د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

معتصم آغاجان او سياسي هڅي

نظرمحمد مطمئن 12.08.2012 13:00

آيا په رښتيا معتصم آغاجان غواړي چې د طالبانو د سياسي ګروپ په نوم ډله جوړه کړي؟
آيا په رښتيا د امريکا په غوښتنه او دکابل اداري په هڅو په غير مستقيم
ډول په ښاغلي معتصم آغاجان کار کيږي چې د طالبانو دسياسي هڅو په نوم د
طالبانو دپيږندل شوی لوي ګوند څخه جلا کار پېل او رسمي اعلان يې وکړي؟
خدای مکړه د معتصم آغاجان په دغسي کولو او اعلانولو سره به امريکا خپل
هغه هدف ته ورسيږي چې له پوره يوولس کلونو څخه يې په لټه او هڅه  کي وه؟

هر نوی ګوند، ګروپ او جبهه په هيواد کې د شته لويو اسلامي او جهادي
ګوندونو د رېښو د پرېکولو او کمزوري کولو په معنی ده.
ددي پرځای چې د نوي ګوند او جبهي په اړه فکر وکړو، ښه داده چې د شته دوو
لويو اسلامي جهادي ګوندونو (طالبان او اسلامي حزب) د يوځای کيدو په اړه
هڅه او کوشش ؤشي، د هغوی ترمنځ د فرعي مسئلو او ځينو اختلافي ټکو د له
منځه وړلو په اړه کار ؤشي، داچې انتخابات دي ؤشي حکومت دي جوړ شي او یا
داچې د اهل حل او عقد شوری دي د اسلامي حکومت جوړيدو صلاحيت ولري، داچې
زما د ګوند نوم، نښان او بيرغ، او مشرتابه دي په هروخت او حکومت کې په
رسميت وپيږندل شي، داچې زما امارت دي ومنل شي او بيعت دي ؤشي، داچې يواځي
د يوه ګوند په نوم دي ټول مجاهدين په هيواد کې دننه په جبهاتو کې جهاد
وکړي، د اسلامي حزب په نوم دي جبهه په هغو سيمو کې نه وي چيرته چې طالبان
واک او پوره ځوانان لري.
پورته ټول هغه مسايل دي چې د علماوو، روحانيونو، قومي مشرانو او سياسي
څيرو په هڅه اوهاند کيدای شي چې دواړو لورو ته مدلل او د قناعت وړ دلايل
وړاندي او دواړه لوري له ځينو غوښتنو تير او ځينې غوښتني يو او  بل لوری
ومني.
دهيواد لوی او کوچنی، ښځه او نر، ځوان او پېغله که وپوښتل شي، د هيواد د
وراني، بربادي او ويجاړي لامل په لومړي سرکې د کمونسټي حکومت رامنځته
کيدل، دخلق او پرچم واک ته رسیدل ګڼي، او له هغه وروسته د خپل منځي جګړو،
وراني او ويجاړتيا لامل په پاکستان او ايران کې د بېلابېلو ګڼو ګوندونو
شتون ښئې.
د جهاد په وخت کې د شومو اهدافو لرونکې امريکا او انګلستان هڅه او کوشش
داوو چې د پاکستان په وساطت د افغاني ډلو ګڼ ګوندونه جوړ او په راتلونکي
کې يې د خپلو ګټو له پاره وکاروي، د يواوبل په مقابله کې دهغوی وسلوال
وکاروي.
ايران هڅه کوله چې مختلف اهل تشيع ګروپونه په هغه هيواد کې ايجاد، او بيا
يې په راتلونکي کې د خپلو مذهبي، سياسي، کلتوري او سوداګريزو ګټو له پاره
وکاروي.
د طالبانو د امارت په وخت کې لا د ځينو کسانو له خوا د امریکا او اسلام
دښمنه هيوادو او استخباراتي کړيو له خوا هڅه کيدله چې په طالبانو کې دننه
داسي کسان پيداکړي چې په مناسب وخت کې يې د طالبانو په دننه کې ددغه ټولي
په خلاف وکاروي.
له ۹/۱۱ راوروسته امريکا او د هغوی ملګري په دي هڅه او لټه کې دي چې څه
ډول وکولای شي د طالبانو لوي او قوي جوړښت مات، په لومړي سر کې يې پر دوو
ډلو (منځلاري او سخت درېځ) او په وروسته کې يې په وړو وړو ګوندونو او
جبهو وويشي.
