د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پام چې بهرنی افغان نکړئ !

حبيب الله غمخور 24.07.2012 21:42

 

دتابعيت سندپه وېش کښي احتياط اودقت دملي گټواوځمکنۍ بشپړتياپه ساتلوکښي لويه مرسته کوي

 

داخبره څوځله خوپه مختليفو بڼوزموږترغوږورارسېدلې چي دافغانستان داوسنيودولتي ناخوالونه په استفادې سره دپيسو(رشوت) اوسپارښتنې په مقابل کښي ناشونۍ کار شونی کيږي .ځکه خوپدې اوياهغه ولايت کښي دپاکستان اوايران استخباراتی شبکې غواړي خپلو اجنټانوته دافغانستان دتابعيت تذکرې واخلې اودلته ئې دتل لپاره پداسي کاروبار وگماري چې هيڅکله څوک پرې پوه نسي .

داخبره رښتياده کله چې لمړئ ځل ايراني چارواکوپه زرهاووافغاني کورنۍله خپل هيوادنه په زوراوجبر وشړلې دهمدې کورنيوپه جمله کښې يوشمېر ايرانی کورنۍ چي دايران استخباراترولخواورته دنده سپارل سوې وه  افغانستان ته رادننه کړې. 

پدې برخه کښي ايران دپخوانيوتجريبونه په استفادې سره چي نوروگاونډوهيوادوپه وړاندي ئې لري ډير تلاښ کوي تر څودخپل هيوادوگړي دافغان کډوالوپه نوم دافغانستان دلويديزو ولايتونوکښي ځاي پرځاي کړي  .موږ پدې هکله کره معلومات لوروچي همدا او س هم دافغان کډوالواوکله ههم له ايران څخه دپه زور اوجبرايستونکوکورنيوتر نامه لاندي په زياته پيمانه گمارل سوی ايرانيان افغانستان ته راغلي اوله نيمروزنه تر فراه پورې سرحدی کرښه  ته نږدې سيموکښي دکورنواوباغونوپه جوړولواونور چاروکښي مصروف سوی دي . که رښتياسره ووايودواړه هيوادونه ان تراروپاپوري خپل روزل سوی ځوانان دافغان پناه غوښتونکوپه نوم رالېږې .

ايران پردې سرحدی پټاره دراتلونکوتورومخولپاره داکارکوي همدااوس سرحدی بازارانواوعلاموترنامه په کيلومتر ونوزموږ په خاوره راننوتلي .همدا ډول پاکستان هم له دې کارنه دريغ ندی کړي يوازي دکنړاونورستان په سيمو کښي تر۴۵ کيلومتره زيات دافغانستان په خاوره راننوتي ديداچي ددوستۍ ددروازې په نامه دتاريخي کندهارپرلمن  ددي څومره اغزی کرل سوی دحساب ورځ به ئې که خداي کول هرومروراورسېږي .متاسفانه دځمکني تيري داپروسه دايران اوپاکستان لخواپه مختليفو بڼواوځانگړيو مهارتونوروانه ده .که پاکستان دلته پر جنوبي پټاره دپاکستاني طالبانوپه نامه خپل نوکرځاي پرځاي کوي نوپر لوديزه پټاره بياايراني اخوندان دبل ميتوداوډيرزيرکانه مهارت نه په استفادې  دسبا لپاره زموږ پردې سرحدی پټاره ايراني اتباع ځاي پرځاي کوي . اوداچي خپلوگرځنده اجنټانواوترهگرۍ لپاره روزل سووته افغاني تذکرې اخلي هغه دنورو موخواوپلانودسرته رسېدولپاره کيږي .

له نېکه مرغه دادی زموږ بيداراوپر وطن مين ولس عادي خلک اوقومي مشران هم زموږ دگاونډيانودچارواکوودې کرغېڼ اوافغان دښمنو هڅوته پام سوی ،ځکه خوئې دهلمند دولايت مقام پام هم دې ټکې ته راگرځولی دی .

