د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتون مېشته ولاياتو بې ثباتي طرحه شوی پلان دی

محمدالله احساس 12.08.2012 15:05

د هېواد په تېر يولس کلن تاريخ کې يو شمېر پښتون مېشته ولاياتو د نورو پرتله ډېر زيان وليده، دوی د علم له عظيم نعمت څخه بې برخې پاتې سول، سړکونه يې لا هم ندي پاخه، لوی او مهم پلونه لا تراوسه شړ پاتې دي، په صنعتي فابریکو کارونه ونشول او په ټوله کې بنسټيزې پروژې پلې نشوې، سره لدې چې افغان ولسمشر، زيات شمېر وزیران، وکيلان، رئيسان او واليان هم د همدې ولاياتو اصلي اوسيدونکي دي، مګر دوی تر اوسه پرې زړه ونه سوځوه، یوازې يې د هغه ولايت د اصلي اوسيدونکي په نوم بسنه وکړه او بس! نه يې د کومې کونډې اواز واوريده، نه يې د يتيم پر سر د رحم لاس کش کړ، نه يې زده کوونکو ته د ښوونځيو دروازې پرانيستې او نه يې هم د دوی د درد درمان شول، په ډېر تاسف چې اوس هم د پښتون مېشته ولاياتو پرخلاف په ټولو رسنيو په ځانګړي ډول برېښنايي رسنيو کې له حقيقته ليرې او بې ځایه خبرې کېږي، رسني هغه انځور په ښه ډول نه منعکس کوي، چې پکې د ولايت د پرمختګ خبر نغښتی وي، مګر هغه خبر په ډېر مهارتي شکل منعکس کړي، چې پکې د ولايت کومه منفي خبر راغلي وي، که نن د يوې مهمې موضوع او يا تازه معلوماتو لپاره د پښتو برېښنايي رسنۍ پرانيستل شي، د هرې رسني په سرليکونو کې به د پښتون مېشته ولاياتو منفي خبرې ځای پرځای شوې وي، چې موږ ټول يې حيران کړي يو، د دې لپاره چې د پښتون مېشته ولاياتو د بې ثباتۍ ترشاه د چا لاسونه دي، او کوم ولاياتونو تر اوسه صدمه ليدلې له تاسو هیله کوم، چې راسره ټوله ليکنه تر پايه ولولئ.
(۱): د علم، آدب او فرهنګ زانګو د ښکلي ننګرهار د پرمختګ او ثبات لپاره په مخ کې ګڼ شمېر ستونزې راولاړې شوي، څه موده مخکې د ننګرهار په ولایت مقام کې د همدې ولايت استازو (وکیلانو) او د ولایت مقام يو شمېر چارواکو تر منځ خبرې ترخې شوې، چې په نتيجه کې يې ناسته بې پايلې تمامه شو، تر هغه وروسته د ننګرهار په امنيت او بيارغاونې برخه کې د پام وړ منفي بدلون راغلی، امنيت يې له ګواښ سره مخ شوی  او په ټوله کې هره برخه متاثره شوې.
(۲): د هلمند ولايت د روانو پرمختګونو، قومي يوالي، باامنه فضا او نور لاسته راوړنو په مخ کې د دې ولايت وکيلان د ولايت مقام پرخلاف شول، د انځوريزو او نورو رسنيو له لارې يې ولايت مقام پړوه چې ګواګې په هلمند کې يې ناارامي راوستې، حال دا چې د هېواد ټول اوسيدونکو د هلمند اوسنی مثبت انځور ليدلی دی.
(۳): غزني ولايت چې د ۲۰۱۳ کال کې به د اسلامي تمدن فرهنګي مرکز ونمول شي، وکیلانو يې د ولايت مقام پرخلاف مختلفو لارو څخه کار واخيسته، د دې ولايت د پښتون ميشته جنګ ځپلو سيمه څخه يو پښتون وکيل هم په ولسي جرګه کې نه لري، د غزني اوسنيو وکیلانو د غزني د پرمختګ ټول انځور خاورو سره خاورې کړ، پاڅونونه شروع شول، چې د اخپله د ورور وژنې معنی ورکوي.
(۴): د پکتيکا ولايت اوسني حالت هم د وکيلانو د زغم نه و، دوی هم په مرکز کې د اوسني والي پرخلاف ډلې جوړې کړي، او په مقابل کې يې ځيني قراردادیان او صرافان وهڅول ترڅو د پيسو په مټ د ولايت مقام څوکۍ تر لاسه کړي، د پکتيکا د اوسنۍ وضعې هم ټول شاهدان يو.
