د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مخامخ خبرې (۱۱)خدای مې وليد!

زاهد جلالي 15.08.2012 15:37

خدای موږ ته د ژوند لار راښودلې، د تباهۍ او کاميابۍ ټولې لارې يې راپه ګوته کړي. د کاميابۍ د ترلاسه کولو او له تباهۍ د ځان ژغورنې له پاره يې راته د ځينو کارونو په کولو امر کړی او د ځينو له کولو يې منع کړي يو. خدای تعالی موږ له دې، نه يو منع کړي چې په دغه اوامرو او نواهيو کې يې حکمت ولټوو، بلکې د دې پر خلاف، راته يې امر کړی، چې فکر وکړو، له خپل عقله استفاده وکړو، څو په دې لا يقيني شو چې خدای حق دی او د زړه په سترګو دا ومنو چې موږ په حقيقي لاره روان يو، داسې چې که مو بيا څوک د ابراهيم عليه السلام په څېر اور ته هم غرځوي، نه به نه وايو، په خندا به يې په لور وردرومو.

کله چې خپله ټولنه کې فکر کوم، دې پايلې ته رسېږم، چې که چېرته موږ خدای مه کړه په يوه نصراني يا ملحده ټولنه کې زېږېدلي وو، په دې ذهنيتونو چې موږ يې لرو، د اسلام حق دين به مو هېڅ کله نه و منلی، بلکې په خپل پلرني دين به ولاړ و، ولو که ناحقه دين هم و. زموږ مسلماني هم متاسفانه همداسې ده، دلته ډېر کسان دې نتيجې ته نه دي رسېدلي چې اسلام حق دين دی. ځانونه هېچا هم په دې نه دي ستړي کړي، چې د اسلام حقانيت ته ځان ورسوي. هر يو په خوله وايو چې اسلام حق دين دی، ناسخ دی، محمد صلی الله عليه وسلم وروستی پيغمبر دی چې له ده وروسته به بل هېڅ پيِغمبر نه راځي، خو د دې خبرو عقلي نتيجې ته نه يو رسېدلي.

ځينې شايد په دې باور وي، چې اسلام موږ ته د دې اجازه نه راکوي چې په حق دين پسې وګرځو، نه داسې نه ده. اسلام تل انسان ته بلنه ورکوي، چې له خپل عقل څخه کار واخلي، فکر وکړي، ځان دې نتيجې ته ورسوي چې حق دين کوم دی او مسلمان ته خو د دې له پاره بلنه ورکوي، چې په اسلام يې باور لا زيات شي.

زموږ د کلي ملايانو به ويل، چې د خدی په اړه هېڅ فکر مه کوئ[1]، په عقيدوي مسائلو کې چې څه درته ويل کېږي، منئ يې، د دې په هکله به تصور هم نه کوئ چې اسلام ناحقه دين دی او يا خدای ناحقه اله. په ماشومتوب کې به سره له دې چې له ملا صاحبانو مې د تفکر نه کولو خبرې اورېدلې وې، خو بيا مې هم زړه نه قانع کېده او دغو حساسو مسائلو کې به مې فکر کاوه. ما به له ځان سره ويل، چې دا خو زه وايم چې اسلام حق دين دی، نصراني يا يهودي يا کوم بل مذهب والا هم په دې باور دي، چې دين يې حق دی. ملحد هم وايي چې دنيا کې هېڅ دين نه شته او هغوی هم په دغو خبرو کلک ولاړ دي؛ بيا زما او د هغوی تر منځ توپير څه شو، زه هم ځان حق ګڼم او هغوی هم، داسې نه چې هغوی په حقه لار روان وي او زه په ناحقه!

دغه ډول شيطاني وسوسو ډېر مضطرب کړی وم، کله به الحاد راته ښه ښکارېده، ځکه ما ويل داسې نه چې هم ځان په عبادت ستړی کړم او هم مې پايله خرابه وي[2]. له دې خو بيا دا ښه ده چې له دنيا خو خوند واخلم! ما دغه وسوسې له چا سره نه شريکولې، ځکه هغه وخت کې ما ته ويل شوي وو، چې په دغه مسايلو کې د تفکر اجازه هم نه شته. کله چې به دا خبره ذهن ته راغله، شيطان به مې ولاحول ولا کړ او د دغه ډول فکرونو ور به مې بند کړ، که څه هم ما نور په دې اړه فکر نه کاوه، خو نا کراره به وم، ځکه ضمير به مې د دې اجازه نه راکوله، چې دغه مسايلو سره سطحي چلند وکړم.

سره له دې چې ما ډېره هڅه کوله، دغه ډول موضوعاتو کې فکر ونه کړم، ځکه پايله يې نه لرله، زما هغه ناقص او محدود عقل د دغه ډول پيچلو مسايلو معقول حق نه شو راکولی، خو بيا به مې هم ذهن د خدای په وجود کې ډوب شو، له ځان سره به مې ويل، داسې نه چې د خدای وجود هم د نورو کليوالو افسانو په څېر افسانه نه وي (نعوذ بالله). مخکې مې يادونه وکړه چې زما ناقص عقل هېڅ کله د دغه ډول شکونو د حل له پاره معقول ځواب نه دی راکړی.

