د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابینې لس کلن غله له حساب کتاب پرته یواځې په ژړا او استیضاح مه رخصتوئ

محمد انور ولید 12.08.2012 13:58

له تېرو لسو کالو را هیسې د افغانستان د نظام جوړونې ، مرستو ، بیا رغونې او امنیت راوستو خبرې او ژمنې د رسمي او غیر رسمي مختلفو رسنیو له لارې اورېدل کېږي ، خو د افغانانو په غاړه کې تر ننه پورې د خوښیو او ښادیو له پاره چا یوه ورځ هم داسې عملي جامې د خپلو سیاسي او اجراْیوي خیاطانوله لاسه ونه لیدلې چې د نړۍ د نورو خپلواکو هېوادونو په څېر یې د خپلواکۍ اخترې په کې تېرې کړې وي .
ځکه دلته خو د تقدیر کرښې تل پربېوسه افغانانو باندې یواځې د دوی تر زرګونو مترو لاندې زېرمو لوټولو له پاره داسې را کښل کېږي چې ماضي او حال یې په کې تر پښو لاندې ، او راتلونکې یې له نامعلوم برخلیک سره تړلې برېښي . خو علت یې څه ؤ چې لا هم په افغانستان کې سره له نړیوال پوځي او مالي ملاتړه افغانان نه له ترهګرو او ځانمرګي بریدونو په ګنډلي ګرېوان خلاص شول . نه یې سر ، مال ، ناموس او خاوره خوندي شوه . هره ورځ له هر کورکلي څخه جنازې روانې دي . د یوه کور او یوه کلي د ویر او غم ټغر لا ټول شوی نه وي چې بل پرې د پاسه ور وغوړېږي . نه په نس ماړه شول . نه  د هر ډول مافیا یي فساده خلاصې ښې با انصافه حکومتدارۍ اومشروع نظام څښتن شول . او نه د نړۍ له کاروان سره یوځای شول . بلکي له هرې خوا په هر څه کې ګوښه پاته شول . د امنیت ، بیا رغونې او خود جوشه حکومتدارۍ او نظام په تمه ډېرو افغانانو خپل ارمانونه ګور ته ور سره وېوړل . اولادونه او کورکهول یې ژوبلو ، ناخوالو ، بېکاریو ، در په دریو ، جنسي تېریو ، سړي تښتونو، غلاوو ، لوټماریو ، بې انصافیو ، اختلاسونو ، بډو رشوتونو ، مافیایي غصبونو  او مرګونو ته پرېښوول . هغه هم داسې چې دوی به د حکومت ساتنه کوي ، نه دا چې حکومت به ددوی پر خوندي توب مکلف وي .
اوس چې ؤلسمشر حامد کرزی د خپل جوړکړي دولت (اجراْیه ، قضأیه او مقننه قواوو ) له لاسه له هرې خوا په کور د ننه ، او له کوره د باندې تر ستر فشار لاندې را غلی ، او پر حکومتي کړنو یې ملت او نړیوالو ته کم راوستی ، ځکه ملت او نړیواله ټولنه دواړه له ښاغلي کرزي څخه دده د دولت د تېرو درغلیو سپیناوی او د (۲۰۱۴ ) میلادي کال له پاره د سمې حکومتدارۍ ژمنه غواړي ، نو ؤلسمشر هم مجبور او مکلف دﺉ چې د را تلونکي حکومت له پاره له اختلاسونو او رشوتونو پاکه ، متخصصه او ژمنه اداره را منځته کړي تر څو نړیوال تمویلوونکي دونران خپلو مرستو ور کولو ته زړه ښه کړي ، د توکیو ژمنې یې له لاسه ولاړې نه شي ، او ملت ته د بایللي باور ترلاسه کولو په موخه سپین واټونه پرمخ پرانیزي . ځکه یې د اداري فساد پرضد اداره را منځته کړې چې له ده څخه ښکته کابینه او ترکابینه لاندې اداري سوړې و پلټي ، تر څو ده ته معلومه شي چې د تېرې لس کلنې دورې کورني عایدات او بهرنۍ مرستې د افغان اداري سیستم موږکانو په کومو سوړو او زېرمو کې خوندي کړې دي ؟
د اداري فساد پر ضد د مبارزې مشر ډاکټر عزیز الله لودین خو د خپل مسلکي تلېسکوپ په هېندارو کې څراغ په لاس د بډو رشوتونو ډک جیبونه پلټي ، او د اداري فساد او اختلاسونو زېرمې ګوري . خو په خپل ملي تلک کې یې د کابینې هغه موږکان هم نیولي چې ملي پانګه یې د مالیې وزارت له سوړو ایستلې ده .