پدې هکله مې دجولاي پر ۱۳ دبې بې سي په فارسي ويب پاڼه کښي خپورسوی خبرتردې عنوان لاندي چې : ((اعضای آی اس آی و سپاه پاسداران شناسنامه افغانی ‌می‌گیرند.)) ترسترگوسو.

په خبرکښي راغلي (( اعضای شورای اصلاحی ومشورتی هلمند(ولايتی شورا)،که متشکل از سران قومی این ولایت است، هشدار داده اندکه برخی از شهروندان پاکستان وایران در تلاش گرفتن شناسنامه افغانی هستند.این شورا ادعا کرده اند که سازمان اطلاعات ارتش پاکستان وسپاه پاسداران ایران در تلاش استفاده از این شناسنامه هادر فعالیتهای  اطلاعاتی هستند.))بې بې سي

ښاغلي عبد الاحد معصومی ددې مشورتی شورامشروايي په سيمه کښي هوښيارخلک خبردي چې دپاکستان آی اس آی ا و سپاه پاسداران ایران تلاښ کوي چي خپلوجاسوسانوته افغاني تذکره واخلي . هغوي ددې مسلې دراتلونکوخطرونوپه هکله دهلمندولايت  دوالي سره دخبره شرېکه کړې اودخپلوخبرودثبوت لپاره ئي دامثال راوړۍ چې څوورځې وړاندي يو پاکستانۍ په هلمند کښي دامنيتي ځواکونولخواونيول سوخوهغه ته په پروان کښي دافغانستان دتابعيت تذکره ورکړه سوې وه ،ددوي په ويناداسي بېلگې زياتي ليدل سوي دي .

دهلمند ولايت دمشرانوددې اندېښنې پخلۍ دهلمندولايت والي وياند ښاغلي داود احمدي هم کوي ،هغه دامنلې چي ددې کارامکان دپيسوپه مقابل کښي شته ،هغه وايي : (( ممکن است برخی از شهروندان خارجی بتوانند باسوء استفاده از موجودیت فساد اداری در نهادهای دولتی شناسنامه افغانی به دست بیاورند.هغه وړاندي وايي چې"شکی نیست که نگرانی‌های وجود دارد. بدبختانه فساد هم وجود دارد. در برخی موارد یا تذکره جعلی ساخته می‌شود و یا هم امکان دارد که در برابر پول تذکره اصلی ساخته شود . در این شکی نیست که اتباع خارجی برای به دست آوردن تذکره افغانی تلاش می‌کنند.)) بي بي سي

شاوخواتردريولسيزوزياتي مودي په کورنيو جگړوکښي افغان ولس ديواوبل زبرځواک دتيريوپه پايله کښي ايران او پاکستان ته په کډوالۍ مجبورسول اودالړۍ اوس هم په خرپ روانه ده .يوازي تيرکال اروپاکښي شاوخوا۳۱ زره کسانو دپناه غوښتنې عريضې ورکړي وې ،همداتيرې شپږمياشتي چي ورته گوروسږکال به دتيرکال په پيمانه دافغان کډوالو شميره په ټوله نړۍ کښي زياته وي .راځودې خبرې ته دهغوافغان کډوالوشميرچي په پاکستان اوايران کښي اوسي ، سره له دې چي دهمدې دولت اوبهرنيواداروداحصائې له مخې په زرهاوکورنۍ راستنې شوی بياهم تراوسه په پاکستان کښي ددريواوايران کي دشاوخوادومليونوافغان کډوالوداوسېدوخبري  پرژبه اوډله ايزورسنيوکښي خپرېږي .

داچي څومره تللي اوڅومره راغلي يولوي خداي پرې پوهېږي .داخبره مې ځکه وکړه،کله چې  شوري عسکرپه افغانستان کښي وه دهغه وخت په اصطلاح غربی رسنيوهمداپورته په گوته سوې شمېره ئې ديوه بشری ناروين په  توگه دنړيوالوتر غوږورسول . اوس چي دايولس کاله امريکا،اروپا اونور پرمختللي هيوادونه دلته نه يوازي پوځی شتون لري بلکي دافغان  چارواکوپه ويناپه ملکي برخه کښي هم پدې لسوکلونوکښي شاوخواسل ميليارډه ډالرمرسته کړې چي ددوي وايي ((۶۱ )) ميليارډه ئي گټوري لېگېدلي ،والله علم .بياهم همدغه دديارلس کالومخکښې دافغان کډوالوشمېر کره بلل کيږي ؟

