۹هجري شمسي کال داسد په ۲۸ نيټه چي د۱۹۱۹ زکال چي داگست له ۱۹ نيټې سره سمون خوري انگليسانو دمځکې پر مخ ديوازني استعمارگر زبرځواک په توگه دافغانستان کامله آزادي اوخپلواکي په رسميت وپيژندل، پد ې ډول افغانستان په آسياکښي لومړنۍ هيوادوو،چي  په اسيااوسيمه کښې دنړۍ هغه زبرځواک چي د امپرطوری په قلمرو کښي يې لمرنه ډوبېده گونډه اوله هغوي نه ئې خپلواکی ترلاسه اودانگر يزي استعمارکړۍ ئي دتل لپاره ماته کړه .افغان ولس په خپل دې تاريخي بری سره دنړۍ نوروهغه ولسونه  چي دانگريزی استعمارترسلطې لاندي اوسېدل ،ملي مبارزې اوخپلواکۍ ترلاسه کولوغورځنگ ته وهڅول .  

دهغوباغيرتو،پر وطن او خپلواکۍ مينو افغانانو روح دي ښاد وي کوم چي دژوند تر وروستۍشېبې  پوري يې دآزادۍ دتر لاسه کولوپه خاطر سر ورکړ،خوسنگر يې دښمن ته پرې نه ښود.

بايد داټکی له نظره ونه غورځول شي چې دانگليسانو اوافغانستان دخپلواک هيواد ترمنځ دپخوا پيل شوو خبروپه دريمه دور ه کې چې داځل دخپلواک افغانستان په پلازمېنه کابل ښارکې رواني وې  د۱۹۲۱ م کال دنومبر په ۲۲ نيټه ددواړو هيوادو يعني افغانستان اوبرتانوي هندترمنځ هغه تاريخي لوزنامه  (معاهده) لاسليک شوه چې په حقيقت کښي يې دافغانستان دخپلواکۍ په رسميت پېژندولوباندي ددوهم ځل لپاره دتصديق مهرلگولو معنادرلوده . ددغې معاهدې پر اساس دافغانستان اوانگليستان تر منځ هر اړخيز اوله هغه جملې سوداگريزمناسبات پيل شول .    

امان الله  خان د۱۹۱۹م کال داپريل په ديارلسمه نيټه  دخلکو لويي غونډې ته په تاريخي ويناکښي يوځل بيا دخپلواکی اعلان تازه کولو سره خپله کړنلاره چې په هغه کښي ئې خلکودفردي  آزادی اوبرابری تامين، دظلم ،استبداد اورشوت پرخلاف مبارزې ،معارف دغوړېدواودټولنيزژوندپه نوروبرخوکښي دمثبتواوگټوروتاريخي بدلونو زيری ورکړ.داپه حقيقت کې دخلکوهغه  غوښتني وې  چې پدغه برخه لیک ټاکونکی وخت کښی دآمان الله خان لخوا اعلان شوې . 

پروفيسر لودويک آدمک پدې هکله ليکې : کله چې آمان الله خان دسلطنت پر چوکۍ کښيناست په کابل کې سياسي فضا کاملأ اوښتې وه ،ددموکراسی اوملت غوښتني احساسات په روڼ اندواومذهبي پوهانوکي  راپارېدلي وه نورومثبتو اندېښنو اودسوسياليسم تفکر دافغانستان خاوري ته لار پيداکړې وه  سراج الاخبار دملت غوښتني نوي اندېښنود رواجولوپه لارکي ښه رول ولوباوه .

امان الله خان دهندوايسرا دروسي ،جاپان امريکامتحده ايالاتو،فرانسې اوترکې مشرانوته په ځانگړو لېږل شووليکونوکښې افغانستان ديوه مستقل اخپلواک هيوادپه توگه معرفي کولوسره دهغوي څخه ددوه اړخيزو دوستانه مناسباتو اواړيکو دټينگولوپه منظور دنوو معاهدواوتړونودلاسليک کېدوغوښتنه شوې وه  .