(( د مالیې وزیر ښاغلی حضرت عمر زاخېلوال له ډېرې مودې را هیسې ددولت پر ټولو عایداتي خزانو دپاسه ور ناست دﺉ . پر هغه باندې په پارلمان کې د استیضاح پر مهال تور پور ې شو چې له پردۍ ښځې سره ناروا جنسي اړیکې ساتي ، او زاخېلوال یې په ځواب کې وویل چې دا زما شخصي کار دي ، که په رسمي چوکاټ کې کومه پو ښتنه لرۍ چې ځواب یې در کړم .
بیا څه موده وروسته عزیز الله لودین د اختلاسونو دوسیه ور پسې را وایستله . زاخېلوال به لومړی د رسنیو په تېره د طلوع نیوز له آدرس څخه ډېر ځان سپین باز ښوده . خو چې کله د حقیقتونو په دایره کې را ګیر شو . نو تېره ورځ ما خپله په تصویري رسنیو کې ولید چې اوښکې یې روانې وې ، او ویل یې چې ژورنالېستان دې زما په اړه د ؤلسمشر ذهن روښانه کړي ، تر څو ما د مالیې وزارت پرڅوکۍ پرېږدي . او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له ما سره دې مرسته وکړي ، او زما کورنۍ او زما فامیل په خطر کې دي . خو ډاکټر عزیز الله لودین وویل : نوموړي ویلي چې ما دری میلیونه ډالر د ؤلسمشر پر کمپاین لګولي دي ، خو لودین یې په ځواب کې وویل چې ته خو ددولت برحال وزیر وې ، تا څه ډول ددولت له بودجې څخه دومره پیسې د ؤلسمشر پر کمپاین باندې لګولې ؟ کوم قانون اجازه در کړې وه ، په داسې حال کې چې هغه مهال خو د ؤلسمشر د کمپاین مشر حاجي دین محمد ؤ ، نو ته له کومې خوا په کې ورغلې ؟ که زه هغه مهال در خبر وای ، نو همغه وخت به مې څارنوالۍ ته ور پېژندلی وای . ))
تردې یوه ورځ وړاندې د د دفاع او کورنیو چارو وزیران په ؤلسي جرګه  کې داسې استیضاح ( سلب اعتماد ) شول چې پر سر پرستۍ باندې یې هم ونه منل . تر هغوی وړاندې حبیب الله قادري اومحمد امین فرهنګ دغه ډول سلب اعتماد شوي وو . خو فساد هماغسې پرځای پاته شو. مرستې او نور ملي عایدات ورک شول ، او د غلاوو بهیر هماغسې په زور کې روان دﺉ .
