د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مخامخ خبرې (۱۰)سياسي اسلام!

زاهد جلالي 12.08.2012 15:08

مفکر او په ځانګړي ډول فيلسوف چې حاکم ته نږدې شو، ممکنه نه ده چې بيا دې هماغه پخوانی فيلسوف يا مفکر پاتې شي، ځکه مفکر يا فيلسوف بايد د فکر په سمندر کې داسې آزادانه غوټې ووهي چې د هېڅ کوم سد په فکر کې دې نه وي. د مفکر د فکر دايره بايد منحصره نه وي، مفکر بايد د باز په څېر په هوا کې آزادانه ښکار وکړی شي، که نه، هغه بيا مفکر نه دی او څوک د دې تصور نه شي کولی، چې هغه دې هماغه پخوانی فلسفي وي.

د عبقري او عادي انسان تر منځ توپير په دې کې دی چې عادي انسان له ټولنې سره مخ کې ځي. د ټولنې مخالفه خبره نه کوي، يعنې هر څه له ټولنې سره مني او د ټولنې د غړو په لار روان وي، خو عبقري انسان د ټولنې له مروج نظام سره مخ کې نه ځي، که نه هغه بيا عبقري نه دی. د عبقري انسان ځانګړنه بايد دا وي چې څه چې يې خوښ وي او هغه ورته مضر هم وي، ورسره مقاومت وکړي او څه چې پرې بد لګي، هغه تحمل کړي.

ډېره موده مې د يوه وتلي مفکر ليکنې او څېړنې لوستې، په ډېره مينه مې لوستې، ځکه خدای عجيبه فکر ورکړی او د تفکر په ميدان کې يې حدود نه منل، بيا يې خپل افکار د قلم په څوکه په ډېر خوند بيانول، دا دواړه وو چې پر ما ډېر ګران و او ډېر کتابونه مې يې لوستل.

يوه ورځ مې د همدغه مفکر او فيلسوف په ژوند کې ولوستل چې د جمهور رئيس انور سادات له دوستانو او ډېرو نږدې کسانو و، زما زړه کې تېر شول چې حاکم ته يې فلسفه کړې او که آزاده، خو چې ومې لوستل د انور سادات هغه مشهور شعار چې ويل يې زما دولت به د علم او ايمان دولت وي، همده فيلسوف صاحب ورته جوړ کړی و او دی وايي چې دا شعار اصلا زما شعار دی، خو دا چې د انور سادات خوښ و، په عملي کولو يې شروع وکړه.

د همدغه مفکر خپلې خاطرې مې په ډېر شوق لوستې، هلته مې يوه ورځ د اسلامي تنظيمونو په هکله څه چې د اسلام په هکله ډېر بېخونده نظر ولوست. هغه ليکلي وو چې په اخوان المسلمين او نورو اسلامي حرکتونو مې نيوکه دا ده چې سياست کې يې اسلام داخل کړی! اسلام له سياست سره هېڅ کار نه لري! يوازې په نبوي عصر او د راشدو خلفاو په دوره کې سياست له اسلام سره ګډ و، له هغې وروسته سياست او اسلام سره بېل شول، نو موږ بايد دا دواړه سره يو ځای نه کړو! بيا استدلال هم داسې کوي، چې سياست ډېره چټله لار ده، دلته دروغ، بې وفايي او نور داسې ډېر څه شته چې اسلام منع کړي دي، نو بايد يوه پاکه لار، له ناپاکې لارې جدا کړو!

ما له ځان سره ويل چې حاکم ته د نږدې کېدو ګټه دا ده چې د مفکر فکر داسې جوړوي. اسلام خو داسې دين دی چې د ژوند مکمله لاره ده، دا دين چټل شی پاکوي، مهذب کوي يې، بيا يې خلکو ته وړاندې کوي، همدا ده چې د اسلامي خلافت داسې نمونې شته چې د دنيا په تاريخ کې هسې عدل او انصاف نه دی تېر شوی. شريعه د عربو ژبه کې هغې لارې ته ويل کېږي چې د څښلو اوبه ترې تېرېږي، يعنې اسلامي شريعت د ژوند کامله لار ده، له ډېرو ابتدايي ضرورتونو نيولې تر حياتي مسائلو هېڅ يو يې نه دي هېرې کړي. که دا خبره ومنو چې سياسي اسلام نه شته، داسې معنی لري لکه د اسلام يوه قوي او مهم اړخ چې ترې پرې کوو. حکومت او سياست خو تنفيذي برخه ده، که دې برخه کې اسلام رول ونه لري، بيا خو د شريعت تطبيق ممکن نه دی.

