د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښکلاییزسرپ (پنځمه برخه)

سیدمنتظرشاه 03.08.2012 14:23

په ټولیزه توګه دسرپو ونې دژوند دچاپیریال په ساتنه کی لاندینی دندی سرته رسوی:

۱. لکه څنګه چی ځنګلونه شااوخوا۸-۲۴ سلنه دباران اوبه په خپلوتاجونوکی ساتی اونه پریږدی چی په تیزۍ سره ځمکی ته راشی،له همدی کبله دخاوری دتخریب په مخنیوی کی په زړه پوری رول لوبوی.دسیلابونودپیښیدومخنیوی کوی اویایی دتخریب مخه نیسی.

۲. دژوندیووحشی ژوو له پاره یوه په زړه پوری سرپناه ده.
۳. ځنګل دبادپه چټکتبااغیزاچوی، څنګه چی ځنګل ته ورسیږی دریږی،یابادخپل پلواوچټکتیابدلوی دتلسمسوره بادماتوونکی په توګه دنده سر ته رسوی.

۶. ځنګل دځمکی لاندی اوبوپه تاندیدو کی بشپړه ونډه اخلی د بیلګی په توګه دیوی مشاهدی په صورت کی سرپ دهغوستنپاڼوپه ډله کی راځی چی فضاته کاربوهایدریدونه استوی اودفضا دپاکوالی لامل ګرځی.

۷. د خاوری دعضوی موادو دغنی کیدو سبب ګرځی.

۸. ځنګل دوحشی ژوو اوکوچنیوڅارویوله پاره دژوند مناسب شرایط برابروی، دژوو خواړه او اوبه تیاروی اوله دښمنانوڅخه یی ژغوری. ځنګل دژوو بیولوجیکی اړیکه له چاپیریال سره تامینوی.

۹. دهواتودوخه برابره ساتی اوزیاتوالی اویاډیروالی ته یی نه پریږدی.همدا لامل دی چی که اوړی سړی ځنګل ته ننوزی نویخ یی نوځنګل دبیرونی هواپه پرتله سوړوی اوکه ژمی ځنګل ته ننوزی نودځنګل هوا دبیرون په پرتله توده وی.
۱۰. واوره چی دځنګل په سیمه واوری نسبت لوڅواوبربنډوسیموته ژر نه اوبه کیږی، داوړی ترپایه ورو ورو ویلی کیږی چی په دی ډول په سیمه کی داوبوچلنداوجریان دوامدارپاتی کیږی.
۱۱. تجربوښودلی ده چی، دځنګل دونودتاجونوتبخیرنسبت دبربنډی ساحی تبخیرته، د۱۷،۱٪ اوکله حتی ۲۲٪ ډیروی. له همدی ځای څخه جوتیږی چی دنباتی فرش د ډیریدلو په صورت کی داوبوتبخیرزیاتیږی چی په همدی تناسب داورښت په زیاتیدواثرغورځوی.
۱۲. ځنګل دځمکی لاندی اوبه تانده وی.
۱۳. ځنګل په هغه کاربن ډای اکسایداواکسیجن چی دنباتاتودتنفس په نتیجه کی ازادیږی اغیزاچوی. دهوااکسیجن ایونایزکوی چی تناسب یی دبحرداکسیجن په پرتله ۲-۳ ځلی اودښاردهواپه پرتله ۵-۱۰ ځلی پوری زیات دی. دیادونی وړ ده چی ایونایز شوی اکسیجن بیولوجیکی اغیزلری اودانسان دروغتیا له پاره ډیرګټوردی. دځنګل دهواپه یوسانتی مترمکعب کی سپک ایونونه په لاندی ډول دی:

ګڼه سیمه سپک ایونونه په یوسانتی مترمکعب کی/دانه

۱ دځنګل هوا ۲۰۰۰-۲۵۰۰

۲ په صنعتی فابریکوکی ۲۲۳

۳ هستوګنځایونه ۲۵-۱۰۰

دیادونی وړ ده کله چی داکسیجن ددانوشمیرد۲۵-۵۰ پوری په یوسانتی مترمکعب کی ورسیږی انسان ژوندکولای شی خودانسانی روغتیا له پاره مضردی.

