د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښکلاییزسرپ (دریمه برخه)

سیدمنتظرشاه 28.07.2012 14:28

افغاني سرپ :

نوموړى سرپ د هیواد په ختيځو ولايتومو په ځنګلونوکې په طبيعي ډول شتون لري. د نبات علمي نوم Picea smithianaاود Pinaceae دکورنۍ پورې تړاولري. داځنګلی ټولنه چی دبحر له کچی څخه ۲۸۰۰-۳۲۰۰ متروپوری راشنی کیږی چې دنړۍ والو ټولوسرپوڅخه په لوړه سيمه کې ژوندکولاى شي . دنورستان، کنړ، دننګرهار په سپين غره اوسهيل ختيځ دپکتياپه غرونوکی ژوند کوی چی له همدی کبله دنوموړوسیموداورښت کچه د۸۶۰-۱۱۰۰ ملی متروپوری لوړوی.
افغاني سرپ لکه دافغانانوپه شان دګډ ژوند سره مينه لري له همدې کبله د بيجور، لمنځې اونښترسره يوځاى اوسيږي، په دې سيمه کې د واورې د اورښت اوپايښت کچه د نورو لوړو نباتي سيمو په پرتله لوړه وي چې دې ځانګړنې سرپ ته يوه غښتلې او هسکه ونه وربخښلې ده.

ونه په هیوادکې دطبيعي اکوسيستم يوپه زړه پورې غړى دى چې د دلوړځنګلي ملاتړ(کمربند) په لیکه کې ځاى لري، يانې افغاني ابي سرپ هغې سړې کرښې (Timberline) ته څیرمه ژوندکولاى شي چې له هغې څخه پورته نورې ونې ژوند نه شي کولاى، ديادونې وړده چې له دې کرښې پورته د سړوکچه دومره لوړه وي چې هسکې ونې يې ورسره د ژوند وس نه لري له دې کبله بوټه يې نباتات دلږ عمر له پاره په موسمې توګه وده کوي.

نوموړې ښکلاييزنبات دافغانستان اصلي نبات دى، چې د پخې ونې لوړوالى يې ٤٠-٥٥ مترو اوکله کله يې لوړوالي تر٦٠ مترو پورې هم رسيږي. د رسیدلې ونې پیړوالى ١-٢ متروپورې دى. مخروطي تاجونه يې راوتلى اوپه څانګوښويه ښکته را ځوړند وي، پاڼې يې زرغونې سپينوته ورته دي چې اوږدوالى يې ٣-٥ سانتي متروته رسيږي، غوزې يې اوږدې مخروطي دي چې له ٩-١٦ سانتي متروپورې اوږدې چې تر ٣ سانتي متروپورې سور یاپیړوالی لرې اوډیرې ښکلې دي، غوزې يې چې ځوانې وي شين رنګ لري زماپه خيال دهمدې شنوسپينوته ورته پاڼوله مخې زموږ په هیوادکې د سرپ په نامه نومول شوى دى، پاڼې يې په څانګوپه مستقيمه توګه راشنې کيږي.

تخم يې له القاح څخه ٥-٧ مياشتې وروسته پخيږي، چې دپخیدو له پړاو وروسته تخم ٥-٦ سانتي متروپورې وړاندې له غوزی څخه دځمکی خواته غورځیږي.
دپاڼودښکلا له کبله نوموړې سرپ چې يوه لويه ونه ده په لوېديځه اروپاکې په باغونوکې دښکلا له پاره کرل کيږي، په نوره نړۍ کې دچارتراشواوکاغذجوړولو دتوليد له پاره استعمالوي.


























(۲)افغانی سرپ (Picea smithiana)
تصوير:له ګوګله

دنارويجيني سرپ په پرتله يې وده کمزورې ده په افغانستان کې يې لرګى د ساختماني چاروله پاره کارول کيږي، نوموړى ښکلى ونه سره له دې چې د ښکلاييزې ونې په توګه يې د توافق سيمه پراخه ده خوتردې دمه په هیوادکې په ډېره کمه کچه د ښکلاييزنبات په توګه کرل شوى دى چې په احصائيوې لحاظ يې سلنه نه شو ټاکلى.په خواشينۍ سره بايد ووايو چې دافغاني سرپ د ځنګل ژوند لکه د نورو ځنګلونوپه څیرد ډیرسترګواښ سره مخامخ دى که دګواښ کچه يې همداسې مخ پورته روانه وي نو ژر ده چې موږ به دنباتي اکوسيستم يوه ستره برخه له لاسه ورکړي وي.

ځوړندسرپ (Weeping Spruce)

ځوړندسرپ د شمالي امريکااصلي ونه ده چې لاتيني نوم يې Picea brewerianan دي او د Pinaceae دکورنۍ پورې تړاولري. په نړۍ کې اوس ډیر کم موندل کيږي خوپه شمالي امريکا، د اوريګان په سهیل لويديځ دکلامات په غرونو (Klamath Mountains) اودکليفورنياپه شمال لويديځ کې په پراخه توګه ځنګلونه لري. د نبات د ډي ان اى (DNA) له تجزيې څخه وروسته ښودل شوې ده چې نوموړى ښکلې ونه د شمالي امريکا اصلي نبات دى.
يوه ګڼه غټه تلسمسوره ونه ده چې د٢٠-٤٠ متروهسکه اوکله يې هم د ونې لوړوالي تر ٥٤ مترو پورې رسيږي. دعمر په تیرېدو سره يې د تنې قطر تر١،٥ مترو پورې غټيږي، هره څانګه يې بيله بیله د پاڼو يوه پرده ييزه غونچه جوړوي، تاجونه يې څرګند مخروطي شکل ،نصواري اويانارنجي رنګ لري.