دايوڅرگند حقيقت دی چې امان الله خان دهيواد دپرمختگ او ترقی سره علاقه درلوده هغه غوښتل چې افغانستان دنړئ دنوروپرمختللو هيوادوجوگه شی،ولس  ژوند يې له اقتصادي اوټولنيز پلوه  ژوند د نړۍ دنوروهيوادودولسونوسره برابرسي. هغه دعلم ،عرفان ،تعليم اوتحصيل سخت پلوی و اوغوښتل يې چې دافغان ځوان نسل دهغه وخت اوزمان دټولو تحصيلې او تعليمي امکاناتو څخه بهرمند شي،هغه دبنسټپالی اوشاته تگ منځنيو پېړيو ناوړه دودغوښتنواو دودونوسرجوړنه وو.

امان الله خان دټولومالي اومادی امکاناتوڅخه په استفادې سره  زيار ايست  ترڅو په هيوادکي زيات شمير ښوونځۍ جوړي اوټول ماشومان ښوونځيوته دتگ امکانات ولري . هغه  دهر ډول ستم او توپير غوښتني سره مخالف و،هغه ته ښځه هم يوانسان اودخداي بنده ښکارېده،ځکه خوئې په خپلو ويناواوکړنوکښي دښځوله روا اواسلامی حقوقونه په کلکه دفاع کوله .هغه ته دمختلفو قومونواو مختلفو مذهبونوپيروان اوژبوويونکی گران وه ، اودهر پوه اوعالم افغان درناوی يې کاوه . دبيلگي په توگه کله چې ډاکتر غني خان داميرحبيب اله خان تر وژل کېدو وروسته پسله يولس کاله دارگ له  زندان څخه راووت ،(۱۲۹۸ش) په ډيره درناوي سره يي هرکلی وشواودامان افغان جريدې دده دازادی خبرپه ډيره خوښی سره خپور کړاودافغانستان په پوهنه کې يې دده دخدمتونودادامي غوښتنه وکړه.

زموږدهيوادپه تيراو اوسنی تاريخ کښي هغه يوازنۍ پاچاووچي له عاموخلکوسره ئې ډير ليده کاته لرل اودهغوي خبري اونظريات ئې اورېدل .هغه په ټولو مذهبې مراسمو کې فعال گډون درلود اوخلک يې ملي يووالی اودهيوادجوړوني ته هڅول ،هغه پدغه ټکي ډير ښه پوهېده چې بيله فردي آزادي ،دمطبوعاتوآزادی دموکراسی اونوروټولنيزو آزاديو څخه اصلأ ژوند کوم مفهوم نلري  .

دهغه دسلطنت په دوران کې زموږ په ټولنه کې کيفي تغيرات پيل شوه دهيوادپه تاريخ کې دلومړی ځل لپاره دسياسي ازاديوددولت اوخلکو تر منځ په اړيکو کې دشخصي مسونيت امکانات برابر شول ،دمسلکي لوړو زده کړو لپاره افغان زلمي بهرته ولېږل شوه . 

دهيواد لومړی اساسي قانون د" نظامنامهً اساسي دولت افغانستان " ( دافغانستان ددولت اساسي نظام نامې )  په نوم په ۱۹۲۳ م کال داپريل په ۱۹ نېټه په تاريخي لويه جرگه کښي تصويب شو .

 امان الله خان په زياته علاقمندی سره غوښتل دپخواني زاړه قبايلي اوملک التوايفي  نظام دجرړوپه ايستلوسره دنوي معاصر دولتي سيسټم  بنسټونه ټينگ کړې،دمشروطه خواهانواوعامو خلکو په ملاتړئې وکولاي شول ډير ژر افغانستان په نړی کې ديوه مطرح هيوادپه توگه وپېژندل شي .

په زيات افسوس او خواشنی سره  بايد څرگنده کړم چې  دافغانستان دخپلواکۍ ، آزادی اوپرمختگ بهرنيو  دښمنانو دخپلو هغو عقدوپه ترسره کولو سره  چي دافغانستان دخپلواکی دترلاسه کولو په خاطر يې له امان الله خان  او افغان ولس سره پيداشوی وې زموږ په هيواد کې دننه  دخپلو نوکرانو اوخرڅ  شووکسانو په وسيله  د ماهرانه او خاينانه هڅوپه پايله کښې  آماني دولت اونهضت  ته په سقوط ورکولو سره  دهغه پلاس  روښانه شوې شمع دتل لپاره خاموشه کړه .