د امریکا له خوا د طالبانو د نظام په خلاف د جګړي او په افغانستان د حملي
کولو ترګواښ وروسته، د امريکا استخباراتو (CIA) د پاکستان  د استخباراتو
(ISI) د ځينو کړيو پواسطه په لومړي ځل د طالبانو د وېشلو هڅه په اسلام
آباد کې د افغانستان د سفارت پر سفير ښاغلي ملاعبدالسلام ضعيف او ددغه
سفارت پر نورو پېږندل شویو کسانو پېل شوي.
امريکا غوښتل چې طالبان په هغه لومړي سر کې پردوو ډلو (منځلاري او سخت
درېځ) وويشي، ترڅو پرافغانستان ددوی دیرغل پروخت په لومړی سر کې منځلارو
ته ووايې چې ددوی دښمني او جنګ يواځي د سخت درېځو طالبانو او القاعده سره
ده، چي په دي نوم امريکا او دکابل حکومت ډيري ناري وکړي، خو ترپايه چا
ونه ليدل چې منځلاري طالبان څوک دي؟ او چيرته دي؟ دسخت دريځو طالبانو تر
ځپلو وروسته همدغي چې دوی يې غواړي منځلاري طالبان هم وځپي او په دي ډول
دطالبانو لمن ورټوله کړي.
ولي ښکاره خبره ده چې د امريکا دښمني يواځي له سخت دريځو سره نه ده، د
دوی دښمني له اسلام او مسلمان سره ده، د منځلاري طالب کليمه کارول يواځي
د کم پوهو او ناپوهو مسلمانانو او افغانانو د غولولو له پاره وه او ده.
په ګوانتانامو او بګرام کې د طالبانو له ټولو لوړپوړو طالبانو څخه د دوی
د بند په وخت کې د امريکايې استخباراتو لومړۍ غوښتنه داوه چې موږ به تاسي
ډير ژر بيرته له زندان څخه خلاص کړو خو تاسي به د طالبانو د نوي سياسي
منځلاري ګوند اعلان کوئ.
دغه غوښتنه ترډيره له مولوي وکيل احمد متوکل او ښاغلي مولوي عبدالسلام
ضعيف څخه کيدله، ځکه دغه دواړه کسان د طالبانو په منځ کې د ښه پيږندل
شویو کسانو څخه شميرل کيدل.
کله چې د امريکا پورته غوښتنه د طالب بنديانو له خوا څخه ونه منل شوه،
دوهم ځل يې له دوی څخه وغوښتل چې د امریکا ترلاس لاندي د کابل دغلام
حکومت په اداره کې په لوړو چوکيو دنده ومني. ويل کيږي چې متوکل صاحب ته د
ستري محکمي، بهرنيو چارو  وزارت، حج او اوقافو وزارت او عدلي وزارت د
بګرام د بند پروخت کې پشنهاد شوی وو، خو هغه په حکومت کې له کارکولو څخه
انکار کړی وو.
دا ډول مولوی عبدالسلام ضعيف ته هم د ګوانتانامو له زندان څخه د خلاصون
شرط د کابل په اداره کې د مختلفو وزارتونو وړانديز وو، چې دهغه له خوا
څخه د زندان سختي ورځي او سزاوي منل شوي وي خو په غلام دولت کې د امريکا
له خوا د وزارت او هوسا ژوند غوښتنه رد شوي وه.
د ګوانتانامو نږدې ټولو بنديانو ته د بند په وخت کې د امریکا له خوا
وړانديزشوی وو چې په غرب او اروپا کې د خپلو کورنيو سره اوسيدل ومني نو
له بندڅخه به خوشي شي، خو دهغوی له جملي څخه يوه هم داکار ونه کړ. د
ګوانتانامو د دوزخي زندان سختي سزاوي يې قبولي کړي ولي په غرب او اروپاکې
يې له خپلو طالب  ملګرو څخه جلا او ليري هوسا او ارام ژوند خوښ نه کی.
له ډيري مودي راهيسي امريکا او  د کابل حکومت له خوا داسي ګنګوسي وي چې
ځيني طالبان له دولت سره نږدي اړيکي لري او هغوی غواړي چې د جنګ لاره
پريږدي د اساسي قانون په منلو سره په هيواد کې هوسا ژوند وکړي.