(۵): د پکتيا ولايت پرمختګونه هم له نظره شول، د دې ولايت وکيلانو او سناتورانو د والي په مقابل کې لاسونه سره یو کړل، او غوښتل يې چې يو پياوړی جهادي قومندان، په پښتو مين مشر او د پکتيا اوسنی والي د يوې داسې دسيسې ښکار کړي، چې هم يې په شمال کې مخ تورنی کړي او هم يې د پکتيا ولايت مقام له لاسه ووځي، د دې ولايت وکیلانو هم لکه د نورو په شان خپلې شخصي ګټې له لاسه ورکړې وي ځکه يې د ولايت مقام په خلاف پلانونه جوړل کړل.
(۶): ميدان وردګ ولايت چې د مرکز کابل مهمه او اساسي لار ګڼل کېږي هم د يوې دسيسې ښکار کېدونکی دی، د دې ولايت د والي په خلاف هم اپوزيشنونه جوړ شوی او محاذونه ورته پرانيستل شوي، والي مجبوراً بايد خپلې څوکې د بقا په خاطر له مختلفو لارو څخه کار واخلي.
(۷): د هېواد تاريخي، متدين، د ميړانه قامونو درلودونکی او د ولسمشر خپل ولايت کندهار چې اوس مهال پکې هر څه په ټپه ولاړ دي، بنسټيزې پروژې يې نورو ولاياتو پدې خاطر انتقال شوې، چې دلته امنيت د ډاډ وړ ندی، ۶۰٪ ښوونځی يې د زده کوونکو پر مخ تړل شوي، انجونې ښوونځيو ته نه پرېښودل کېږي، امنيت يې له ګواښ سره مخ دی،
·         د پورته ذکر شويو ولاياتو تر څنګ لوګر، فراه او ارزګان ولایاتونه هم د دسيسو ښکار شول، واليان يې تبديل شول، او پرځای يې نوي واليان د جلالتماب ولسمشر په منظورۍ مقرر شول، د نويو واليانو په مقررۍ نوي ناندرې پيل شوې، نوې ستونزې ورسره وزېږېدې، دا به هم پرځای پرېږدو،ځکه چې زموږ او ستاسو رواجونه لږ شانته ستړې کوونکي دي، په يو کال کې د والي لپاره تبريکۍ نه خلاصېږي او يو کال کې بيا په خپلو کارونو نشي برلاسی کېدای.

(۸): اوس د تخرېبونو لړۍ لغمان ته ورسېده، لغمان ولايت چې تر اوسه يې د پرمختګونو او لاسته راوړنو خبرونو ټولې رسنۍ غږولې نن يې د ولس ځان ګټه ښوونکو استازو د ګټو ښکار کېږي، رسنيو خبر ورکړ چې پرون (جمعه، 10-08-2012) د لغمان پخواني سلاکار او د ولايتي شورا د تېرې دورې غړي فياض او د ولايتي شورا مرستيال سنګروال پرون لاریون وکړ او د ولايتي شورا تر څنګ د والي د ليرې کېدو غوښتنه کوله، خو ويل کېږي، چې د فیاض او سنګروال دواړه په څارنوالۍ کې دوسيې لري او غواړي د خپلو دوسيو د ختمولو لپاره به يې پداسې اعمالو لاس پوری کړی وي، له بل پلوه داسې هم ويل کېږي، چې يو شمېر نور خلک او په ځانګړي دول يو شمېر وکيلان د دې لاريونونو تر شاه لاس لري، او غواړي خپلې شخصي ګټې ترلاسه کړي، په لاريون کې فیاض او سنګروال په ولايت مقام تور لګوه، چې والي په ناامنۍ او فساد کې لاس لري، راځئ لومړی له ځانه پوښتنه وکړو، چې آيا والي په امنيت کې کوم رول لري؟ والي امنيه قومندان نه دی، د ملي امنيت رئیس او يا هم د ملي اردو قومندان ندی، چې امنيت د ده پورې تړاو ولري، دا صحيح ده، چې بايد د ټولو امنيتي ارګانونو ترمنځ د اعتماد او همغږۍ روحيه پياوړې کړي، خو دا چې په ولايت کې د پياوړې روحيه نوي موجود دا هم د مرکزي ادارو ستونز ده، ځکه والي د يو ولايت امنيه قومندان، د ملي امنيت رئیس، د ملي اردو قومندان او يا هم نورو په ټاکلو کې نه هم رول لري او نه هم د کوم چارواکي ټاکلو په وخت ورڅخه پوښتنه کېږي.
د مرکزي دولت ټول لوړپوړي چارواکي (وزیران، معينان، د مستقلو ادارو رئیسان، او نور) بايد د ولايت مقام څوکۍ اومقام ته احترام ولري، ځکه چې پورته ذکر شوي چارواکي او واليان د رئیس صاحب جمهور نماینده ګان دي، او ټول د رئیس جمهور په امضاء مقررېږي، نه دا چې د ولایاتو څخه ورغلي څو تنه تش په نامه قومي مشرانو سره بې لدې چې د واليانو منفي کړنو کوم ثبوت ولري سرونه وخوځوي، چې له يوې خوا دا کړنه ورغلو تش په نامه مشرانو ته د اعتماد او پیاوړې روحيه ورکوي له بل پلوه له ولايت والي روحيه هم پیاوړي کوي، چې دا چاره په لوی لاس په ولایاتو کې د بې ثباتۍ لامل ګرځي، مرکزي حکومت بايد د واليانو له ټولو هغه کړنو، لاسته راوړنو، او چلنجونو څخه په کلکه ننګه او ملاتړ وکړي، چې په حساسو شرايطو کې د اوسني دولت د پاليسۍ سره سمې ترلاسه کړې وي.