له بدمرغه همدغوپه جگړه کې ماته خوړونکويوځل بيادافغان ولس دستر بچي پرخلاف  دناروا تهمتونو په پايله کي  هغه وطن پرېښودلو ته مجبورکړ  . هغه متل ډير پرحق دی چې وايي : (( افغان يي په توره گټي خوپه سياست کې يې بايلي )) .

اويادجهاني صاحب خبره : ((اعلیحضرت امان الله خان، چی په نړۍ کی د وخت د تر ټولو ستر استعماری طاقت په مقابل کی د سر پورته کولو او د جنگ داعلانولو په افتخار خپل اولس په جوش او خروښ استقبال کړی او دغازي لقب یې ورکړی و،خپل هغه اولس صرف د ترقۍ،ازادۍ اوپر مختگ سره دهغه دلېونۍ مینی په گناه د کافر او لاټي په نوم له ملکه وشاړه .))

دامان الله خان دملي اصلاحاتواودهغوپه وړاندي دکورنيواوبهرنيومخاليفتونواودغازي امان الله خان وطن پرېښودلود لاملونوپه هکله زه ځکه ډير څه نه ليکم چي زموږ پياوړي شاعر اومنلی ليکوال ښاغلي جهاني صاحب په خپله ورستۍ ليکنه کي ((د اعليحضرت امان الله خان اصلاحات او سقوط))ترنامه لاندي ډيره مفصله اوکره ليکنه دډله ايزورسنيواو ويب پاڼوله لاري خپره کړېده زه ټول افغان زلمی دهغې علمی ليکنې لوستلوته يوځل بيارابولم .

په ۱۳۸۳لمريزکال دزمری دمياشتي په ۳۱ نيټه دافغانستان دسياسي خپلواکی دبيرته گټلواوغازي امان اله خان دواکمنۍ د۸۵يمي کليزي په مناسبت  په جرمني کښي ((غازي امان الله خان  - دافغانستان دخپلواکی ستوری ))په نامه جوړشوي کنفرانس کې دغازي امان اله لور اغلې هنديه دافغانستان  اودامان اله خان زوي ښاغلي شهزاده احسان اله په خپلو ويناو کې دخپل پلار امان اله خان  دهغي ميني اوعلاقي په هکله دکنفرانس گډون کونکو ته معلومات ورکړ چي هلته دلوي او واړه ،ځوان او سپينږري تر سترگو اوښکې دباران دڅاڅکوپه دود توئيدې . خودې اوښکولکه دتيرپشان دافغان ولس دپښېمانۍ اوښکې چي په کراتو توي شوي اوپر هغویې لعنت ويلی کوم چي ددې هيواداصيل بچۍ ئې هيوادپرېښودلوته مجبورکړ نوره کومه گټه نه درلوده.نورامان الله وان له ټول بشريت سره دابدي ژوندپه لوروداع کړې ،بيائې ځوک پردې دنيانسی راژوندی کولاي .

متاسفانه داغميزه او تيروتنه دافغان ولس لخوادسياسي ډگرپه سياليوکښي يوازنۍ دبايللو بيلگه نده ؛ تاريخ دافغان ولس ډيري زياتي  داسي ناوړه ناکامۍ  تيروتني اوغميزي په خپلو پاڼو کي له ځانه سره ثبت کړي دي ، ددې پر ځاي چې هيواد په نړيواله ټولنه کې مناسب ځاي ترلاسه کړی داقتصادي اوټولنيز پرمختگ په لور گړندي او کوټلي گامونه اوچت کړي  پر ټول هيواد دوحشت اوظلمت داسي تور پېڅول وغوړېد چي آزادهيواد يوځل بياپه تور اوزورونکی زندان بدل شو. دانگريزانو اودهغودگوډاگيوديوبندي ملايانو په وسيله دافغان ولس داسلامي پاکي سپېڅلي عقيدي څخه په ناوړه اوخائينانه استفادې سره يې مشهور غل اوپه پېښور کې دسماوارچي  په سپينه ورځ دافغان ولس دتاريخي اشتباه اوبې غورۍ په پايله کښي دکابل پر تخت کښيناوه اودغه غله ته يي بېله استحقاق او وړتيانه  دټولو اسلامي نورومونوخلاف  انگليس صفته ملايانولخوا دخادم دين رسول الله لقب پداسي حال کې ورکړه شوچي په يقين سره هغه بيچاره په خپله هم  داسلام له ديني احکامو څخه هيڅ خبرتيانه لرله .