دځوړندسرپ پاڼې نيغ په نيغه په ساقه راشنې کيږي،د نبات له اصلي تنې څخه نورې فرعي څانګې وځي چې داکوچنۍ څانګې ځونډى، ځونډى ښکته ځوړنديږي چې نوموړي ځونډي د ونې ښکلا د پخوا په پرتله څوځلې زياتوي، دا ښکلاهغه وخت لا زياتيږي چې ونه مخروطي تاجونه اوغوزې وسپړي او هغه هم په خپل وارلکه دڅانګوپه شان راځوړندې شي نوددې شیبې ليدوته سيالانيان ماليخوليايي تلوسه لري چې سيل يې وکړي. تلسمسورې ونې او په تیره بياسرپ هوسا بخـښوونکى ونې دي چې ذهن ورسره هوسا، تازه او روح ته ارام وربخښي. په سترګو ښه اغیزښيندي، د ذهني او روحي ارامتيا ترڅنګ ليدوونکي ته يوه خوښي وربخښي چې دا شیبه سيالانيان د ژوندښکلاوو ته رابولي اوولولې يې را پاروي.


















(۳) ځوړندسرپ (Picea brewerianan)
تصوير: له ګوګله

ددې سرپ پاڼې شنې اوپه پاڼوکې کوچنې سورې يې لاندينۍ برخې ته دي چې له دې لارې د خوړو جوړول اود تنفس عمليه صورت نيسي. د ځوړند سرپ مخروطي غوټۍ(غوزې) د شمالي امريکاد سرپو په پرتله اوږدې دي چې اوږدوالى يې ٨-١٥ سانتي مترو پورې دى. خامې غوټۍ يې توربانجاني رنګ لري. وده يې ډیره ورو ده يانې د٢٠-٣٠ سانتي متروپه کال کې وده کوي. دا سرپ په ډیره سړه سيمه کې چې هلته واورې ذخيره کيږي وده کوي چې له برکته يې په پسرلي اودوبي کې د واورو اوبه په پرله پسې توګه تنظيميږي.
نوموړى نبات دخپل طبيعي چاپیريال څخه بهر په زړه پورې مينه وال لري په دې مانا چې يوه ښکلاييزه ونه ده چې په بريتانيه اوسکندنوي هیوادونوکې يې په باغونو، ښارونو، تفريحځايونو، ماڼیو، رسمي اونورو تشريفاتي ځايونوکې کرل کيږي اوله ښکلاڅخه يې سيالانيان په مينه خونداخلي. په لويديځه نړۍ کې يې دمسيحي ونې په نامه هم يادوي.

د ناروى سرپ(Norway Spruce)

د ناروې سرپ علمي نوم (Picea abies) دى اودPinaceae دکورنۍ فعال غړى دى.اروپايي اصلي سرپ دى اوپه ټوله اروپاکې معمول اوپيژندل شوى دى. لويه تلسمسوره ونه چې لوړوالى يې ٣٥-٥٥ مترو پورې رسيږي. د ونې د عمر د پخیدو په صورت کې د تنې قطريې ١-١،٥ مترو ته رسيږي. نوې راشنې پاڼې يې نارنجي، نصوارې او واړه ويښته لري. پاڼې يې د ستنوپه شان دى چې له ١٢-٢٤ ملي متره اوږدوالى لري.

مخروطي غوزې يې ٩-١٧سانتي متره اوږدوالى لري. د غوټیو ياغوزو د تخم پوښونه تیره او زاويه لروونکي دي، شنه اوسره ته ورته وي، تخم يې وروسته له القاح څخه د٥-٧ مياشتوپه ترڅ کې پخيږي چې د غوټیوياغوزو رنګ يې نصواري کيږي. تخم يې تور رنګ لري چې اوږدوالى يې له ٤-٥ ملي مترو پورې دى.
ناروىیجنی سرپ په ټوله اروپاکې د ناروې له شمال لوېدېځ څخه د پولينډتر ختيځه، همدا راز د مرکزي اروپا په غرونو، د الپا د غرونو د جنوب لويديځه ترلويديځه پورې د ودې سيمه لري.

دناروې سرپ استعمال اوايکالوجي:

دکرلواو ودې ډیره پراخه سيمه لري، د اصلي سيمې او له هغې څخه بهردکرلوپراخه کړۍ لري.په اروپاکې د ډیرو مهمو ستنپاڼو له ډلې څخه ګڼل کيږي.
ځنګلونه يې د چارتراشواوکاغذجوړولوله پاره کارول کيږي، په پارکونواوباغونوکې د ښکلاييزو ونوپه توګه کرل کيږي، د موسيقي الاتود جوړولوله پاره ترې کاراخيستل کيږي. د شمالي امريکاپه ځينوبرخوکې په طبيعي ډول راشنه کيږي، په ځوانۍ کې يې وده چټک ده يانې په لومړیو ٢٥ کلونو کې په ښه توګه يانې په کال کې تر يو متره پورې وده کوي، چې لوړوالى يې تر٢٠مترو پورې رسيږي نو وروسته يې وده وروکيږي .

په تیزابي خاوروکې يې وده ډیره ښه ده، په قلوي اوغيرتیزابي خاوروکې ښه وده نه کوي.




















(۴)دناروی سرپ (Picea abies)
تصوير: له ګوګله