د ژوند د چاپیريال، ښکلاييزونباتاتواوځنګلونوپه تیره بياد سرپو دځنګلونود ساتنې له پاره په کارده چې:

• دځنګلونوپه چاره کې دپخوانیوماهرينوله تجربوڅخه ګټه اخيستنه اود نوې تکنالوجۍ په پام کې نيولوسره دځوانوکادرونو روزل يوله هغواساسي چاروڅخه ګڼل کيږي چې په ګانده کې به نه يوازې د هیواد دځنګلونود بيا رغولواونوي کولوله پاره لاره اواره کړي بلکه د ځنګلونو د محصولاتوڅخه دګټې اخيستنې قانوني کړنلارې اوستراتيژۍ به منځته راشي اوله دې لارې به هغوولسونوته چی دځنګلونوپه شااوخواکی استوګن دی دکارښه زمينه برابره شي.
• دځنګلونو په ساتنه، نوي کولوکې له دوديزو بنسټونو را ژوندي کول لکه د ځنګلونوپه سيمه کې د ځنګلونود ساتنې دجرګه ګیوتاسيسول ، دملاامامانو دټولنو جوړول اودملا امامانوله خوا داسلام دسپیڅلي دين په پلوشوکې دونواوپه تیره بيادځنګلونودساتنې په اړه په لویوجوماتونوکې وعظ کول.
• ديوتخصصي ټيم په چوګاټ کې دافغاني ټولوځنګلونودتخنيکي سروي پلان اود ولسي مخورو په مټه د ولايتي ادارو له خوا وتلومتخصصينوته دعملي سروې د زمینې برابرول په هیوادکې دځنګلونود را ژوندي کولواساسي چاره ګڼل کيږي.
• دافغاني ښکلايیزونباتاتود جرموپلازم جوړول اود هغوي د بشپړنباتي ارزښت په اړه د اړوندو ادارو په چوکاټ کې دمتخصص ټيم له پاره دعلمي څیړنود زمينې برابرول د ښکلاييزو نباتاتود پايښت له پاره يوه ارزښتناکه لاره پرانيزي.
• ديوملي پروګرام په توګه دټوليزو رسنیوله لارې د ټوليز پوهاوي له پاره د ارزښتناکه خپرونو ترلاس لاندې نيول څو خلک دځنګلونواوښکلاييزونباتاتوپه ارزښت اورول پوه اوديوې ملي تګلارې په توګه يې په نوې کولو، بيا رغولواوساتنه کې هراړخيزه ونډه واخلي.
• دځنګلونودساتنې له پاره لازمي ده چې دساتنځايونوترڅنګ پلاني سرکونه اوبريښنا کوټونه په پلان کې ونيول شي څو په راتلونکې کې دتخينکي پروګرامونودپلي کولوله پاره لاره هواره شي.
• لکه څنګه چې په نړۍ کې زموږ هیوادد ښکلاييزو اوتلسمسورو نباتاتوپه لرلوسره ځانګړى ځاى لري نوپرځاى ده چې دځینوبیلګوپه درلودوسره لکه نباتي ښکلا، اقتصادي، فرهنګي ارزښت اود ژوندد چاپيريال ساتل، دټولو ځنګلونو خوپه سرکې دسرپ دځنګلونو بيارغاول، دنباتي توافق په پام کې نيول سره دسرپ داقتصادي او صنعتي ځنګلونوجوړول، ددې ترڅنګ په ښارونو، پارکونو، دلويولاروپرواټونو، ماڼیو، ښوونځیو، پوهنتونونو اونورو دولتي او نادولتي تاسيساتوکې دسرپ کرل د ژوندد چاپيريال د ساتنې ترڅنګ د فرهنګ په لا پياوړتيا کې د ښکلايوه په زړه پورې زياتونه ده.