د شريعت او سياست په بېل والي کې د اسلام مرګ دی، يعنې که اسلام له سياسته ووېستل شي، د اسلام ژوند به ډېر لنډ شي.

د مصر ۲۵ جنوري له انقلابه وروسته رياستي انتخاباتو کې مې د هر نوماند اهداف او کوم نظر چې راتلونکي ته يې لري، ليدل. په دې کې مې د دوکتور عبد المنعم ابو الفتوح او سيکولر نوماند عمرو موسی يوه مناظره وکتله، مناظره ډېره په زړه پورې وه، ځکه هغوی ته يو د بل د ضعف ټکي معلوم دي او همدې ځای کې هماغه بيانوي.

ابو الفتوح له عمرو موسی پوښتنه کوي چې د اساسي قانون د دوهمې مادې[1] په هکله څه نظر لرې؟ عمرو موسی ورته ځواب کې وايي ((زه به د اسلامي شريعت عمومي مبادي تطبيقوم)) زه خپله يې په هدف پوه نه شوم. ما فکر وکړ چې عمرو موسی وايي چې اسلامي شريعت تطبيقوم، خو عبد المنعم چې نور وغږاوه، معلومه شوه چې عمرو موسی هم له اسلامه د غرب مسيحيت جوړوي. دی خپله موخه داسې بيانوي چې زه به د اسلامي شريعت عمومي مبادي تطبيقوم، يعنې اسلامي اخلاق او تسامح به تطبيقوم. ما له خپل ځان سره وويل چې آيا حکومت هم د تسامح مبدا په خلکو کې تطبيقولی شي؟

عمرو موسی وايي، چې د اسلامي شريعت احکام نه تطبيقوم خو عمومي مبادي يې چې له تسامح او اخلاقو عبارت دي تطبيقوم يې. دا په دې معنی چې مسيحيت په غرب کې څنګه دی، اسلام به په شرق کې داسې وي. کله چې په اروپا کې د مسيحيت دور ختم شو، مسيحيت هغوی يوازې کليسا ته منحصر کړ او دين به هلته يوازې د تسامح او اخلاقو خبرې کولې، ځکه په شرق کې هم دا مفکرين! او صاحبنظران! غواړي هغه څه چې په غرب کې دي دلته هم پلي کړي.

له اسلام څخه د سياست لرې کول داسې دي لکه څوک چې د اسلام يوه قوي څانګه پرې کوي.

دا غرب پلوه کسان چې غواړي اسلام هم د مسيحيت په څېر کړي، دا يې هېره کړې چې هره ټولنه ځانته غوښتنې لري. د هرې ټولنې خپل شرايط وي، ځکه خو په هره ټولنه کې قانون بدل وي. دوی چې غواړي اسلام هم د مسيحيت په څېر په کليسا پورې منحصر کړي، په دې نه دي پوه چې لکه څنګه چې په غرب کې د کليسا د حاکميت د له منځه وړلو له پاره لويه مبارزه شوې، هلته هغوی نور د کليسا حاکميت تحمل کولی نه شو، ځکه پاپانو له ځانونو خدايان جوړ کړي وو او څه چې به د دوی په ګټه وو، هغه به يې خلکو ته د دين په صفت ورپېژندل، همدا وه چې خلک د دين په مقابل کې راپاڅېدل او محرف مسيحيت يې له سياسته بېل کړ، چې اوس زموږ منورين! هم په دې هڅه کې دي چې په اسلامي نړۍ کې چې اسلام د خلکو د ټولو چارو ښه سمبالوونکی دی، له سياسته يې بېل کړي.

په اسلام کې دا کار ممکن نه دی او که څوک غواړي سياست له اسلامه وباسي، بيا دې هغه دين ته کوم بل نوم کېدي، ځکه اسلام له ځان سره د حکومتدارۍ اصول لري او پرته له سياسته اسلام، اسلام نه دی، نو ښه به دا وي چې سياسي اسلام نه، اسلامي سياست ووايو.


[1] د مصر د اساسي قانون دوهمه ماده دا ده چې اسلام د دولت دين دی.


--
--
zahid jalaly
زاهد جلالی
ویب بلاگ: awakening.bloguna.tolafghan.com