د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داهم شوه د استيضاح پايله !

حبيب الله غمخور 06.08.2012 09:34

له هغه ورځې چي کله دپارلمان لخوادوسله وال پوځ پر چارواکوانتقادونه پيل سول اوددوي کارونوته گوتنيونه کېدل ،داورېدونکوسره مختلف فکرونه اونظرونه پيداسول .يوډله خلکو ويل چي پارلمان غواړي پردې چارواکودفشارله لاري ځانگړی مالي يامعنوی امتيازونه ترلاسه کړي .،بلې ډلې فکرکاوه چي داځل بياپه پارلمان کښي دکرزی سيالان دپارلمان دپرېکړي په نامه پر هغه سياسي فشار راولي ترڅوپدې ډول څرگنده کړي چي دټولوناخوالواوبې امنيتيو اساسي لامل همدا دوسله وال پوځ چارواکي دي ،ولي بياهم دوي پرخپل ټول نيمگړی مدريت يامشرتابه سربېره دکرزی ترحمايي لاندي ساتل کيږي .داسي فکرهم کېده چي دکنړپر مربوطاتودپاکستاني پوځ لخوادتوغنديوتوغېدو اوهلته دمالي اوځانی تلفاتورسېدوله امله يوزيات شمېروکيلانواحساسات راوپارېدل اوپدې خاطرغواړي پر دولت ددې وزيرانوپه استيضاح اوله کارنه گوښه کېدو خپل ولس ته څرگنده کړي چي دومره ئي په توان کښي وه .خوددې ترڅنگ يوبل نظرهم پيداسوی چي ممکن دگاونډواستخباراتی کړيوپه ځانگړې توگه پاکستان څارگره اداره دعام ولس دکلک غبرگون په جواب کيددوي د پارلماني امکاناتونه په استفادې داڅرگنده کړي چي دوي کولاي سي حتاددفاع اوکورنيو چارووزيران له کارنه گوښه کړي .له دې نظرسره ترډيره بريده دښاغلي کرزی اوددې دو وزيرانوپلويان موافق دی اودانن هم ددوي له خولې داخبره ډيره اورېدل کېږي .

هرنظر اوهرفکرچې ددې پروسې په هکله وو،هغه وو،خوداگست پر ۴ پارلمان په خپله غونډه کښي ددغووزيرانو لخوا ددوي دسوالونوته جوابونه دقناعت وړونه بلل اودوي ته ئي دافغانستان داساسي قانون د۹۲ مادي دورکړه سوی صلاحيت له مخې د نه باور رايه ورکړه .

د رایو د شمېر څخه معلومه شوه چې په ولسي جرګې کې د موجودو ۲۲۸ استازو له ډلې د دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ ۷۲ د باور او ۱۴۶ رد او د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي د باور ۹۰ او ۱۲۶ رد رایې ترلاسه کړې. BBC

درايودشمېرله امله دواړو وزیرانو ۵۰ جمع یو رایې پوره نه کړې، ځکه له وزارتونو لیرې شول اوپارلمان له ولسمشر حامد کرزي غواړم، چې ژر تر ژره په شرطونو برابر نور وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي .

دادی نن دپارلمان ترغونډي يوه ورځ وروسته دپرونی وعدې سره سم کرزی صاحب دويته دملي امنيت شوراله نامه څخه دمننې په څرگندولوسره دويته دنده وسپارل چي دسرپرستووزيرانوپه توگه خپلو دندوته دوام ورکړي .

زماله نظره که داکارديوې اونۍ لپاره سوی وي ډيره سمه خبره ده اوکه دتيرپشان يوکال اويادوکاله دسرپرست په توگه دندي سرته رسول دوام وکړي دابه ډيري ناخوالي رامنځته کړې .

دبېلگې په توگه يوخودتيرپشان دپارلمان اوښاغلي کرزی ترمنځ اختلاف بياراژوندی کيږي اويوشميرچي په ملي بهران کښي ئي گټي وي ،له دې موقع نه پوره استفاده کولاي سي اوبه تلاښ وکړی چي دحکومت اوپارلمان ترمنځ تاوتريخوالئ دوام پيداکړي.دبلخوادغه بهران زموږدهغوگاونډيوپه گټه تمامېږې کوم چي ددوي دلاسوهنواومداخلوپه برکت زموږ اولس پدې بل سوی اورکښي سوځی .دريمه ناخواله به داوي چي عام ولس به نورهم پرېشانه اوټولنيزبهران به نورهم ژورسي .

وړانديز:

۱/ددې لپاره چي دکرزی اوپارلمان ترمنځ اختلاف راپيداکېدومخه نيول سوې وي لازمه ده چې ددې پرېکړې دحقيقی اوعينی عملي کېدوپروسې په اړوند پارلمان ته قناعت اوداډاډورکړه سی، چي ډير به ژرنورکسان ورمعرفی کيږي .

۲/ددې لپاره چي دټولوسياسی اوټولنيزوراپېښېدونکوناخوالواوبهران مخه نيول سوې وي لازمه ده چي ددغو وزيرانوپر ځای ډير ژرپارلمان ته دوه نورمستحق اومسلکی کسان دباوررايي ترلاسه کولولپاره ورمعرفی شي .

