د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستاني چارواکوولي پرخبریال ویبپاڼې بنديزلګولی ؟

حبيب الله غمخور 29.07.2012 21:59

نږدې څلوراونئ دانترنټ په مټ خپروشويوويب پاڼواوفيسبوک کښي مي دالوستل چي پرخبريال ويب پاڼې دپاکستاني چارواکولخوابنديزلگلېدلی،له ځان سره به مي ويل دادوي کاردی چي ترخپل حاکميت لاندي ولسونه دنړېوالوپېښوسره په تړاوکي اوکه ئې بې خبره ساتی .هغوي بايددپاکستان ددولتي اړونده چارواکونه داغوښتنه وکړي چي ولې ددوي پر وړاندي افغاني پاڼې اويابله کومه ډله ايزه رسنۍ تړل کيږي .

ځکه پاکستاني چارواکي اوس دلاس وهنې له هرامکان څخه استفاده کوي کله په کراچي کښي دسوداگرو مالونه ودروی اوکله دښونځيو کتابونه بندکړی ،کله يوڅه کله بل څه وکړي خوچي له کرزی صاحب سره ووينۍ بياددوستۍ اوافغان ولس دسوکالي خبری کوي .

ځکه موږدپاکستان حکومت ته لارښودنه نسوکولاي هغه زموږپه دولتي اداروکښي برلاسي دی اوځانته داحق ورکولاي سی،لکه چي ورکړی ئې دی کله ،کله زموږدولتي چارواکوته لازمې لارښودنې کوي اوياهغۀ څه کوي کوم چي زړه ئې غواړي .ددې برلاسئ اودپاکستاني چارواکوسپين سترگی اوس له افغان ماشوم اوحتی يوه ليونی نه هم پټه نده ،ټول پرې پوهيږي .

تېره شپه مې يوځل بياپه فيسبوک کښي داڅوټکي ترسترگو سول : ((د خبریال ویب پاڼه درنو لوستونکو! لکه سرنګه چې به تاسو خبر یاست چې پاکستان حکومت زمونږ پاڼه په خپل هیواد کې بنده کړي ده نو که تاسو غواړۍ چې زمونږ پاڼه وګوري او دافغانستان او نړۍ د تازه پيښو ځان خبر کړي نو دغه براوزر خپل کمپوټر ته ډانلوډ کړي چې بیا به تاسو وکړائ شي چې خبریال ویب پاڼه وګوري .))

له ځان سره مې وويل فکرکوم داپاکستاني چارواکي ليونی اوياډيرمست دی چي اوس تر ويب پاڼوراورسېدل ،مافکرکاوه دايوه عادي خبره ده ډير ژربه ورته متوجه سي چي گټه نلري .

خوددې جملوترلوستلومي خبريال ويب پاڼې پرانستل اوهلته مې دپاکستان ددې غيرعادلانه اودمطبوعاتو دنړيوالو قوانينو اومنل سوو اصولو،دعقيدې،قلم اوبيان دازاديو،دبشردحقوقواعلاميوپر خلاف بربنډه سرغړونه اوسرټمبگی په وړاندي دافغانستان په مختليفو ښارونوکښي دافغان فرهنگيانواودډله ايزورسنيوداستازوکلک غبرگونونه ولوستل .

پدې پوهېږم چي دادپاکستان ددولت حق دی په خپل هيوادکښي هغه څه سرته ورسوی چي دوي ئې غواړي اوددوي گټې حکم کوي .خوددې ترڅنگ دنړۍ دنورواوسېدوهم داحق خوندی پاته دی، په يوه هيوادکښي چي دموکراسی ترپښولاندي کيږي اوولس ئې دازادورسنيواومطبوعاتونه محروم ساتل کيږي  بربنډاورسواکړي. ددوي کړنې په کلکه وغندی اوله نړيوالوبشری اوحقوقی سازمانو،دډله ايزورسنيواومطبوعاتوددفاع اوملاتړله نړيوالوسازمانونه وغواړي چي دپاکستان پردولت ديپلوما تيکوکانالواونورولاروفشار راوړي ترڅودولت  ئې دخلکو ارادې اوازادی ته تريوه بريده ژمن پاته سي .