په مرکز او ولایاتو کې کشفي ارګانونه موظف شي، ترڅو داسې کړنو او غونډو مخنيوی وکړي، غونډې، لاريونونه او کړنې د هر افغان حق دی، مګر په هغه صورت کې چې کوم ثبوت ولري، کشفي ارګانونه پدې برخه کې رغنده رول اخيستل شي، دا ارګانونه بايد ټول اسناد او شواهد تر لاسه کړي، او د بعدي اجرااتو لپاره دې اړونده مشرانو ته ورسوي، اوس خو زموږ د هېوادوالو يوه ستونزه دا ده، چې خبره مخکې تر دې چې تحليل کړي، د همنظرۍ سرونه خوځوي، که د چا په خلاف ورته خبرې وکړي هم درته وايي (ته صحيح وايي) او که ورته يې مثبتې خبرې وکړي هم درته وايي (ته صحیح وايي) د بل په خولې پسې روان وي هېڅ تحليل نه کوي، همدا کشفي ارګانونه مکلف دي، وکیلانو د چاقبرانو، صرافانو، او نور سره لاس یو کړی د واليانو په خلاف ستونزې جوړوي هغه هم په هغه ساحو کې چې پښتون مېشتي دي، ځکه پښتان ژر خبره مني، او ډېر ژر پکې نفاق اچول کېدای شي، خبریاست چې دا ولې؟
د ولسي جرګې له منځه داسې راپورټونه راځي، چې د ولسي جرګې ټول او په ځانګړي ډول د پښتون ميشته ولایاتو وکیلانو پرېکړه کړې، چې د هر ولايت وکيلان بايد د خپل والي په خلاف کلک ودرېږي، هغه واليانو پرخلاف چې د وکيلان خواهشات نه پوره کوي، دا مخالفتونه سالم ندي، د وکيلانو اوسنۍ مخالفاتونه ښايي يوه منظمه برنامه وي، يو وکيل چې نه يې غواړم نوم يې ذکر کړم ما ته وويل؛ وکيلانو پرېکړه، چې هغه واليانو په خلاف کلک ودرېږي، چې د دوی خبرې نه مني، او بيا يې شکایاتونه وکړي، دا شکایاتونه ښايي خپله وکیلان مستقماً وکړي او یا هم ښايي په ولایاتو کې یو شمېر خلکو ته امکانات ورکړی او هغوی دوالي په خلاف يا مرکز ته راشي او يا هم په ولايت کې مظاهرې وکړي، دې وکيل ماته وويل، وکيلانو لويه برنامه دا ده چې د هر ولايت لپاره وکيلان د خپلې خوښې والي وټاکي ترڅو ورسره په ولسمشرۍ ټاکنو کې مرسته وکړي، د وکيلانو په اند که په ولایت کې والي او وکیلان په يو نظر وي، بيا چې د هر کانديد څخه ملاتړ وشي، په ولایت کې به ټولې رايې د هماغه کانديد وي، او پدې چاره سره غواړي هغه څوک پرموږ راتلونکی ولسمشر وتپي چې د پيسو په زور يې څوکۍ نيولي وي، نه د څوکۍ استعداد ولري او نه هم کومه تجربه خو يوازې يې پیسې مصرف کړي وي، ما سره سوال پيدا شو، چې یو ولسمشر د پيسو په مقابل کې څوکۍ ترلاسه کړي، آيا هغه په راتلونکي کې څه خدمت وکړي؟ او په ځانګړي ډول پښتونو ته؟
دا ويره مې د يو پاک افغان په صفت له ولسمشر سره شريکه کړه،زه له ولسمشر ښاغلي حامدکرزي په کلکه غوښتنه کوم، چې هيڅ داسې قدم وانخلي ترڅو دوه کاله وروسته یې نه جبران کېدونکی زيان همدا جنګ ځپلی قام وګوري، زه د ټولو سياسي کارپوهانو، شنوونکو، قلموالو، ليکوالانو، د نظرخاوندانو، مدني ټولنو او ژورنالیستانو څخه په کلکه  غوښتنه کوم، چې یادې ستونزې ته متوجه شي، د خپلو لارو یې انعکاس کړي، او پرې نږدي، چې تېر يو لس کلنې لاسته راوړنې د خاورو سره خاورې شي.
په ټوله افغانۍ مينه، ټولو افغانانو ته ډالۍ