دغه شکونه هغه وخت زيات شول چې کله د ملا معتصم آغاجان د زخمي کيدو او
نادرکه کيدو خبري په ميډيا کې خپري شوي.
په لومړي ځل ملا معتصم آغاجان په پټه او غالباً د طالبانو د مشرتابه څخه
د اجازي پرته په سعودي عربستان کې لومړی د شاهي کورنۍ له غړو او بيا د
کابل دولت له استازو سره وکتل.
داچې معتصم آغاجان د طالبانو د سياسي کميسون مشر وو، او ملامحمد عمر
مجاهد ته نږدې څوک بلل کيدی، د طالبانو دکويټي په شوری کې د پوره واک او
صلاحيت لرونکي وو، په دوهم  ځل يې د سياسي کميسون غړو په دوبۍ کې د ملګرو
ملتونو د سياسي دفتر د مشر کا آی ډي سره وکتل.
ددغو پټو کتنو لړۍ دي حد ته ورسيدله چې يو وخت ملامعتصم آغاجان د ښاغلي
کرزي د مشر وورو قيوم کرزي سره هم وکتل، او داسي ګنګوسي هم وي چې په
کندهار کې يې دښاغلي کرزي د کشر ورور احمدولي کرزي سره څو ځله کتلي دي،
په غالب ګمان چې يوځل به يې له هغه سره هم کتلي وي.
طالبان په هره وړه او کوچني پريکړه کې له بيړي څخه کار اخلي، مسئله او
موضوع له عمل کولو څخه وروسته  څيړي.
کله چې د معتصم آغاجان دليدني په اړه د طالبانو د کويټي شوری او مشرتابه
ته خبر ورسيد، بې له ځنډه يې د سياسي کميسون له مشرتابه څخه ليري کړ او
پرځای يې ځوان طيب آغا د سياسي کميسون مشر وټاکی.
آغاجان  هرڅه  ومنل، ويل يې که اشتباه وي او که زما په نظر سم کار، ليدني
کتني شوي، خو داچې زه د کميسون دمشرتابه څخه ليري شوم. ماته دمنلو وړ او
د يوعادي طالب په توګه به د طالبانو د مشرتابه امر منم او عملي کوم.
يوځل داسي هم وشول چې د ځينو نورو طالب مشرانو سره يوځای آغاجان د
طالبانو مشر ملامحمد عمر مجاهد ته ورغلل او هلته يې ځينې غوښتني او
سپارښتني ورته وړاندي کړي، آغاجان وايې چې په ټوله کې زما ملګرو طالب
مشرانو راسره منلي وه چې دغه وړانديزونه به په ګډه لوی ملاصاحب ته وړاندي
کوو، خو چې کله هلته ورغلو ملګرو د وړانديزونو او نظرونو په وړاندي کولو
کې راسره مرسته ونه کړه او زه يې يواځي پريښودم، چې دهغي ناستي وروسته هم
زما په اړه دلوی ملاصاحب نظر کيدای شي لږ بدلون کړی وي.
په هرصورت آغاجان د کراچۍ پر ډير وګړيز ښار کې دنامعلومو کسانو له خوا
څخه وويشتل شو. په وينو کې لت پت پروت وو، دده طالب ملګرو او دده سره د
نظر د يووالي پاکستاني ملګرو دی پر هغه ځای زخمي پريښود، ټولو فکر کاوو
چې مړ دی، له ژوند سره يې خدای پاماني وکړه، خو د پاکستان د جماعت اسلامي
د ګوند اړوند کسانو د ترحم او انساني کرامت له مخي په کراچۍ کې روغتون ته
يووړ، هلته يې دهغه په درملنه کې مرسته وکړه.
ډير ژر د کابل اداري له پاکستان څخه وغوښتل چې کابل ته يې د وړلو اجازه
ورکړي، ويل کيږي چې په کابل کې په څلورسوه بستريز او وزيراکبرخان روغتون
کې يې درملنه کيدله، خو زخمونه او ټپونه يې ژور وو، د ترکيې هيواد ومنله
چې په ترکيه کې ددغه لوړ پوړي زخمي طالب درمنله وکړي.
