د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دملي یووالي،نیکپااو بهاوي په ویاړ

بسمل 12.08.2012 17:10

نن مې بیا افغانستان افغانستان شو
نن مې بیا په غلیم تندر اوتوفان شو

نن مې نوم دملک دژبو په سر ناڅي
نن ګټونکی په لندن کې یوافغان شو

نن زه ویاړمه پخپل افغان زلمي مې
هزاره ورورنن زموږ د درد درمان شو

روح الله نیکپا سمبول شو دیووالي
بخت یاره ورسره وکړه نور هم ګران شو

نن دقوم له وړو کوڅو راووت
نن شریک د هرافغان په دستارخوان شو

نور به نوم دهزاره ورباندې نه ږدئ
نن نیکپا بریا دهر قام اوزبان شو

هزاره وروڼه زما زه هم ددوی ورور
دا تاجک ازبک ترکمن هم زما ځان شو

نورواړه قومونه هم دي زموږ وروڼه
کوم بدبخت وایي یووالی مو پاشان شو؟

دنیکپا بریالیتوب لوی سبق راکړ
دملي یووالي ګل دی شګوفان شو

اوس که غواړې دسر خیر دې غلیمه
پښې دسپکې کړه جهان له تا پښېمان شو

بهاوي تا په یوه پښه رقیب مات کړ
ستا مېړانې ته هر یو افغان حیران شو

درد دې واخلم درواوري شم هیواد واله
افغانیت دې نړیوالو ته عیان شو

نیکپا ګرزه لر اوبر کې په سرو سترګو
ته دټولو یې ستا ټول افغانستان شو

زه بامیانو ته درځم ته هم پکتیا ته
دبســـــمل یاران هر یو ستا دعا خوان شو