د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زما مورې

حفيظ مليار 26.07.2012 21:39

ته قيبله ته مې جنت يي زما موری
ته ثواب ته برکت يي زما مورې

بيخوبي او زحمتونه د ګاللي
ته مرحم ته شفقت يي زما مورې

په خپل عمر ته غمخوره د اولاد يي
ته وفا ته محبت يي زما مورې

ارمانونه اميدونه د په زړه دي
ته دعا او ته رحمت يي زما مورې

ارمانجن ستا د خدمت حفيظ مليار يم
ته مې پت ته مې عزت يي زما مورې