په انقره کې يې د درملني له پاره د ترکيې حکومت پوره پاملرنه وکړه،
ترډيره وخته يې اواز له ستوني څخه نه راوتی او موده وروسته يې په ټيټ او
خپ اواز خبري کولي، اوسمهال يې صحت ښه دي او عادي حالت ته راګرځيدلي،
سياسي درک او په خبرو کې فصاحت يې پرځای او ښکاره دی.
آيا په رښتيا معتصم آغاجان غواړي چې د طالبانو د سياسي ګروپ په نوم ډله جوړه کړي؟
له څو مياشتو راهيسي دا اوازه اورم چې معتصم آغاجان هڅه کوي، له ځينو
طالبانو سره اړيکي نيسي او غواړي چې د ترکيې له هيواد څخه د طالبانو د
پيږندل شوي تحريک څخه په جلا ډول سياسي فعاليت وکړي.
اوس يې ترډيره نظر هم دادي چې دغسي يوه سياسي فعاليت ته اړتيا ده، او د
وخت غوښتنه ده، ځکه د طالبانو سياسي دفتر هم په قطرکې د ستونزو سره لاس
او ګريوان دي، او ترننه يې ښکاره ګټه او تاوان، او يوه معلومه تګلاره
افغان  ولس او نړۍ ته وړاندي نه کړای شوای.
کيدای شي د طالبانو څخه جلا د معتصم آغاجان د سياسي فعاليت له پاره هڅولو
کې به امريکا او د کابل اداره لوی لاس ولري، زما معلومات دادي چې په
بېلابېلاوختونو او ناستو کې د لوړپوړو دولتي چارواکو له خوا ښاغلی آغاجان
هڅول شوی چې سياسي فعاليت ته اړتيا ده او تاسي ددغي تشي د ډکولو له پاره
تر بل هرچا زيات وړ کس ياست.
    په ترکيه کې ښايسته او د وړوکي حويلي او د ميلمه دځای لرونکی کور ورکول
شوی، مصارف يې ټول د افغانستان دولت پرغاړه اخستي دي، په انقره کې د
افغانستان د سفارت سره  نږدي هستوګنه لري.
    په ښکاره د معتصم آغاجان د خدمت له پاره او په پټه کې د سفارت له خوا
څخه دځانګړي دندي درلودونکی يو تن د شريعاتو پوهنځي فارغ د پکتيا
اوسيدونکي يې د خدمت په پلمه شپه او ورځ ورسره يوځای اوسيږي، د آغاجان
هيڅ يو مجلس هم دهمدغه سفارتي کارکوونکي څخه پټ نه دی، او نه هم کولای شي
چې ورڅخه پټ يې کړي، ځکه هغه ټول وخت دده سره يوځای وي، معتصم آغاجان يې
ځکه متأثره کړی چې دومره زیات خدمت يې کوي چې اصلا د شريعاتو د پوهنځي د
فارغ او عالم په توګه دومره اخلاص لرل هر څوک متأثره کولای شي.
    د امريکا په غوښتنه او دکابل اداري په هڅو په غير مستقيم ډول په ښاغلي
آغاجان کار کيږي چې د طالبانو دسياسي هڅو په نوم د طالبانو دپيږندل شوی
لوی ګوند څخه جلا کار پېل او رسمي اعلان يې وکړي.
    خدای مکړه د معتصم آغاجان په دغسي کولو او اعلانولو سره به امريکا خپل
هغه هدف ته ورسيږي چې له پوره يوولس کلونو څخه يې په لټه او هڅه  کي وه؟
     ورته غوښتنه کلونه په خوا له ښاغلي مولوي عبدالسلام ضعيف څخه کيدله، د
دولتي لوړپوړو چارواکو سربيره ځينو قومي مشرانو، ناراضه طالبانو او د
مختلفو سياسي ګوندونو د بېلابېلو رتبو کسانو وخت په وخت ليدني کتني ورسره
کولي او غوښتنه يې ورڅخه کوله چي د اسلامي حزب (د خالد فاروقي او
ارغنديوال ګروپ) ورته سياسي فعاليت په هيواد کې دننه پېل کړي.
    داچې ما مخکي وويل د هر سياسي ګوند، جبهي او ګروپ ايجادول د شته لوي
اسلامي ګوند د ريښو پريکولو او کمزوري کولو په معنی ده، دهمدي ټکي په پام
کې نيولو سره ضعيف صاحب ونه غوښتل چې دطالبانو پيږندل شوی قوي او محکم
ټولی په ددوو برخو وویشي او په دغه ټولي کې درز او جلاوالی راولي، د ګوند
او ټولي يووالي يې دهيواد او اسلام په ګټه وباله او د مختلفو سیاسي
ګوندونو کسانو ته يې د يوځای کيدو او يووالي وړانديز درلود.