اوس پوښتنه داده چې ولې په افغانستان کې د غلو مخه نه نیول کېږي ؟ او غله ولې نه کمېږي او نه ورکېږي ؟ پخوا خو به چې کوم غل ونیول شو ، ټولې اداري څانګې به ور سره آرامې شوې . د خلکو به غوږونه په کرار شول . اوس چې څومره غله نیول کېږي او سلب اعتماد کېږي ، هغومره ورسره نور غله هم ډېرېږي . لکه د سرطان لا علاجه خبیثه دانې له کومې ورځې چې د اصلاحات اداري د ډاکټرانو تېغ ور رسېدلی ، هغومره  ژر  په چټکۍ سره د هېواد ټول وجود ترې ډک شو . اوس دغه ناروغي په افغاني ادارو کې داسې حادې مرحلې ته رسېدلې چې له کبله یې د هېواد د نظام سیاسي ژوند هره ګړۍ په خطر کې اچولی دﺉ . ؤلسمشر دې همدا اوس د خپل نظام د خوندي توب له پاره بنسټیزه چاره ولټوي ، لومړی دې خاینان په نښه کړي ، بیا دې د هغوی خیانت ثابت کړي ، تر کره ثبوت وروسته دې قانوني حساب کتاب ور سره وکړي . که نه نو ښایي د خپل دولت پر وروستۍ سلګۍ به هم سم پوه نه شي . ؤلسمشردې د اداري فساد هغه مدخلونه ور بند کړي چې د فساد یوعنصر ترې ایستل کېږي او پرځای یې په لسګونو نورفاسدعناصر د اوتو بوتو ( باټو ویشتلو ) ، کاذب زور او تزویر اوجعلي اسنادو له مختلفو لارو په کې په لوی لاس ور داخلېږي . اوعزل او نصب په کې د همدغو واکوالو سوړو له لوري صورت نیسي . دا داسې سوړې او خاص فلتري منفذ ونه دي چې نظام ته یواځې مېکروبونه او جراثیم ترې تېرېږي ، اوهد فمند ، وړ او مخلص خلک په کې بند پاته کېږي چې په لوی لاس یې له حکومت څخه ایستو او له نظام سره دښمنۍ  ته اړ باسي . او دا په خپله د نظام ړنګولو یوه لویه پروژه او وسیله ده ، چې باید مخه یې ونیول شي . ؤلسمشر ته یې په دې اړه د حقیقت پرځای تل درواغ ویلي او د پر دې تر شا دغه ډول چارواکو د نظام جوړونې په پلمه له پېله د کرزي پښو ته په دوستۍ کې تېشه نیولې .غوښې ، هډوکي او پلې یې ټولې ور پرې کړې دي . ځکه خو تر اوسه پورې زموږ په هېواد کې  د ناوړه سؤ استفادو له امله افغاني نظام ، سوله ، امنیت اوبیا رغونه ټول په ټپه ولاړ او د خپل اصولي عقربک ستنې یې د صفر خوا ته هماغسې غیر فعالې او جام پاته دي .
دادي نن وي که سبا (۲۰۱۴ ) میلادي کال هم د مازدیګر د وروستیو شېبو د سیوري په څېر په منډو منډو را روان دﺉ او اوسنی واک د غروب د اُفق پر څنډه ډېر پیکه ښکاري . چېرې نه چې لنډ تنګ وخت ټول فرصتونه په خپله مرګونې غېږ کې را څخه و نغاړي ، او موږ یواځې له خپلو تېرو کړو وړو سره یوځای د برخلیک محکمې ته و سپاري . چې د ځنکند ن په داسې سختو وروستیو شېبو کې بیا توبه هم نه قبلېږي .
اوس هم لا وخت شته . ؤلسمشر کرزی دې پر دې خپل ځان مکلف کړي  چې له ده سره تر حساب کتاب کولو مخکې باید دی خپله د کابینې له نورو غلو سره حساب کتاب وکړي . او یواځې په تزویري ژړاوو او پارلماني استیضاح ګانو هغوی همداسې خوشې په خوشې پرې نه ږدي . نن ورځ کرزی صاحب په واک کې دﺉ ، هر څه یې په وس پوره دي . خو راسخ عزم او قانوني عمل ته یې تر بل هر څه ستره اړتیا ده . له معاملو، مصلحتونو او قومي اومذهبي  ونډو خلکو ځکه غلطه ګټه پورته کړه  چې ملي صبغه یې نه لرله . دا مهال د معاملو او مصلحتونو لوبه نوره زړه او وخت یې تېر دﺉ . اوس د ریښتیا او ریښتیني  شهادت ور کولو وخت را رسېدلی . که په دې کې مو څه تر لاسه کړل ښه تر ښه ، او که دا فرصت مو هم له لاسه ور کړ ، نو بیا د اکبر پاچا د لټانو په څېر دغه (۱۱۰) تنه ډوډۍ خواره مشاورین تاسو ته د براء ت مشورې نه شي درکولی .
پام چې په غلطو مشورو مو د تاریخ کندې ته ور ټېل نه وهي !!!