که رښتيا ووايو دافغانستان ملي غميزه اوتاريخي تراژيدي  دامان الله خان دسلطنت دسقوط له ورځې نه را پدې خواپيل شوېده  چي ريښې ئې دادي ترنن پوري رارسېږې ،اوس هم کله داولس د مذهبي سياسي  بنسټپالو تاجرو،کله دطالبانو اوکله بيادالقاعدي دبنسټپال اوتروريستي سازمان،پاکستاني موليانو،عربي اوعجمي شيخانو او ايراني اخوندانو په منگلوکې دغم داسي  شپې اوورځې سباکوي چي پرچېغو يي په اسامانوکي ملايکې هم دهمدردی او خواخوږی اوښکي تويوي  .زموږ دهيواد غه قسم خوړلۍ دښمن دابې گناه ولس په هيڅ ډول ارام ژوندته نه پرېږدې ،اوس يي هم پرملا  لاس ورتېره وې اوورته وايي: ته دزمانې قهرمان يي ،ته داسلام يوازنی مدافع اوساتونکی يې،مه پرېږده چي وس دي رسېږې ښوونځۍ سوځوه ،انسانان وژنه ،ښارونه ورانوه،په کليو اوښاروکې په خپلو غلچکيو بريدونواوځان وژنوبهرنې پوځونه وهڅوۀ، چي پر کليو اوښارونوړانده عمليات وکړي ترڅو افغانان ووژل شي اوبهرنيا مجبور شي له افغانستان څخه پښې سپکې کړي اويوځل بيا دازورېدلی او کړېدلی ولس پاکستاني،ايراني اونوروافغان دښمنومنگلوکي راگير پاته شي .

له بده مرغه دوي ځانونه زموږ په هيوادکې بيگانه نه بولي،خوموږ بيا ددوي په هيوادوکې نه يوازي داچې بيگانه يو بلکه که رښتياومنوتل يي ديوکرغېړن حيوانانو په سترگه راته کتلياوپه ټول قوت يي تلاښ کړی دی چي زموږ دولس ملې غرور مات کړی،يوازي يې خپل نوکران اوهغه چي ددوي غلامی ته تياروي دخپلو سياسي  ،پوځی او اقتصادي موخو دترلاسه کولو لپاره نازولي او دهغوي پوسيله  زموږدغيرتي   ولس سپکاوی ته دوام ورکوی .ښه بېلگه ئې په ټوله بې شرمۍ اوسپين سترگۍ سره دمزارشريف دمقدس ښارلويه جاده دايراني ترهگرواونفاق گروپه نوم پدې بهانه نومول دي چي ددوي سره ئې مرسته کړې اوکوی اوددوي ديوه قوماندان نوم ئې دهمدې اوبوژو کرغېړنوافغان دښمنومخولپاره ددوي په وينادتهران ښارپر يوه جاده ايښۍ .دابې خبره پدې نه پوهېږي اوياله دېنه سترگی پټوی چي دايرانی اخوندانو پدې کارسره دايران ټول روڼ اندواوعام ولس مخالفت کړئ اودوی دملي شتمنۍ غاصبين بولکه چي نه معلم عطااونه ئې لاسپوڅې دملي شتمنيونه په هيڅ نام اونښان دشخصی گټواوموخولپاره داستفادې حق لري .ځکه خوافغانان دويته هم غاصبين اودې کارته ملي خيانت وايي.

له وطنه د  غازي امان الله خان تر تگ وروسته  نږدې  اوليري پرتو بهرنيو دښمنانو يوه لهظه هم دا ولس پر ارامه ندۍ پرې ايښۍ . تل يې زموږ په کورنيو چاروکي مداخلې کړي،موږ ته يې رژيمونه اوچارواکي ټاکلي دي،متاسفانه دبهرنيانو په وسيله دتقرر او تعزل  دا لړۍ همدا اوس هم  پخپل ټول قوت سره روانه ده .

