د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښکلاییز سرپ (څلورمه برخه)

سیدمنتظرشاه 30.07.2012 17:27

ابي کالوراډوسرپ (Colorado Blue Spruce)

ابي کالوراډو سرپ د شمال لویدېځې امريکايو په زړه پورې اصلي ستنپاڼى نبات دى، چې علمي نوم يې
(P. pungens var. glauca 'Fastigiata') دى او دPinaceae نباتي کورنۍ پورې تړاو لري. د ودې او توافق سيمه يې له ايداهوله سيهيل خيتځ څخه نيولې بياان تر وايمونګ د سهيل لويديځ، سهيل ته تر اوتاه او کالوراډو، اریزونا او نوې مکسيکود ځنګلونوپورې رسيږي.

هغه هسکې سيمې چې لوړوالى يې د بحرله کچې څخه ١٧٥٠-٣٠٠٠ مترو پورې وي زرغون او ښه وده کوي. يانې (یعنی)ابي سرپ هغې سړې سیمی کی ښه توافق لری چی له هغی فرضی کرښی (Timberline) هاخوادونولیکه پای ته رسیږی. ددی فرضی کرښی څخه ښکته هغه ونی وده کوی چی له هغی څخه چارتراش جوړیږی. له هغی پورته بیاونی خپل ځای بوټواونوروکوچنیونباتاتوته پریږدی.

ابي سرپ تلسمسوره لوړه ونه ده چې لوړوالى يې له ٢٥-٣٠ مترواوکله ناکله تر٤٦ متروپورې رسيږي، د څیړنوله مخې کله يې چې ونه هسکه اوپاخه عمر ته ورسيږي نود تنې قطريې ١،٥ متره غټيږي. پوست يې نرى اوخاورين رنګ لري دتنې په پوستکي کې يې نري ولاړ درزونه شته هسې ښکاري لکه له تنې چې رابيل شوي وي، په ځوانو ونوکې يې تاجونه مخروطي وي خو په زړو ونوکې اوږديږي، دتاجونوڅوکې يې ځواکمنې نارنجي اونصواري رنګ لري.

په ځوانۍ کې يې تاجونه مخروطي وي ، کله چې ونه پخه شي نوتاجونه يې اوږديږي، پاڼې يې دستنو غوندې دي چې اوږدوالى يې ١٥-٣٠ ملي مترو پورې رسيږي، غوزې ياغوټۍ يې ښکلې، اوږدې او له ٦-١١ سانتي مترو پورې اوږدې وي. کله چې غوزه يې ټوله وي دوه سانتي متره اوکله چې خلاصه شي نو٤،٣ سانتي متره خپوروالى لري. تخم يې له القاح څخه وروسته د ٥-٦ مياشتوپورې پخيږي، تخم يې تور رنګ لري چې له ٣-٤ ملي مترو پورې اوږدوالى لري.


















(۵)ابی کلوراډوسرپ (P. pungens var. glauca 'Fastigiata')
تصوير:له ګوګله

ونه يې وروسته له ٥٠ کلونوپورتني لوړوالي ته رسيږي چې په دې وخت کې يې څانګې ګڼې او پراخوالى يې د٤،٦-٦،١ متروته رسيږي. يانې په کال کې له ٢٠-٣٦ سانتي متروپورې وده کوي، ابي ستنپاڼې لري ونه يې نرۍ کږه پورته لوړيږي.

په طبيعي ډول د مونټان سیمه (Montane zone) په مرکزي اوسهیلي ډبرينوغرونوکې په پراخه توګه وجود لري اوپه دوديز ډول د ښکلاييزیی ونی په توګه په پارکونو، کورونو، ښارونواوسرکونو پرغاړويې کرل دښکلاترڅنګ د ژوند دچاپیريال په ساتنه کې ځانګړى ځاى لري، ونه يې دکيږدۍ په څیريومثلث جوړوي، دخاورې دتخريب دمخنيوي، دبادماتوونکواوشنوديوالونو په توګه کرل کيږي، ډیره ډکه اوګڼه ونه لري چې له نږدې يې پاڼې يوه خاصه عطره ييزه خوشبولري.