بلې! دې تاريخي حقيقت اومنلی واقعت ته بايدجدي پام راواړووچې داستخباراتودفعاليتونوپه تاريخي بهيرکښي داسي کارونه بې شمېره سوي لکه چې اوس ئي ايران اوپاکستان کوي ،ممکن پخوائي هم کړي وي ،هغه ملايان چي تراوسه خلک پرې تبصرې کوی چي انگريزان وه څنگه دلته زموږ دولس لپاره دمنلو وړوگرځېدل ؟ اوڅنگه ئي دلته دهيوادپه مختليفوسيمواوولايتونوکښي ځاي پر ځاي کړي وه،اوس هم دوي همدا کارکوی . داکومه نوې خبره  اوله عجايبوڅخه نده ،سره له دې چي يوڅوک به ووايي پاکستان اوياايران داسي جاسوسانوته څه اړتيالري چي هغوي ته تذکرې واخلي اوبيائي په يوکاروگماري ،په دولت اوبې شمېره سياسي گوندونو،ډلواوتنظيمونو اونوروټولنيز کړيو اوسازمانونوکښي دومره کسان لري چي شميرئي نه کيږي،اوياارگ ته دايران لخوادتوروخلطورالېږلوخبره مطرح کړي،داچي بياپاکستان څومره برلاسی دي اوڅنگه خپلې پخوانۍ دوستۍ ساتی،ايران دهغودبرلاسۍ سره سيالي کوي،ځکه خودخمينې دمړينې کليزي دکابل پښارکي دهمدې ايراني مشربو لخوالمانځل کېږي .

خوددې ټولوامکاناتوسرۀ چې متاسفانه ترډيره به ئې ولري اولکه دوي چي وايي په افغان دولت اوافغاني سياسي بهيرکښي برلاسي دي ،په رښتياهم همداسي برلاسي دي ،خوبياهم داکسان چي دوي ورته تذکرې اخلې داددوي دوطن اصلي زېږېدلی اوددوي اتباع دی فعال ساتلوته اړتيالري . دوي ته داډيره مهمه ده چي ددغوکسانوڅخه  په کومه برخه کښي استفاده وکړي .البته زموږدهيوادځيرک اوهوښيارخلک پرې پوهيږي خوليکل ئې گټورنه دي ،ځکه ئې هم يوافغان ليکوالددوي سره  دپښ ترکندي نه رسوي .

زماسره دغه اندېښنه هغه وخت زياته سول کله چي دجولاي پر ۱۵  دافغانستان دبهرنيو چارووزارت په زياته خوښۍ او وياړاعلان وکړچې په ایران کې بې اسنادو افغان کډوالو ته دپاسپورټونو د وېشلو په لومړي پړاوکې افغان سفارت یو ميلیون افغانانوته پاسپورټونه ورکړي دي . تاند

ددې ترڅنگ ایران په خپل هیوادکې نهه لکه افغان کډوالوته چي دافغانستان پاسپورټ ته اړتيانلري د اوسېدوقانوني اسناد ورکړي دي .دانهه لکه افغانان،خوهغه کسان دي چې ایران ته د لوړوخدمتونو په خاطرسیاسي پناه ترلاسه کړې ده.تاند

له بدمرغه ددغوکورنيواولادونه اوغړي دايراني اخوندانودهراړخيزنفوذاوزموږپه کورنيوچاروکښي دهرډول لاسوهنواو مداخلولپاره يوه بله لويه وسيله اوبې کچې امکانات دي،بهانه ئې جوړه ده چې دافغان اولاد اوياخپله افغان دی. زمادمعلوماتوله مخې دولسمشری په ټاکنوکښي هم همدا کسان ترهرچاوړاندي دايرانی چارواکوپه هدايت برخه اخلي اوهغه چاته رايه ورکوي کوم چې دسپاه پاسداران افسران ئي ورته په گوته کوي  .

