د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وچې شونډې

نسیم ستوری 07.08.2012 01:14

بـلـبـل راغـلـــی ګـل دی مــړاوې ګلســتـان ژاړمــه
قامي وجـوده سـتـا رېــښـې رېــښـې ګریوان ژاړمــه

د زړګې کور مې نن کنډر دی د بـیـلتـون د لاسه
د پښتنې جونګـړې غـم هــم پـــه مــیــدان ژاړمــه

دا ستا د ژوند دا ستا د فن قیصه نېمګړې پاتي
ای دروند پښتونه ستا پرهر پـرهـر داسـتان ژاړمـه

وخته زر لاړ شه خوشحال خان او میرویس خان کړه خبر
د امــن شـــال غلـبیل غلبیل د باچا خان ژاړمه

د احــمـــد شــــــاه بـــابــــا ټـــــغــره د نـــظــره شــولــې
سـتا د زخــمـونــو د دردونـو لـوی کاروان ژړامه

نسیمه ســتـوریـه تــه دردېـــږي زه دردېـــږم پــــدې
دا وچـې شـونـډې مې د خپـل وطــن جـانـان ژاړمــه