داټولوته لمرغوندی څرگنده ده چي دپاکستان په نوم اوسنی جغرافيايي جوړښت کښي پښتانه اوبلوڅ وياړلي قومونه دافغا نانوپه مټ له خپرېدونکونشراتواوډله ايزورسنيوسره زياته علاقه لري اوتل دهغوي له لاري  دسيمي اونړۍ دسياسي، اقتصادي،فرهنگی اوټولنيزواوښتنواوتغيراتوپه هکله معلومات ترلاسه کوي،خپله معلوماتي اوعلمي پوهاوي ترلاسه کولوتنده له همدې لاري ماته وي .  خبريال ويب پاڼه يوه له هغونه ده چي په پښتوکره اوسوچه نشرات لري ،پوښتنه کيږې چي ولي اودکوم حق پر بنياددسيمي ولسونه ددې پاڼې له مطالعې نه محرومېږي؟ اودانترنټی فلتريزيشن په مرسته دپاکستان په خاوره اوکوزه پښتونخواکښي ديوې افغاني ويب پاڼې باندي بنديزلگېږي اوله هغې نه دسمې استفادې پروړاندي پاټکونه جوړېږي اوددې ويب پاڼې په مرسته دسيمي اونړۍ په اړونددتازه اوتاندوکره معلوماتواودهغوي په هکله دسياسي څېړنو اودنظر دخاوندانوداندونوله مطالعې نه  محروم ساتل کيږي .

دخبريال ويب پاڼه يوه ازاده اوخپلواکه ويب پاڼه ده چي په پښتوژبه دانگلستان څخه په رسمی بڼه نشرات لري،خوددې پاڼې مشرتابه  توانېدلې ده چي په لراوبرپښتونخوااونوروسيموکښي دخپلوهمکارانوپه مرسته هراړخيزه اونوی معلوماتونه ترخپلو لوستونکوپوري پرخپل وخت ورسوی .په رښتيادافغاني ويب پاڼوپه لړکښي يوه دفعالوواوژونديو ويب پاڼوڅخه گڼل کيږي .

داطبعی ده چي يوه ازاده رسنۍ دخپلې موخې اوکړنلاري پر بنسټ دمطبوعاتودقوانينوته ددرناوی پر بنيادنشرات لري ،ددې ويب پاڼې په نشراتوکي انساني کرامت ،مذهبی ،ژبنی اوقومي اړېکوته ددرناوی په سترگه کتل سوی .

ماته ددې ويب پاڼې دقلمی همکارپه توگه تراوسه داخبره سوال دی چي ولي پاکستاني چارواکودې کارته لاس اچولئ ؟

که خبره دپاکستاني چارواکودکړنوپه لور ددې پاڼې دنشراتوتيزي څوکي متوجه کېدل وي،نودپاکستان ددوي لخوا دافغان ولس په وړاندي دنارواکړنواودښه گاونډی توب اصولوترپښولاندي کولو،دافغانستان په کورنيوچاروکې ترسپين سترگۍ هاخواته لاسوهنې ،په وسلوسمبال رالېږل ،لاسليک سوی قراردادونو ترپښو لاندي کول اوداسي بې شماره کړنې ددې لامل سوی چي هيڅ هغه افغان چي دافغاني مورشيدې ئي رودلې وي اودپاکستان اجنټ نه وي دپاکستان په هکله به ښه خبره ونکړي،ځکه پاکستاني چارواکوداسي کارندی کړي چي موږ ورنه مننه وکړواوياښه پسې ووايو.ايادمرگونو ددوام،دکليو ، ښارونو،ښونځيو،جوماتونو،پلونواونوروعام المنفعه مؤسيسووارنۍ،دجگړې دوامداره ساتلو،دراتوغول سويو توغنديو ،دشاگردانودمسموم کېدواوکه دقومي مشرانواوديني عالمانودپه شهادت رسولوله امله  دوي زموږنه دښوخبرواومننې انتظارلري؟؟؟

 فکرکوم پدې بايدسره پوه اوسوچي دافغان ولس داڅودگوتوپه شميرخرڅ سوی نوکرصفتان ندی چي دپاکستان وهرډول اونغارې ته وگډېږي اونه هم له نېکه مرغه داگډاکوونکی دافغان ولس په منځ کښي ځاي لري .

دپاکستان دټولولاسوهنو اومداخلوترڅنگ دادی اوس گوروچي پر افغانستان باندي دپلورل سوی انترنټ په بهانه دتخنيکی امکاناتونه په استفادې سره دويب پاڼوترفلترکېداوپرهغوي باندي پرموږدخرڅ سوي انترنت په مټ دبنديز ترلگېدوپوري خبره راورسېدل .

پاکستان دولتي چارواکي پدغواونوروکړنو نشې کولاي چې هلته مېشت  پښتون قوم په حقيقتونوباندي دپوهاوی اونړيوا لومسائيلودروان بهيرنه لري اوبېخبره وساتي،دعلم اوتخنيک پرمختگونواوپياوړتيادنړۍ په هرکنج اوکنارکښي دزور واکانودداډول پاټکونودجال مزی شلولی دي .