د ښاغلي موسي زي په وینا له دې سره به په ایران کې مېشت افغانانان له هغو ټولوحقونو برخمن شي چې دیوه هیواداتباع یې په بل هیوادکې لري اوداسي نوري مرستې به ترلاسه کړي چي يوڅوک ورته اړتيالري .تاند

داخبرئې داسي زموږدهيوادوالو ترغوږو راورساوه چي دنياگل اوگلزارسول .په ايران کښي دمېشتوافغانانوستونزی دتل لپاره حل شوې .داچي حل شوې اوکنه .خلک خووايي دهمدې پاسپورټ په ترلاسه کېدوهغوکورنيوته چې په رښتيا سره افغانان دي نوې ستونزي راوزېږېدې ، زمان به ددوي خبره اوادعاثابته کړي .

ښاغلی موسی زوي وویل چې دایران حکومت هغو افغانانو ته چې پاسپورټونه یې ترلاسه کړي دي، په لومړي پړاو کې درې میاشتنۍ وېزه ورکوي او چې کله دا موده پوره شي د دوی وېزه د نهو میاشتو لپاره تمدیدوي . تاند

همدا دوېزې نوی کول هم ددوي لپاره دافغان کډوالوزورولواوياخپلومخولپاره کارولوډير ښه امکان اولويه وسيله ده چې دتړلودروازوترشاته  به ترېنه گټه پورته کيږي .

البته زه اوس پردې خبري نه کوم چي په يوه پارک کښي ايرانۍ سپۍ گرځېدلاي سی خويوافغانه کورنۍ ته هلته دناستي اوخپلوماشونوسره دميلې اوگرځېدوحق نلري اويايوشمير رستورانتونه اوکوڅې ددوي پرمخ تړل سوی،پدې باوری يم چي افغانه کورنۍ به دهمدې پاسپورټ پر درلودلوسربېره هم دغوځايوته دتگ امکان ترلاسه نکړي .

 دلته ترموږپوري دکډوالوپرلاس تازه رارسېدلي خبرونه وايي چي دپاسپورټ ويش دايران ظالمو پوليسواوستخبارات  چي دوي ورته سپاه پاسداران وايي تبرته لوي لاستۍ ورکړ ،اوس ئې هغوي ته چې دايراني استخباراتوپه چوپړکښي نه وی دزورېدوامکانات برابرکړه اودبلې خوائې په تکراروايم دايران داستخباراتي کړيودبې شمېره اجنټانولپاره په قانوني اومنلواسنادودراتگ زمينه برابره کړه .ځکه دپاسپورټ په ويش کښي هم رشوت اخيستل سوئ اوهم افغانستان ملي گټې ساتل په نظرکښي ندي نيول سوي .فکرکوم هغه دکندهارداخوندزاده صاحب دجلابوقيصه ده ،دايرانی اخوندانو لخواارگ ته دتوروخلطورالېږلوهمداگټه دوي ته ورسول .دغه ځاي دی چي ملي گټې درشوت اوسپارښتنې په مقابل کښي په رڼاورځ دايراني اخوندانواوپاکستاني جنرالانوداستخباراتی کړيودافغان دښمنوموخولپاره قرباني کيږي .

زموږسره اوس ددې مسلې په هکله تشويش نور هم زيات شوچي هلته به دافغانستان دسفارت له لاري دارسمی سندچي دتذکرې غوندي يوه عادي کاغذ نه دۍ اوهرلورته پرې  تلاي اوسفرکولاي  شي،څومره ايرانيانويعني  دسپاه پاسداران اجنټانواوځينورسمي کارمندانوترلاسه کړی وي؟؟؟

دسفارت دکارمندانوله رشوتونوڅخه دسرټکونې په اړوندلکه له نورودولتي ادارونه ،زموښ کرزی صاحب اواړونده ادارومشران  کولاي سي دبې بې سي ،اشنااوازادی راډيوگانونشراتواوياهغوتلوېزوني خپرونې له سره واوري کوموته چي په ايران کښي اوسېدونکي ادفغانان ورته تليفون کوي .