ما به له ډېرو ملايانو اورېدل، چې د قرآن په څېر کتاب هېڅوک نه شي ليکلی، دا کتاب معجزه کتاب دی، ټولو عربو ته يې چلنج ورکړی، خو هېچا هم د دې کتاب د يو ايت په څېر کوم آيت نه دی ليکلی. بيا به مې د مسيلمه هغه د قرآن په وزن خبرې اورېدې چې ويلي يې وو: (( الفيل ما الفيل وما أدراك ما الفيل)) ما به له ځان سره ويل ايا دا هم د قرآن په څېر نه دی؟ آيا د قرآن دا چلنج ځواب نه شو؟ خو بيا به مې هم معقول ځواب نه تر لاسه کاوه.

دېته ورته مشکلاتو به ډېر شکونه ذهن ته را اچول، خو ځواب به يې نه و. دغه تشويشونه له ما سره تر ډېرې مودې وو، خو کله چې مې د قرآن عجيب جوړښت درک کړ او حيرانوونکي ايتونه مې وليدل، داسې ايتونه چې نه يې وتلي شاعران ويلی شي او نه يې قوي نثر ليکونکي، نثر ته ورته جملې کښلی شي.

قرآن رښتيا هم عجيب کتاب دی، هغه علمي حقايق چې نن يې علم کشفوي، قرآن موږ ته څوارلس سوه کاله دمخه راښودلي وو، حيرانوونکي دي. کله چې قرآني يتونه لولم، داسې ګومان کوم، لکه د نننۍ زمانې له پاره چې قرآن نازل شوی وي. د قرآن آيتونه تر اوسه خلکو ته لارښوونه کوي. له هېګل نه سوونه کاله مخکې قرآن راته ويلي وو چې (وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِّنَ الْمُجْرِمِينَ وَكَفَى بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا[3]) قرآن موږ ته له هېګله ډېر مخکې ويلي وو چې (وَلَوْلا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَفَسَدَتِ الْأَرْضُ[4]) دا د قرآن فلسفي قانون و چې د دنيا په هکله يې سوونه کاله مخکې ويلی و، خو هېګل[5] چې ډيالکټيک آيډيلېزم وويلې.

هېګل داسې ګومان کاوه، چې له (تز) سره د (انتي تز) قانون زما لاسته راوړنه او زما د فکر زېږنده ده، خو په دې خبر نه و چې قرآن ډېر مخکې دا قانون موږ ته راښودلی دی، پرته له دې چې کوم فساد او ناوړو خبرو باندې ککړ وي. سره له دې چې هېګل په خپل لنډ عقل په همدغه قانون کې فساد ته هم وتلی دی.

نن ټکنالوجي دا کشفه کړې چې په نړۍ کې هر څه په يوه اندازه دي. زه دغه قرآني آيت ډېر حيران کړم او چې رښتيا ووايم ټکان مې خوړ، په خدای مې لا باور زيات شو، قرآن وايي: (وَأَنْبَتْنَا فِيهَا مِنْ كُلِّ شَيْءٍ مَوْزُونٍ[6]).

دا خو ډېر لنډ وخت کې کشف شوي چې زموږ کهکشان يوولس سيارې، يو لمر او سپوږمۍ لري، خو قرآن د يوسف عليه السلام په کيسه کې له څوارلس سوه کلونو مخکې د دې حقيقت په اړه موږ خبر کړي وو (اذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ[7]).

تر دې لا ډېره حيرانوونکې دا ده چې په قرآن کې ځينې کلمې او ضد يې په يوه اندازه راغلي دي، دا پرته له دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يې موږ ته په هکله ووايي، اوس نړۍ کې علما ورته متوجه شوي دي. د دغو شمېرو مساوات دا ښکاره کوي، چې قرآن د خدای له لورې نازل شوی کتاب دی او هېڅوک په کې هېڅ ډول لاسوهنه نه شي کولی. دغه څو نمونو کې لږ دقت وکړئ چې د قرآن الهيت ته ورسېږئ:

لا حول و لا قوة الا بالله له ۱۹ حروفو جوړه شوې = بسم الله الرحمن الرحيم هم ۱۹ حرفه لري!

د دنيا کلمه په قرآن کې ۱۱۵ وارې ياده شوې = د آخرت کلمه هم ۱۱۵ وارې ياده شوې!

د ملايکو ياد ۸۸ وارې شوی = د شيطانانو ياد هم ۸۸ وارې شوی دی!

ګرمي په قرآن کې ۴ وارې ياده شوې = يخني هم ۴ وارې ياده شوې!

مصيبتونه ۷۵ ځلې په قرآن کې ذکر شوي = شکر هم ۷۵ وارې ياد شوی!

زکات ۳۲ وارې په قرآن کې ياد شوی = برکات هم ۳۲ وارې ياد شوی دی[8]!