ددې پاڼې په يوه خپاره سوی خبرکښي مې ولوستل چي دولسمشرکرزي ویاند ایمل فیضي وايي که پاکستان له خبریال ویبپاڼې دفلټر بندیز لري نکړي دپاکستان دانټر نیټ له شبکې سره شوی قرارداد به دافغانستان د مخابراتو د وزارت له لوري فسخه شي . خداي دي وکړي چي زموږ دولتي مشرتابه داځل دې تيروتنې ته چي پرانترنت ئي پاکستان اوايران حاکميت لري جدي پاملرنه وکړي اوهرڅومره چې ژرکېږې له پاکستان سره داقراردادلغوه کړي . دې ښاغلي داهم ويلې چي ((هیڅ یوهیواد داحق نه لري چې دافغانستان انټر نیټ فلټر کړي .))زه دې خبري ته حيران سوم ،نوچي حق نلري ولې ئې فلټرکوي ؟  دادۍ ورته گوروچې فلټره وی ئې،داډول مداخله ولې سمدواره شنډه نسي،ولې پرکنړباندي دتوغنديوداورېدوپه برخليک اخته سی.

زه دانترنت په هکله مسلکی معلومات نلرم،ځکه دازمامسلک نه دې ،خوپه همدې خبرکښي دغوټکوچي زموږ دولت له هغو هيوادونه انترنت رانيولی کوم چي زموږ دولس زورېدو،خوارېدواودڅولسيزوراپدې خواوژنې ته ملاتړلې اوپدې لارکښي ئي دهيڅ واړه امکان څخه له استفادې نه هم ډډه نده کړې اوداڅلورلسيزي مځکه او آسمانونه دافغان ولس ددې ناروشاهدان دي چي وايي موږته ترهرچازيات دغو گاونډيانو(پاکستان اوايران) دولتو نه يوازي مرگونه اوناخوالي ډالۍ کړی .ددوي دښمنۍ ددوام دتاريخي شواهدوله مخې چي ښاغلی کرزی ئي هم مني څنگه کېداي سي پدې نامه چي ددوي انترنت لږارزانه دی رانيول سوئ دی ؟ بلې ارزانه به وي اودانتقال امکانات به ئي ساده اواسانه وی،خوددې اسانتياوواو ارزانيوترڅنگ دابايد هېره نکړوچي دوي دهمدې امکان په مرسته ټول دولتی رازونه اومخفی معلومات ترلاسه کوي . تاريخ ثابته کړېده چې متاسفانه داهيوادونه زموږ سره ددوستۍ پرځاي ددښمنۍ اوديوه خوار اوکړېدلي افغانستان ليوال دی،تر څودوي وکولاي سی دخپلو نوکرانو پوسيله زموږ پر غښتلي ولس داسي دولتي چارواکي وتپی کوم چي دويته په چوپړکښي صادق اووفاداروي .

پدې خبرکښي راغلي چې دپاکستان له لوري افغانستان ته راغلی انټر نیټ اکثره په دولتی دفترونو کې کارول کېږي . دانټر نیټ پوهان وايي کله چې یو هيواددبل هيوادپر انټرنټي اړيکو واک ولري ددې معنا داده چي ددغه هيوادمحرم، استخباراتي او ديپلوماتيکي هغه تماسونه چي د انټرنټ څخه په ګټه اخستنه ترسره کيږي هم خوندي نه دي .

د پاکستان لخواپه افغانستان کې انټر نیټ فلټر کېدلو خبره وروسته له هغه بربنډه سول کله چې پاکستاني چارواکو په خپل هیوادکې دخبریال ویبپاڼې پرفعالیت بدیز ولګاوه .

دهيوادونوداړيکوپه تاريخ کښي به ئې څوک داراپه گوته نکړی چي يوهيواددی دخپل دښمن سره دداسي قرار دادونولاسليک ته زړه ښه کړي کوم چي دهغه هيواددملي گټوته بربنډزيان رسوی  .زماله نظره موږدغه ډول پروژې چي دهغوي په مرسته زموږ دغه دوه گانوډيان ددولتی مخفی معلوماتواورازونودترلاسه کولوامکان پيداکوي لاسليک نسی .داپروژه دې گرانه وی اوخومطمينه اوددغوهيوادونوله لاس وهنې نه په امان کښي .

ددولتی اړونده چارواکونه دملي گټواودولتی اسرارودخوندي ساتلوپه موخه جدي غوښتنه لرودې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي اوهمدا ډول اړونده ادارې کولاي شي دپاکستاني چارواکونه پر افغاني نشراتودهغه جملې خبريال ويب پاڼه باندي دبنديز ايسته کولوغوښتنه وکړي ،دنه منلوپه صورت کښي دي افغاني چارواکي دنړيوال معمول سره سم دپاکستان پريوه نشريه باندي ددوي ددې نامعقولې کړنې په وړاندي داعتجاج په بڼه بنديز ولگېږي .