د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لندن المپیک اودجګړې المپیک

پوهندوی آصف بهاند 08.08.2012 20:14

(مډالونه اوبمونه)

په دې ورځووکې دلندن دالمپیک ډولونه ښه لوړغږول کیږي،داسې لوړچې غږونه یې دنړۍ دټولوخلک  دککروپه کومبزوکې انعکاس کوي،آن تردې چې له ډیرونه یې خپل ورځنی ژوندهم هیر کړی دی.که یې خوښیږي که که یې نه خوښیږي،په پټه او ښکاره یې نندارې ته ناست دي اودبیلابیلوهیوادونودسرواوسپینومډالونه شمیري.څوک امریکا ته لاسونه پړکوي،اوچا چې دامریکا دسیاستونودزهرو مزه څکلې وي،بیا نوچین ته دبري دعا کوي.
زه هم دا لړۍ کله کله له ناکامه تعقیبوم،خودمډالونودشمیرترڅنګه مې دخپل وطن دجګړې په المپیک کې بمونوته هم پوره پام دی.زما په وطن کې دالمپیک دمډالونوپرځای بمونه جوړیږي،راوړل کیږي،بې شمیره ویشل کیږي اوپرته له کوم بریالیتوبه خلکوته ورپه برخه کیږي.دنیا وال مډالونه په خوشالتیا سره خپلوخلکو او وطن ته وروړي؛خو زما په وطن کې بمونه زما هیواد وال ګورونواوتیارو ته لیږي.
هلته په لندن کې دروان ۲۰۱۲ کال د جولای په ۲۷مه دالمپیک لوبې پیل شوي،په خرپ اوترب روانې دي؛خوزما په وطن کې درې نیمې لسیزې وړاندې د ویر دناوې په راتګ سره کوم ړانده اوکاڼه سرنیچي،دجګړې دالمپیک سرنی داسې غږولی دی،چې اوس یې غلي کول چا ته نه ورځي اودپای نیټه یې هم« دګل نی » وخت ښودل شوی دی.
دلندن په المپیک کې ددنیا والو خوراک هرډول مزه داره خواړه دي؛خوزما دوطن په المپیک کې داستعمال اومصرف له پاره راکټونه،بمونه اومرګونه راوړل کیږي،دجګړې ماشین یې ویشي اودا ماشین زما دهیوادوالودوینو اوغوښوپه بیه چالان دي.
دلندن المپیک د۲۰۱۲کال داګست په دولسمه    ڼیټه پای ته رسیږي،بریالیتوب به هم د چا او چا په برخه شي؛خوزما دوطن دجګړې المپیک به څه وخت خلاصیږي ؟؟؟
موږ اودوی یوازې دالمپیک په توري کې ګډه پوله لرو،نورپه هر څه کې ډیر توپیرسره لرو.
ددوی المپیک دخوښیو،لوبواومډالونواوویاړونوالمپیک دی،زموږالمپیک دجګړې،وژلو،بمونو اوپښیمانیوالمپیک دی،
دهمدې المپیکونوپه لړ کې نورو ته مډالونه ورځي،موږ ته بمونه اومرګونه راځي،
دوی دسرو،سپینو اوبرونزومډالونه په غاړوکې اچوي،موږلوږه،فقر،بې سوادي اوځانمرګي واسکټونه په غاړوکې لیږدوو،
دوی ته بریاوې او ویاړونه ورپه برخه کیږي،موږ ته جنګونه،وینې اومرګونه،
ددوی برخه ښکلي اوجانان،زموږ په برخه دمرګ توراستازي او توردیوان،
دوی ته دکوثرجامونه،موږته دزهرو اومرګ ګوټونه،
اهداف اوموخې دنوروترسره کیږي،وینې زموږ تویږي،
تورې که لالا وهي مړۍ خواودلا وهي،
وینې دافغان تویې شوې،آبرودانګریزاودهغه دڅوسوه کلن زوی پرځای شوه،
دوی مډالونواوبریاووته ښه راغلاست وايي،موږبمونو،غمونواومرګونو ته سترګې په لاریو،
دوی هم روزې خوري اوهم زموږوزې خوري،موږ به هم ددوی غمونه خورواوهم به یې بمونه خورو،
خـــنــدا دنـــورو،ژړا زمــوږه             
خوښي ددوی ده اوغم ته موږه
دوی دې وژني زموږ ژڼي په مرمیو
موږبه زغلودوی ته هر شیبه هرآن
دوی دې بمونه جوړوي،چوولوته خویې خدای افغانان پیدا کړي دي،
پلانونه دوی جوړوي،تطبقیږي زموږدوینوپه بیه،
نور دې خپل وطن جوړوي،موږبه خپل کفن جوړوو،
ایرانی دخپل هدف اوخپل وطن له پاره دخپل مذهب نه دتیریدو په بیه طالب ته دفتراوځای ورکوي،چې سبا یې دخپل وطن د سپرپه ډول وکاروي،خوموږهرڅه(وطن،کور،کلی،کورنۍ ځان او ...) له دین نه قربان کړي او...،
ترټولوډیره قرباني موږ ورکړې،خوترټولووږي،خوار،بیسواده،دتمدن له کاروانه لرې،درپه دره اوله هرڅه بې برخې هم موږیو،