    زما د معلوماتو څخه ځينو په هيواد مېنو او ازادو  سياسي څيرو د ضعيف
صاحب دنظر سره ورته نظر معتصم آغاجان ته ورکړی، ورته ويلي يې دي چې
اوسمهال ددغسي يوه فعاليت پېلول د اسلامي تحريکونو او ګوندونو په تاوان
برعکس د کابل حکومت، امريکا او ناټو په ګټه دی، تاسي انتظار وباسئ، هميش
د ګوندونو د لوړپوړو او ټيټ پوړ غړو په منځونو کې کله ناکله داسي جريانات
راځي چې مأيوسه کوونکي او خفه کوونکي وي، خو دغه ډول شخصي خوابدي او
ناخوښي سړي باید د خپل اسلامی ګوند، او مسلمان ولس د غوښتنو قرباني کړي،
نه داچې د خپل اسلامي ګوند اهداف او ژمني او د ولس غوښتني د خپل شخصي
نارضايتوب قرباني کړي.
    ولي بيا هم ښاغلي معتصم آغاجان بوخت دی په هيواد کې دننه او دباندي له
پخوانيو طالبانو سره اړيکي نيسي او دهغوی څخه غوښتنه کوي چې دده ددغسي
هڅو او کوششونو ملاتړ وکړي او له ده سره يوځای د سياسي فعاليت په
پېلولوکې مرسته وکړي.

    ښاغلي معتصم آغاجان چي د طالبانو په ليکوکې يوه پېږندل شوي سياسي څيره
ده، او په ډيرو مسئلو کې يې نظر د سياسي پوهانو د درناوي او منلو وړ دی،
همدغه سياسي شهرت او نړيواله پېږندلتوب يې د طالبانو د اسلامي تحريک له
برکته وو، داچې د ټولو وګړو نظرونه يو ډول نه دي، مخلتف نظرونه دي، او په
هره ډله او ګوند کې ځينې لوی او واړه رقابتونه هميش موجود وي، که رقابت
سالم وي د ګوند او ولس په ګټه وي، خو کله ناکله ناسم رقابتونه وي، چې
هميش دغه ناسم رقابتونه د ټولني او اسلامي تحريکونو د وېښ او کمزورتيا
باعث ګرځيدلي دي.
    زه نه وايم چې په تير وخت کې معتصم آغاجان تېروتنه کړي،او يا داچي پرځای
کار يې کړی، چې هر څه وو، وشول او تير شول، معتصم آغاجان د طالبانو
لوړپوړی چارواکی وو، او د پوره واک او صلاحيت لرونکي وو.
آيا اوس د طالبانو مشرانو ته په کار نه ده چې دهغه احترام وساتي او دهغه
د عزتمند ژوند غوښتنه او دهغه له سياسي پوهاوي څخه ګټه پورته کړي؟
    داسي ډير ملګري اوس اوس هم د طالبانو په فعالو غړو کې شته چې له معتصم
آغاجان سره نږدي او ښي اړيکي لري، د طالبانو مشرتابه ته په کار ده چې
دمعتصم له نږدې ملګرو او دوستانو څخه غوښتنه وکړي، او خپل ښه نيت چې دوی
يې دهغه په اړه لري ورته ورسوي.
    داډول معصتم آغاجان ته په کار ده چې د بېلوالي او جلاکيدو هوډ او فکر له
مغزو څخه وباسي، دمسلمانانو د وېښ او تجزيې باعث خدای مه کړه دی ونه
ګرځي، او د امريکا او ناټو د تګلارو د عملي کولو له پاره په ناخبره ډول
ونه کارول شي.
    څيړونکي په دي نظر دي چې يوه نه يوه ورځ به په هيواد کې دننه دغسي سياسي
فعاليت او دفتر خلاصولو ته اړتيا  پيداکيږي.
څومره به ښه وي چې ستاسي په ډول نور د طالبانو پخوانۍ سياسي څيري ټول په
ګډه د مشرتابه په اجازه او خوښه يوه ورځ ددغسي لوی خدمت وړ وګرځئ.