له موقع نه په استفادې سره غواړم افغان ولس پام دغه ټکې ته راواړوم :دا وطن پدغه خاوره کي دټولواوسيدونکو قومونوپه ژبه چې خبرې کوي اويادهرمذهب پيرودئ،دا خاوره افغانانو گډکوراوگډگوردۍ ،او پرټولو فرض ده چي دا ټاټوبۍ پخپله او خپلو ملي امکاناتو سره له دغه زړه بوږنوونکی  حالت نه راوباسي .

دلته موږ او تاسوکړيږواوزورېږو،بهرنيان پر خپلوټولو مرستواوعلاقه سربيره نشي کولاي زموږ سره دستونځو دحل په لاره کښي ترڅوچي موږ يې خپله دحل ليوال  نشو لازمي مرستي اوهمکارۍ وکړي .

اخير ترکومه بايد افغان په خپل ټاټوبی کې داسلام دپاکي اومقدسې عقيدې څخه دناوړې استفادې کوونکو دسیاسی اومذهبی سوداگرواودپرديولاس پوڅو پلاس بل شوی اورپه لمبو کښي سوځی ؟ دادپرديو په لمسون اوسنۍ دښمنۍ اوټولنيز تاوتريخوالۍ ،ځان وژني سوځوني ،خرابی او اويرانی  بايد تر کومه دوام ولري ؟    افغان ولس بايد دا هوښياري او توانايي  ولري چي خپله  روښانه راتلونکې پخپله وټاکي .

دنړۍ ټول مسلمانا ن خپل هيوادونه جوړوي له اروپا يي اسيايي او امريکايي پرمخ تللو هيوادو سره دعلم ،تخنيک او اقتصادي پرمختگ په برخوکي سياليو ته ځانونه جوړوي،مگر موږ خپل دخټوکورهم نه پرېږدو چې وران يې نکړو،داچې دعلم اومعرفت مشالفينوپر وړاندي عامه چوپتياده داخوپرخپل ځاي پرېږده .

زماله نظره  دهيوادوالوپه وړاندي داډول کړنې افغان دوستي نه بلکه لويه تيروتنه اوپه حقيقت کي دهغه دښمن دحوسونو اوهدفونوتج رسولوسره مرسته ده کوم چې يوه لهظه دافغان ولس له ارامۍ او سوکالۍ سره علاقه نلري  او په هيڅ صورت نه پرېږدی چې په افغانستان کې داسي يوغښتلۍ قوي پرخپلو پښو ولاړ دولت جوړشي کوم چې وکولاي شي دهرتيری کوونکی په وړاندي مقاومت وکړي اوخپل هيوادوال دپاکستاني ،ايراني،نورو عربي اوعجمي هيوادو له غلامۍ نه خلاص کړي . دادشرم خبر نده چي داڅولسيزي موږ ونشوه کولاي په خپلو کې سره جوړ اوخپلي کوردپاکستاني او ايرانی تيريونه په امان کي وساتو. داچې دسياسي ، مذهبي ،ژبني ،قومي اوسيمه ايزونارواگټو اودولتي واک دتر لاسه کولو پر بنيادغواړي زموږ په هيوادکي دولسونو ترمنځ  داختلاف او دښمنۍ ديگدان دومره گرم  وساتۍ چي يوازي افغان پکښي سوځي  زموږ دغمځپلي ولس  هيڅ يو درد هم  نشي دواکولاي،داډول حرکتونه اودحرکتونوپيروان بايد په ملي اونړيواله کچه رسوا ابربند سي ،ترځودافغان سپېڅلي ولس دغولېدلوتوان له لاسه ورکړي . 

دپښتنو ستر مشرارواښادپاچا خان  څومره ښکلي  ويلي دي  : راځۍ چي يو کېږو، گنه ورکېږو .په رښتياسره زموږ ولس هغه وخت پر دښمن غلبه پيداکړې اودهغه سريي ورپري کړئ دی چي کله یې په يولاس،يواواز اويوه اراده دهوښيارملي زعامت تر لارښودنه لاندي حرکت کړئ دی .

پدي هيله چي زموږ ولس اوپه ځانگړې توگه هغه چې ځانونه ملي چوپړته ژمن بولي دخپل وطن سره رښتيانی مينه ، هيوادجوړونه اودخلکولپاره دهوسااوبسياژوند دشرايطو اوامکاناتوبرابرولولاري چاري ولټوي .پای