دوی په ماڼیوکې ناست دي،موږڅوک په وچ ډاګ ناستې ته نه پریږدي،
ځانوته اتومي بریښنا اواتمي طاقت غواړي،پرموږ یې تته ډیوه هم نه لوریږي،
ځان دټولې دنیا متمدن،داوږده تاریخ لرونکی اوبا فرهنګه انسان بولي،زما خپل نومونه،ویاړونه اوتاریخ رانه اخلي،پرمخ یې راته را باسي اوبیرته ماته د بې وطنه،بې تاریخه،آشغال اوکثافت خطاب کوي،
خپله پرون مسلمان شوی،خواوس یې بډې وهلي دي هغه چاته داسلام مدرسه پرانیزي چې دی یې مسلمان کړی دی،
خپل ځان ته یوسل اولس پوړیزه ودانۍ غواړي،پر مایې کیږدۍ نه لوریږي،
خپلې یوپوړیزې اوسل پوړیزې مانۍ هره ورځ رنګوي،بدلوي اوتازه کوي یې،خوددیموکراسۍ په نامه زما پر پنځوس ډالري کیږدۍ دڅومیلیونوډالروراکټ اوبم را غورځوي،
دوی دپلوونواوغوښووپه خوراک ستړي دي،پرما یې سبوس او وچه ډوډۍ نه لوریږي،
ځانونوته هوښیار،پروطن اوخلکومین رهبران غواړي،خوزما پرمظلوم ملت باندې یې د اوه ګونو اواته ګونوایله جاري لښکرومشران اوقومندانان رانازل کړي دي،چې یوازې دخوب،خوراک،څښاک،څیرلو،وژلو،داړلو،ټولولو اوتیري کولومتخصصین دي،
واه واه انصاف، واه واه دیموکراسي !!!
وګورئ دوی څه کوي،موږ څه کوو.زموږډیرکی دبیسوادۍ اوفقرپه اورکې سوځي او لږکی مودسیاسي اوفرهنګي فقرپه تیارو کوټو کې پراته دي؛
په سواد لرونکوکې موډیری بیا دمیډیا ټولووسایلو ته لاسرسی نه لري،اوهغه یې چې لري ددې پر ځای چې دزړه سوي له مخې دخپلوخلکو او وطن په ګټه یوڅه وکړي،په نورودامونوکې یې ځانونه نښلولي دي،ملي ګټې،دخپل وطن اوخلکو حالت یې هیر دی اودخپلو دیني جذباتوپه رڼا کې یې بیاتي رااخیستې ده دلندن دالمپیک دامریکايي،اروپايي،روسي او... دبربنډولوبیدونکونجونودلوڅوبدنونوله پاره پرتګونه اوپردې سکڼي،پرده اوستر یې کوي.په دې فکرنه کوي چې خپل زلمیان یې ځي په اماراتوکې دعرب جان؟مزدوري کوي اویوازې ولور ګټي،بیا راځي وطن ته دچا خور اولور ودوي،په خپل اند یې باستره؟ اوباپرده؟دعمر تر پایه له جهان نه بې خبره دمستورې عاجزې په نامه دخپل ذهن اوخپل کورپه تیاروکې کینوي؛خودنوروځوانان په پرمختللو وطنونوکې دبیلابیلوعلوموزدکړه کوي اوبیرته دعلم په ګاڼه سمبال دوطن دجوړولوپه خاطر خپل وطن ته ستنیږي.
موږ دپردیو،په اصطلاح کفاروبربنډونجونوله پاره دستر جامې سکڼلی شو،خودخپل ذهن په لویه حویلۍ،دجهالت تورې غوړیدلې پردې لرې کولای نه شو اودپرمختګ دعلم دزدکړې له پاره موملا ماته ده اوکه څوک یې دزدکړې هڅه وکړي ښه نوم ورته شته: (کافر،عیسوي ...)؛ دستر اوپردې قهرماني دخپل پلارنیکه میراث ګڼي.اودهمدې ستراوپردې کولوپه سلسله کې غواړي چې دبي بي سي دخبر دغه دریڅه هم دسترپه نامه وتړي.
په بي بي سي پښتو کې چیرې دانګریز دورځني تاده خبردپالیسۍ له مخې کوم بربنډ عکس چاپ شوی و،که څوک وغواړي،که ونه غواړي،هغه چاپیږي،په ایمل،اجمل اوکوم بل مل باندې اړه نه لري.نورې ستونزې اوجنجالونه پریښودل شول،بس بډې ووهل شوې،طوق لعنت دکوم مل له غاړې ـ چې ورسره زبیده ـ را واخیستل شو،دایمل دغاړې امیل شو،دعیسی اي نوم پرې کیښودل شو،دظاهرطنین په لیست کې یې نوم ولیکل شواودښایسته ډیروسایتونومخونه په انتقادي څپیړوتاده کړای شول،خوکیدای شي چې دهمدې تورونوپه ورځ به ایمل دیوریښتیني مسلمان په توګه روژه نیولې وه،خودې ښاغلودعیسایانوپه کتار کې ودراوه،اودې ته ورته نورې په زرګونه عیني نیګړتیاوې.
اوس نو ښه فکر وکړئ چې موږ څه کوو،اونور څه کوي؟
بل څوک یې نه کوي،دا هرڅه موږپه خپله کوو.
مډالونه دنوروغاړوته،انتحاري واسکټونه زموږغاړو ته!

         « طلامډال ته غاړې نورې           دې راکټوبموته موږ راغلي یوونه »