دابه ومنو چي پدې دريولسيزوکښي له افغانستان څخه تر پنڅو ميليونوزيات وگړې له افغانستان څخه بهر ژوند کوي اوس دهغوي له جملې نه يوشميرکډوال افغانستان ته راستنېږي اويائې په حقيقت کښي دغه دروغجن اوتش په نامه دوست گاونډيان په زورله خپله هيوادنه باسي اوپر افغانستان باندي دسياسي فشاردوسيلې په توگه ترېنه گټه اخلي . خوددې راستنېدو نکوپه څنگ کښي زموږ گاونډيان غواړي خپل اتباع دافغان په نوم افغانستان ته رادننه کړي اودوي ته پدې نامه چې گوياپه دغه اوياهغه هيوادکښي زېږېدلي دي اوهلته لوي سوی دي ،ځکه ئې ژبه اوکلتوری توکي نه دي زده دافغانستان دتابعيت تذکره واخلي .

دامنو چې پدې هيوادکښي په دې څلورولسيزوکښي جگړه  دوام لري اودجگړې دوام افغانان دې ته هڅولي چي وطن پرېږدي اوپه بل هيواد کښي ژوند وکړي .بلې ،ددې طبعي ناخوالي سره دهيوادنو ملي ارزښتونوساتلو لپاره دغه کسانو چي افغانستان ته راستنېږې ديوې پېچلې پروسې په مرسته چړسي ترڅودبيگانه دراتگ اوهغوي ته دتابعيت دتذکرې اوپاسپورټ دوېش مخه ونيول سي .

 

ترکومه ځايه چې دافغانستان دتابعيت تذکره يوساده کاغذدی په ډيره ساده گۍ سره کېداي سي داورقه جعلي جوړه سي . اودبلې خوادتذکرې دوېش قانون ډير زوړاودافغانستان داوسنيوپېچلوسياسي اوپوځی شرايطوسره جوړنه راځی داچي ډيرپخوابايد دتذکرې دترلاسه کولولپاره په قانون کښي لازم تغيرات راغلي واي،متاسفانه ندي راغلي اوددې تذکرې ترلاسه کول ډير ساده کاردی که ئې ترلاسه کونکي که رښتيانۍ افغان هم وي بايدرشوت ورکړي اوکه پيسې ونلري هيچا ته تذکره نه ورکول کيږي .دبلې خوا زموږپه هيوادکښي کوم داسي عملي ميکانيزم  اوتخنيکي امکانات نسته چې ددې سنددجعليت داثبات لپاره دي داړونده ادارې اودبازار په واټونو،کليواوبانډوکښي دي دامنيتي کسان لهدهغوپه مرسته دکنترول سوی سند(تذکرې ) جعليت معلومېدوکښي سره مرسته ورسره وکړي .

دبېلگې په توگه که يوڅوک دامنيتي کسانولخوادکندهارښارپه يوه کوڅه کښي ودرول سي اودهغه تذکره وگو ري چې

گوياد زابل ولايت دمربوطې ادارې لخوائې ترلاسه کړې ده ،که دغه تذکره جعلي هم وي دوي  ئي نسي ثابتولاي چي داجعلي ده اوکه اصلی .

دې مسلې ته جدي پام ددې لپاره اړين او ضروری دی چي دراستنېدونکوکډوالو په نوم زموږ هيوادته له پاکستان ،ايران، تاجکستان، ازبکستان،ترکومنستان  اودې ته ورته نوروهيوادونه دافغان کډوال په نوم زموږ په  هيوادکښي دقانوني اوسېدولپاره دتابعت تذکره ترلاسه کولوحق ورنکړه شي،دتابعت پاڼي ياکارټ په وېش کښي  بايد ډير،له حداو اندازې  نه زيات دقت وسي،په هرډول اوهرڅومره لگښت چي کيږي دهيوادټولواتباُوته دتابعيت دنوی سندپه وېش کښي له جدی کنترول نه کارواخيستل شي اوداسي تخنيکي اوادارې دثبت ميکانيزم ورته جوړسي چي دبهرنيو استخباراتی کړيولاسونه ترډيره بريده لنډ کړي .ومن الله التوفيق