د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بخنه غواړم

نسیم ستوری 17.08.2012 06:49

زه یــــو لـیــونـــی یــم د حــالاتـــو نـه خـبـر نـه یـم
زه هـغـه اخــتـر نـــه یـــم زه هــغـه اخـــتـر نــه یـم

سـتاسـو ګـریــوان څــیري خوشحالې په لروبر نه یم
زه هـغـه اخــتـر نـــه یـــم زه هــغـه اخـــتـر نــه یـم

ستاسـو دې جونګړې ته چې راغلم خـوشحـالې بـه وه
هر ځای کې د ژوند د محـبـت سـره سیالـې بـه وه
اوس چې زه راغلی یم نو ستاسو د زړه سـر نـه یـم
زه هـغـه اخــتـر نـــه یـــم زه هــغـه اخـــتـر نــه یـم

سـتـړی سـتـړی کـلـــی دی رڼـــا تــیـارو نـیــولـې ده
مـړ د زړه مشال دی نـو ښکلا تـیـارو نـیـولــې ده
زه هم وارخطا شوم دې حالاتـو له زه سـپـر نـه یـم
زه هـغـه اخــتـر نـــه یـــم زه هــغـه اخـــتـر نــه یـم

تــاســو چــې زه ویـــنـم بــې اتــفــاقــه نــظـرې لــرۍ
هــم د بـــې وســۍ فکــر خــامــوشــه هــدیــرې لــرۍ
ستاسو دې مـــرض لـره مـنــتـر د جــادوګــر نــه یــم
زه هـغـه اخــتـر نـــه یـــم زه هــغـه اخـــتـر نــه یـم

څــه تــنـدر راپـريـوتــو په دغـه خـوږ نـعمـت بـانـدې
ورکــه خــوشـحــالـې ده پـه لـمـن د مـحـبــت بـانــدې
ستاسو وچو شونډو سه چې زه اوس بـرابـر نـه یـم
زه هـغـه اخــتـر نـــه یـــم زه هــغـه اخـــتـر نــه یـم

سـتـاســو ګــونـګـه ژبـه چـې زه ویـنـمه حـیـران شـمه
زه پخـپـل راتــګ بــانـدې هـم دلـتـه پــښیـمان شمه
کال کې دوه ځل راشمه نـو زه دلـتـه اکـثـر نـه یـم
زه هـغـه اخــتـر نـــه یـــم زه هــغـه اخـــتـر نــه یـم

زه بـخـنـه غــواړمــه د ټــــولــو پـښــتــنـو نــه اوس
هم د نسیم ستوري دې خوږې خوږې پښتو نه اوس
زه دې پښتون کور ته پدې وخت کې بخـتور نه یم
زه هـغـه اخــتـر نـــه یـــم زه هــغـه اخـــتـر نــه یـم