ښوئيدونکى ابي سرپ (Creeping Blue)

بوټه ييزستنپاڼى نبات دى چې په بهرنۍ نړۍ کې دکورونو، پارکونواوتفريحځايونو دښکلا له پاره کرل کيږي. طبيعى ځنګلونه هم لري علمي نوم (P.pungens var.glauca) دى. په معمولي ډول په لويديځه نړۍ کې پيداکيږي. وده يې کمزورې ده دلوړوالي په پرتله يې خپوروالى ډیردى په دې ماناچې وروسته له ١٥-٢٠ کلونويې لوړوالى له ٣٠-٦١ سانتي مترواوخپوروالى يې ٤،١-٦،١ مترو پورې رسيږي چې په دې ډول په کال کې له ٧،٦-١٥ سانتي متروپورې وده کوي. ټيټکى سرپ دى چې سپينوزرو ته ورته ابي ستنپاڼى لري، د ونې وده يې ځمکې، اقليم او ايکالوجيکي حالاتوپورې اړه لري،د نبات وده لومړې نيغه اوسمه وي وروسته مخ ښکته را ښويږي چې په همدې توګه ورته ښوئیدوونکى سرپ وايي.
ټيټکى سرپ نه يوازې دا چې دباغ ياکور پردروازو، د پارکونو، ښارونو او ماڼیود ښکلا له پاره کرل کيږي ددې ترڅنګ دځمکې دښوئیدنې اوخاورې دتخريب دمخنيوي، دشګلنو، خاورينوغونډیود ساتنې، د سیلابونوپه مقابل کې دټاپوګانود تخريب دمخنيوي له پاره هم کرل کيږي چې نن سبايې زموږ په هیوادکې اړتياډيره ليدل کيږي. همدا راز نوموړى نبات د لویواو وړو بندونوداستنادي ديوالونود ساتنې له پاره هم کرل کیداى شي.
دنبات دنامنظمې ودې په صورت کې ځوانې څانګې په کاږه ډول نيغه وده کوي اوزړې څانګې مړاوې اوزموللې بريښي.

















(۶) ښویئدونک ابی سرپ (P.pungens var.glauca)

دښکلاييزارزښت ترڅنګ د ژوندچاپیريال په ساتنه کې د نورو ستنپاڼونباتاتوپه لړکې د ځانګړي رول لروونکى دى. دباد، باران او وارو په مقابل کې بشپړ مقاومت لري، تلسمسوردى له همدې امله د ژوند دچاپیريال دساتنې له پاره دخپلوهملړوڅخه کم نه دى.

سپين سرپ (White Spruce)

سپين سرپ دشمالي امريکااصلي نبات دى چې علمي نوم يې (Picea glauca) دى اودPinaceae د کورنۍ پورې تړاولري. د شمالي امريکې د تورو غونډیو په سرځنګلونه لري چې ونې يې غټې او تلسمسورې دي، په عادي ډول له ١٥-٣٠ متروپورې لوړيږي، کله تر٤٠ متروپورې هم لوړیږی، کله چې ونه پخه شي نوخپوروالى يې تر ١١ مترو پور رسيږي. د پخې ونې دتنې قطرتر يومتر پورې پیړوالى لري، دتنې پوستکى يې نازک او د٥-١٠ سانتي متروپورې ولاړ دايروي درزونه لري.
په ځوانو ونوکې مخروطي تاجونه نري او په زړو ونوکې تاجونه اوږده وي، پاڼې يې ستنوته ورته دى چې له ١٢-٢٠ ملي مترو پورې اوږدوالى لري، غوټۍ ياغوزې يې اوږدې دي چې له ٣-٧ سانتي مترو پورې اوږدوالى او١،٥ سانتي متره خپوروالى لري، دغوټیو رنګ يې معمولا کريمي، بادنجاني او نصواري دى، تخم يې وروسته له ګرده افشانۍ څخه د٤-٥ مياشتو په جريان کې پخيږي، دتخم رنګ يې تور دى چې ٢-٣ ملي متروپورې اوږدپه اوږده غوزه کې پروت وي. تخم په غوزه کې ديو بانديني وزر په مرسته پوښل شوى دى چې په وزر کې يې دتخم دپټیدوځاى ٥-٨ ملي متروپورې اوږد دي. کله چې تخم پوخ شي ونه بيا ٢،٥ سانتي متره تخم دځمکی پلووړاندې شيندي.
















(۷) سپین سرپ (Picea glauca)

سپين سرپ د بحر له کچې څخه ١٥٢٠ متره اوچت اقليمي توافق لري. کالوراډه سرپ يوه وتلې ونه ده چې د ژوند دچاپیريال په ساتلوکې ډیره مهمه ځانګړنه لري، د وچکالۍ په مقابل کې ډیرمقاومت لري، ځنګلونه يې کولاى شي چې د وچکالۍ په کمښت کې مرسته وکړي.
کالوراډو ابي سرپ ستنپاڼى دى خو يولړ يې بيا ډک زرغون ستنپاڼي دي، دوهمې څانګې يې د ځمکې خواته ځوړنديږي چې کږې اوځوړندې څانګې يې د سيالانيانوله پاره د پام وړدي اوښکلايې په زړه پورې ده.