د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روژه څه ده

محمدالله احساس 04.08.2012 14:33

لیکوال : مولنا وحید الدین خان / هند
ژ : محمدالله احساس

د هندوستان آل انډیا رادیو د ۱۹۷۸م کال د اګست پر ۱۹ د ماښام په نهه نیمو بجو یو پروګرام خپور کړ. د هغه سرلیک و (روژه څه ده؟) .دا یو نیم ساعته رادیویې خپرونه وه چي د درې مذاهبو استازیو ته پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه؛ترڅو راشي او هر یو د خپل مذهب له لیدلورې د روژې په اړه تصورات وړاندې کړي.
ما عاجز (لیکوال) پکې د مسلمانانو استازیتوب وکړ او پاته نور کسان دا وو:
پنډت سچیدانند شاستري (هندوایزم)
آرک بشپ ناصر (مسیحیت)
همداشان زه (لیکوال) د همدې رادیويې خبرو اترو مشر وټاکل شوم. هر یو د خپل مذهب په رڼا کې پر دې وګړېد چي د دوی په اند روژه څه ده او د دوی په مذهب کي څه وړ او د څه لپاره فرض کړل شوې ده.
روژه چي په عربي کي ورته صوم ،په هندۍ ژبه ورته برت او په انګریزۍ کي ورته فاسټینګ (Fasting) ویل کېږي.په هر مذهب کي په یو نه یو ډول پالل کېږي.که څه هم د مودې او مهال په اړوند یې په مختلفو مذاهبو کې توپیر تر سترګو کېږي؛خو بیا هم په یوه او بله بڼه هر ځای شته ده.
لامل یې دا دی چي روژه د نفس د کنټرولولو روزنه ده او پر نفس لاسبرتیا  او نفس کشي ته هر مذهب په ځانګړي اهمیت قایل دی. مذهب چي کوم ډول انسان جوړوي ،هغه ته تر ټولو لومړی بویه چي نفس یې د عقل تر ولکې لاندې وي او فقط روژه سړی همدې چار ته چمتو کوي.
انسان د دوو څېزونو ټولګه ده. جسم او روح. جسم مادي او کثیف دی ،روح بیا غیرمادي او لطیف . که موږ د جسم هره غوښتنه بې له ښه او بده منو نو جسم زورور کېږي او پر روح لاسبری کېږي. روژه پر همدې آزادۍ د بندیز لګولو دوهم نوم دی. روژه په یو چوکاټ کي انسان د دې وړ کوي؛ترڅو د هغه روح د نوموړي پر جسم واکمن کاندي او د ده لطیف وجود پر خپل کثیف وجود خپله ولکه ټېنګه کړي.
دواړو ښاغلیو همدا خبره په بیلابیلو الفاظو کې بیان کړه.
ما چي کومه خبره وکړه هغه دا وه چي روژه یوازې د خپل ظاهري شکل له رویه مطلوبه نه ده. یانې داسي نه ده چي انسان له سهاره تر ماښامه ځان له خوړو را وګرځوي،بلکي ظاهري بڼه یې په اصل کي یو سمبول دی او له دې څخه یوه خاصه روحاني او اخلاقي روزنه ورکول مراد ده.
هغه روزنه او درس دا دی چي انسان ته بویه ترڅو د سم او ناسم،روا او ناروا توپیر وکړي. سم او روا خپل او له ناسمو او نارواوو څخه ځان وژغوري. دا هغه څه دي چي په آخرت کي د ده راتلونکی مستقل ژوند کامیابولی شي.
دا روژه په واقعیت کي د ژوندانه یو ژور اصل دی. یو سوداګر په دنیا کي ځان له بې ځایه او خوشي لګښتونو څخه ساتي.یو متعلم خپل وخت له ضایع کېدا څخه ژغوري.یو مزدور ځان له ټمبلۍ ،بې دینۍ او سستۍ څخه ساتي. همداشان د ساتونکي او ژغورنکي ژوندانه تېرولو نوم د دې نړۍ بریالیتوب دی. که انسان له کاهلي، بې ځایه لګښت،عیاشي ، د وخت ضیاع څخه ځان ونه ژغوري نو هغه د دې دنیا په هېڅ ازمون کې بری نشي تر لاسه کولی.
همدا معامله د آخرت هم ده. د اسلام په نزد د آخرت د بریالیتوب راز (روژه لرونکی ژوند) دی. بنیادم ته ښایې ترڅو د خپل راتلونکي ژوند د بریالي کېدا لپاره له مړینې وړاندي ژوند کي متقیانه برخورد او سلوک خپل کړي او ځان د ځینو شیانو له کولو څخه را وګرځوي.
د آخرت له تباه کوونکو څېزونو څخه ځان ساتنه او په حلاله دایره کي ژوند تېرول؛ هغه درس دی چي انسان ته یې د ورکولو لپاره روژه فرض کړل شوې .
دوهم اړخ یې دا دی: هغه څوک چي د ورځې په اوږدو کې روژه نیسي؛هغه ماښام مهال له خوړو څخه خوند اخلي . همدا څېر هغه څوک چي په دنیا کي د خدای ج له منع کړل شویو شیانو څخه ځان وساتي، په آخرت کي به د ژوندانه حقیقي خوندونه او لذتونه د هغو وي.
د ورځې روژه که د دنیا د ستونزو او ربړو نخښه ده؛نو د ماښام خواړه  بیا د آخرت د راحتونو بېلګه کیدی شي.
وسلام
۱۴۳۳-۸-۱۵