دېته ورته نور ډېر حيرانوونکي عددونه هم په قرآن کې شته، چې موږ يې لنډه نمونه ياده کړه. دا تصور هم څوک نه شي کولی، چې داسې شي او ضد يې په يو شمېر په يو انساني کتاب کې ذکر شي؟ هېڅ کتاب کې دا نه شته او دا څه تصادفي خبره هم نه ده، بلکې دا ښکاره کوي چې قرآن الهي کتاب دی او خدای حق ذات دی.

زموږ د کهکشان په اړه علما وايي داسې جوړښت لري، چې که ځمکه له دې اندازې لږه هم لرې وه، له يخنۍ به وچه شوې وه او که لږه هم نږدې وه، ځمکې به اور اخيستی و! دا هم حيرانوونکې ده چې ځمکه او نورې سيارې په منظم ډول د لمر په شاوخوا ګرځي او که دا حرکت يې لږ هم ګډوډ شو، ټول کهکشان له منځه ځي! دا هغه وخت دی چې خدای د قيامت په نامه ياده کړې؛ نو شونې ده چې داسې نظم او نظام دې له خالقه پرته جوړ شوی وي؟! د دې تصور هم نه شي کېدی.

کهکشان خو ډېر غټ فکرونه دي، انسان چې خپل ځان او چاپېريال کې هم فکر وکړي، دې نتيجې ته به ورسېږي، چې د دې نړۍ يو منظموونکی شته. کله چې يو حيوان اولاد وزېږوي، هغه نوي زېږول شوي ته څوک وايي چې دا دې مور ده او له دغه ځايه به يې شېدې څښې؟ کله چې د چرګې هګۍ بچي وزېږوي، چرګه يې له ځانه هم ښه ساتي، دغې چرګې ته چا د مورتوب احساس ورکړ؟

د انسان جوړښت هم ډېر حيرانوونکی دی، هېڅوک دا تصور هم نه شي کولی، چې دا دې رب او خالق ونه لري. د انسان زړه، ګوردې، تناسلي سېستم، دماغ، وينه او نور وجود چا جوړ کړی؟ په خپل سر هم ممکنه ده چې داسې منظم انسان دې جوړ شي؟

ولې دغه او دېته ورته سوالونو ته لنډ ځواب نه وايو؟ ولې ونه وايو چې دا مخلوقات يو لوی خالق لري، دا هماغه پاک خالق دی چې په دغه نړۍ کې يې داسې نظام برابر کړی. دا لوی خالق الله جل جلاله دی چې انسان ته يې دا لږه پوهه ورکړې او هر حيوان ته يې په خپلې اندازې ښوونه کړې.

دغه مسائلو کې تفکر کول د مسلمان عقيده لا هم ټينګوي، دا مسلمان په دې لا باوري کوي چې په کومه لار چې روان دی، حقه لار ده او بايد له زړه نه په کې اوسو، نه داسې چې په خوله وايو خو زړه ته مو دغه حقيقت نه وي ښکته شوی.

کله چې دغه حقيقت ته ورسېږو، بيا د خدای له عبادت او هغه ته له سجدي هېڅ څه هم ډېر خوند نه راکوي، همدا ده چې د خدای زاهد بنده، ابراهيم بن ادهم وايي: که پاچايان په دې پوهېدلي وو چې موږ څومره خوښي او ډاډ لرو، په تورو به راسره جنګېدلي وو او دا به يې راڅخه اخيستې وه.

کله چې انسان داسې دقايقو ته متوجه شي، د عقل په سترګو دغه لوی ذات ويني، دا مني چې رښتيا هم قرآن د خدای کتاب دی او خدای حق دی. دا بيا افسانوي خبره نه، د عقل له لورې منل شوی حقيقت وي.

---------------------------------
[1] که څه هم، په دې کې احاديث هم شته، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم، اصحابو ته ويلې چې د خدای په مخلوقاتو کې فکر وکړئ، خو په خدای کې فکر مه کوئ، مګر شبهې او شکونه بايد په يقين بدل شي، چې له خلکو سره د اسلام د حقانيت او د حق خدای په وجود کې کوم شک نه وي پاتې.

[2] هندو ستړی خدای ناراضه.

[3] سورت الفرقان، آيت ۳۱.

[4] سورت البقره آيت ۱۵۲.

[5] جورج ويليم فرېډرېک هېګل جرمني وتلی فيلسوف و، چې په کال ۱۷۷۰م کې وزېږېده. هېګل د ډيالکټيک آيډياېږم د فکرې مؤسس و، چې په ۱۸۳۱م کال کې وفات شو.

[6] سورت الحجر، آيت ۱۹.

[7] سورت يوسف، آيت ۴.

[8] من اسرار القرآن، ليکوال: دوکتور مصطفی محمود، دار المعارف، دوهم چاپ، صفحه ۶۵-۶۶.


--
--
zahid jalaly
زاهد جلالی
ویب بلاگ: awakening.bloguna.tolafghan.com