۳/ دټولوسياسي گوندونو،تنظيمونو،مدني ټولنواوټونيزوسازمانو،ملي مذهبی شخصيتونونه غوښتنه لرم چي دملي گټواوملي مسوليتونودرفع په موخه دملگروملتودسازمان ،امنيت شورا،امريکاجمهوررئيس اروپايي ټولنې مشرتابه ،اسلامي هيوادونوکنفرانس ،شانگهاي تړون غړوهيوادواونورونړېوالوسازمانونه په کلکه غوښتنه وسي ترڅوپدې حساسو اونازکوشرايطوکښي چې له يوې خوانړيوال ځواکونه دافغانستان ځخه دوتلو لپاره تياري نسي اودبلې خوادهيوادامنيتی مسوليت زموږ وسله وال پوځ ته سپارل کيږي ،پدې ډول بې شرمئ سره دپاکستان دتوغنديواورولو اوزموږ په خاوره کښي دهرډول لاسوهنې اومداخلې مخه په کلکه ونسي .

که په رښتيانړيواله ټوله افغان ولس اوپه سيمه کښي سولي اوثبات ته ځان صادقانه ژمن بولي ،نويوازنۍ لارئي پر پاکستاني جنرالانواودومخه ملکي مشرتابه اوايرانی اخوندانوباندي دنړيوالوهراړخيزه فشارونوځخه په استفادې سره هغوي دې ته مجبورول دي چي ترڅودافغانانواونړيوالی ټولنې غوښتنوته غاړه کښېږدي .

دپاکستان دنورومداخلوترڅنگ په ټوله سپين سترگی سره دافغانستان پرخاوره دتوغنديواورول اودايرانی اخوندانو يوپه بل پسې نوې اوزړې دسيسې ان ددولت مخالفينوته په خپل هيوادکښي دعلنی دفترونودپرانستلوترکچې مداخلې به يوه ورځ دافغان ولس دصبرکاسه ډکه اوديوه سيمه ايزبهران پيل ته به بياټوله نړۍ دسرپه سترگوگوري اوهغه وخت به ئې مخه نيول ډيرگران وي .

موږ دافغانستان غوځ اکثريت دپاکستاني نوکرانوداخبرې چي موږ غريب يو،دوي بډاي ،موږ وسله نلرودوي اټومي طاقت ،هلته پښتانه ياکډوال پراته دي که حمله وکړوهغوي ته زيان رسېږي اوداسي نوري نوکرصفته پلمې دمنلو وړنه بولو .

تاريخ شاهد دی چي ددې ټولوامتيازاتوسره چي پاکستان ئي لري که دافغان ولس دصبرکاسه ډکه سول مجبوردي په تش لاس به ددوي پر خلاف وردانگي ،ځکه ترکله به موږ ددوی توغندويوترباران لاندي په خپل هيواداوکورکښي شپې اوورځي سباکوو؟؟؟اويابه خپل کوراوکلی پرېږدو؟داچي هلته پښتانه اويا افغان کډوال دی دلته هم حيوانان ژوندنه کوي انسانان دی ،پدې گناه نه بايد له ژونداوخپل ټاټوبي نه محروم سي چي پاکستان ته ئي پناه نده وړې .

پاکستان دخپل جوړېدوله لمړۍ ورځي تر افغانستان پدغوصفاتوچي ددوي نوکران ئي اوس راپه گوته کوي غښتلی وو،خوولي هغه وخت پاکستان دومره سپين سترگی نسول کولاي ،يودليل موجودووهغه داچي هغه وخت دټولوناخوالو سرۀ زموږدولتي چارواکي ددوي اجنټان اونوکران نه وه اونه ئې ددوي نه دخپل هيوادپه وړاندي دنوکری لپاره پټې اوښکاره پيسې اخيستلې .زه پدې باوريم ،موږ او پاکستان ښه سره پوهېږوچي دوي ولی دادومره سپين سترگي کوي ؟ دوي پرې پوهېږي چي له همدې سپين سترگی نه هم له امريکااونړيوالی ټولنې امتيازات اخلي اودلته زموږ نابللي دولتي چارواکي دافغان دښمنواوزموږ دولس بربنډوقاتلانوته دورونوخطاب کوي اوداجنټوری دقانون له مخې دپاکستان يوخوردظابط ته هم ترپزه پورته نسي کولاي .که داسي نده نوولې دادوې مياشتي دافغان ولس دغه غوښتنې ته چي بايد نړيوال ملاتړترلاسه اودنړيوالونه دخپلوژمنوپوره کېدل وغوښتل سي نه اورېدل کيږي .چي کله کرزی صاحب وغواړي اويادده گټه پکښې وي بيانوتربې بې سي پوري ئي چيغه ورسېږې اووايي بهرنيانوزموږپه وړاندي رواني جگړه پيل کړې اويادوي پر موږ خپله اراده مني ،اوس چي پاکستان زموږپه خپل کورکي وژنی اودکنړی ماشوم چيغې آسمانوته پورته سوې ولې دپاکستاني ددې علنی اوبې شرمانه مداخلې په وړاندي چوپ پاته دی؟؟

پدې ټکي خبري رانغاړم،ټول هغوته چي داهيوادگران دی بايد لاس پکارسی اودخپل هيوادملي گټې دټولوسياسي امکاناتونه په استفادې سره دملي وحدت په روحيه وساتی اودنړۍ والی ټولنې نه په کلکه اوزغرده دخپلوشووژمنودپلي کېدوغوښتنه وکړي .پدې حساسوشرايطوکښي چي دهيواددبرخليک کښتۍ توفاني کېدوپه لوردرومی اوزموږدولتی مشرتابه ئې ننداره کوي دپردو نوکری اودهغوي گټې ساتل دانسانيت اوافغانت خلاف عمل دی .